Oct 08, 2017 10:28 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۰۲

نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې شپاړسمه، د ۱۴۳۹ هجري سپوږمیز کال د محرم الحرام اولسمه او د ۲۰۱۷ میلادي کال د اکتوبر اتمه نیټه ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۴۱ کاله پخوا د ۸۹۸  هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اولسمه نیټه، یو نامتو ایرانی شاعر،ادیب او عارف نورالدین عبدالرحمان جامي، په هرات  ښار کښې چې هغه وخت د ایران برخه وه  او اوس په افغانستان کښې دی وفات شو . جامي له ماشومتوبه په هرات او سمرقند کښې  د هغه وخت د رسمي علومو په زده کولو بوخت ؤ  او په نظم او نثر کښې یې  ډیر مهارت درلود. جامي په ځوانۍ کښې د هغه وخت  له وتلیو عارفانو سره بلد شواو له دې لاره یې عرفان زده کړ  او په دې لاره کښې یې سیر او سلوک ته مخه کړه او د هغه وخت وتلی عارف شو . جامي همدغه راز حجاز،بغداد،دمشق  او څو نورو سیمو ته هم سفرونه وکړل  ،وروستۍ عمر یې په هرات کښې تیر کړ. هغه د اسلام د ګران پیغمبرحضرت محمد(ص)  له اهل بیتو سره ډیره مینه درلوده او د عارفانه طبعي په دلیل یې هیڅکله د باچاهانو  او شاهانو مدح ونکړه. له دغه ستر ایراني شاعر څخه ډیر نظمي او نثري آثار په یادګار پاتې دي چې پکښې د بهارستان،نفحات الانس، شواهد النبوه  او  هفت اورنګ کتابونو ته اشاره کولی شو .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۸۶ کاله اګاهو د نهه سوه درې پنځوسم  هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په اولسمه نیټه، په شیخ بهايي مشهور یو ستر مسلمان عالم او فقیه بهاءالدین عاملي   د لبنان په بعلبک ښار کښې وزیږید. د شیخ بهايي پلار د لبنان یو ستر عالم ؤ ،چې هغه یې په ماشومتوب کښې له ځان سره ایران ته راوسته . شیخ بهايي د خپل  استعداد له مخې وکړئ شول په لنډه موده کښې د خپل وخت دود علوم زده او د استاذۍ درجی ته ورسیږي او  په  شیخ اسلام مشهور شي .له شیخ په عربي او فارسي ژبو کښې اته اتیا ټوکه کتابونه په یادګار پاتې دي  چې له هغو ارزښتمنو کتابونوڅخه جامع عباسي ، کشکول، تشریح الافلاک  او  د کیمیا او ریاضۍ په علوموکښې څو پیاوړو آثارو ته اشاره  کولئ شو .شیخ بهايي  په یو زرو دیرشم  هجري قمري کال کښې د ایران په اصفهان ښار کښې وفات شو .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۸۹ کاله مخکښې د ۱۳۰۷ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په شپاړسمه نیټه د رضاخان پهلوي له ډیکټاټورۍ سره د ایران د تکړه عالم آیت ا... سید حسن مدرس له بیابیا مخالفتونو وروسته د رضاخان په حکم یوشمیر پوځي ځواکونو د آیت ا... مدرس په کور برید وکړ او هغه یې سخت ووهه او ژوبل یې کړ او بیا یې له تهرانه وباسه.

هغوي همداشان د هغه د کورنۍ غړي، نزدې خپلوان او ملګري ونیول. آیت ا... مدرس څه موده پس د ایران د شمال ختیځ کاشمر ښار ته جلاوطن یا تبعید کړی شو او په هم هغه ښار کښې ورته په ۱۳۱۶ لمریز کال کښې د رضا خان د کسانو په لاس زهر ورکړی شول او شهید شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۰ لمریز کال د تلې د میاشتې په ۱۶مه نېټه،مشهور مسلمان محقق، مؤلف او واعظ، سلطان الواعظین شیرازي په ۷۵ کلنۍ کې وفات شو.

د اشرف الواعظین  حاج علي اکبر زوی، سید محمد شیرازي  په کابو ۱۲۷۵ لمریز کال کې په تهران کې وزږید او لومړنی زده کړې یې په تهران کې ترلاسه کړې.

هغه په ۱۲ کلنۍ کې له خپل پلار سره عراق ته ولاړ او دوه کاله یې په کربلا کې منځنۍ زده کړې ترلاسه کړې.

ورپسې د خپل پلار سره یوځای  کرمانشاه ته ولاړ او د شریعت تبلیغ ته یې مخه کړه.

سیدمحمد بیا د خپل علم او کمال د بشپړولو لپاره عراق، سوریې، فلسطین، اردن، مصر او هندوستان هېوادونو ته سفرونه وکړل او د یهودانو، مسیحانو، برهمنیانو او اهل سنت مسلمانانو... او نورو ډېرو ډلو سره یې دیني او مذهبي مناظرې وکړې.

په پېښور ښار کې د اهل سنت له دوو سترو عالمانو سره د سلطان الواعظین شیرازي مناظره چې د هند د مشر، ګاندي په شتون کې د لسو شپو او هره شپه له اتو ساعتونو ډېروخت لپاره وه ډېره مشهورده ده.

د هغه د مناظرې بهیر د هند د هغه وخت په ټولو جریدو کې چاپ شوی او د دې مناظرې مطالب د شبهای پیشاور نومي کتاب کې چاپ شوې چې له زرو ډېرې صفحې لري.

سربېره پردې له هغه څخه ډېر ارزښتمن اثار پاتې دي چې  صد مقاله سلطاني در رد بر یهود و نصارا او همدارنګه ګروه رستګاران یا فرقه ناجیه په دوو ټوکو کې، د نوموړي له آثارو څخه دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۰ کاله وړاندې د ۱۳۶۶ لمریز کال د تلې د میاشتې په ۱۶مه نېټه،د عراق بعثي رژيم پر سومار ښار کمیاوي بمبار وکړ.

ددې بمبار په بهیر کې د ایران ډېر ولسي وګړي شهیدان شول.

د صدام د بعث رژيم، د اته کلنې تپل شوې جګړې په بهیر کې په دوامداره توګه له کیمیاوي وسلو څخه استفاده وکړه.

په دې بریدونو کې کابو یو لک پوځي او غیر پوځي ایرانیان شهیدان او یا ټپيان شول.

ددې پېښې ټپیان د درې لسیزو له تېرېدو وروسته هم هماغه راز د کیمیاوي وسلو د اغیزو له امله سخت ژوند تېروي.

د ایران اسلامي جمهوریت، د کیمیاوي وسلو یو ستر قرباني دی.

د پام وړ ټکی دادی چې د کیمیاوي وسلو په شمول د ډل وژونکو وسلو د کنټرول مدعي لویدیځ دولتونه، کیمیاوي وسلو ته د صدام د جنایتکاره رژيم په لاس رسۍ کې ستر مرستندویان پاتې شوي دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه دولس کاله وړاندې د ۲۰۰۵ میلادي کال د اکتوبر په ۸مه نېټه، اووه اعشاریه شپږ  درجې زورورې زلزلې د پاکستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې.

ددې زلزلې مرکز، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر، مظفر آباد ښار و.

ددې پېښې له امله کابو ۹۰ زره کسان ووژل شول او ۳ میلیونه او ۳لکه کسان بې کوره شول.

د پاکستان له زلزلې وروسته، له زلزله ځپلو سره نړیوالې مرستې، زلزله ځپلو سیمو ته واستول شوې.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه