May 22, 2017 11:03 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۶۳

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غبرګولې د میاشتې لومړی نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له پینځه ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مئی د میاشتې له دوه ویشتمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

د غبرګولی لومړی نیټه د ایران په کال هینداره کښې په ملاصدرا مشهور د صدر الدین محمد قوام شیرازی د درنښت ورځ ده. په صدر المُتِألّهین او ملا صدرا مشهور صدرالدین محمد شیرازی د نهه سوه اتیایم قمری کال د جمادی الاول په نهمه نیټه په شیراز کښې وزیږید. د ملاصدرا علمی او اخلاقی روزنه د صفوی پړاؤ د کم ساری عالم شیخ بهایی د درس په محضر کښې پیل شوه او دغه زده کړه یې د ستر استاد او مشهور عالم میر داماد په محضر کښې بشپړه شوه. ملاصدرا رجال، فقه او اصول له شیخ بهایی، فلسفه، کلام، عرفان او ذوقی علوم یې له میرداماد او طبیعی علوم، ریاضی، نجوم او هیئت یې د هغې زمانې د مشهور عالم حکیم ابوالقاسم میر فندرسکی له محضره زده کړل. هغه بیا تدریس او ښوونه پیل کړه او د اشراق له فلسفې او مشّأ مکتب سره د بلدیدو په ترڅ کښې یې د لوړ حکمت تدوین پیل کړ. ملاصدرا د مشا، اشراق، عرفان محیی الدین عربی او د اسلام په دینی تعلیماتو مشتمل د څلورو مهمو عرفانی، فلسفی او دینی مکتبونو په ترکیب سره د عالی حکمت بنسټ کیښود او په اسلامی فلسفې یې نه انکاریدونکې او حیرانونکې اغیزه وشیندله. هغه په دغه مکتب کښې هڅه کړې چې عرفان او د دین فلسفه او په بله وینا د نفس تهذیب او عقلی برهان او وحی په یوې ټولګه کښې غږمله او یوځائ کړی. له دغه الهی حکیم څخه څلویښت کتابونه په یادګار پاتې دی چې (اسفار اربعه) پکښې تر ټولو مهم دی. بالاخره دغه ربانی عالم او اسلامی فیلسوف له یو برکتناک عمر وروسته په یو زرو پنځوسم هجری قمری کال کښې په اویا کلنۍ کښې د عراق په بصرې ښار کښې له نړۍ سترګې پټې کړې او په همدغه ښار کښې خاورو ته وسپارل شو.

««««««««««««

یو زرو درې سوه  یو کاله پخوا، د یو سلو اووه دیرشم هجری قمری کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، یو ایرانی سردار ابو مسلم خراسانی د هغه وخت د عباسی واکمن منصور په حکم ووژل شو. ابو مسلم خراسانی د تور لباسه نومی پاڅون کوونکو د یوې ډلې مشری په غاړه درلوده چې د اموی ظالمو واکمنانو په خلاف راپاڅیدلی وو. په یو لنډ وخت کښې د کلیو او ښارونو اکثره خلک له هغه سره ملګری شول. ابو مسلم او د هغه پلویانو له زیاتو جنګونو وروسته امویانو ته ماتې ورکړه. په دې ډول د امویانو د واکمنۍ د ختمیدو او په اقتدار کښې د عباسیانو د راتلو زمینه برابره شوه. په دغه وخت کښې ابو مسلم د زیات قدرت او نفوذ خاوند ؤ، په دې ډول چې د هغه وخت عباسی واکمن منصور د هغه له قدرت او قوت څخه وویریده او په یوې پلان شوې دسیسې سره یې هغه وواژه. د ابومسلم خراسانی له وژل کیدو وروسته، د هغه یو شمیر ملګری د هغه د وژلې د بدلې اخیستلو لپاره راپاڅیدل او د دغې بدلې اخیستلو له امله رامینځته شویو تاؤ تریخوالو تر مودو مودو دوام درلود.

««««««««««««

اووه سوه یو کاله پخوا، د اووه سوه اووه دیرشم هجری قمری کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، د ایران په یوه ښار سبزوار کښې د مغولو واکمنانو په خلاف د سربدارانو پاڅون نتیجې ته ورسید او په همدې نوم یوه لړۍ پرانیستل شوه. سربداران هغه ډله کسان وو چې د مغولانو چې په هغه زمانه کښې یې ایران تر نیواک لاندې ؤ، له ظلم او ستم څخه ستړی شوی وو. هغوئ د شیخ خلیفه او شیخ حسن جوری او بالاخره د عبدالرزاق په شان د مبارزو عالمانو تر مشرۍ لاندې له مغولانو او د هغوئ له لاسپوڅو سره مبارزه وکړه. د دغو پاڅون کوونکو شعار دا ؤ چې یا به ظالم او ستمګر نابودوو او یا به په دار خیژوو. په همدې وجه هغوئ سربداران ونومولې شول.

سربدارانو کابو نیمه پیړۍ د ایران د شمال ختیځ پر یو لړ سیمو حکومت وکړ او بالاخره تیمور ګورګانی په اووه سوه اته اتیایم هجری قمری کال کښې د هغوئ حکومت ړنګ کړ.

««««««««««««

اووه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په لومړی نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت پر ضد د امریکې اقتصادی محاصره پیل شوه. امریکې چې د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته یې په دغه هیواد کښې خپلې ناجایزې ګټې له لاسه ورکړی وې، د ایران په مبارزو او مسلمانو خلکو باندې د دباؤ اچولو او همداشان جوړجاړی ته د ایران د اسلامی جمهوری نظام د ټیل وهلو په موخه یې د ایران اقتصادی کلابندی پیل کړه.

د امریکې د حکومت له دې پریکړې وروسته د اسلامی انقلاب ارواښاد ستر مشر حضرت امام خمینی(رح) د دې خبرې په کولو سره چې د ولس اقتصادی ژوند په سترو قدرتونو پورې پییلی نه دی، د ایران ولس ته په خطاب کښې وفرمایل: له اقتصادی کلا بندۍ نه هیڅکله مه ویریږئ، که مونږ له اقتصادی نظره کلابند کړی نو مونږ به لا فعال شو او دا زمونږ په ګټه ده. له اقتصادی محاصرې هغه کسان ویریږی چې اقتصاد خپله بیخ بینایه او دنیا خپل مقصد او مقصود ګڼی.

««««««««««««

او له ننه یو دیرش کاله پخوا، د نولس سوه شپږ اتیایم میلادی کال د مئی په دوه ویشتمه نیټه، د مصر د اخوان المسلمین غورځنګ یو مشر عمر تلمسانی وفات شو. عمر تلمسانی په نولس سوه څلورم میلادی کال کښې د الجزایر په تلمسان سیمه کښې وزیږید. هغه په نولس سوه څلورویشتم میلادی کال کښې د حقوقو په څانګه کښې فارغ التحصیل شو او په نولس سوه اته ویشتم میلادی کال کښې د مصر د اخوان المسلمین غورځنګ جوړیدا پسې د هغه غړئ شو. هغه چې د دغه غورځنګ مشر له حسن البناء دوه کاله مشر ؤ، د دغه خوځښت د پخوانی کدر په توګه ګڼل کیده. تلمسانی په نولس سوه څلور پنځوسم میلادی کال کښې د اخوان المسلمین د یوه غړی لخوا د مصر د ولسمشر جمال عبدالناصر له ناکامه ترور وروسته و نیوئ شو او تر نولس سوه یو اویایم میلادی کاله پورې یې اوولس کاله په زندان کښې تیر کړل. په عین حال کښې، تلمسانی د اخوان المسلمین سازمان د مشرۍ په وخت کښې اعتدالی او مینځلاره کړنلاره لرله او د مصر د رژیم سره یې له نیغ په نیغه مخامخیدا ډډه کوله. هغه یو ځل بیا د نولس سوه یو اتیایم میلادی کال په ستمبر کښې د مصر د رژیم د وخت د ولسمشر انور سادات لخوا ونیول شو او د سادات تر تروره په بند کښې پاتې شو تر څو د حسنی مبارک په حکم له زندانه خوښۍ شو. تلمسانی بالاخره د سږی او پوښتورکی په ناروغئ د اخته کیدو له کبله د نولس سوه شپږ اتیایم میلادی کال د مئی په دوه ویشتمه نیټه د عمر په دوه اتیا کلنۍ کښې وفات شو.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه