Sep 15, 2017 04:34 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۱۷۹

نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د وږي د میاشتې ۲۴ نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ذی الحجې یا لوې اختر د میاشتې هم له ۲۴ نیټې او داشان د ۲۰۱۷ میلادي کال د ستمبر له پنځلسمې نیټې سره سمون خوري. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۲۹ کاله وړاندې د نهم سپوږمیز کال د ذی الحجې په ۲۴مه نېټه،د مشهورو تاریخي روایتونو له مخې، د اسلام ګران رسول، حضرت محمد ص له خپلې ګرانې لور حضرت فاطمې (س) او قدرمن زوم حضرت امیر المؤمنین علي او دوو ګرانقدرو لمسیانو امام حسن او امام حسین علیهم السلام سره یوځاې له مدینې ښار څخه ووتل تر څو د نجران د مسیحیانو له مشرانو سره مباهله وکړي.

خدای پاک دقران کریم دال عمران سوریې په شپیتم (۶۰) او یوشپیتم (۶۱) ایت  کښې په دې زمینه کښې پیغمبر اکرم ص ته فرمايي :« حق ستا له پالونکي سره دی او په دې کښې شک  مه کوه،  نو که هرڅوک  وروسته له هغه علمه چې (د عیسی په هکله) تا ته ورسید له تا سره مخالفت او شخړه و کړي هغوې ته ووایه، راشئ تاسو خپل بچیان او میرمنې او مونږ خپل بچیان او میرمنې او تاسو خپل نفسونه او مونږ خپل نفسونه  راولو چې مباهله وکړو او له خدای پاک غواړو چې په دروغجنو خلکو لعنت و کړي

کله چې د نجران د عیسایانو د استازندویه پلاوي مشرانو په تعجب سره داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد ص یوازې له  خپلو څلورو (۴)  اهل بیت علیه السلام سره یوځاې  ولید نو پوه شول چې پیغمبر اکرم ص  د ځان او ورسره د راغلیو کسانو  د   دعا په قبلیدا کلکله  عقیده لري .

په دې وخت کښې دنجران پادري نورو کسانو ته  وویل :« زه داسې کسان وینم که چیرې دعا ته لاسونه پورته کړي او له خدایه وغواړي چې ترټولو ستر غرونه   له ځایه پورته کړي نو دعا   یې   سمدستي قبلېږي، پردې اساس سمه  نه ده چې له داډول فضلیت لرونکو کسانو سره مباهله وکړو ، ځکه ممکنه ده چې مونږ ټول له مینځه لاړ شو .» له دې کبله دنجران پادري داسلام له ګران رسول حضرت محمد ص څخه د بخښنې او روغې جوړې غوښتنه وکړه .

دغه بهیر د اسلام حقانیت او دخدای ج دګران  رسول  د اهل بیت علیه السلام منزلت لاښه څرګند او روښانه کړ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۷ کاله وړاندې د دولس سوه نهه اتیایم هجري لمریز کال د وږي میاشت په څلورویشتمه نیټه، مشهور شیعه عالم او ستر فیلسوف، جهانګیر خان قشقايي وفات شو. هغه د ژوند په پیل کښې ډیره لږه زده کړه وکړه خو د شاهنامه خوانۍ ویلو سربېره، په تار غږولو کې استاذ و. جهانګیرخان چې په ۴۰ کلنۍ کې د ساز غږولو د هنر د بشپړولو لپاره اصفهان ته ولاړ، ناڅاپه په هغه کې دپوهې زده کولو مینه ویښه شوه او له قبایلي ژونده یې لاس واخیست او د اصفهان په صدر مدرسه کې یې ددیني علومو زده کړې ته مخه کړه. هغه له سترو استادانو څخه د علم زده کړه پيل کړه او ډېر ژر په حکمت، فلسفه، فقه، طب، ریاضي، ستور پېژندنې  او نورو علومو کښې استادۍ ته ورسید او په عرفان او اخلاقو کې د خپل وخت مشهور استاد شو. حکیم جهانګیرخان له هغه وروسته تدریس ته مخه کړه او په ۴۰ کالو کې یې د حضرات آیات: سید حسین طباطبايي بروجردی، آقا ضیاءالدین عراقي، سید ابوالحسن اصفهاني، محمد علي شاه آبادي، سید حسن مدرس، حاج آقا رحیم ارباب، علامه محمد حسین فاضل تونی، سید محمد کاظم عصار اوپه لسګونو حکیمانو او عالمانو په شان ډېر شاګران یې ورزول. جهانګیرخان داسې پوه ؤ چې هم یې علم درلود او هم اخلاق.

خپل ټول ژوند یې په یوازیتوب او قناعت کې تېر کړ او هېڅکله یې قبایلي لباس د لمانځه کولو پرته له خپل تنه لرې نکړ. بالاخره دغه خاکساره او عارف فیلسوف د ۱۲۸۹ لمریز کال د وږي په ۲۴مه نېټه چې د ۱۳۲۸ سپوږمیز کال د روژې له ۱۳مې نېټې سره برابره وه، په ۸۳ کلنۍ کې وفات او د اصفهان په تخت فولاد هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۷۳ کاله وړاندې د ۱۳۶۵ سپوږمیز کال د ذیحجې په ۲۴مه نېټه، د ایران د یوه مذهبي ښار، مشهد د علمیه حوزې مشر، آیت ا... شیخ مرتضی آشتیاني وفات شو.

آیت ا... شیخ مرتضی آشتیاني د لومړنیو او لوړو زده کړو ترلاسه کولو وروسته، په نجف اشرف کې میشت شو او د میرزا حبیب ا... رشتي او مرحوم آخوند خراساني د خارج درس څخه ګټه پورته کړه تر څو د اجتهاد لوړې درجې ته ورسید.

ورپسې ایران ته راستون شو او په تهران کې یې تدریس او امامت مشغول شو.

هغوی په ۱۳۴۰  سپوږمیز کال کې مشهد مقدس ته ولاړ او هلته په تدریس او امامت او د خلکو د چارو اصلاح ته یې مخه کړه .

دغه مشهور او تکړه عالم بالاخره په ۸۴ کلنۍ کې وفات شو او د حضرت امام رضا (ع) پښو خواته خاورو ته وسپارل شو.

هغه د ایران  د بانفوذه عالمانو څخه و او د مشروطیت په غورځنګ کې یې ګډون درلود او د حضرت عبدالعظیم په حرم کې یې پرلتۍ ووهلې.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۶ کاله پخوا د ۱۴۱۲ هجري قمري کال دذیحجې د میاشتې په ۲۴ نیټه دایران په مرکز کښې دکاشان سیمې ستر روحاني ایت الله رضا مدني کاشاني وفات شو .

هغه یو ستر مسلمان عالم وو او دزده کړې پړاو یې  د ایران د   اسلامي انقلاب دستر لارښود حضرت امام خمیني ره  له وخت سره سمون خوړه .

دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ددغه فضلیت لرونکي عالم له وفات وروسته وفرمایل :« دغه ستر روحاني له خپل برکت څخه په  ډک ژوند کښې دایران علمي او دیني ټولنې ته ډیر کتابونه وړاندې کړي دي او دخپل درس په حوزې کښې یې یو شمیر شاګردان هم روزلي دي .

له ایت الله مدني کاشاني څخه په فارسۍ او عربې  ژبو ډیر کتابونه او تالیفات پاتې  دي چې  په څلورو (۴) ټوکو کښې براهین حج  ته اشاره کولای شو .

 

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

پاې

 

 

ټیګونه