May 18, 2017 15:54 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۶۰

نن دجمعې ورځ د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د غويي دمیاشتې ۲۹، د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د شعبان د میاشتې ۲۲ او د ۲۰۱۷ میلادي کال دمي دمیاشتې ۱۹ نیټه ده .

()

۸۵۰ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۵۸۸ میلادي کال د دشعباد میاشتې په ۲۲ نیټه ستر عالم او محدث ابن شهر اشوب وفات شو .

دشیعه مذهب مشهور قاضي ، متکلم ، واعظ او ادیب ابن شهر اشوب چې  لقب یې زین الدین او رشیدالدین وو دایران په شمال کښې په مازندران کښې وزیږید .

هغه د مذهبي دلایلو په وجه دسلجوقیانو په پړاو کښې  دایران پریښودو ته اړ شو او د شام حلب ته ورغی .

هغه دخپل وخت ترټولو پوه عالم او د اهل سنتو د احترام او دمنلو وړ شخصیت وو .

ابن شهر اشوب د زمخشري ، امام  محمد غزالي او دخطیب خورازمي په شان له عالمانو د حدیث دنقلولو اجازه درلودله .

()

۷۱۳ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۷۲۵ هجري قمري کال د شعبان دمیاشتې په ۲۲ نیټه پرهیزګاره شاعر شهاب محمود وفات شو .

ابوالثنا شهاب الدین محمود بن سلیمان بن فهد حلبی دمشقي چې په شهاب محمود مشهور وو او مشهور شاعر او کاتب وو د کتاب او دنظم په ښکلا کښې له خپلو معاصرانو مخکې شو او د سترو شخصیتونو د حالاتو په معرفت کښې خبر سړی وو او ډیر کتابونه یې  لیکلي دي .

()

۶۶۵ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۷۷۳ هجري قمري کال د شعبان د میاشتې په ۲۲ نیټه د مصر مسلمان فقیه ، محدث ، تاریخ لیکونکی او شاعر ابن حجر عسقلاني (EBN- E HAJAR-E ASQALANI) په قاهرې کښې وزیږید.

هغه پینځه(۵) کلن وو چې پلار یې وفات شو او په پینځه(۵) کلنۍ کښې ښوونځي ته واستول شو او  دقران مجید او ددیني علومو په زده کولو بوخت شو .

عسقلاني په په لس (۱۰) کلنۍ کښې قران مجید حفظ کړ او وروسته یې د علم او پوهې دترلاسه کولو لپاره مختلفو ټاټوبو(هیوادونو) ته سفرونه وکړل .

هغه څه دپاسه یوسل پنځوس(۱۵۰) ټوکه کتابونه لیکلي دي او اکثره کتابونه یې هم د حدیث او دتاریخ په علم کښې دي .

()

۴۹۶ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۵۲۱ میلادي کال د مي دمیاشتې په ۱۹ نیټه دعثماني امپراتورۍ سپاهیانو له یوه (۱)سخت جنګ وروسته دبالکان په ټاپووزمې کښې د یوګوسلاویه  دپلازمینې بلګراد مهم ښار ونیوه .

عثماني امپراتورۍ د څوارلسمې(۱۴) میلادي پیړۍ په اخري وختونو کښې په بالکان سیمه کښې  پرمختګ پیل کړ او تقریبا دغه ټوله سیمه یې په خپلې سلطې کښې وروستله .

د عثماني امپراتورۍ دسوکه سوکه کمزوري کیدا او داروپايي حکومتونو د نفوذ  د اعمالیدا له کبله د شلمې(۲۰) میلادي پیړۍ تر لومړیو پورې په بالکان کښې دعثماني امپراتورۍ نیول شوې سیمې  خپلواکه شوې .

()

۲۵۵ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۷۶۲ میلادي کال د مي دمیاشتې په ۱۹ نیټه د جرمني فیلسوف یوهان ګوتلیب فیخته (JOHANN GOTTLIEB FICHTE)په یوې بې وزله کورنۍ کښې وزیږید .

هغه د تصور یا د ایډه لیزم د اصالت د مکتب مخکښ وو .

فیخته د جرمني له بل فیلسوف کانټ سره اشنا وو او څه موده وروسته یې هغه ته یو(۱) خپل کتاب ورکړ .

فیخته په خپلو نظریاتو کښې له کانټ څخه ډیر اغیزمن وو .

()

۱۲۷مخکې په همداسې ورځ د ۱۸۹۰ میلادي کال د مي دمیاشتې په ۱۹ نیټه د ویټنام دخپلواکۍ اتل او انقلابي مبارز نګوین نهانه چې په هوشي مینه (HO CHI MINH)مشهور وو په هوانګ ټرو سیمه کښې وزیږید .

بې شکه هوشي مینه داستعمارګرانو پرضد جنګ کښې د ویټنام د خلکو د ټولو بریالیتوب منظونکو او ستراتژۍ جوړونکی وو او هغه لوړ اخلاقي فضیلتونه هم لرل .

هغه باوري وو انقلاب سختۍ ، او دسوشلزم او د هیواد دساتلو لپاره په سرشیندونو کښې پایدارۍ ته وايي .

()

۹۲کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۹۲۵ میلادي کال د مي دمیاشتې په ۱۹ نیټه دامریکا دتورپوستو دغورځنګ مشر مالکوم ایکس وزیږید .

مالک شباز چې په مالکوم ایکس مشهور وو په امریکا کښې په یوې بې وزله کورنۍ کښې وزیږید .

هغه چې څلور کلن وو نو دمور او پلار کور یې د کوکلوکس کلان دیوې توکمپاله فرقې لخوا په اوور کښې وسوزول شو .

مالکوم ایکس ددیني علومو  زده کول او د اسلامي کتابونو مطالعه پیل کړه او دخلکو په مرستې سره وتوانید دمسلمانانو لپاره دامریکا په ډیټرویټ او فیلاډلفیا کښې دوه (۲)جوماتونه جوړ کړي

هغه د امریکا او د افریقا د وحدت د تنظیم دجوړولو په هدف سره له عالیجاه محمد غورځنګ څخه جلا شو .

مالکو ددغه تنظیم په جوړولو  او په جوماتونو او د تورپوستو په عمومي ځایونو  کښې په ډیرو ویناګانو سره وتوانید دامریکا د تورپوستو نسبتان کوټلي تشکیلات رامینځته کړي .

مالکوم په ۱۹۶۴ میلادي کال کې داسیا او دا فریقا لویو وچو ته سفرونه وکړل او له نږدۍ څخه له اسلامي نړۍ سره اشنا شو خو امریکا ته له راستنیدا درې(۳) میاشتې وروسته د ۱۹۶۵  میلادي کال د فرورۍ دمیاشتې په ۲۱ نیټه په نیویارک ښار کښې له حملې سره مخ شو او په څلویښت(۴۰) کلنۍ کښې ووژل شو .

ډیرې نښې نښانې وايي چې دامریکا فیډرال پولیس ایف بي ايی او جاسوسۍ اداره سي ايي ای دهغه په وژلو کښې لاس لري .

()

۸۴ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۳۵۴ هجري قمري کال د شعبان دمیاشتې په ۲۲ نیټه داسلام یو(۱) ستر عالم علامه شیخ محمد جواد بلاغي وفات شو .

هغه په خپل وخت کښې یو پوه فقیه ، نامتو استاد او وسمن لیکوال وو .

علامه بلاغي د زده کړې په وخت د میرزای شیرازي په شان دخپل وخت له نامتو استادانو ګټه پورته کړه  تردې چې داسلام  یو(۱) ستر لیکوال او استاد شو .

دهغه په ارزښتناکو کتابونو کښې د خدای متعال د وجود په اثبات کښې  بلاغ المبین کتاب ته اشاره کولای شو .

()

۸۱ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۹۳۶ میلادي کال د مي دمیاشتې په ۱۹ نیټه ریډار د انګلستان د مخترع رابرټ واټسن واټ (ROBERT WATSON WATT)لخوا جوړ شو .

ریډار چې په بیلابیلو پوځي او غیر پوځي عملیاتو کښې  د شیانو د کشفولو لپاره مهمه وسیله ده د لومړي ځل لپاره دبریطانیه په یوه هوايي ډګر کښې ولګول شو .

اوس په بیلابیلو زمینو  کښې له ریډار څخه استفاده کیږي .

()

۳۴ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۳۶۲ هجري لمریز کال د غويي دمیاشتې په ۲۹ نیټه د عراق د صدام د یکتاتور نظام پرضد د هر ډول مقاومت د ځپلو په لړ کښې بعث رژيم د ایت الله سید محسن حکیم د کورنۍ نوي (۹۰)کسان ونیول او شپږ(۶) غړي یې اعدام او پانسي کړل .

دعراق بعث رژیم څه موده وروسته دحکیم دکورنۍ لس(۱۰) نور غړي هم پانسي کړل .

 

ټیګونه