May 24, 2017 10:51 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۶۵

نن د چهار شنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غبرګولې د میاشتې دریمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له اووه ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مئی د میاشتې له څلور ویشتمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

نهه سوه اته څلویښت کاله پخوا، د څلور سوه نوېم هجری قمری کال د شعبان په اوه ویشتمه نیټه ، په ابن فندق مشهور د اسلام یو لوئ پوه ابوالحسن علی بن زید د ایران د شمال ختیځ په بیهق ښار کښې و زیږید. هغه په بیلا بیلو علومو منجمله حدیث، فقې ، ادبیات، ریاضیات او حکمت کښې له ډیر مهارت او دانشه برخمن ؤ او د حکیم عمر خیام په شان د خپل وخت دانشمندانو په محضر کښې یې دانش زده کړ. تاریخ بیهق د ابن فندق د فارسی یوتر ټولو مهم کتاب دی . هغه په دغه کتاب کښې جغرافیایی او تاریخی حالات بیان کړی او د بیهق په شان د مشهورو کورنیو او شخصیتونو حالات یې تشریخ کړی دی . دغه کتاب د شپږمې هجری قمری پیړۍ له مهمو تاریخی سرچینو او د فارسی نثر له ښو نمونو څخه دی . د ابن فندق په مهمو آثارو کښې لباب الانساب، تفسیر نهج البلاغه او قواعد علوم الطب ته اشاره کولئ شو. هغه په پینځه سوه پنځه شپیتم هجری قمری کال کښې وفات شو .

««««««««««««

یو سلو دوه اویا کاله پخوا، د دولس سوه شپږ شپیتم هجری قمری کال د شعبان په اوه ویشتمه نیټه، د نبوت او مهدویت دروغجن ادعا کونکی سید علی محمد شیرازی چې په باب مشهور ؤ، اعدام کړئ شو. هغه په دولس سوه پنځه دیرشم هجری قمری کال کښې په شیراز کښې و زیږید او د مدرسې له وخته شیخیه پشمول ځینو غړیدلی عقیدو سره آشنا شو. شیخیه پیروانو جسمانی محشر نه منه او د امام زمان (عج) ظهور یې ډیر نږدې باله . له دی کبله کله چې سید علی محمد باب په لږ سواد سره خپل ځان د حضرت مهدی (ع) واسطه و باله، هغه یې د مشر په توګه و منه . خو علی محمد باب په دغی چټی ادعا بسنه ونکړه او یوه موده وروسته یې ځان امام زمان معرفی کړ . هغه چې د شکمنو بهرنیو عواملو او جاهلو پیروانو له ملاتړه برخمن ؤ، څه موده وروسته یې ځان پیغمبر و بله او ادعا یې وکړه چې د اسلام دین یې منسوخ کړئ دی.

دغه لاپی وهونکو ادعاګانو او په تیره بیا د باب د پلویانو بلواګانو، خلک، عالمان او حکومت دی ته اړیستل چې د هغه دروغ ایشوا او هغه ته خبردارئ ورکړی . علی محمد باب د څو ځلو توبو باوجود همدغه راز د شریعت پر ضد خپلو اقداماتو ته دوام ورکړ تر دی چې د قاجار مشهور صدر اعظم امیر کبیر د هغه د محاکمې او اعدام حکم صادر کړ. د بابیه فرقه او یو شمیر نورې شکمنې فرقې په اسلامی هیوادونو کښې د انګلستان او روسیې د استعماری نفوذ په وخت کښې د خلکو د دینی اعتقاداتود کمزوری کولو او پکښې د اختلاف د رامینځته کولو په موخه جوړې شوې .

««««««««««««

پینځه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی په دریمه نیټه،د خرمشهر ښار د ایرانی میړانیو جنګیالانو په وسیله د نیواکګر عراق له نیواکه آزاد شو. خرمشهر د ایران په جنوب لویدیځ کښې د خوزستان ولایت یو ښکلی بندر دی او د فارس خلیج په شمال لویدیځ کښې د کارون او اروند سیندونو د یو ځائې کیدو ځای ټاکل شوی دی . د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجری لمریز کال د لړم په دریمه نیټه، د عراق د پخوانی رژیم پوځ د زغروالو او مکانیزی امکاناتو په استفادی سره دغه سټراټیجیک بندر کلا بند کړ. خو د خرمشهر مسلمان خلکو په سپکو او سړو وسلو سر ه له عراقی نیواکګرو سره مقابلی ته مخه وکړه . د خرمشهر دفاع کونکی ځواکونو او خلکو جنګ د عراق له زغر والو کنډکونو سره د دغه ښار په واټونو او کوڅو کښې تر ډیر وخته دوام وموندتر دی چې بالاخره ، دغه ښار د نیواکګر عراق تر نیواک لاندی راغئ.

د خرمشهر ښار کابو تر شلو میاشتو پورې د عراقی پوځیانو تر نیواک لاندی ؤ او صدام رژیم ګمان کوه چې دغه ښار یې په نه فتح کیدونکی کلا بدل کړئ دی . لکه څنګه چې خرمشهر یو مهم ښار ؤ چې د صدام پوځ د ایران په خاورې د یرغل له لومړیو نیولی ؤ، نو د دغه ښار ساتنی د عراق د پخوانی رژیم لپاره ډیر اهمیت درلود، تر دی چې صدام په چټی غرور سره ادعا کړی وه چې د خرمشهر د بیا نیولو په بڼه کښې به د عراق په جنوب کښې د بصری دمهم ښار کلئ ایرانیانو ته ډالۍ کړی. خو د ایران میړنیو جنګیالیو په خدائ باندې د ایمان له وسلې او له مینی او زوږ ډک زړونو سره په همداسی ورځ د نړۍ پوځی کارپوهانو په عین حیرانتیا او ناباوری کښې د عراق د پوځ محکمې سنګرې او مورچلې ماتې کړې او خرمشهر یې آزاد کړ.

په همدی مناسبت دغه ورځ د ایران د اسلامی انقلاب په کلتور کښې د مقاومت او بریالیتوب د ورځ په توګه نومول شوی ده.

««««««««««««

شپږویشت کاله پخوا، د نولس سوه یو نوېم میلادی کال د مئی په څلور ویشتمه نیټه، صیهونیسټ رژیم د عملیات سلیمان په نوم عملیاتو کښې، د دویم ځل لپاره ، د یوه هوایی پل له جوړولو سره د ایتوپیا څوارلس زره څلور سوه نور یهودیان په زور فلسطین ته واستول. په نولس سوه څلور اتیایم میلادی کال کښې هم دغه رژیم په همداسې اقدام کښې د عملیات موسی په نوم عملیاتو کښې د ایتوپیا زرګونه یهودیان چې فلاشه نومول کیږی، نیواکی فلسطین ته په زور استولی وو. دغه یهودیان چې د نسل د زیاتوالی او کډوالی له امله یې په نیواکی فلسطین کښې شمیر مخ پر زیاتیدا دی ، د خپل اقتصادی وضعیت د ښه کیدا په اړه د تل ابیب د سرغنو د ژمنو په خاطر دغه ټاټوبی ته لاړل . خو اوس ایتوپیایی یهودیان په نیواکی فلسطین کښې له پریمانه اقتصادی او اجتماعی توپیر سره مخامخ دی.

««««««««««««

او له ننه اوولس کاله پخوا، د دوه زرم میلادی کال د مئی په څلور ویشتمه نیټه، د صیهونیسټ رژیم پوځیان د جنوبی لبنان له دوه ویشت کاله نیواک وروسته، د دغه هیواد د خلکو د مقاومت په وجه له دغه سیمې شاتګ ته مجبور شول. د صیهونیسټ رژیم پوځ په نولس سوه اته اویایم کال کښې د څلورم ځل لپاره پر لبنان حمله وکړه او د یوه تش په نامه امنیتی کمر بند او له لبنانی ګوډاګیو د یوې وسله والې ډلګۍ په جوړولو سره د دغه هیواد په جنوب کښې پاتې شو. صیهونیسټ رژیم په نولس سوه دوه اتیایم میلادی کال کښې د لبنان پر خلاف یو بل پراخ یرغل پیل کړ او د دغه هیواد تر پلازمینې بیروت پورې پر مخ ولاړ. خو په دغه وخت کښې د اسلام د مبین دین د ظلم ځپونکو تعلیماتو تر اغیز لاندې چې د ایران د اسلامی انقلاب بریالیتوب هغه په نړۍ په تیره بیا د مینځنی ختیځ په هیوادونو کښې احیا کړی دی په لبنان کښې د صیهونیسټانو په وړاندې اسلامی مقاومت بڼه ومونده . د لبنان د حزب ا... په چولیزتوب سره د اسلامی مقاومت ګزارونو صیهونیسټی پوځیان تر نولس سوه پینځه اتیایم کاله پورې د لبنان د جنوب تر امنیتی کمر بنده شاتګ ته اړ کړل. د لبنان حزب ا... ځواکونو د نیواکګرانو د ایستلو لپاره ورو ورو خپله مبارزه سخته کړه، تر دې حده چې په نولس سوه شپږ نوېم کال کښې د لبنان د خلکو پر خلاف د صیهونیسټ رژیم د پوځ وحشیانه بمباریو او حملو هم صیهونیسټی ضده عملیات ونه درول شول. بالاخره د دوه زرم کال د مئی په څلورویشتمه نیټه صیهونیسټ رژیم چې پریمانه مرګ ژوبلې یې زغملی وې ، د لبنان له جنوبه شاتګ وکړ او له اسلامی او ولسی ځواکونو سره په جنګ کښې د دغه رژیم لومړی ماته ثبت شوه .

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه