Jul 03, 2018 15:26 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

ګرانو دوستانو ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ د دې اونۍ په پروګرام سره حاضر شوي یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو. نن هم په دې پروګرام کښې د ایران د تیرې اونۍ مهمې پیښې جاجوو، نو تر پاې راسره ملګري ووسئ. *********///////////**********

                د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د قضائیه قوې د مشر او مسئولانو کتنه، د هیواد د اجرايي مدیرانو او مسئولانو په ټول کښې د ولسمشر حسن روحاني سپینې سپينې خبرې، د برجام (ایټمي موافقې) وروستیو بدلونونو ته کتنه او په دې لړ کښې د امنیت شورا د وړومبنۍ غونډې ترسره کیدل زمونږ د دې اونۍ د پروګرام مهم موضوعات دي.

                د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي تیره اونۍ د ایران د قضائیه قوې د مشر او مسئولانو په کتنه کښې د قضائیه قوې د ورځې او اونۍ په مبارکۍ ویلو سره د اسلامي نظام د نورو ډیرو تقویمي مناسبتونو په شان د قضائیه قوې د اونۍ په توګه د آیت ا... بهشتي د شهادت د کلیزې د ورځې نومول د شهادت او د متعال خدای په لاره کښې د سر شیندنې په بنیاد ولاړ وبلل او ویې ویل: دا چاره د قضائیه قوې دندې او ورڅخه تمې یوازې له یوې اداري ټولګې زیاتوي او لوړو اهدافو ته د رسیدو لپاره هر اړخیز جهاد، ایثار او له ځانه تیریدنه د دې قوې سرمشق ګرځوي. دوي څرګنده کړه: نن سبا په دنیا کښې په پروپاګنډو او پیچلو تبلیغاتي رودو سره تور، سپين او چورلټ باطل، حق ښودل کیږي خو په خواشینۍ سره زمونږ ډیرې ادارې دقیق او هنرمندانه رسندوي کارونه او د عامه اعتماد د جلبولو موضوع ته اهمیت نه ورکوي.

                په تیرو څلویښتو کالو کښې په ایران کښې د امریکې لاسوهنې او جنایتونه او هغه ملاتړونه چې د بشري حقوقو د دفاع دغو مدعیانو له جنایتکار صدام او د منافقینو له ترهګرې ډلګۍ وکړل د ایران له ولسه پټ نه دي.

                دا ورځې د ایران د مناسبتونو په کال هینداره کښې د هغو ترخو پیښو رایادونکې دي چې د امریکې د ملاتړ وړ منافقینو د ترهګرې ډلګۍ په لاس رامینځته شوې. تیره اونۍ د چنګاښ د اومې نیټه د ترهګرې پیښې کلیزه وه.

ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د ترهګرو دسیسو له یوې داسې پراخې څپې سره مخامخ شو چې د ترهګرۍ څه باندي ۱۷ زره قربانیان د دې تریخ حقیقت سند دی.

د انقلاب د بریالیتوب په وړومبیو کلونو کښې د ایارن د اسلامي جمهوریت د چارواکو خلاف د منافقینو د ترهګرو اقداماتو لړۍ خپل اوج ته ورسیده. د ۱۳۶۰ لمریز کال د چنګاښ په شپږمه نیټه په حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي باندې د تهران په ابوذر جومات کښې د وینا په وخت ترهګر برید وشه. د دغې پیښې په سبا یعنې د چنګاښ د اومې نیټې په ترهګرې چاودنې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت د تاریخ یوه ډیره ستره چاودنه ده، ترهګر عملیات یو نوي پړاؤ ته داخل شول. په دغه ورځ په تهران کښې د جمهوري اسلامي ګوند د غونډو په سالون کښې د یو پياوړي بم د چاودنې له امله د ایران د سترې محکمې مشر آیت ا... سید محمد حسیني بهشتي د هیواد د څلورو وزیرانو، دولسو مرستیال وزیرانو او د پارلیمان د کابو دیرشو نمایندګانو په ګډون له ۷۲ کسانو سره یوځاې شهید شو.

دوه میاشتې پس د همدغه ۱۳۶۰ کال د وږي په اتمه نیټه په یوه ترهګره حمله کښې د ایران د وقت ولسمشر محمد علي رجايي او وزیراعظم محمد جواد باهنر شهیدان شول. د منافقینو ترهګره ډلګۍ له ۱۲ زرو د زیاتو بیګناه خلکو د وژلې مسئوله ده.

له ایرانه د منافقینو له تښتیدو وروسته امریکې او ځینو اروپايي هیوادونو هغوي تر خپل ملاتړ لاندې راوستل. منافقینو څه موده په فرانسه کښې تیره کړه او د تپلي جنګ په پیلولو سره عراق ته راغلل څو د ایران خلاف د دښمن په تیري کښې ملګرتیا وکړي. په عراق باندې د امریکې له حملې او د صدام رژيم له پرزیدو وروسته د دغې ترهګرې ډلګۍ کسان همهغه شان د امریکې او اروپا تر ملاتړ لاندې پاتې شول او د لویدیځ په ملاتړونو سره البانیا ته منتقل شول څو خپل کار په آزاده توګه جاري وساتي.

مشهور سیاسي شناندی نوام چامسکي د امریکې او د هغې د انډیوالانو سیاستونه د ترهګرو حملو لامل ګڼي . هغه د دې پوښتنې په مطرح کولو سره چې آیا د امریکې هدف د ترهګرۍ ختمول دي او که د هغې هڅول او لمسول؟ وايي: که د ترهګرۍ ختمول غواړئ نو وړومبۍ باید دا پوښتنه وکړئ چې ترهګري څنګه رامینځته شوه. اصلي وجوهات یې څه وو او ژورې جرړې یې کومې وې؟ او بیا باید د دې پوښتنو د ځواب ورکولو کوشش وکړئ.

                د اسلامي انقلاب معظم رهبر د چنګاښ د اومې نیټې د شهیدانو د کورنیو په کتنه کښې یولړ څرګندونو کښې، دا دوه مخې توبونه د امریکې او اروپايي هیوادونو لپاره یوه ستره رسوايي وبلله او زیاته یې کړه: دا ترهګره ډله هغه کسان دي چې د خلکو او حتی د اسلام د دفاع په ادعا سره د ایران د ولس مبارزو ته ورننوتل خو خو په دوام کښې د چنګاښ د اومې او د ملکي خلکو د وژلو په شان غمیزې یې رامینځته کړې او بلآخره د صدام په شان یو کس سره ودریدل او اوس هم د امریکې تر ملاتړ لاندې دي.

                د امریکې کارنامه د ایراني ولس خلاف له نه هیریدونکو جنایتونو ډکه ده.

د ۱۳۶۶ کال د چنګاښ په اتمه نیټه د صدام رژيم د ایران په لویدیځ کښې سردشت ښار په کیمیاوي بمونو بمباري کړ. په دغه کیمیايي حمله کښې ۱۱۰ تنه شهیدان شول او له اتو زرو زیات نور د وژونکو زهرجنو ګیسونو له امله زخمي او ناروغه شول داشان چې د دې تریخ او نه جبیره کیدونکي انساني ضده جنایت آثار لاهم پاتې دي.

د امریکې، بریطانیې او جرمني په شمول یوشمیر لویدیځ حکومتونه حتی د کیمیاوي وسلو د جوړولو د موادو او ټیکنالوجۍ په پوره کولو کښې د صدام رژیم اصلي ملاتړي وو. د تپلي جنګ په دوران کښې دغه وسلې د ایران او عراق د خلکو خلاف څو څو وارې استعمال شوې. د تپلي جنګ په اتو کالو کښې د صدام په ۳۷۸ کیمیاوي حملو کښې د ایران د بانه، مریوان، سردشت، پیرانشهر او سومار وغیره او د عراق د حلبچې، فاو او جزایر مجنون په شان سیمو خلک د دغو حملو قرباني شول.

د بریطانیا د بهرنیو چارو وزارت د لندن د کیمیاوي وسلو د نړیوال کانفرنس د ترسره کیدو په مناسبت یوه بیانیه کښې د صدام له رژيمه په ملاتړ کښې د خپل هیواد او نورو لویدیځو انډیوالانو رول ته له اشارې پرته د ایران خلاف جنګ کښې د یاد رژیم په جنایتونو داده شو.

                د امریکې او لویدیځ د بشري حقوقو په فرهنګ کښې سیاسي ګټې په بل هر څه باندې وړومبیتوب لري.

امریکا پر مظلومو ولسونو ظلم و ستم کوي او بشري حقوق یې تش په ظاهري او بې محتوا شي بدل کړي دي. د امریکې د تورپوستو له ټولنې سره د دغه هیواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ قهرجن سلوک او توکمپالې پریکړې او له کډوالو سره غیرانساني چلند او د انسانانو سپکاوی د امریکې د بشري حقوقو د دوه مخې توب بیانونکی دی.

امریکې او انډیوالانو یې افغانستان، عراق او سوریه د داعشي او تکفیري ترهګرو په مرکزونو بدل کړل او دا مداخلې د امنیت د دفاع او له ترهګرۍ سره د مقابلې په توګه یادوي.

د بشري حقوقو مدعي امریکا او اروپا د جنګونو او بې انصافیو لامل دي او په یمن کښې د ښځو او ماشومانو د وژلې او د فلسطین د ولس خلاف د اسرائیلو د جنایتونو په وړاندې چپتیا د ولسواکۍ ملاتړ بولي. دا حقیقتونه د بشري حقوقو په لړ کښې د امریکې او ځینو اروپايي هیوادونو د ماهیت یوه برخه ده.

                د امریکې په مشرۍ نړیوال استکبار د اسلامي انقلاب د بریا په دې تیرو څلویښتو کالو کښې د ایران د ولس خلاف په کراتو پریمانه جنایتونه کړي دي. د ایران په مسافري الوتکې حمله همه د امریکې د بشري حقوقو د ماهیت څرګندونکی یو بل جنایت دی.

د ۱۳۶۷ لمریز کال د چنګاښ په دولسمه نیټه د ایران ایر ۶۵۵ نمبر مسافري پرواز چې له بندر عباس نه دوبئ ته روان و، د فارس خلیج د پاسه د امریکې د سمندري ځواک له یو، ایس، ایس، جیک وینسس نومې جنګي الوتکې لرونکې کشتۍ څخه د دوو کروز میزائلو په توغولو سره په نښه شوه او له (هنګام) جزیرې سره خوا ته په سمندر کښې نسکوره شوه.

د دغې ترهګرې حملې له امله د یادې ایراني الوتکې ټول ۲۹۰ مسافر مړه شول چې پکښې ۱۵۶ سړي، ۵۳ ښځې، ۵۷ ماشومان او ۸ له دوو کالو کم عمره ماشومان و او ۴۲ تنه یې د یوګوسلاویا، پاکستان، هندوستان او عربو هیوادونو ښاریز او ۱۶ تنه د پرواز خدمه شامل وو.

خو د امریکې د وخت ولسمشر جارج بش د خپل هیواد دغه جنایت د تیلو له ازاد بهیر څخه د ډاډ ترلاسه کولو او د سمندري تجارت د لارې د ساتنې په لړ کښې د مرستې لپاره د امریکې د قانوني حق په چوکاټ کښې وباله.

                دا وجه ده چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دښمنانو د زوروینو په وړاندې د ایراني ولس د حقوقو د ترلاسه کیدو په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: د بشري حقوقو په لړ کښې د ایران اسلامي جمهوریت د لویدیځو جنایتکارانو په وړاندې غوښتونکی دی.

دوي په تیرو لسیزو کښې د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د امریکې لخوا د بشري حقوقو غمیزو او هم په افریقا لویه وچه او برصغیر هند کښې د فرانسویانو او انګریزانو جنایتونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: په دې روانو کلونو کښې هم په میانمار او نورو سیمو کښې او همداشان په سوریه کښې له داعشه په ملاتړ کښې د لویدیځوالو کړچار د بشري حقوقو د ملاتړ د سپکو مدعیانو د بیابیا دروغو ښودنکی دی.

امریکا په روان پړاؤ کښې هم چې ډونلډ ټرمپ یې د چارو واګې نیولې دي په همهغه باطل فکر سره هڅه کوي چې د ایران ولس په ګواښ، بندیز او اقتصادي جنګ سره تسلیمیدو ته اړباسي. د امریکې حکومت د نړیوالو حقوقو په یو خلاف اقدام کښې د مۍ په اتمه نیټه له ایټمي موافقې ووته او هڅه یې وکړه چې ایران په تنګسه کښې راولي. د امریکې د خارجه وزارت یو چارواکي ویلي دي چې واشنګټن له ټولو هیوادونو غوښتي دي د روان میلادي کال له نومبر میاشتې څخه له ایرانه د تیلو واردات بند کړي.

                په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي نمایندګۍ تیره اونۍ د برجام (ایټمي موافقې) په هکله د امنیت شورا د وړومبۍ غونډې له ترسره کیدو وروسته په یوه بیانیه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له برجامه د وتنې په لړ کښې د امریکې یواړخیز او غیرقانوني اقدام د امریکې د ژمنو د څرګندې خلاف ورزۍ او د امنیت شورا په ۲۲۳۱ پریکړه لیک باندې د دغه هیواد د نه پابندۍ معرفي کونکی دی، څرګنده کړه: امریکا په غیرقانوني توګه له برجامه د وتنې او د ملګرو ملتو د منشور او د نړیوالو حقوقو د خلاف ورزۍ په وجه باید پړه وپیژندله شي.

 

                د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني تیره چارشنبه د لوړرتبه حکومتي مدیرانو د همفکرۍ په غونډه کښې له برجامه د امریکې وتنې ته اشاره وکړه او ویې ویل: په دې ۵۱ ورځو کښې چې له دغه کاره تیریږي، د نړۍ ټولو هیوادونو ټرمپ او د امریکې واکمنان غندلي دي خو هیچا دا نه دي ویلي چې ګني د ایران اسلامي جمهوریت شاتګ کړی یا له بندیزونو ویریدلی دی، بلکې د دې په اپوټه ټول د ستر ایران د عقل او تدبیر خبره کوي.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې د برجام په لړ کښې د امریکې د نویو دریځونو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت مخې ته د امریکې په مخکښې د تسلیمیدو، د کورنیو اختلافاتو له دوام سره مل د امریکې په وړاندې د دریدو او د کورنیو اختلافاتو له دوام پرته او د ملي عزت په ساتنې سره د امریکې په وړاندې د دریدنې درې لارې لري، څرګنده کړه: د ایران ولس دریمه لاره غوره کړې ده.

ولسمشر روحاني په دې خبرې سره چې د ایران ولس هیڅکله د تیري ګرو او زور ویونکو په وړاندې سر نه دی ټیټ کړ او نه به یې ټیټ کړي، څرګنده کړه: ایرانیان به د ارادو په مقابله کښې امریکې ته ماتې ورکړي.

****************///////////////**************

 

 

ټیګونه