May 17, 2017 13:56 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۵۷

نن دنهې ورځ یا سه شنبه و ۱۳۹۶لمریز کال د غوائ دمیاشتې شپږویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۳۸قمری کال د شعبان دمیاشتې له نولسمې او د ۲۰۱۷کال دمئ له شپاړسمې نیټې سره سمون خوري .

**********************

۱،     ۱۸۷کاله پخوا  د ۱۸۳۰کال دمئ په شپاړسمه نیټه

         دفرانسې یو مشهور ریاضي پوه   ژ ان باتیست فوریه  مړ شو .   هغه   له هماغه پیله   درضیاتو   له زده کړې سره دلچسپي درلوده  او  دنظام په ښونځي کې  له زده کړو وروسته ئې  دریاضیاتو تدریس ته مخه کړه .   په ریاضیاتو کې دفوریه  هغه وړتیاوې ډيرې زیاتې   او فعالیتونه ئې   زیات وو  چې  دجمهوری نظام لپاره ئې درلودل  او په همدې دلیل   دفرانسې د ستر انقلاب  په درشل کې  ورته  عمومی پام واوړید. هغه په ۱۷۹۸کال کې  له نیپولیّن بناپارت سره  مصر ته روان شو .  دنیپولیّن په نسکوریدا سره  هغه  علمي کارونو ته مخه کړه . ژان باتیست فوریه  خپلې عملي څيړنې دتودوخې دخپریدا په موضوع متمرکزې  کړې  او هڅه ئې وکړه  څو  دوسپنې   له  یوه سر یا طرف څخه تر بل طرف پورې     د  تودوخې پر خپریدا واکمن قوانین ترلاسه کړي . فوریه   له خپلو نه ستړیکیدونکو  هلوځلو وروسته  د دغې موضوع په حل بریالی شو  او  هغه څه چې  نن سبا،  دفوریه سلسله  نومول کیږي ، ایجاد کړل . په فیزیکس او  ریاضۍ کې   دا سلسله یا لړۍ  ډيره مهمه او  جالبه  مسئله  شمیرل کیږي . هغه  همداراز  د  غږ اورڼا پشمول  د ارتعاشي  ښکارندو  په باب ارزښتمنې څيړنې  وکړې  او  ډير اهمیّت ئې  وموند. ژان باتیست  فوریه بلاخره   د ۱۸۳۰کال دمئ په شپاړسمه نیټه   په دوه شپیته کلنۍ کې مړ شو .

********************

۲،     یوسل یو کال مخکې  د ۱۹۱۶کال دمئ په شپاړسمه نیټه

           فرانسې اوانګلستان   په مینځني ختیځ کې   او دعثماني امپراتورۍ   ترحاکمیّت لاندې خپلې ښکیلاک مینې،  په  سایکس –پيکو    مشهور د تړون په اساس چې   له دې  یوه اونۍ مخکې لاسلیک شوی ؤ ،  وویشلې .له لومړني نړیوال جنګه  وروسته په سایکس –پیکو مشهورتړون  داستعماري تړون لاسلیک کیدا ،دعثماني امپراتورۍ  د آسیائي  ښکیلاک مینو د ویشلو او دمینځني ختیځ  د ټاټوبو دبیلولو  لپاهر دسیمې سیاسی شرائط  برابر کړل .د دغه تړون له امله  چې د  روسیې د  یا  نوي  امپراتورۍ  په ریاضت سره  برابر شو،عراق اواردن دانګلستان تر کنټرول لاندې او سوریه اولبنان  هم دفرانسې ترنیواک لاندې ورغلل . همداراز  په کابو  پنځوس زره مربع میلو پورې په محدودو کې   دعراق  شمالی  او د ترکیې ختیځي برخې ،  روسیې ته وسپارل شوې . فرانسې او انګلستان د سایکس-پیکو دتړون په فیصلو پسې  له یوه بل سره موافقه وکړه په منیځني ختیخ کې  خپلې مستعمرې  په ډيرو امیر نشینانو بدلې  کړي  او په  دغو  هرې یوې سیمې کې  د عثماني حکومت  په ضد د مدهبی ، توکمیز  او  قومي   احساسات راوپاروي څو له داخله  د عثمانیانو دنهائي ماتې  لاره لا هواره کړي .   د دغه تړون  یوه تور تمه  نتیجه ، په نیواکي فلسطین کې  داسرائيلو  دتوکمپال رژیم دجوړیدا لپاره  زمینه جوړول  وو   چې   د دغه تړون  له لاسلیک کیدا په کابو درو لسیزو وروسته  وخت کې هم   عملی نه شو .

********************

۳،     ۷۰کاله وړاندې  د ۱۹۴۷کال دمئ په شپاړسمه نیټه

             دویټامین کشف کونکی  انګریز پوه  سرفرډریک هاپکینز  مړ شو .  هغه دزده کړو له بشپړولو وروسته   دژواک پيژندنې  په څانګې کې  په دوامدارو  علمی څیړنو  لګیا شو  چې دخپل عمر ترپاي پورې ئې  ورته دوام ورکړ .  هاپکینز  همداراز تر دیرشو کلونو پورې ، دانګلستان   دکیمبریج پوهنتون  دژواک پيژندنې  استاد ؤ . هاپکینز  دخپلو څيړنو په دوام کې ،آمینو ایسیډونو  دڅانګې  دیوې مادې ،  ټریپټوفن   په کشفولو بریالی شو او  څه مودهوروسته  ئې دپروټينو دوې نمونې  هم کشف کړی چې  په هغو کې یوه د ژوند له دوام سره مرسته کوي .  هغه  همداراز   په دغو څيړنو کې   دویټامین په کشفولو  هم بریالی شو او د دغې کشفونې   په دلیل ئې ،  د ۱۹۲۹ کال دنوبل جایزه هم وګټله .

فرډيریک هاپکینز د۱۹۴۷کال دمئ په شپاړسمه نیټه  په ۸۶کلنۍ کې  مړ شو.

************************ 

 

۴،     ۴۲کاله پخوا د ۱۹۷۵کال دمئ په شپاړسمه نیټه

           دجاپان  میرمن  جونکو تابی ، لومړنۍ نړیواله میرمن وه چې دنړۍ تر ټولو لوړې څوکې  ایوریسټ څوکې ته  وخته . .ایوریسټ څوکه  دهمالیا غرونو  په لړۍ کې واقع ده   او  له سمنده  کابو اته زره  اته سوه  اته څلویښت میټره لوړه  ده .  دغه څوکه   چې  په ځآي ژبو کې  نوره  نامې هم لري ،  په ۱۸۶۵کال کې   د یواه انګریز  نقشه جوړونکي  په نامې :جارج ایوریسټ:   چې   دهندوستان دنقشې  برابرونکي ؤ ، په نامې  ونومول شوه .

**********************

۵،       ۲۹کاله  مخکې   د۱۹۸۸کال دمئ په شپاړسمه نیټه

               له افغانستانه   د شوروي   د سرۀ پوځ  وتل  پیل شول . دنورمحمد ترکئ  له کودتا وروسته  په افغانستان کې دشوروي  په نیغ په نیغه ملاتړ سره  لومړنی کمونیسټي حکومت   جوړ شو .   دترکئ  حکومت  د ۱۹۷۹کال  په لومړنیو کې  د ترکئ دیوه نزدې ملګري  حفیظ ا... امین په مشرۍ په یوې بلې کودتا سره نسکور شو .خو روسان   دحفیظ ا.. امین په ساتلو  سره   چې  له امریکا سره دنزدیکیدو  او  له ختیخ اولویدیځ سره  دافغانستان په اړیکو کې  د انډول په رامینځةکولو پسې وو، بدګمانه شول  او د ۱۹۷۹کال په وروستیو شپو ورځو کې  ئې په کابل کې  دخپل هوائي ځواک  دڅه دپاسه پنځو زرو ځانګړو عسکرو په پلي کولو سره ، د  امین حکومت  نسکور کړ . په دې توګه ، په افغانستان  دشوروي دسره پوځ  پوځي تیري پیل شول .  په کابل کې دکرملین دلاسپوڅو حکومتونو  اوتیریګرو په وړاندې  دافغانستان  دمسلمانانو  مجاهدت  لامل شو څو  په افغانستان کې د موجودو روسي  عسکرو شمیر  تریوه لک  پوځيانو پورې زیات شي . دغه تیري اونیواکګري  کابو تر نهو کلونو پورې  اوږده  شوه  څو  د ۱۹۸۸کال دمئ  په  شپاړسمه  نیټه   له افغانستانه د شوروي دسرۀ پوځ  دعسکرو وتل پیل شول .

**********************

۶،       او له ننه  شپږکاله  وړاندې  د ۱۳۹۰لمریز کال د غوائ دمیاشتې په ۲۶

             دفارسیژبې او  ادبیاتو د څانګې استاد  حسن احمدګیوي  وفات شو .  حسن احمد ګیوي  دبدیع الزمان  فروزانفر  یو مشهور او لوي  شاګرد او دفارسی ژبې او ادبیاتو  یو مشهور استاد ؤ چې په همداوروستیو کلونو کې ئې دفارسی ادبیاتو  په زمینې کې  او   هم    د  ترکي  او  فارسي ژبو لطیف ادبیات لیکل  او چاپ شوي دي.   زبان فارسی ونګارش،دستور ویرایش زبان فارسی  او دغه راز  دستورو زبان تطبیقي فارسی وترکي  د حسن احمد ګیوي  مشهور کتابونه دي . هغه همداراز  ترکلونوپورې د: دهخدا: نومې ډکشنرۍ یا لغتنامې  په برابرولو  کې  له دغې موسسې سره ملګرتیا وکړه او له هغه څه چې  تراوسه پورې  ددغې دانشنامې خپره شوي دي ، ترشل فیصدو پورې  برخه ئې  د زنده یاد ګیوي  د زیارونو  نتیجه ده .  د فارسی ژبې اوادبیاتو دڅانګې  دغه استاد  چې پخپلو شاګردانو کې  دښو اخلاقو په رعایتولو  مشهور ؤ ،تل  ئې  په تهران  او نورو څيړنیزو مرکزونو کې خپل شاګردان دخپلو بچیانو په توګه یادول  ؛  دغه عبارت  که !   من هزار فرزند دارم ؛ د استاد ګیوي مشهوره   خبره ده .

(سیماب)

****************************************************

 

ټیګونه