Sep 14, 2017 09:53 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۱۷۸

نن د زیارت ورځ یا پنجشنبه، د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د وږي د میاشتې او هم د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ذی الحجې یا لوې اختر د میاشتې ۲۳ نیټه ده چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د ستمبر له څوارلسمې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۲۸ کاله مخکې د ۱۳۸۹میلادي کال دستمبر په څوارلسمه نیټه عثماني امپراتورۍ په اروپا کې دخپلو فتوحاتو په پیل کې  په بالکان ټاپووزمه کې صربیا  ونیوله . د   عثماني امپراتورۍ ددریم پاچا   لومړي سلطان مراد  په وخت کې  دغه بری ترلاسه شو صربیا  وخت په وخت دخلکو  له بغاوتونو سره سره ،کابو تر پنځو پيړیو پورې  د عثمانیانو تر سلطې لاندې پاتې شوه تر دې چې  دنولسمې پيړۍ په وروستیو کې دعثمانیانو په ضد  دروسیې اوصربیا په جنګ کې ، صربیا بریالی شوه او دبرلین کانګرس  په ۱۸۷۸کال کې  دغه ټاټوبی خپلواکه اعلان کړ .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

=            ۷۹کاله پخوا د ۱۳۵۹ سپوږمیز کال د ذي الحجې په ۲۳ نیټه د مفاتیح الجَنان خاوند او ستر محدث آیت ا... حاج شیخ عباس قمي وفات شو. حاج شیخ عباس بن محمد رضا بن ابي القاسم قمي د څوارلسمې هجري قمري پیړۍ له فاضلو عالمانو او یو وتلی او پوه شیعه محدث و. هغه په قم کښې د خپلو ابتدايي زده کړو له پوره کولو وروسته په ۱۳۱۶ سپوږمیز کال کښې نجف اشرف ته لاړ او د حاج میرزا حسین نوري له حضوره یې ګټه پورته کړه او د خپل استاذ په تالیفاتو کښې یې مرسته وکړه.

د استاذ له وفات وروسته قم ته لاړ او هم هلته یې د دیني دندو ترسره کول او د ارزښتناکو کتابونو لیکل پيل کړل. هغوي پخپل عمر کښې په لس هاو کتابونه ولیکل چې هر یو یې پخپل ځاې د ژور غور وړ دی. د دوي له آثارو څخه یو مفاتیح الجنان کتاب دی چې د معصومینو علیهماالسلام په زیارتونو او دعاګانو مشتمل دی. د شیخ عباس قمي له نورو آثارو څخه (الانوار البهیّة في تواریخُ الحُجج الالهیّه) ، (الباقیات الصالحات فی الادعیه و الصلواتِ المستحبّات) ، (سفینته البِحار و مدینة الحِکَم و الاثار)، (غایةُ المرام في مناقبُ المُرتضویه) او (منازل الآخره) کتابونو نومونه اخیستی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۷کاله وړاندې د ۱۹۶۰کال دستمبر په څوارلسمه د اوپک (او پی اي سی ) په نامه دتیلو دصادرونکو هیوادونو دموسسې منشور پنځو هیوادونو ایران ،عربستان ،عراق ،کویت او ونزویلا لاسلیک  کړ . دغه موسسه  دلودیځ  دتیلو له سترو کمپنیانو سره  د مقابلې په خاطر جوړه شو ه چې  دنړۍ په سویه ئې  دتیلو د  کشفونې ، ویستلو اوخرڅولو  انحصار  په اختیار کې درلود او دتیلو بیّې  ئې دخپلو ګټو په اساس او ددغې حیاتې مادې دتولیدونکو  په تاوان  ټاکلې . که څه هم  اوپک  په هماغه پیل کې څه خاص قدرت نه درلود،  خو سوکه سوکه  او  له دغې موسسې سره  د الجزایر ، لیبیا ، نیجریه ،قطر ،متحده عربی اماراتو ،ګابن ،انډونیشیا  او ایکواډور  له یو ځاي کیدا وروسته  لازیات قدرت وموند. ځکه  د ۱۹۷۳کال  دتیلو په بحران کې  چې دعربانو په وسیله  لودیځ دتیلي بندیز  او دمصر او صهونیسټ رژیم  دجنګ له امله  رامینځة شوی  ؤ ، د اوپک  دتیلو بیّه تر درې برابره زیاته شوه  . دتیلو په نړیوال بازارکې له اویایمې لسیزې وروسته ددغې حیاتي مادې دبیّو په ټاکنې کې د اوپک موسسې رول   ډيرې ټيټې هسکې درلودلې  دي . په همداوروستیو کلونو کې   له اوپک موسسې دګابن او ایکواډور  له وتلو سره سره  دغه موسسه هماغه شان  دتیلو په نړیوال بازار کې  دثبات په ټينګیدو کې د خپل ټاکونکی رول لوبول  ساتلي دي .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۹ کاله اګاهو د ۱۳۴۷ لمریز کال د وږي د میاشتې په ۲۳ نیټه په نجف کښې استوګن مشهور ایرانی عالم آیت ا... شیخ عبدالکریم زنجاني وفات شو.

آیت ا... زنجاني د ۱۲۶۴ لمریز کال خواوشا د ایران د زنجان ولایت د اطرافو په یو کلي کښې وزیږید او هم هلته یې فقه، اصول او د ریاضۍ، فلسفې او الهیاتو علمونه زده کړل او بیا د فلسفي زده کړو د بشپړولو په موخه تهران ته راغی.

آیت ا... زنجاني په ۲۳ کلنۍ کښې نجف اشرف ته لاړ او هلته یې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړ او بیا په تدریس او تالیف بوخت شو. دغه دیني عالم په فلسفې، فقهې، اصولو، تفسیر، کلام او نورو اسلامي علمونو کښې څه باندې اویا لیکلي کتابونه لري چې د ځینو نومونه یې په دا ډول دي: ذخیرةُ الصالحین، وسیلة النجاة او الوحی و الالهام.

آیت ا... شیخ عبدالکریم زنجاني مختلفو اسلامي هیوادونو ته د ګڼو سفرونو او او له عالمانو سره د ملاقاتونو او خبرواترو په وجه ډیر لوړ مقام درلود.

دغه رباني عالم بلآخره د ۱۳۴۷ لمریز کال د وږي د میاشتې په ۲۳ نیټه په اتیا کلنۍ کښې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۹کاله مخکې د ۱۳۵۷لمریز کال د وږي دمیاشتې په ۲۳نیټه د وږي دمیاشتې داولسمې ورځې  په لوي لاریون پسې  او دپاچا رژیم   د تالی څتو  عواملو په لاس دایران  دزیات شمیر مسلمانانو له شهادت وروسته   په دغې ورځې  د دغو شهیدانو ددرنښت په خاطر یوه بل ستر اوپرتمین لاریون په تهران کې ترسره شو . په لسګونوزره خلکو په بهشت زهرا هدیرې کې دشهیدانو دقبرونو په لور حرکت وکړ  او هلته سره غونډ شول. د پاچا رژیم مامورانو دشهیدانو  هدیرې ته دخلکودورتلو مخه ونیوله ، خو دخلکو څپانده سمندر  (ایران  دمونږ هیواد دی ، خمیني دمونږ رهبر دی) په څیر په شعارونو سره  دپاچا خپل سری  رژیم  په ضد خپل اعتراض  ته دوام ورکړ .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

پاې

 

ټیګونه