Oct 09, 2017 09:50 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۰۳

نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د تلې یا میزان د میاشتې اولسمه نیټه ده چې د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له اتلسمې او د ۲۰۱۷ میلادي کال د اکتوبر له نهمې نیټې سره سمون خوري. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            له ننه ۱۴۶ کاله مخکښې د دولس سوه درې نوېم هجري قمري کال د محرم په اتلسمه نیټه، یو مسلمان عالم او فقیه حیدر قلی سردار کابلي په کابل کښې و زیږید. هغه د میرزا حسین نوري او سید صفی الدین حسن بن هادي کاظمي په شان استادانو له محضره استفاده وکړه او له آیت الاګانو سید حسن صدر، حاج شیخ عباس قمي، سید یحیی خراساني، شیخ آقا بزرګ تهراني او نورو څخه د روایت د نقل او اجازې په ترلاسه کولو بریالئ شو. سردار کابلي د معقولو او منقولو علومو له زده کولو سره سره د عربي، انګلیسي، عبري او اردو په شان د نړۍ د ژوندیو ژبو زده کولو ته هم ملا وتړله او هغه یې زده کړې. هغه په دیارلس سوه لسم هجري قمري کال کښې کرمانشاه ته ولاړ او په هغې محرومې سیمې کښې یې د خلکو ارشاد، د دین

تبلیغ او تدریس او تالیف ته مخه کړه. د ترجمه انجیل بر نابا کتاب او الاربعون حدیثا فی فضایل امیر المؤمنین د هغه له آثارو څخه دي. سردار کابلي په دیارلس سوه دوه اویایم هجري قمري کال کښې په نهه اویا کلنۍ کښې وفات شو او په نجف اشرف کښې خاورو ته وسپارل شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۳۰ کاله پخوا د دیارلس سوه نهم هجري قمري کال د محرم په اتلسمه نیټه، د شیعیانو ستر مرجع لوړ رتبه فقیه آیت ا... سید احمد خوانساري و زیږید. هغه په شل کلنۍ کښې نجف اشرف ته ولاړ او د محقق خراساني، سید محمد کاظم یزدي، شریعت اصفهاني او محقق ناییني په شان لویو استادانو په محضر کښې یې فیض حاصل کړ. آیت ا... خوانساري د اراک د علمیه حوزی له جوړیدا سره سم ایران ته راغئ او تدریس ته یې مخه کړه. هغه په اراک او قم کښې په کلونو له ارواښاد آیت ا... شیخ عبدالکریم حایري سره ملګرتیا او ‘ګډې هڅې درلودلې او د آیت ا... حایري یزدي په سرپرستئ کښې د قم د علمیه حوزې له جوړیدا وروسته یې د فیضیه مدرسې د جمعې امامت په غاړه واخیسته. آیت ا... خوانساري په دیارلس سوه اویایم هجري قمري کال کښې تهران ته راغئ او دلته کښې یې د سید عزیز ا... په مشهور جومات کښې د جمعې په امامت بوخت شو. آیت ا... خوانساري د عمر

تر پایه پورې په تهران کښې و اوسید او له وفاته وروسته په قم کښې خاورو ته وسپارل شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۱۶ کاله اګاهو د دیارلس سوه درویشتم  هجري قمري کال د محرم په اتلسمه نیټه ، مسلمان عالم او فقیه آیت ا... شیخ محمد حسن ممقاني وفات شو. هغه پیاوړئ عالم او پرهیزګار مجتهد ګڼل کیده او په فقهي اصولو کې ېې زیات مهارت درلود. هغه  له علمي مقام او منزلت سر بیره له روحي پلوه هم پیاوړئ شخصیت ؤ او هیڅکله ېې په دنیوي ښکلا زړه ونه تاړه . له آیت ا...ممقاني څخه په فقه کښې ارزښتمن آثار په یادګار پاتې دي چې د اسلامي احکامو په شرحه کښې (ذرایع الاحکام ) او په اصول فقه کښې( مجلدات البشری )کتابونو ته اشاره کولئ شو . همدا راز هغه د شیخ مرتضی انصاري په ارزښتمن کتاب مکاسب لمن لیک لیکلئ ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            کاله وړاندې د ۱۳۴۳ لمریز کال د تلې دمیاشتې په ۱۷مه نېټه، اوسمهالی ایرانی لیکوال، محقق او ژباړن، استاد محمد ابراهیم آیتي وفات شو.

ډاکټر محمد ابراهیم آیتي بیرجندي په ۱۲۹۳ کال کې د ایران د خراسان ولایت د بیرجند په ګازار سیمه کښې زیږیدلی و.

هغه له ماشومتوبه د علم زده کړې ته مخه کړه او په مشهد کې یې د ادیب نیشابوري، شیخ هاشم قزویني او شیخ مجتبی قزویني څخه ګټه پورته کړه او د ۱۳۲۰مې لسیزې په اوږدو کې په بیرجند کې پر وعظ او تدریس لګیا شو.

ډاکټر آیتي ورپسې تهران ته ولاړ او د تهران پوهنتون د معقول او منقول پوهنځي د اسلامي فلسفې په ځانګه کې د ډاکټرۍ درجه ترلاسه کړه.

له هغه وروسته، په همدې پوهنځي کې یې تدریس ته مخه کړه او کلونه کلونه په دې کار لګیا و.

هغه د خپل وخت یو باخبره روحاني او د حضرات آیات سید محمود طالقاني او استاد شهید مرتضی مطهري له همفکرانو څخه و او د ګفتار ماه خپرونې په خپرېدو کې یې اغیزمن رول ولوباوه.

له دې پیاوړي محقق څخه ډېر آثار پاتې دي چې د سرمایه سخن، ګفتار عاشورا، تاریخ پیامبر اسلام، تصحیح تفسیر شریف لاهیجي، ترجمه افکار جاوید محمدص و آیینه اسلام آثارو ته یې اشاره کولای شوو.

ډاکټر محمد ابراهیم آیتي بالاخره د ۱۳۴۳ لمریز کال د تلې په ۱۷مه نېټه،په پنځوس کلنۍ کې د موټر په یوه پېښه کې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            کاله وړاندې د ۱۹۸۱ میلادي کال د اکتوبر په ۹مه نېټه، د صهیونیسټ رژيم له خوا په ایټالیا کې یوبل فلسطینی شخصیت، ماجد ابوشرار ترور شو.

هغه د فلسطین د آزادي غواړي سازمان تبلیغاتي مسوول و، د موساد په نامه د صهیونیسټ رژيم د جاسوسي سازمان د عواملو له خوا د ایټالیا په پلازمینه په روم کې ووژل شو.

د یادونې وړده چې د نیواکي فلسطین له خاورې بهر او دننه د فلسطینیانو ترور، د توکم پاله صهیونیسټ رژيم له خوا د فلسطینیانو د ځپنې یوه اصلي روده پاتې شوې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۲۹ کاله وړاندې د ۱۳۶۷ لمریز کال د تلې په ۱۷مه نېټه، مشهور ایرانی عارف او حکیم محمد رضا صهبای قمشه ای وفات شو.

حکیم محمد رضا قمشه اي اصفهاني په صهبا متخلص په کابو ۱۲۰۲ لمریز کال کې د اصفهان په قمشه کې وزږید او د حاج ملا محمد جعفر لاهیجي، میرزا حسن نوري، آقا سید رضی لاهیجي په شان لویانو له محضر څخه د عرفان، فلسفې او حکمت لوړو درجو ته ورسید.

  حکیم قمشه اي، وروسته له هغې په اصفهان کې د عرفاني کتابونو تدریس ته مخه کړه او د عمر په وروستیو کې په تهران کې د صدر په مدرسه کې پر تدریس مشغول و.

هغه د شرح فصوص الحکم، شرح اشارات او اسفار ملا صدراپه تدریس کې د هغه وخت وتلی شخصیت و او فاضل شاګردان یې و روزل چې د میرزا ابوالفضل کلانتري، میرزا جهانګیر خان قشقايي، میرزا عبدالله ریاضي، شیخ محمد بروجردي، میرشهاب الدین تبریزي او میرزا علي محمد اصفهاني په شان حکیمان یې وروزل.

دغه مشهور حکیم چې د مشهور فیلسوف، ملا هادي سبزواري هممهاله و، بالاخره د ۱۲۶۷ لمریز کال د تلې په ۱۷مه نېټه چې د ۱۳۰۶ سپوږمیز کال د صفرې له لومړۍ نېټې سره برابره ده کابو په ۶۵ کلنۍ کې په تهران کې وفات شو او له تهران سره نږدې، د رې ښار په ابن بابویه هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

الاسفار الاربعه و تحقیقها، حاشیه اسفار ملاصدرا او  پر شرح تمهید القواعد لمن لیک د هغه له آثارو څخه دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه