تاریخ پاڼه شماره ۵۹
نن د پنجشنبې ورځ د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د غويي دمیاشتې ۲۸ ، د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د شعبان دمیاشتې ۲۱ او د ۲۰۱۷ میلادي کال د مي دمیاشتې ۱۸ نیټه ده .
()
دایران په کال هینداره کښې د غويي دمیاشتې اتویشتمه (۲۸)نیټه دهیواد د مشهور شاعر ، پوه او عارف حکم عمر خیام د زوکړې ورځ نومول شوي ده .
دایران ستر شاعر، لیکوال ، طبیب ، نجومي ، ریاضي پوه او فیلسفوف ابوالفتح عمر بن ابراهیم خیان نیشابوري د پینځمې(۵) هجري پیړۍ په وروستیو او د شپږمې (۶)هجري پیړۍ په لومړیو کښې ژوند کاوه .
خیام نیشابوري له څلورسوه اولسم(۴۰۷) څخه تر څلور سوه څلویښتم (۴۴۰)هجري قمري کلونو کښې دایران په نیشابور سیمه کښې وزیږیده .
.په ژوند کښې دخیام شهرت ډیر په حکمت ، طب ، نجومو او ریاضیاتو کښې وو خوهغه نن سبا په نړۍ کښې د نرمې فلسطفې د رباعیاتو په سبب پیژندل کیږي .
دخیام رباعیانې نړیوال شهرت لري او ددنیا په اکثرو ژبو دغه رباعیانې ژباړل شوي دي .
خیان په ریاضیاتو کښې څو مشهور کتابونه لري چې جبر او مقابله ترټولو زیات مشهور دي .
خیام دغه راز دایران د کال هیندارې د اصلاح کولو مامور شو او یو (۱)ترویتون یې جوړ کړ .
رساله ای در کلیات الموجود، نوروزنامه ، او رساله در طبیعیات دایران ددغه ستر عالم نور کتابونه دي .
()
۹۳۲کاله وړاندې په همداسې ورځ د ۵۰۶ هجري قمري کال د شعبان دمیاشتې په یویشتمه(۲۱) نیټه د شپږمې(۶) هجري قمري پیړۍ مشهور فقیه ، محدث او تاریخ لیکونکی عبدالکریم بن محمد سمعاني چې لقب یې تاج الاسلام وو په لرغوني ستر خراسان او د اوسني ترکمنستان په جنوب ختیځ کښې په مرو ښار کښې وزیږید .
هغه د علم د ترلاسه کولو په لاره کښې دخپل ژوند ډیر کلونه په سفر کښې تیر کړل او دایران ، شام ، حجاز او د ماورالنهر په شان ټاټوبو ته یې سفرونه وکړل او د هرټاټوبي له نامتو علماو یې زیاته ګټه پورته کړه .
دعبدالکریم بن محمد سمعاني ترټولو مهم کتاب الانساب نومیږی او هغه د معجم الشیوخ ، ادب الطلب او د تاریخ مرو په شان نور مهم کتابونه هم لیکلي دي .
()
۲۱۳کاله مخکې په همداسې ورځ د۱۸۰۴ میلادي کال د مي دمیاشتې په ۱۸ نیټه دفرانسې دمشرانو جرګې په تصویب سره ناپلئون بناپارټ ددغه هیواد امپراتور شو .
په دې ډول دفرانسې د ستر انقلاب دبریالیتوب له پینځلس (۱۵)کلونو وروسته په دغه هیواد کښې یوځل بیا استبدادي نظام (دظلم حکومت) ټینګ شو .
البته لس(۱۰) کاله وروسته د۱۸۱۴ میلادي کال د اپریل دمیاشتې په ۱۱ نیټه له اروپايي حکومتونو سره په جنګ کښې دفرانسې د امپراتور ناپلئون بناپارټ له ماتي او دهغه له جلاوطن کیدا وروسته دهغه حکومت پاې ته ورسید .
()
۱۸۷ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۸۳۰ میلادي کال د مي دمیاشتې په ۱۸ نیټه د الجزایر دنیولو لپاره د فرانسې دپوځ عملیات پیل شول .
دالجزایر خلکو دفرانسې د حملې په مقابل کښې سخت مقاومت وکړ او دفرانسې د عسکرو لخوا د خپل هیواد له نیواک وروسته امیر عبدالقادر الجزایري کلونه کلونه له فرانسې سره مبارزه وکړه .
دفرانسې استعمارګرانو په الجزایر له سلطې وروسته تر یوسل دیرشو(۱۳۰) کلونو پورې ددغه هیواد د سرچینو چورتالان کولو او دخلکو وژلو ته دوام ورکړ .
بالاخره دفرانسې له استعمار سره د الجزایر دخلکو مبارزو دپینځلس(۱۵) لکه خلکو په وژل کیدا سره نتیجه ورکړه او دغه هیواد په ۱۹۶۲ میلادي کال کښې خپلواکه شو .
()
۱۴۵کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۸۷۲ میلادي کال د مي دمیاشتې په ۱۸ نیټه د انګلستان فیلسوف او ریاضي پوه برټرانډ روسیل(BERTRAND RUSSELL) وزیږیده .
هغه د زده کړې د لومړیو پړاونو له کچ کولو وروسته دلندن کمبریج پوهنتون ته ورغی .
روسیل دزده کړو له بشپړولو وروسته د مختلفو فکري مکاتبو مطالعه پیل کړه او ددغه مکا.تبو په اړه یې خپلې لیدتوګې په کتاب کښې ولیکلې .
هغه له لومړي(۱) او دوهم (۲)نړیوال جنګ او دغه راز د ویټنام پرضد دامریکا له جنګ سره جدي مخالفت پیل کړ او حتی دامریکا دچارواکو د غیابي محاکمې لپاره یې یوه(۱) محکمه پیل کړه چې دهغه په نوم یعني د راسل په محکمې مشهوره ده .
()
۴۳ کاله مخکې د ۱۹۷۴ میلادي کال د مي دمیاشتې په ۱۸ نیټه هندوستان دخپل هیواد په لویدیځ او دپاکستان سرحد ته نږدې په راجستان دښتې کښې خپل لومړنی اټوم بم وزمویه .
په دې ډول هندوستان له امریکا، روسیې ، فرانسې ، انګلستان او چین وروسته دنړۍ شپږم(۶) هیواد وو چې له اټومي قدرت څخه برخور شو .
څلورویشت (۴۴)کاله وروسته د ۱۹۹۸ میلادي کال په مي میاشتې کښې هند پینځه(۵) نور اټومي بمونه هم وزمویل او عملا داټومي وسلو په جوړولو بریالی شو .
په دې ډول هند چې له یوې خوا له پاکستان سره زړې شخړې لري او له بلې خوا په جنوبي اسیا کښې د یوه سیمه ایز قدرت په توګه مطرح دی خپل پوځي او سیاسي قدرت زیات کړ .
اټومي وسلو ته دهندوستان لاسرسي وښودله کله چې داټومي وسلو لرونکي ستر قدرتونه دخپلو ډلوژونکو وسلو د سلاکوټونو له مینځه وړلو ډډه کوي په دنیا کښې به د اټومي وسلو سیالۍ دوام ولري او بیلابیل هیوادونه به هم داټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه وکړي .
()
او ۴ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۳۹۲ هجري لمریز کال د غویي دمیاشتې په ۲۸ نیټه دایران د فارسۍ ژبې د ادبیاتو او دشعر نامتو استاد محمد قهرمان وفات شو .
هغه په ۱۳۰۸ هجري لمریز کال کې دایران په ختیځ کښې په تربت حیدریه کښې وزیږیده او د« حاصل عمر »او د« روي جاده ابریشم شعر» په نوم د شعر د څو ټولګو په شان د رغنده کتابونو دتالیفولو خاوند دی .
دغه راز دخدای خدای خودم په نوم سره دهغه داتل ځاي شعرونه چاپ شوي هم دي .