Oct 22, 2017 10:42 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۱۶

نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې دیرشمه نیټه ده چې د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د صفرې له دویمې او د ۲۰۱۷ میلادي کال د اکتوبر له ۲۲ نیټې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۳۱۸ کاله پخوا د یو سل یویشتم قمري کال د صفرې میاشتې په  دویمه نیټه، د پيغمبر اکرم (ص) پاک لمسی او د امام سجاد (ع) زوئ  زید بن  علي بن الحسین شهید کړائ شو. زیدبن  علي بن الحسین، د امویانو له ظلم سره د مقابلې او د خپل نیکه، امام حسین (ع) د پاڅون له لاسته راوړنو څخه دساتنې لپاره، د بني امیه د حکومت پرضد راپورته شو او په میړانتوب او زړورتوب له جګړې وروسته بالاخره په کوفې ښار کښې شهید کړائ شو. د زید پاڅون د یو شپیتم قمري کال په عاشورا کښې، د امام حسین (ع) د سترغورځنګ له پایلو او ثمرو څخه ګڼل کېږي. ځکه له دې غورځنګ وروسته، یوځل بیا په مسلمانانو کښې د حق غوښتنې روحیه راپيدا شوه او هغوئ هروخت د مشرۍ او رهبرۍ په تمه وو ترڅو د بني امیه د فاسد حکومت پر وړاندې پاڅون وکړي. له همهغه وخته د توابین او مختار ثقفی دپاڅونونو په شان ډېر پاڅونونه  رامینځته شول. په دې پاڅونونو کښې اصلي موخه د امام حسین  (ع) د وینې بدل او د بني امیه د ظالم حکومت له مینځه وړل  وو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۹۴ کاله وړاندی د اوه سوه پینځه څلویښتم قمري کال  د صفرې د میاشتې په دویمه نیټه، مسلمان شاعر او ادیب، ابوحیان غرناطي په مصر کښې وفات شو. هغه په شپږ سوه څلور پنځوسم قمري کال کښې په اندلس( د هغه وخت اسلامي اسپانیه) کښې وزیږید او د علم ترلاسه کولو لپاره یې ډېرو ښارونو ته سفرونه وکړل او له ډېرو استادانو یې ګټه پورته کړه. ابوحیان په شپږ سوه نهه اویایم قمري کال کښې مصر ته ولاړ او د عمر تر پائ پورې یې هلته تعلیم، تعلم او د کتابونو تالیف ته مخه کړه. سره له دې چې هغه د قرآن کریم، حدیث او د فقې په علومو کښې مهارت درلود، خو هغه څه چې ابوحیان یې مشهور کړ، د نحوې پرعلم د ابوحیان برلاسي وه. هغه په دې زمینه کښې د نحوې د علم د مشهور استاد، سیبویه تر بشپړې اغیزې لاندې ؤ. له ابوحیانه چې د عمر په پائ کښې ړوند شوی ؤ، د (الادراک للسان الاتراک) ،(تذکرة النحاة)،( تفسیر البحر المحیط) او (دیوان شعر) په یادګار پاتې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۷۷ کاله مخکښې د اوه سوه دوه شپیتم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په دویمه نیټه، مشهور مسلمان ریاضي پوه او ستور پېژاندی، ابن دریهم وفات شو. هغه په ډیرو هلوځلو سره د علم او پوهې زده کړې کړې وې. ابن دریهم د قرآن کریم قرائت، فقه او ریاضیات د خپل وخت له استادانو زده کړل او په مصر کښې د احادیثو په اوریدلو بوخت شو او  علمي درجې یې ترلاسه کړې او له یوې مودې وروسته شام ته ولاړ. ابن دریهم په دمشق کښې په جامع اموي کښې د مدرس په توګه پر تدریس بوخت شو. هغه د قرائت، حدیث، فقه او اصول فقه، کلام، تفسیر او عربي ادبیاتو په شان  پر علومو پوره برلاسي درلوده. ابن دریهم په عربي لغت کښې په زړه پورې نظرونه لري چې له هغه وروسته د ځینو لویانو له خوا نقل شوي دي. د هغه له ډېرو آثارو څخه یو شمېر په لیکلې بڼه پاتې دي چې (  قصیده في مدح الرسول(ص)  ) له هغو څخه دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۶ کاله وړاندې  د ۱۲۹۰  لمریز کال د تلې د میاشتې په دیرشمه نیټه  د هندوستان او انګلستان پوځونه  د جنوب د پولیسو جوړولو لپاره  د ایران جنوب ته ولیږل شول. د مستوفي  الممالک  د صدراعظمۍ  په وخت کې  چې  حکومت  د خلکو لپاره  دهوساینې  درامینځةکولو او د امنیت  د بیرته  ټينګولو  په لټه کې ؤ ،  دانګلستان حکومت دروسیې دحکومت  په روغې جوړې او چلول   سره  د ایران د حکومت لپاره سخت خبرداری ولیږه .  او دانګلتسان او هندوستان  د تاجرانو دمالونون او  دکاروانونو دلوټلو او  ناکراریو ته په اشارې سره ئې یادونه و کړه چې  په دغه بهیر سره  دانګلستان  حکومت ځان مجبوره ګڼي  څو  دایران  او فارس په  جنوب  کې پوځي قوا جوړه کړي  او دقزاقخانې  په څير  یوه اداره چې روسانو دهیواد په شمال کې اداره کوله   په جنوب کې منظمه کړي .  په دغه خبرداري کې راغلي  وو چې ددغو ټولو چارو  لګښت  باید دایران حکومت  دفارس دمالیاتو او دجنوب  ګمرکاتو  د ګټو له ځایه   تامین کړي .  که څه هم    په ایران کې پارلیمان  دانګریزانو د دغې ناروا غوښتنې  پّه وړاندې مقاومت وکړ   ،خو دلومړي نړیوال جنګ په پيلیدا سره  بوډا استعمار ګر  ځان  په ایران  وتپه  او  له یوې مودې وروسته ئې   په دغې سیمې کې دجنوب پولیس جوړ کړ .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۶کاله پخوا  د ۱۲۹۰لمریز کال  د تلې دمیاشتې په دیرشمه نیټه  ستر دیني عالم   او فقیه آیت ا..  .  ملاعلی زنجاني  وفات شو . دشیخ محمد تقي  د درس دحوزې  روزونکی او  د دیارلسمې قمری پیړۍ  یو فقیه اوعالم  ملاعلی زنجاني  د : هدایةُلمسترشدین : نومې کتاب خاوند دی او دغه راز دشیخ مرتضی انصاری په وخت کې ئې ژوندکاوه  او د میرزا  حبیب ا...  رشتي  په څير ځيني لویان دهغه شاګردان وو . هغه  دتدریس  ترڅنګ  دخلکو د دیناوي اودیني  اړتیاؤ  د پوره کولو اهتمام هم کاوه   له هغه په ځينو پاتې اثارو کې  ، دقرآن تفسیر ، جوامع الاصول ، السوال و الجواب ، الصید و الزُباحة ،  معدنُ لاسرار ، نوامیس  الاصول  او وسیلةالنجاة  او ځيني نورو ته اشاره کولی شو .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۶۵ کاله مخکې  د ۱۳۳۱لمریز کال د تلې دمیاشتې  په دیرشمه نیټه  دایران د وخت دلومړي وزیر محمد مصدق  دحکومت  خارجه وزیر  ډاکټر حسین فاطمي   دایران اوانګلستان داړیکو غوڅيدل  اعلان کړل .  دغه فیصله  د وزیرانو دکابینې  له تصویبیدا وروسته  په تهران کې دانګلستان دسفارت  سلایار ته  وسپارل شوه .  ډاکټر فاطمي  له انګلستان سره دایران د اړیکو دغوڅيدا علت  د خپلو  حقوقو په پوره کیدا کې  دایران دملت غوښتنو ته  ددغه حکومت ، په تیره بیا د تیلو دصنعت  په ملي کولو زمینې کې بې پروائي  وبلله  او  دلندن مقاماتو ته ئې وښودله چې  دایران په وړاندې  دې خپل سیاست بدل کړي  .البته ددغه  خبر له اعلانیدا څه موده مخکې  ډاکټر مصدق   له انګلستان سره  دایران دسیاسی اړیکو  دغوڅولو په باب  دغه هیواد ته خبرداری ورکړی ؤ .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه