May 15, 2017 15:38 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۵۶

نن د ګل ورځ یا دوشنبه و ۱۳۹۶لمریز کال دغوائ دمیاشتې پنځه ویشتمه ، د ۱۴۳۸قمری کال دشعبان دمیاشتې اتلسمه او د ۲۰۱۷کال د مئ پنځلسمه نیټه ده

****************

۱ ،       دوستانو  د غوائ دمیاشتې پنځه ویشتمه  نیټه   دایران د دیوه ستر حماسي شاعر  حکیم : ابوالقاسم  فردوسي د درنښت ورځ ده . هغه په ۳۱۹ یا ۳۲۰لمریز کال کې   دایران په شمال ختیځ  کې په توس ښار کې  وزیږید.  دفردوسي نړیوال شهرت  د :شاهنامې : کتاب په خاطر دی  چې  هغه   ئې شعرونه  له  هماغه ځوانۍ  وئيل پیل کړي  او  دعمر تر وروستیو پورې ئې  په ځلونو ارزولي او سم کړي او   ورسره ئې بډائ کړي دي .  شاهنامه  دایران دملت او هیواد او   دایرانیانو دتاریخ او کلتور د دایرة المعارف د زرکلن  میراث  خزانه  ده . فردوسي  دهغې دبرابرولو لپاره  له بیلابیلو مکتوبو او غیر مکتوبو سرچینو استفاده کړې ده .   د فردوسی  دشاهنامې  اصلي موضوع،  ایران  تاریخ  او داسلام له منلو  مخکې پورې  دهغه دحیات  ټيټې هسکې  دي . هماغه ډول چې فردوسي وائي ؛  دشاهنامې شاعرونو  دیرش کاله وخت واخست . شاهنامه تراوسه پورې  دنړۍ په ډيرو ژبوژباړل شوې ده .

*****************

۲،         ۱۱۱۲ کاله پخوا د ۳۲۶قمری کال  د شعبان المعظم  په اتلسمه نیټه

               دحضرت امام الزّمان  عجل  ا... فرجه  شریفد دریم نایئب  ابوالقاسم  حسین بن روح نوبختي  وفات شو .  دحضرت امام مهدي علیه السلام   دریم خاص نایب  ،دایران ستر شیعه محدث ،فقیه  او متکلم   حسین بن روح نوبختي  دی . هغه د بغداد په  شیعیانو  کې  ډير شهرت درلود او د محمد بن عثمان عمری  یو د باؤر وړ  کس ؤ . حسین بن  روح   د: آل نوبخت : نومې ایراني توکمه کورنۍ څخه ؤ .   د دغې کورنۍ یعني دنوبخت دکورنۍ  غور نیکۀ،  دخپل وخت یو خورا ستر سټورپيژاند ؤ  . هغه  په ۳۰۵ کاله تر ۳۲۶پورې په کلونو کې  دامام ا لزمان علیه السلام  نایب  او د هغه وخت دشیعیانو او د  حضرت امام مهدي ترمینځ یوه واسطه ؤ. حسین بن روح نوبخت ډيرې زیاتې برلاسئ  درلودې ، خو   د هغه زیاتره شهرت  او اعتبار ، دهغه دنبابت موضوع ته ورګرځي .  له دې مخکې  محمد بن عثمان  هغه  په بغداد کې د  نورو وکیلانو او د هغه (یعني محمد بن عثمان) ترمینځ  د ګنډونکي کړۍ  ګرځولې وه .  هغه  د دوهم نایب  دژوند په وخت کې  په عباسی دربار کې  اوڅاره نفوذ درلود او د ځينو حکومتي چارواکو  له خوا  هغه  ته ډيرې مالي مرستې ورسیدې .  دوهم نایب، له خپلې مړینې   دوه یا درې کاله مخکې  دځينو شیعیانو  په  ورلیږلو سره چې    هغه ته ئې   سهم اماما او نور مالونه   وروړل ، دحسین بن روح  نوبختی ته ئې  دامام الزمان علیه السلام   له خوا دهغه دنیابت لپاره   زمینه برابروله .   هغه  هغو کسانو  ته چې  په دې موضوع کې ئې  شک درلود، ټينګار  کاوه  دغه حکم، دامام علیه السلام  له خوا صادر شوی دی .

********************

۳،      ۲۴۱کاله مخکې د ۱۷۷۶کال  دمئ په  پنځلسمه نیټه

            دبخار یا بړاس  لومړنۍ کشتۍ جوړه شوه.   له دې  اویا کاله وروسته چې  دفرانسې  دیوې انجنیئر  ډينس پاپن  په لاس  دبړاس  ځواک کشف شي ،د   مارکي دوژو فرا  په نامې سره دیوه بل فرانسوي  په وسیله  دبړاس  یا بخار کشتۍ  جوړه شوې  او  په ډانوب سمندر  کې وآزمائيل شوه .  په کشتۍ کې  له بړاس یا دبخار له ځواکه  استفادې  په سمندر کچ کونې  صنعت کې ډير لوي  بدلون راوست .

*******************

۴،       ۱۱۴کاله وړاندې  د ۱۳۲۴قمری کال  کال  دشعبان دمیاشتې په اتلسمه

             په ایران کې  مشروطه  انقلاب په بریالیتوب پسې   دملی شورا لومړنۍ پړاؤ  په رسمي ډول افتتاح شو .  دغه پارلیمان یا  مجلس د ډيرو مبارزانو او سرښیندونکو  په بیّه  تاسیس  شوی ؤ .  د دغه پارلمیان یا مجلس  دلومړني پړاؤ انتخابات  صنفي وو او تاجرانو ،زمیندارو ،  او  کارمندانو جلاجلا خپلو  کاندیدانو ته  رائ ورکولې . د دغه مجلس  د دوو   نامتو غړو   او د ایران د ولس د  دوو دیني مشرانو  سید محمد طباطبائي او  سید عبدا... بهبهاني  نومونه اخستلی شو .  د لومړنۍ  شورا یا پارلیمان   له جوړیدا وروسته   دایران اساسی قانون برابراو وروپسې    دایران دوخت پاچا  مظفرالدین شاه قاجار  لاسلیک کړ . مورخینو ، دغه پارلیمان  دایران د مشروطیّت  د پړاؤ  یو  فعال  پارلیمان  بللی دی .

******************

۵،     او له ننه  ۲۴کاله پخوا 

           دملګروملتو   عمومی اسمبلۍ  دمئ پنځلسمه نیټّه د : کورنۍ نړیواله ورځ : ونوموله .  دغه نومونه  ددې له امله وه چې   د  ټولنې د لومړني مرکز په توګه  د کورنۍ سپيڅلی اورګان  له داخلی اوبهرنیو   تاوانونو خوندي وساتل شي  او  په اجتماع کې   خپل یو غوره او اغیز من  رول ولوبوي .  دکورنۍ  اورګان  دانسان له پنځیدو وخت راهسې  شته او په دوامدار ډول  دټولنې یو اصلي  رکن  مطرح دی . ماندینه ، خاوند،  بچیان، او کله کله  نیکه او نیّا،د دغه  ګرم مرکز   غړي جوړوي . کورنۍ د ښځې اوخاوند  دآرامښت، د ماشومانو دروزنې او له  یوه بل سره دهغو دغړو  دسالم ارتباط لپاره  یو امن چاپيریال او ځاي دی .په عین حال کې  په ځينوکورنیو کې  په تیره بیا  په لویدیځ کې  په ځّينو  کورنیو کې مشکلات او ترینګلتیاوې  لامل شوي  څو ملګري ملتونه   له دغه ارزښتمند ټولنیز اورګان څخه  لازیاته ساتنه لازمه وګڼي .  .دکورنۍ له چوکاټه  بهر د وادونو ،  طلاق ،  دهمجنس بازانو د وادونو  په څير   پر ګډوډیو سربیره  چې  هر یو  د کورنۍ دغړو اواجتماع لپاره  ډيرې زیاتې  ترینګلتیاوې او مشکلات رامینځة کوي ، په لودیځ کې ئې کورنۍ    د  دړې وړې کیدا له  جدي خطرې سره مخامخ  کړې ده  چې ډير زیات پام ته اړتیا لري .

  (سیماب)

**********************************

 

ټیګونه