May 21, 2017 11:18 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۶۲

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې یو دیرشمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له څلور رویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مئی د میاشتې له یویشتمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو سلو شپږ ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه دولسم هجری قمری کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په څلور ویشتمه نیټه، د اسلام یو ستر فقیه او مرجع میرزا محمد حسن شیرازی وفات شو. هغه په دولس سوه دیرشم هجری قمری کال کښې د ایران په شیراز ښار کښې وزیږید او له مقدماتی زده کړو وروسته د عراق د نجف اشرف علمیه حوزې ته لاړ او ډیره موده یې د هغې زمانې له ستر عالم او فقیه شیخ مرتضی انصاری څخه علمی علمی ګټه پورته کړه تر دې چې پخپله هم د استادۍ او د مسلمانانو د مشرۍ مقام ته ورسید. په ایران کښې د میرزا شیرازی نوم د ناصر الدین شاه قاجار په زمانه کښې د تماکو له غورځنګ سره مل دی. هغه د تماکو او لوګجنو څیزونو چې برطانیې په خپل انحصار کښې راوستی وو، د استعمال د حراموالی د فتوې په صادرولو سره په ایران کښې د انګریز استعمار له ځینو ګټو لټونو څخه مخنیوئ وکړ. دغه فتوا د ایران د هغه وخت له باچا او د برطانیې له حکومت سره د یوې څرګندې مبارزې په څیر وه. د تماکو د حراموالی پیښې د استبداد او استعمار په خلاف د ایران د خلکو د ورپسې وختونو د مبارزو پر پیاوړتیا یو مهم اغیز وشینده.

««««««««««««

شپږ ویشت کاله وړاندې، د نولس سوه یو نوېم میلادی کال د مئی په یویشتمه نیټه، د هندوستان پخوانی لومړی وزیر راجیو ګاندی ووژل شو. د هندوستان د پخوانۍ وزیراعظمې ایندرا ګاندی زوئ راجیو ګاندی د نولس سوه څلور څلویښتم میلادی کال د آګست په شلمه نیټه په ممبئ کښې زیږیدلئ ؤ او د خپل نیکه جواهر لعل نهرو په کور کښې لوئ شو چې د هندوستان لومړی وزیراعظم ؤ. هغه بیا د انګلستان په کیمبرج پوهنتون کښې زده کړه پیل کړه او د پایلټۍ له زده کړې وروسته د هندوستان د الوتکو په سازمان کښې شامل شو. راجیو ګاندی د خپل کشر ورور له مړینې وروسته چې د ایندرا ګاندی د ځائ ناستی په توګه به یادیده، د سیاست میدان ته ورودانګل او د مینځنی پړاؤ په ټاکنو کښې د استازی په توګه غوره شو. هغه په نولس سوه درې اتیایم میلادی کال کښې د واکمن کانګرس ګوند د عمومی منشی په توګه غوره شو او هغه یې برابر کړ، تر دې چې د نولس سوه څلور اتیایم میلادی کال د اکتوبر په یو دیرشمه نیټه د خپلې مور ایندرا ګاندی له وژل کیدا وروسته د هغې په ګدۍ کښیناست. په عین حال کښې یې په پارلیمانی انتخاباتو کښې ماتې وخوړله او په نولس سوه نهه اتیایم میلادی کال کښې یې د پینځو کالو له وزیراعظمۍ وروسته استعفا ورکړه.

راجیو ګاندی نیت درلود چې د هندوستان د پارلمان په لسمو انتخاباتو کښې ګډون وکړی خو د نولس سوه یو نوېم میلادی کال د مئی په یویشتمه نیټه په اووه څلویښت کلنۍ کښې د هند په سویل کښې په یوه انتخاباتی غونډه یا جلسه کښې د بم په چاودنه کښې ووژل شو. د ګلونو په هغه امیل کښې ورته چاودیدونکی مواد ایښودل شوی وو چې د هغه غاړې ته یې اچولئ ؤ.

««««««««««««

نولس کاله پخوا، د نولس سوه اته نوېم میلادي کال د مئی د میاشتې په یویشتمه نیټه، جنرال سوهارتو پر انډونیشیا هیواد له درې دیرش کلن ظالمانه حکومت وروسته، استعفی ورکولو ته اړ شو. هغه په نولس سوه پینځه شپیتم میلادي کال کښې د احمد سوکارنو پر ضد په کودتا سره چې د انډونیشیا د خپلواکۍ بنسټګر او د دغه هیواد د خلکو لخوا ټاکل شوی ولسمشر ؤ، د واک واګې په لاس کښې واخیستې. په انډونیشیا کښې د سوهارتو د حکومت په پړاؤ کښې سیاسي آزادۍ په بشپړ ډول محدودې شوې. خو دغه هیواد په اقتصادي زمینه کښې په تیره بیا په اتیایمې او نوېمې لسیزو کښې پرمختګونو ته مخه  وکړه. بالاخره د سوهارتو او د هغه د کورنۍ مالي فساد د هغه د څنګته کیدا زمینه برابره کړه او په دې ډول، سوهارتو استعفی ورکولو ته مجبوره شو.

««««««««««««

او له ننه پینځلس کاله مخکښې، د  دوه زره دوهم  میلادي کال  د مئی په  یویشتمه نیټه، د ملګرو ملتو د عمومي ټولنې په تصویب سره په لومړي ځل  ( د پراختیا او خبرواترو لپاره  د کلتوري ډول والي د نړیوالې ورځې) مراسم په مختلفو هیوادونو کښې ونمانځل شول. د دې ورځې د نومولو وړاندیز د ملګرو ملتو علمي او کلتوري ادارې  یعنې یونیسکو عمومي اسامبلې ته کړئ ؤ. همداشان په دوه زره پینځم کال کښې  د  کلتورونو  تر مینځ  د  پيوندونو د پياوړتیا او د کلتوري ډول ډول بیانونو د دودولو او پایدارې پراختیا او خبرو اترو څخه  د ملاتړ په  موخه  او  د  ټولو کلتورونو حقوقو او  یو شان  آزادیو د احترام  پر ساتلو د ټینګار لپاره  د  یونیسکو په  عمومي غونډه کښې یوه  بیانیه  تصویب  شوه  او د بشریت د ګډ میراث په توګه د ډول ډول کلتورونو او ژبو څخه  د نړیوال  ملاتړ  لپاره یې لاره هواره کړه. په  دې اساس د ملګرو  ملتو عمومي اسامبلې دوه زره لسم میلادي کال  د کلتورونو  تر مینځ د دوستۍ نړیوال کال ونوموه  او  یونیسکو یې  د  پروګرامونو  برابرونکی او ترسره کونکی  ؤ.

د بشري میراث  په  توګه  د  مختلفو کلتورونو او  ژبو د ساتنې په  هکله  له  دغو ټینګارونو سره سره حقیقت دا دی چې لویدیځ کلتور د خپلو رسنیو د ورځ  په  ورځ  زیاتیدونکي  نفوذ په  کارولو سره  د  ډیرو ځايي کلتورونو او ژبو د  کمزوري  کولو  او  ختمولو په  حال  کښې دی.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه