Oct 11, 2017 10:15 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۰۵

نن د شورو ورځ یا چارشنبه د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې نولسمه نیټه ده چې د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د محرم الحرام له شلمې او د ۲۰۱۷ میلادي کال د اکتوبر له یوولسمې نیټې سره سمون خوري. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۷۱ کاله اګاهو د ۱۲۶۸ هجري قمري کال د  محرم د مياشتې په شلمه نېټه، مېرزا تقي خان امير کبير د ولسمشرۍ له عهدې څنګته کړی شو. هغه د قاجار په دور کښې د ايران يو ډېر ستر سياستوال ؤ او يوه موده يې د ناصرالدين  شاه باچا اولسمشري پر غاړه درلوده. امير کبير يو خپلواکه، ايماندار، علم پروره او کلتور دوسته شخصيت ؤ  او په ايران کښې د تعليم او تربيت او کلتور په زمينو کښې د پرمختللي افکارو او اصلاحاتو له بنسټګرو څخه ګڼل کيږي. هغۀ د ايران د اولس د سرلوړولو په لار کښې زياتې هلې ځلې وکړې او د خپل اولسمشرۍ په دور کښې يې زيات خدمتونه او اصلاحات ترسره کړل.امير کبير  زياتې هڅې کولې چې د هېواد په چارو کښې د اغيارو له لاسوهنو څخه مخنيوئ وکړي او د سرمايه دارو او

زورورو لخوا د ملي مالونو او ثروتونو لوټمارۍ ختمه کړي. د هغۀ له ډېرو مهمو اقداماتو څخه د دارالفنون مدرسې جوړولو، د ګټورو کتابونو خپرولو ، ژباړلو او د علمي او کلتوري ورځپاڼو خپرولو ته اشاره کولئ شو. د امير کبير خپلواکه او غېر اړونده شخصيت او د ايران د سرلوړۍ په لاره کښې د هغۀ هلو ځلو د بهرنيو قدرتونو غوسه او کينه راوپاروله او بالاخره د کورنيو او بهرنيو دښمنانو دغو دسيسو او دباوونو قاجار باچا د امیر کبیر څنګته کولو، جلاوطنۍ او په نهایت کښې وژلو ته مجبور کړ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۱۸ کاله پخوا د ۱۸۹۹ میلادي کال د اکتوبر په یولسمه نیټه په سویلي افریقې کښې د استوګنو هالینډي سپین پوستو چې په بوئر مشهور وو او د انګریزانو ترمینځ یو خونړی جنګ پیل شو. انګریز ځواکونه په ۱۸۴۱ کال کښې د افریقې د استعمار په موخه سویلي افریقې ته ننوتل او د استوګنو سیمو او کورونو له جوړولو وروسته په هغه ټاټوبي کښې استوګن شول. په جنوبي افریقا کښې د سرو زرو او الماسو د بډایه زیرمو له کشفیدو وروسته اروپايي په تیره بیا انګلیسي کډوال سویلي افریقې ته ورمات شول.

بوئران په اولسمه میلادي پيړۍ کښې جنوبي افریقې ته تللي وو او د نویو کډوالو له ورتګ سره مخالف وو. په همدې وجه یې له انګریز کډوالو سره جنګ پیل کړ. خو له کډوالو څخه د انګلستان د حکومت ملاتړ په دغه جنګ کښې د بوئرانو د ماتې سبب شو او داشان جنوبي افریقا د انګلستان تر ولکې لاندې راغله.

جنوبي افریقې په ۱۹۳۱ میلادي کال کښې خپلواکي ترلاسه کړه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۲ کاله وړاندې د ۱۹۱۵ میلادي کال د اکتوبر په یولسمه نیټه د طبیعي علومو پوه او مشهور حشره پيژاندی ژان هانري فابر Jean Henri Fabre مړ شو. فابر په ۱۸۲۳ میلادي کال کښې په فرانسه کښې زیږیدلی و او د خپلو زده کړو له پوره کولو وروسته یې په طبیعي علمونو کښې تحقیق او څيړنې ته مخه کړه. هغه وړومبنی پوه و چې د خپل ژوند ساتنې لپاره د ځناورو په تیره بیا د حشراتو د غریزي غبرګونونو د مکانزم په هکله یې جامع او هراړخیزه څيړنه وکړه او ارزښتناک معلومات یې هم ترلاسه کړل.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            له ننه ۳۳ کاله وړاندې د ۱۳۶۳ هجري لمریز کال د میزان یا تلې د میاشتې په نولسمه نیټه اوسمهاله شاعر او محقق استاذ عبدالکریم امیري فیروز کوهي وفات شو. هغه په ۱۲۸۸ لمریز کال کښې د ایران د یو شمالي ښار فیروز کوه د اطرافو په یو کلي کښې زیږیدلی و.

استاذ امیري فیروزکوهي شعر ویل له ځلمیتوبه پيل کړل. هغه له شعر نه علاوه له اسلامي علومو او معارفو سره هم ډیر بلد و. هغه څه چې د هغه د زمانې له نورو شاعرانو څخه د هغه شعر بیلوي، په شعرونو یې واکمن دیني شعور دی.

امیري فیروزکوهي د غزل او قصیدې په شمول په ډول ډول شعري فنونو کښې استاذ و. له هغه ډیر شعرونه پاتې دي چې کابو پنځلس زره بیته یې په دوو ټوکو کښې چاپ شوي دي. د دغه ګرانقدره شاعر له نورو آثارو څخه د صائب تبریزي په دیوان تفصیلي سریزې ته اشاره کوی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            همداشان ۳۳ کاله وړاندې د ۱۳۶۳ هجري لمریز کال د میزان یا تلې د میاشتې په نولسمه نیټه د قرآن کریم مفسر او د پوهنتون استاذ آیت ا... حاج میرزا خلیل کمره اي وفات شو. هغه فقه، اصول فقه او نور دیني علمونه د قم په علمیه حوزه کښې زده کړل او د زده کړو له پوره کولو وروسته یې د فلسفې تدریس پیل کړ.

آیت ا... کمره اي په ۱۳۴۱ هجري لمریز کال کښې د شاه رژیم له ظالمانه سیاستونو سره د مخالفت په وجه ونیوی شو او بندي کړی شو. د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته آیت ا... کمره اي په تهران پوهنتون کښې د الهیاتو د ډاکټریټ په کچه تدریس او ښوونه پیل کړه. له هغه څخه په فارسۍ او عربۍ ژبو ډیر کتابونه پاتې دي چې له هغو نه د قرآن یو بشپړ تفسیر، د نهج البلاغه شرحې او د امام حسین علیه السلام او د کربلا د نورو شهیدانو د ژوند په هکله (عنصر شجاعت) نومې کتاب ته اشاره کوې شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۷ کاله مخکښې د ۱۳۶۹ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په نولسمه نیټه د آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په حکم په ایران کښې (د اسلامي مذهبونو د نزدیکت ټولنه) جوړه شوه. د اسلامي مذهبونو ترمینځ د نزدې والي ټولنه له دې مخکښې د آیت ا... بروجردي په وختو کښې هم موجوده وه او د اسلامي مذهبونو له اشتراکاتو د ګټه پورته کولو لپاره یوشمیر پلاوي د دوي لخوا قاهرې ته استول شوي او د اهل سنتو له سترو عالمانو سره به یې خبرې اترې کولې. دا سفرونه او خبرې اترې د دومره مطلوبو او رغنده پایلو سبب شوې چې پر جامع الازهر باندې د شیخ محمود شلتوت د مشرۍ په وختو کښې د الازهر پوهنتون اهل سنت عالمانو شیعه مذهب په رسمیت وپیژنده.

په اوسني پړاو کښې هم د اسلامي امت  د اتحاد او د مسلمانانو د یووالي په موخه د مذهبونو د تقریب یا نزدې کولو ټولنه د ۱۳۶۹ لمریز کال د تلې په نولسمه نیټه د اسلامي انقلاب د معظم لارښود آیت ا... علي خامنه اي په حکم جوړه شوه.

دا ټولنه غواړي چې په اعتقادي، فکري، کلامي، فقهي، اصولي او علمي اړخونو کښې د مذهبونو د نزدې کولو زمینه برابره کړي. خو اصلي هدف یې د اسلام د واکمنۍ او له تفرقو نه د لرې کیدو په لور حرکت دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۱۲ کاله مخکښې د ۲۰۰۵ میلادي کال د اکتوبر په یولسمه نیټه اردو ژبی لیکوال او ژب پیژاندی شان الحق حقي وفات شو. هغه د ۱۹۱۷ کال د دسمبر په ۱۵ نیټه د هندوستان په نوي ډیلي کښې زیږیدلی و. ابتدايي زده کړې یې په نوي ډیلي او بیا په مسلم علیګړ پوهنتون کښې وکړې.

شان الحق حقي د پاکستان او هندوستان په دوو برخو د هند له ویشل کیدو وروسته د پاکستان کراچۍ ته لاړ او په دغه هیواد کښې یې د اردو ژبې د پرمختګ او پراختیا لپاره ډیر کوششونه او خدمتونه وکړل. شان الحق حقي په اردو، فارسي، عربي، انګریزي، ترکي، هندي او سنسکرت ژبو پوره تسلط درلود. د هغه د شعرونو ټولګه د (تار پيراهن) په نامه خپره شوې او (نکته راز) یې د مقالو د ټولګې نوم دی. شان الحق حقي د ۲۰۰۵ کال د اکتوبر په ۱۱ نیټه په ۸۸ کلنۍ کښې د کاناډا په ټورنټو ښار کښې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه