May 17, 2017 14:02 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۵۸

نن د شوروورځ یا چارشبنه د ۱۳۹۶لمریز کال د غوائ دمیاشتې اوه ویشتمه ، د ۱۴۳۸قمری کال د شعبان المعظم شلمه او د ۲۰۱۷کال د مئ اولسمه نیټه ده.

*******************

۱،     ۱۰۵۳ کاله پخوا د ۳۸۵قمری کال دشعبان دمیاشتې په شلمه نیټه 

          یو مشهور مسلمان    مورخ  او کتاب پيژاند   ابن ندیم  وفات شو .   دهغه شهرت لازیات  د :الفهرست :نومې دمشهورکتاب په خاطر  دی . هغه په دغه کتاب کې  دخپل وخت  په اسلامی  تمدن کې دود ټول علوم  معرفی کړي  او وروسته ئې د هغو علومو په زمینې کې  دمشهورو   پوهانو دژوند شرحه هم لیکلې ده . ابن ندیم  په  الفهرست  نومې کتاب کې  همداراز  له بیلابیلو علومو سره  د  اړونده  کتابونو  او رسالوخبرونه  غونډ کړي او د هغو دمولفانو  بشپړ ژوند لیک ئې لیکلی دی .په دغې ټولګې کې  له تیر وخته   د مولف تر وخت پورې داسلامی  عالمانو اوپوهانو  ټوله شرحه  شامله ده .  په دغه تاریخي کتاب کې  د کتاب ترلیکلو او  دنړۍ دملتونو دلرغونو آثارو  دشرحې ترلیکلو پورې  دبیلابیلو علومو  دراپنځیدو په باب  هم ، غوره اطلاعات  موجود دي. ابن ندیم دخپل وخت په دینونو  او مذهبونو کې له څيړنو هم غافل نه ؤ او په دې زمینې کې ئې  هم  یو لړ مطلبونه غونډ کړي دي.  :    الاوصاف و التشبیهات :   نومې کتاب د  هغه یو بل اثر دی .

**********************

۲،     ۲۶۸کاله مخکې د ۱۷۴۹کال دمئ په اوه لسمه نیټه

           دلیواني سپي و اکسینو کشقونکی او مشهور انګریز  ډاکټر  ایډورډ  جینز  په انګلستان کې وزیږید.  هغه  دمقدماتي زده کړو له بشپړولو وروسته   په طب  څانګې پرزده کړو بوخت شو . جینز په یویشت کلنۍ کې  لندن ته لاړ او دلیواني سپي  دناروغۍ په باب  چې په هغه وخت کې ئې ډيرو خلکو ته مرګ ژوبلې اړولي ،  مطالعې او څيړنو ته مخه کړه او په نهایت کې  بریالی شو  د ۱۷۹۶کال دمئ په څوارلسمه نیټه  دلیواني  سپی دناروغۍ  ضد واکسن  کشف کړي . هغه دخپل عمر په وروستیو کلونوکې پخپل زیږنځاي کې ژوند تیراوه  اوبلاخره  د ۱۸۲۲کال دنومبر په دیرشمه نیټه  په ۷۳کلنۍ کې  ومړ .

**********************

۳،     ۱۵۲کاله  وړاندې  د  ۱۸۶۵کال  دمئ په  اوه لسمه  نیټه

             په پاریس کې دنړۍ دشلو هیوادونو داستازو په شتون  او   ارتباطاتو ، په زمینې کې دلومړني نړیوال تړون په لاسلیک کیدا سره  دټلګراف  نړیواله اتحادیه جوړه او  دهغه نړیوال آئين   برابر اوتصویب شو . په همدې دلیل  دغه ورځ ،دارتباطاتو نړیواله ورځ نومول شوې ده .  په ۱۹۳۲کال کې دماډریډ دکنفرانس  دفیصلو په اساس دټلګراف  دنړیوالې ټولنې نامه  هم  دلیرې ارتباطاتو دنړیوالې ټولنې (آئي ټي یو )  په نامې بدله  شوه او  دهغو په ټولې آئين نامې بیا کتنه  وشوه .    له ۱۹۴۷کال څخه   آئي ټي یو  په رسمي توګه  له ملګروملتو سره داړونده  تحصوصي  یونټونو په لیکه کې شامل شو . .

***************

۴،       ۷۸ کاله پخواد ۱۹۳۹کال دمئ په اوه لسمه نیټه

             انګریز حکومت چې  دفلسطین دمځکنۍ بشپړتیا ساتل ئې په غاړه درلودل ، د دوهم نړیوال جنګ په درشل کې  د :  سپين کتاب :  نومې دیوه کتاب په خپریدو سره  ،  دصهونیسټ غاصب رژیم  دحکومت دجوړیدا په لاره کې  یوبل ګام پورته شو .  دهغې حل لارې په اساس چې  په دغه کتاب کې  دفلسطین دموضوع لپاره  وړاندې شوې وه ،   لس کاله وروسته  د مسلمان اویهودی  په دوو ملیّتونو سره  دفلسطین خپلواکه حکومت جوړید. په سپین کتاب کې  همداراز  اټکل شوی ؤ  چې  تر ۱۹۴۴کال پورې   یولک نور یهودیان  فلسطین ته مهاجرت وکړي  او له دې وروسته دیهودیانو کډوالي باید  دعربانو په موافقې سره وشي .  فلسطنیان چې   له صهونیسټانو د انګلستان پر ملاتړ ښه پوه وو،  دانګلستان دحکومت پلان ئې  چې  دفلسطین د بشپړ نیواک سریزه وه ، رد کړ . له بلې خوا  صهونیسټانو هم چې  په فلسطین کې  دیوه صهونیسټي رژيم  دجوړیدا غوښتونکي وو ، سپین کتاب ئې ونه مانه  او  په ۱۹۴۲کال کې  ئې   په امریکا کې په یوه کنفرانس کې   او د دغه هیواد په ملاتړ سره  ئې ، په رسمي توګه ، په فلسطین کې داسرائيلو  دجوړیدا غوښتنه وکړه . .

*********************

۵،    ۳۰ کاله مخکې  د ۱۳۶۶لمریز کال د   غواي دمیاشتې  په اوه ویشتمه نیټه

             دایران په ضد دصدام  په تپلي جنګ کې  عراقي جنګي الوتکو  په تیروتنې سره  په فارس خلیج کې  داریکا په سټارک  جنګي بیړۍ  بمباري وکړه  چې له امله ئې ۳۷ امریکائي عسکر ووژل او یو شمیر  نور هم ټپیانشول .  دغه پیښه   دتیلی کشتیو  دامنیت دساتنې په پلمې سره  په فارس خلیج کې  دامریکائي ځواک  دښتون دزیاتیدا   له پيلیدو سره په یووخت  وه .  دعراق د وخت رژیم  پر سټارک بیړۍ له حملې سملاسي  وروسته د دغې حملې په غیر عمدي   بللو سره  له واشتنګتنه  بخښنه وغوښته او امریکا ته ئې د ګرمې د ورکولو لپاره  خپل چمتووالی اعلان کړ . امریکا هم  سره له دې چې تل   پر خپلو پوځیانو اوبیړیو دیرغلونو په باب  ډير  حساسیّت ښْئ ، ډير زر ئې   دغه پيښه هیره کړه ،  ځکه امریکا   دایران په ضد   په جنګ کې دصدام رژیم ملاتړی وه . په عین حال کې  ځيني باوري دي ،   په سټارک  بیړۍ  باندې دعراق  حمله  دفارس خلیج  سیمې  دناکراره بریښولو  او په دغې سیمې کې  دامریکائي بیړیو  دلازیات شتون لپاره د واشتنګټن  او صدام رژيم  ګډه سناریو  وه .

**********************

۶،     او له  ننه  اته کاله وړاندې  د ۱۳۸۸لمریز کال د غوائ دمیاشتې  په۲۷

           ستر دیني مرجعه او لوي عارف  آيت ا.... محمد تقي  بهجت  فومني  وفات شو .  هغه  د ۱۲۹۴لمریز کال په وروستیو کې  دایران دشمال  په ګیلان ولایت کې  په فومن ښار کې زیږیدلی ؤ . هغه  خپلې لومړنۍ  حوزوي  زده کړې  په فون  کې سرته ورسولې   او ۱۳۰۸لمریز کال کې  دعربو دادبیاتو  له زده کولو وروسته ، دحوزوي  درسونو دبشپړولو لپاره  عراق ته لاړ او  دنجف اشرف ښار  له لویو استازانو ئې  عمل زده کړ .  هغه  په ۱۳۲۴لمریز کال کې ایران ته راستون ش و  او تر یوې مودې پورې  ې  په قم سپيڅلي ښار کې تدریس او دفقې درس خارج ته مخه کړه  او ډير شاګردان ئې وروزل .   د آيت ا....  بهجت   خورا مهمه ځانګړنه ،  دهغه  عرفان او دنفس تهذیب  ؤ چې  پر ټولو ئې اغیزې شیندلې  او   له هغه ئې  یو لوي فاضل ، مهذب  او  رسیدلی عالم جوړ کړ ی ؤ .   دغه نامتو عالم  ډير زیات ارزښتمن  اثار لري  چې له هغو څخه  کتاب الصلاة،  جامع  المسائل ،  او وسیلة  النجاة ته اشاره کولی شو .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه