May 24, 2017 10:49 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۶۴

نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غبرګولې د میاشتې دوهمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له شپږ ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مئی د میاشتې له درویشتمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو درې سوه درې  دیرش کاله پخوا، د یو سلو پینځم هجری قمري کال د شعبان په شپږ ویشتمه نیټه، اموی ظالم  واکمن  یزید بن  عبدالملک  بن مروان مړشو. یزید بن عبدالملک بن مروان په یو سلو لومړي هجري قمري کال کښې له عمر بن عبدالعزیز  وروسته  خلافت  ته  ورسید. هغه  عیاش  او  شرابي ؤ او د اسلامي هیواد چارو ته یې پام نه کاوه. ځکه چې د حجاج ثقفي له خپلوانو څخه  ؤ، د دغه کورنۍ ډیر کسان یې په کار  وګمارل. هغه  د خپل عمر په وروستیو کښې غوښته، ثابته کړي  چې  د خلکو  له نیوکو او بدرد ویلو پرته  هم عیش او نوش ترسره کیدلئ شي. خو د څو ورځو له تیریداسره یې معشوقه  مړه  شوه  او د هغه  له  مستۍ ډک ژوند په ویر او ماتم  بدل شو او اموي  واکمن  هم  له  هغې څو  ورځې  وروسته  ژوندئ  پاتی نشو.

««««««««««««

شپږ سوه درې اتیا کاله پخوا، د اوه سوه پنځه پنځوسم هجری قمری کال د شعبان په شپږویشتمه نیټه، د عربو یو ادیب، شاعر او فقیه ابن فصیح په دمشق کښې وفات شو. هغه د فقې او ادبیاتو له زده کولو وروسته د حدیث زده کولو ته مخه کړه او په دغو علومو کښې یې ډیر مهارت و موند. ابن فصیح شعرونه هم ویل او ډیرې موضوګانې او فقهی کتابونه یې په نظم راواړول . له دغه مسلمان دانشمنده ، په عربۍ ژبه کښې یو شمیر تالیفات په یادګار پاتی دی .

««««««««««««

درې سوه نهه نوي کاله پخوا، د شپاړس سوه اتلسم میلادي کال د مئی په درویشتمه نیټه، په اروپا کښې دیرش کلن مذهبی جنګونه پیل شول. د شپاړسمې میلادی پیړۍ په لومړیو وختونو کښې د پروټیسټانو د مذهب راڅرګندیدا  د  مسیحیت  د پیروکارانو  تر مینځ  ژور  درزونه  رامینځته کړل او له دغه وخته وروسته د پیړیو پیړیو په دوران کښې کیتولیکانو او پروټیسټانو په ځلونو په خپلو کښې جنګ جګړې وکړې.

له مذهبي کیتولیکانو سره د پروټیسټانو د پلویانو یو مشهور جنګ د اوولسمې میلادي پیړۍ په دویمه لسیزه کښې رامینځته شو او کابو تر دیرشوکلونو پورې  روان  ؤ.  دغو جنګونو چې زیاتره په جرمني کښې رامینځته شول، زیاتې لوړې  ژورې درلودلې. د جنګ په دوران کښې فرانسې، سوئیډن او ډنمارک د پروټیسټانو په ملاتړ  او د اسپانیا حکومت او د روم  امپراطورۍ  د کیتولیکانو په پلوي توب کښې جنګ ته ور ودانګل. د اروپا دیرش کلن مذهبی جنګونه بالاخره په شپاړس سوه اته څلویښتم میلادي  کال  کښې  د وِسْتْفالی نومې تړون په لاسلیکیدو سره پائ ته ورسیدل. په دغو جنګونو کښې که څه  هم  د کیتولیکانو او پروټیسټانو دوو مذهبونو  پخوانیو دښمنیو  یو مهم رول  درلود  خو  د دغې لویې وچې د حکومتونو د ځمکنیو او سیاسي اختلافاتو په شان عوامل هم  د جنګونو په شروع کولو او دوام ورکولو کښې اغیز کوونکي وو. په اروپا کښې د پروټیسټانو او کیتولیکانو د مذهبی جګړو نسبي ختمیدنه او د نیشنلسټي او ملي پالنې  او  نژاد پرستۍ  د بهیرونو شروع کیدا  د دغو جنګونو له  مهمو نتائجو څخه دي.

««««««««««««

شپږ ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه اویایم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په دویمه نیټه د نړۍ مسلمانانو د عراق د بعث رژیم لخوا د مقدسو زیارتونو په سپکاوی باندې په اعتراض کښې پراخې مظاهرې وکړې. له دې وروسته چې د عراق د مسلمانو خلکو چې په عراق باندې د واکمن رژیم له بې اندازې جنایتونو څخه تنګ شوی او په پراخه پاڅون یې لاس پورې کړ، د عراق د هغه وخت ډیکټاتور صدام حسین په حکم د خلکو د پراخه او بې رحمانه قتل عام نه علاوه په دغه هیواد کښې د مقدسو ځایونو او زیارتونو بې حرمتی هم وشوه. د بعث رژیم دغه عمل د نړۍ د مسلمانانو په تیره بیا د شیعیانو احساسات راوپارول او په ګڼ شمیر احتجاجی مظاهرو کښې یې دغه اقدام سخت وغانده.

دغه بې حرمتی په داسې حال کښې وشوه چې د عراق خلکو تر بریالیتوبه پورې زیاته فاصله نه لرله. په دغه وخت کښې امریکه او د هغې انډیوالانو د صدام مرستې ته ورودانګل او د خلکو په قتل عام او ځپلو سره یې مختلفې مرستې بعث رژیم ته ورکړې. د معصومو امامانو علیهم السلام په مرقدونو کښې د خلکو په پناه اخیستو سره د بعث رژیم د پوځ لخوا په دغو مقدسو ځایونو باندې حمله وشوه. د بعث رژیم له نسکوریدو وروسته د عراق د خلکو چې د صدامیانو په لاسو شهیدان شوی وو، زیات ډله ایز قبرونه کشف شول او په دغه پیښه کښې د صدام د جنایتونو ډیر اړخونه په ډاګه شول.

««««««««««««

او له ننه اوولس کاله  پخوا، د څوارلس سوه یویشتم هجری قمری کال د شعبان په شپږ ویشتمه نیټه، لوی متکلم او فقیه آیت ا... سید مهدی روحانی وفات شو . آیت ا... سید مهدی روحانی په دیارلس سوه درې څلویښتم قمری کال کښې د قم په مقدس ښار کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې . په ځوانی کښې یې د دینی علومو زده کولو ته مخه کړه او څو کاله وروسته په شل کلنۍ کښې نجف اشرف ته ولاړ. قم ته د آیت ا... بروجردی په داخیلیدو سره ، آیت ا... روحانی ددوئ د فقې اوا صولو په درس خارج کښې ګډون وکړ او څه موده وروسته یې د فقې او اصولو لوړو کچو او درس خارج تدریس ته مخه کړه. هغه له قرآن سر ه د انجیل او تورات په شان آسمانی کتابونو په تطبیقولو سره له قرآن سره د هغو توپیری او ګډې ځانګړنې روښانه کړې . آیت ا... روحانی له هغو لومړیو کسانو څخه ؤ چې د قم په علمیه حوزی کښې یې د مارکسیزم او دیالکټیکی اصولو د جاجونې ټولګی جوړ کړل . د امام خمینی (رح) په مشرۍ کښې د خلکو د اسلامی غورځنګ په پیلیدا سره یې په دغه لاره کښې ګام کیښود او د اسلامی عقائدو د پراختیا او ژورتیا لپاره یې له هر فرصته استفاده کوله . د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته هم په درو پړاؤنو کښې په خبرګانو شورا کښې د قم او مرکزی ولایتونو د خلکو د استازی په توګه غوره شو . بالاخره دغه متکلم زاهد او پرهیزګار فقیه د یوی ناروغئ له پړاؤ وروسته د څوارلس سوه یویشتم قمری کال د شعبان په شپږ ویشتمه نیټه په شپږ اویا کلنۍ کښې وفات شو او د حضرت بی بی معصومه (س) په حرم کښې خاورو ته وسپارل شو.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه