May 15, 2017 14:28 Asia/Kabul

د تهران راډیو داینټرنیټ پاڼې ګرانو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس حاضر شوي یوو چې دایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه یوه(۱) وینا درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

دایران د ولسمشرۍ د دولسم(۱۲) پړاو د انتخاباتو ترسره کیدا ته  زیات وخت نه دی پاتې .

دایران د ولسمشرۍ د دولسم(۱۲) پړاو انتخابات د ښار او  دکلیو د شوراګانو دپینځم(۵) پړاو له انتخاباتو او داسلامي شورا له مینځ پړاوه انتخاباتو سره په یووخت  د روان میلادي کال د مي دمیاشتې په ۱۹نیټه ترسره کیږي .

دایران داسلامي جمهوریت په نظام کښې دانتخاباتو ترسره کیدل ځلانده کارنامه لري .

په ایران کښې د انتخاباتو سیالۍ په تیرو څلویښتو(۴۰) کلونو کښې دسیاسي پراختیا د یوې مهمې ځانګړتیا په توګه د ډیرو شناندو دپام او ستاینې وړ ګرځیدلي ده .

اوس  د ایران د ولسمشرۍ د دولسم (۱۲)پړاو د انتخاباتو د ځانګړیو ویناو د  لړۍ په دوام کښې دسیمې په هیوادونو او په ایران کښې د خلکو دسیاسي ګډون اندازې او سیاسي نظامونو ته یوه(۱) کتنه لرو .

له مونږ سره ملګرتیا وکړئ .

()

دسیاست برخې ته د خلکو د ورګډیدا او  دمشارکت یو(۱) مهم مکانیزم انتخابات دي .

هر څومره چې په انتخاباتو کښې د خلکو د ګډون اندازه زیاته وي او دمختلفو ډلو او سیاسي ګوندونو او کاندیدانو د سیالۍ لپاره ضروري امکانات برابر وي ټولنه له سیاسي نظره د پراختیا په ښې سویې کښې ورځي .

په دې لړ کښې دایران ، ترکیې ، هندوستان او دپاکستان په شان ځینو هیوادونو کښې د انتخاباتو نظام ډیره مخینه لري او په طبیعي ډول له دې اړخه دسیمې د نورو هیوادونو په نسبت متفاوت حالت لري .

د سیاسي چارو کارپیژاند علیرضا داوودي وايي په ایران کښې د سیاسي کلتور یوه ترټولو مهمه ځانګړتیا د دوو(۲) بهیرونو په هکله د رایو صندوقونو ته دخلکو ورتلل دي .لومړی بهیر دملي پیوستون ، هم زباني او د ملي خبرو اترو ښودل دي چې معمولا  دایران خلکو دانتخاباتو په څلوردیرشو (۳۴)پړاونو کښې په ترټولو ښه ډول نندارې ته وړاندې کړي دي ، په حقیقت کښې هغه مدیریت چې دایران خلک یې په انتخاباتو کښې د دغه شتون په اړه وړاندې کوي دملي اقتدار دښودلو په برخه کښې یوه ترټولو لوړه ، پیچلي او مهمه روده ګڼل کیږي .مونږ په عامه ژبه په سیمه کښې درې (۳)ډوله سیاسي نظامونه لرو . ډیر تړل شوي سیاسي نظامونه ، کاملا بې نظمه او پرانیستي   سیاسي نظامونه .

 او زمونږ په سیمه کښې د سیمه ایزو چوکاټونو لرونکي او متعادل سیاسي نظامونه .

دپام وړ شمیر سیاسي نظامونه په لومړۍ او دوهمې ډلې کښې راځي خو هغه سیاسي نظام چې په ایران اسلامي جمهوریت کښې شته په حقیقت کښې یو هوشمند ترلاسه شوی سیاسي نظام دی  او  بالاخره ترټولو متعادل  او انضباط لرونکی نظام ګڼل کیږي پردې اساس هغه وخت چې مونږ د انتخاباتو په اړه خبرې کوو په سیاسي نظام په تیره بیا په سیمه ایزې حوزې کښې د انډول د رامینځته کولو بهیر ته اشاره کوو چې په نهایت کښې په سیمه ایزې حوزې کښې د ملي اقتدار له  زیاتیدا سره  برابره ده او دا دسیمې په هیوادونو او په ایران کښې په اسلامي جمهوریت کښې دسیاسي نظام ترمینځ ترټولو مهم فرق او ځانګړتیا ده .

()

په تیرو څو لسیزو کښې په هغو بدلونونو سره چې په سیمه او نړۍ کښې رامینځته شوي دي په سیمه کښې د لومړنیو او ابتدايي ډیموکراسیو په چوکاټ کښې ځینې ډیموکراټیکې بیلګې رامینځته شوي دي .

له دې کبله په دوې کښې په ډیرو هیوادونو کښې انتخابات ترسره کیږي خو عملا هیڅ ډیموکراټیک بدلونونه تحقق نه مومي .

دسیمې په اکثره هیوادونو کښې دقضايي قوې خپلواکۍ او د قواو جلا کیدل نه لیدل کیږي .

په همدې علت د مینځني ختیځ د هیوادونو سیاسي جوړښتونه له ډیموکراسۍ یا حتی دډیموکراټیکو بدلونونو له بهیر سره زیات واټن لري .

()

نن سبا د ډیموکراسۍ د نوي څپې په پراخیدا سره لویدیځه اسیا ( مینځنی ختیځ ) هم تر اغیز لاندې ورغلي ده .

دبدلون نښې نښانې دمدني ټولنې د نویو ادارو په څرګندیدا کښې لیدلای شو .

له دې سره سره ځینې حکومتونه دانتخاباتو له لارې د فردي استبداد د راوستلو هڅه کوي .

دبیلګې په توګه دترکیې په شان هیواد کښې  دځینو اصلاحاتو هدف د ډیموکراټیکو بهیرونو په چوکاټ کښې د اقتدار پالنې  سیسټاماټیک کول دي .

()

دسیمې ځینې رژیمونه په تیره بیا دفارس خلیج  سیمې عرب هیوادونه دخلکو لخوا د مدني ګډون نشتون ته په پام سره دحقیقي روا والي سرچینې نلري او په نتیجه کښې دهغوې د واکمنۍ ا‌ډانۍ سستې دي .

د سیاسي چارو کارپیژاند ډاکټر مرندي وايي دایران داسلامي جمهوریت نظام په دغو پړاونو کښې زیات د ولسواکۍ او دقانوني کیدا لاره کچ کړه یعني تراوسه د اسلامي انقلاب پنځوس(۵۰) ورځې نه وې تیرې شوي چې دایران داسلامي جمهوریت د نظام د جوړیدا لپاره ټولپوښتنه وشوه .

له دغه ټولپوښتنې دوه(۲) میاشت وروسته د ایران داساسي قانون دخبرګانو انتخابات وشول او داساسي قانون دخبرګانو دجرګې لخوا د اساسي قانون له تدوینیدا وروسته د اوړې په اخر یا د مني په لومړیو کښې وو چې په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال کښې داسلامي جمهوریت د اساسي قانون په باره کښې ټولپوښتنه وشوه .

په ایران اسلامي جمهوریت کښې د اسلامي انقلاب پنځوس(۵۰) ورځې نه وې تیرې شوي چې انتخابات وشول او ورپسې هم په چټکۍ سره نور انتخابات وشول او له یونیم کال په کم وخت کښې دخلکو رایو ته د مراجعه کولو او د قانوني کیدا ټول پړاونه ترسره شول .

اوس سیمې ته ستنیږو مثلا په لیبیا کښې تاسو وینئ معمر قذافي کابو پینځه څلویښت(۴۵) کاله مخکې کودتا وکړه خو هیڅکله یې  دخلکو رایو ته مراجعه ونکړه او ځان یې هم د انقلاب مشر ونوموه په داسې حال کښې چې  هغه په خپل هیواد کښې کودتا کړي وه یا مثلا په سوډان کښې هم کودتا شوي وه . صادق البحري په ۱۹۸۸ میلادي کال کښې په سوډان کښې کودتا وکړه او کلونه کلونه په دغو هیوادونو کښې دخلکو رایو ته مراجعه ونشوه او دایران په ګاونډ کښې دپاکستان په شان هیواد وینو چې په خورا توګه واک د انتخاباتو له لارې نه بلکې د کودتا په وسیله لاس په لاس کیږي البته انتخابات هم تشریفاتي دي او هغه کسان چې کودتا کوي څه موده وروسته په انتخاباتو کښې ګډون   کوي په هغو انتخاباتو سره چې ډیر بد او په خاصو شرایطو کښې ترسره کیږي واک په لاس کښې واخلي .په سعودي عربستان کښې خو اصلا انتخابات نه ترسره کیږي او دفارس خلیج په عرب میشته هیوادونو کښې هم هیڅ انتخابات نه کیږي او که چیرې په کوم  هیواد کښې انتخابات وشي هم نو کاملا فرمایشي  او کنټرول شوي دي چې کاندیدان د نومونو د لیکلو حق نلري او خلک هم  د رایو د ورکولو حق نلري او په اکثرو عربو هیوادونو کښې ښځې د رایې د  ورکولو حق نلري او له تیرو دوو (۲) کلونو راهسې میرمنې د رایې دترلاسه کولو  حق ترلاسه کړ خو  دکاندید کیدا حق نلري .دبحرین په شان هیواد کښې چې څو کاله کیږي خلکو پکښې انقلاب کړی دی د پارلمان نیمايي غړي دباچا لخوا ټاکل کیږي او په دغه هیواد کښې هیڅ انتخابات نشته او دپارلمان نیمايي نور غړي چې د خلکو لخوا ټاکل کیږي بیا هم په یوشمیر چوکاټونو سره په دغو هیوادونو کښې یو سم او انتخاباتي سیسټم نشته او اوس په عراق کښې د صدام د حکومت له نسکوریدا وروسته یو(۱) ډیموکراټیک نظام جوړ شوی دی په نسبي ډول انتخابات د خلکو د رایو پراساس کیږي په ترکیې کښې هم څو کودتاګانې شوي او د هغو  اقداماتو په مینځ کښې چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیاسي مخالفانو د له مینځه وړلو لپاره وکړل راغی انتخابات یې وکړل او دسیمې په ډیر کم سیاسي نظام کښې د ولسواکۍ او د ډیموکراسۍ اندازه چې په ایران کښې محققه کیږي په هغه  اندازه ازادۍ چې وجود لري د لیدو وړ ده .

()

په تیرو پنځوسو(۵۰) کلونو کښې دساړه جنګ په ختمیدا سره دسیمې دهیوادونو په سویه هم یوشمیر بدلونونه رامینځته شوي دي .

دغه بدلونونه سبب شول اقتدار پاله حکومتونه دخپل حکومت دساتلو او دوام لپاره له ستونزې سره مخ شي .

همدغه مسله سبب شوه دسیمې ځینې حکومتونه اقتصادي او سیاسي اصلاحاتو ته مخه کړي .

په دې لړ کښې داردن ، مراکش او تر یوه حده دکویت په شان  په سیمه کښې ځینو باچاهي نظامونو د پارلمانونو قدرت ورزیات کړی دی .

بحرین ، عمان ، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو  مشورتي یعني دسلامشورو شوراګانې جوړې کړې چې له دې لارې د انتخاباتو له ترسره کیدا پرته پارلمان ته ورته سیسټم ټینګ کړي .

دغه شوراګانې زیات مشورتي ظرفیت لري خو په مجریه قوې هیڅ کنټرول نلري او نیغ په نیغه ددغو هیوادونو د رژیمونو مشران ټاکي .

په حقیقت کښې ددغو هیوادونو اکثره واکمنان هڅه کوي د مشورتي شوراګانو تر پوښښ لاندې دځانونو او دخپلو حکومتي نظامونو لپاره روا والی رامینځته کړي .

()

په همدې علت دسیمې په ډیرو هیوادونو کښې چې کامل او تړل شوی اقتدار واکمن دی هیڅکله د خلکو سیاسي ګډون نه دی تجربه شوی  .

حتی په ډیرو پرمختللیو هیوادونو کښې چې په نړۍ کښې د ډیموکراسۍ د بیرغوال ادعا کوي دانتخاباتو په ترسره کولو کښې د اوږدې مخینې له لرلو سره سره په انتخاباتو کښې دخلکو دګډون اندازه زیاته نه ده .

()

دسیاسي پراختیا د ګرافونو پراساس په ایران اسلامي جمهوریت کښې انتخابات  د خلکو په پراخ ګډون سره ترسره کیږي .

دایران داسلامي جمهوریت لومړني انتخابات داسلامي انقلاب له بریالیتوب یوازې پینځه څلویښت (۴۵)  ورځې وروسته ترسره شول چې په یوه(۱) هیواد کښې دانقلاب له بریالیتوب وروسته په ترټولو  لنډه موده کښې د انتخاباتو ترسره کیدل ګڼل کیږي .

د ډیموکراسۍ له ادعا کونکو هیوادونو سره په پرتله په ایران کښې د انتخاباتو په بیلابیلو پړاونو کښې دخلکو  د ګډون اندازه ددې ښودنه کوي په ایران کښې په سیاسي برخلیک کښې دګډون لپاره دخلکو لیوالتیا له نورو هیوادونو ډیره زیاته ده .

()

دایران دګیر چاپیر  هیوادونو د سیاسي نظامونو په یوې کلي جمع بندۍ کښې  په محدوده سویه سیاسي ګډون او فعالیت لیدلی شو .

په حقیقت کښې د سیاسي پراختیا ګرافونه یا نشته او که چیرې وي هم نو شمیر یې کم او وده یې  هم په حقیقي معنا  سسته او له ډیر ځنډ او زیاتو نیمګړتیاو سره  یوځاې ده  .

 

ټیګونه