Jun 03, 2017 05:15 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۷۵

نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د رمضان یا روژې د مبارکې میاشتې له اتمې او د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون له دریمې نیټې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۷۶۳ کاله پخوا د شپږ سوه پینځه اویایم هجری قمری کال د رمضان یا روژې د میاشتې په اتمه نېټه نامتو ایرانی حکیم او ستورپېژاندی نجم الدین علی دبیران چې په کاتبی مشهور دی وفات شو. د هغۀ د ژوند د وړومبنیو کلونو په حقله څه معلومات نۀ لروو. خو د هغۀ له احوالو څخه معلومه ده چې خواجه نصیرالدین طوسي له کاتبي وغوښتل چې له هغه سره د مراغې د رصد خانې په کار کښې چې په هغه زمانه کښې یوه مشهور رصدخانه وه مرسته وکړی او دغه مسلمان سائېنسدان تر مودو مودو پورې په هغه رصدخانه کښې فعالیت وکړ. له کاتبی څخه د حکمت او منطق په علومو کښې ګڼ شمېر اثار په یادګار پاتې دی چې له هغو څخه «جامع الدقایق» و «حکمت العین» ته اشاره کولې شوو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۱۵ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۱۵۰۲ ميلادي کال د جون په دريمه نېټه د پرتګالي سمندر ګرځېدونکي واسکوډی ګاما په لاس د کالي کوټ دردوونکی قتل عام رامنځته شو. کالي کوټ چې نن سبا ورته کوزيکوډ ويل کيږي د هندوستان د جنوب په مدراس کښې يو بندر دی. دغه بندر وړومبنی ځای ؤ چې واسکوډی ګاما ورته په 1498 ميلادي کال کښې ورسېد او هغه يې ونيوۀ. هغه هم د نورو استعمارګرو په شان ځان د هندوستان اصلي خاوند بالۀ.  کله چې اتۀ سوه عرب سمندر ګرځېدونکي د وريجو د تجارت په اراده کالي کوټ بندر ته داخل شول نو واسکوډی ګاما حکم وکړ چې وړومبې دې د دغو سمندر ګرځېدونکو لاسونه، غوږونه او پوزې پرې کړې شي او بيا دې د هغوي د کيشتيو له سوزولو وروسته ټول قتل عام کړې شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۵۰ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د۱۶۶۷ ميلادي کال د جون په دريمه نېټه د طب او جراحۍ په تاريخ کښې په اول ځل انسان ته د وينې خېژولو عمل ترسره شو. دغه عمل د جان باپتيسټ ډنيس نومې فرانسوي ډاکټر لخوا ترسره شو. بيمارانو ته د وينې خېژول  د طب په علم کښې يو ستر بدلون رامنځته کړ. ځکه چې تر هغه وخته پورې زياتره بيماران به د سختې وينې بهېدنې او د وينې د کمښت له امله مړۀ کېدل. دغه فرانسوي ډاکټر په خپله وړومبنۍ ازمائېنه کښې د يو پسۀ وينه د انسان بدن ته داخله کړه  خو بيا وروسته بيمارانو ته د انسان وينه وخېژولې شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            له ننه ۵۴ کاله وړاندې د ۱۹۶۳ میلادي کال د جون په دریمه نیټه د ترکیې مشهور شاعر ناظم حکمت وفات شو.

هغه په ۱۹۰۲ میلادي کال کښې زیږیدلی و او په دولس کلنۍ کښې یې شعر ویل پيل کړل. دغه ترک ژبی شاعر له منځنیو زده کړو وروسته پوځ ته لاړ خو د خپل کیڼ پالي تفکر په وجه له پوځه وویستل شو.

ناظم حکمت د زده کړې د دوام لپاره د شوروي اتحاد پلازمینې ماسکو ته لاړ او د سیاسي اقتصاد په څانګه کښې د پوهنتوني زده کړو له بشپړولو وروسته ترکیې ته ستون شو. هغه د انقلابي او فاشسټي ضده اشعارو په ویلو سره د ترکیې د وړومبي او ظالم ولسمشر اتاترک او لویدیځپال رژيم باندې نیوکه پیل کړه.

د حکمت له شعرونو د خلکو په تیره بیا د پوځ هرکلی د انقرې د هغه وخت د چارواکو د ویرې او د هغه د زنداني کیدو سبب شو. دغه مشهور ترک شاعر پس له دولس کاله بنده، له زندانه خوشی شو خو ژوند ته یې د ورپیښ خطر په وجه شوروي ته لاړ او د ترکیې د حکومت لخوا د هغه د ترک تابعیت د لغوه کیدو په وجه په ۱۹۶۳ کال کښې تر مرګه پورې په شوروي کښې پاتې شو.

ناظم حکمت د ترکیې په اوسمهاله شعر کښې د یو نوي سبک او سټایل بنسټګر دی او شعرونه یې ساده، روان او صمیمانه دي او په نړیواله کچه مشهور دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۴ کاله پخوا په داسې یوه ورځ د ۱۳۴۲ هجری نمریز کال د غبرګولي د میاشتې په دیارلسمه نېټه د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټ اېښودونکی حضرت امام خمېني (رح) د حسیني عاشورا په مناسبت د پهلوی استبدادی رژیم په خلاف تاریخی او غاښ ماتوونکې وېنا وکړه. دغه وېنا د شاه د رژیم لخوا د بندیز او ګواښونو باوجود د قم په فیضیه مدرسه کښې د خلقو او دینی عالمانو په یوه ستره غونډه کښې وړواندې شوه. امام خمېنی (رح) په خپله وېنا کښې د شاه او د هغۀ د تالی سټو په خائنانه اعمالو باندې سخته نیوکه وکړه او مسلمانو خلقو ته یې د هغوی خیانتونه په ډاګه کړل. امام د خپلې وېنا په یوه برخه کښې وفرمایل:

((دوی د اسلام له بنیاد او دینی علماوسره مخالف دی او د هغو تباه کول غواړی. ای خلقو! زمونږ اسلام او زمونږ ملک په خطر کښې دی. مونږ د ایران له حالت او د حکومتی چارواکو له حالت څخه سخت اندېښمن او خواښنی یو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه