May 20, 2017 17:23 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۶۱

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې دیرشمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له درویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مئی د میاشتې له شلمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو یو سلو څلور دیرش کاله پخوا، د درې سوه څلورم هجری قمری کال د شعبان په درویشتمه نیټه، په ناصر کبیر مشهور د پیغمبر اکرم (ص) له لمسیو یو لوئ مجاهد او عالم ابو محمد حسن بن علی اطروش وفات شو. هغه په دوه سوه دیرشم هجری قمری کال کښې په مدینی کښې وزیږید او له هغې وروسته چې عباسیانو د پیغمبر اکرم (ص) د کورنۍ ګڼ شمیر کسان منجمله امام حسن عسکری (ع) او د حسن اطروش پلار د بغداد په شمال کښې سامرا ښار ته جلاوطن کړل، هغه هم دغه ښار ته بوتلئ شو. حسن بن علی دینی علوم په بغداد او کوفی کښې زده کړل او په نامتو عالم بدل شو چې د شاعری زیات ذوق یې درلود. له بلی خوا هغه په سیاسی فعالیتونو کښې هم ګډون درلود او د ایران په شمال کښې په طبرستان کښې د علویانو د پاڅون او حکومت په دور کښې، دغه سیمې ته ولاړ. حسن اطروش د دغه حکومت له نسکوریدا وروسته یو ځل بیا هغه احیا کړ او په عدل او انصاف سره یې د ایران د شمال په پراخې برخې باندی حکمرانی وکړه . دې نه علاوه، د رسول اکرم (ص) دغه لمسی د خپل نیکه د دین په تبلیغ کښې ډیرې هڅې وکړې او په لسګونو زره کسان یې مسلمانان کړل.

همداراز دغه فاضل عالم، په سیاست او مبارزی کښې د بوختیدو باوجود د شاګردانو تعلیم او د کتابونو تالیف او لیکنه هیره نکړه ، په دی ډول چې په لسګونو کتابونه له هغه په یادګار پاتی دی چې پکښې (البساط)، (تفسیر الاطروش) او (الامامة الکبیر) ته اشاره کولئ شو.

««««««««««««

اووه سوه پینځه کاله پخوا، د اوه سوه درې دیرشم هجری قمری کال د شعبان په درویشتمه نیټه ، په شرف الدین مشهور د اتمې هجری قمری پیړۍ ستر ادیب او محدث حسین بن عبدا... طیبی وفات شو. هغه د معانی او بیان په علومو او د عربو په ادبیاتو کښې د خپل وخت یو لوئ عالم ؤ . طیبی د قرآن تفسیر او د حدیث د روایت تدریس ته پریمان اهتمام درلود. د حسین بن عبدا... طیبی په آثارو کښې د (تفسیر قرآن) او (شرح مشکوه) کتابونو ته اشاره کولئ شو.

««««««««««««

شپږ سوه یویشت کاله پخوا، د اته سوه اوولسم هجری قمری کال د شعبان په درویشتمه نیټه، د ایران د نهمې هجری قمری پیړۍ تر ټولو لوی شاعر او ادیب نور الدین عبدالرحمان جامی د ایران په شمال ختیځ کښې په خراسان ولایت کښې په جام ښار (تربت جام) کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. هغه له ځوانی دبیلا بیلو علومو زده کولو ته مخه کړه . جامی په ځوانی کښې سمرقند ته ولاړ او دینی علوم ، ادبیات او تاریخ یې هملته زده کړل او وروسته یې سفر او سیاحت ته مخه کړه . په هغه وخت کښې چې د هیرات ښار غوره ځلا درلوده، په هغه ښار کښې یې ژوند کوه او د جام په عارف مشهور ؤ . هغه د خدائ د ګران رسول (ص) له کورنۍ سره زیاته مینه او کلک عقیدت درلود او هیڅ کله یې د زورورو او باچایانو مدحه ونکړه . له دغه ایرانی شاعر او ادیبه ، ډیر نظمی او نثری آثار په یادګار پاتی دی چې پکښې (هفت اورنګ)، (سلسلة الذهب)  او (بهارستان) ته اشاره کولئ شو . عبدالرحمان جامی په اته سوه اته نوېم هجری قمری کال کښې وفات شو.

««««««««««««

دوه سوه یوولس کاله وړاندې، د اتلس سوه شپږم میلادی کال د مئی د میاشتې په شلمه نیټه، انګریز فیلسوف او اقتصادی پوه جان سټورټ مل وزیږید.

هغه د خپل پلار تر نظر لاندې منطق او اقتصاد زده کړ او ورپسې یې ورځپاڼې لیکنې او لیکوالۍ ته مخه کړه.

مل یو پړاؤ د بریتانیې د ولسی جرګې استازی هم ټاکل شوئ ؤ.

سټورټ مل په فرانسې کښې، د آګوسټ کنټ د رایو تابع او د تجربې په اصالت باوری ؤ او په اقتصاد کښې یې له ټولنیز عدالت سره یوځائ د ګټې له اصالته ملاتړ کاوه.

(د سیاسی اقتصاد اصول) او  (د اقتصاد د علم اصول) د دغه انګریز اقتصاد پوه مهم آثار دی. مل  په  اتلس  سوه  درې  اویایم  میلادی کال کښې مړشو.

««««««««««««

درې اتیا کاله پخوا، د نولس سوه څلور دیرشم میلادی کال د مئی په شلمه نیټه، د سرحدی اختلافاتو په وجه د یمن او عربستان تر مینځ د جنګ په پائ کښې، یمن ماتی وخوړه او د یمن مشر امام یحیی او د عربستان باچا ملک عبدالعزیز تر مینځ د طائف تړون لاس لیک شو. د دغه تړون په اساس، یمن د نجران ، جیزان او عسیر سیمې څلویښتو کالو لپاره عربستان ته وسپارلې. په شمالی او جنوبی دوؤ برخو د یمن د ویشلو په مهال شمالی یمن له جنوبی یمن سره د نښتې او د عربستان د ملاتړ د ترلاسه کولو په خاطر عربستان ته د سپارل شویو سیمو ستونځه په جدی توګه تعقیب نه کړه . خو وروسته له دې چې په نولس سوه نوېم میلادی کال کښې یمن هیواد یو ځل بیا متحد شو نو له عربستان سره یې د نجران، جیزان او عسیر د تیل لرونکیو سیمو د موضوع د اوارولو غوښتنه وکړه. عربستان د دوه زره پینځلسم میلادی کال په اپریل کښې پر یمن په حملې سره په دغه هیواد کښې د خپل نفوذ او پرې د سلطې په ساتنې پسې دی.

««««««««««««

او له ننه پینځه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجری لمریز کال د غوایی په دیرشمه نیټه، د اسلامی انقلاب یو وتلئ شخصیت او د اسلامی شورا د هغه وخت مشر آیت ا... هاشمی رفسنجانی د آزاد اسلامی پوهنتون د جوړولو وړاندیز مطرح کړ. د آزاد اسلامی پوهنتون د جوړولو نظریه لومړی د پوهنتونوالانو په اسلامی ټولنه کښې مطرح شوه او په اقتصاد شورا کښې د حجت الاسلام و المسلمین هاشمی رفسنجانی لخوا په مطرحیدا پسې د شورا موافق نظر ترلاسه شو. د دغه پوهنتون د جوړولو مسئله له حضرت امام خمینی (رح) سره هم مطرح شوه او هغوئ ترې په هرکلئ سره، یوه اندازه پیسې د لومړنۍ مرستې په توګه دغه پوهنتون ته ورکړې. بالاخره د مقدماتی اساسنامې په تدوینولو پسې، ښاغلی هاشمی رفسنجانی د دیارلس سوه یو شپیتم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په وروستی جمعې لمونځ کښې د ښوونیزو ستونزو په ګوته کولو تر څنګ د یوه داسې پوهنتون د جوړولو اړتیا چې د دولت لپاره مالی پیټې ونلری او زیاتره مشکلات هوار کړائ شی او همدغه راز د کلتوری انقلاب موخو ته د رسیدا لاره هواره کړی، د آزاد اسلامی پوهنتون موجودیت اعلان کړ. دا په حقیقت کښې د آزاد اسلامی پوهنتون د جوړولو په لاره کښې لومړنی اساسی ګام یعنی له طرحې د تیریدا او په عمل د لاس پورې کولو پړاؤ ؤ. بالاخره آزاد اسلامی پوهنتون د دیارلس سوه یو شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی په اووه ویشتمه نیټه خپل موجودیت په رسمی توګه اعلان کړ. آزاد اسلامی پوهنتون په ایران کښې د ماسټری او ډاکټرا په بیلا بیلو کچو په سلګونو پوهنتونی څانګو کښې په لسګونو زرو محصلینو سره تر ټولو لوئ غیر دولتی پوهنتون دی.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه