Aug 06, 2018 07:59 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۱۳۴

نن د شورو ورځ یا چارشنبه د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې لسمه نیټه ده چې د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د ذي القعدې یا میانې له اتلسمې او د ۲۰۱۸ میلادي کال د آګست له اولې نیټې سره برابره ده. ***///////****

=            د آګست لومړې نیټه د میندو د شیدو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. له دوهم نړیوال جنګه وروسته په تیره بیا په پرمختللو هیوادونو کښې د ماشومانو له خوړو او وچو شیدو پراخې استفادې اوڅاره وده وموندله چې همدغه چاره د نړیوالو ټولنو د اندیښنې سبب شوه. د مور له شیدو سره د تغذیې دودیدا او د ماشوم په سلامتیا کښې د دغو شیدو له ځانګړو خصوصیتونو د عمومي پوهې زیاتیدا او د میندو د شیدو ورکولو دوام او ساتنه یوه ستر او اساسي ګام ته اړتیا درلوده. په همدی اساس، د نولس سوه نوېم کال د اګست په لومړی نیټه د روغتیا نړیوالې موسسې د یونیسیف په ملګرتیا د اټالیا په فلورانس ښار کښې په یوی غونډه کښې د مور له شیدو د تغذیې په ملاتړ دودیدا او دوام کښې یوه بیانیه لاس لیک کړه. په دغی بیانیې کښې د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کښې د مور په شیدو سره د نوزیږي د تغذیې او د مور او ماشوم پر سلامتیا  د اغیز پر اهمیت ټینګار شوی دی.

***///////****

=            ۶۶ کاله پخوا د دیارلس سوه درې اویایم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په اتلسمه نیټه، یو لوی مسلمان ادیب او عالم آیت ا... شیخ محمد حسین کاشف الغطاء وفات شو. هغه د فقې او د فقې د اصولو لوړ درسونه د خپل وخت له لویو استادانو څخه زده کړل او د کلام، فلسفی او حدیث په علومو کښې ډیره پوهه ترلاسه کړه او په دیني علومو کښې پر توانمنی سربیره په شعر ویلو کښې یې هم مهارت درلود او په دغه زمینه کښې یې د شعرونو دیوان په یادګار پریښود. دغه لوی مسلمان دانشمند له ځوانی څخه په حق غواړو سیاسي مبارزو کښې فعال ګډون درلود او د انګلستان له استعمار سره په مبارزې کښې یې اغیزمن رول ولوباوه. له کاشف الغطاء څخه له اتیاؤ زیات اثار په یادګار پاتی دي چې پکښې د الفردوس الاعلی، الایات البینات او السیاست الحسینیه  کتابونو ته اشاره کولی شو.

***///////****

=            ۴۳ کاله پخوا د نولس سوه پنځه اویایم میلادي کال د اګست په اوله نیټه، د شوروي، امریکا، کینیډا او له البانیه پرته د اروپایي هیوادونو د مشرانو کنفرانس د فینلینډپه پلازمینې په هلسینکي کښې چې د اروپا ملګرتیا او امنیت کنفرانس په نوم مشهور شو، د شوروي په مشرۍ د ختیځ بلاک او د امریکا په مشرۍ د لویدیځ بلاک د هیوادونو ترمینځ د کړکیچ د ختمولو په موخه جوړ شو. خو د اروپا ملګرتیا او امنیت کنفرانس په عمل کښې د ختیځي او لویدیځي بلاکونو د نږدې کولو لپاره مهمې پایلې نه درلودې او په تیره بیا په نولس سوه نهه اویایم میلادي کال کښې په افغانستان د شوروي سره پوځ په یرغل سره خپل کارندوالی له لاسه ورکړ. د شوروي له دړې وړې کیدا او د نولس سوه اتیایمې لسیزې په وروستیو کښې د اروپا په ختیځي هیوادونو کښې له سیاسي بدلونونو پسی د اروپا ملګرتیا او امنیت کانفرانس هدف په اروپایي هیوادونو کښې د سولې رامینځته کولو او دوام ته بدل شو او د نولس سوه څلور نوېم میلادي کال په دسمبر کښې یې د اروپا ملګرتیا او امنیت کانفرنس نوم وموند. د دغه تنظیم دارالانشاء د چیک جمهوریت په پلازمینې په پراګ کښې ده او د امریکا، کینیډا، اروپایي هیوادونو او د شوروي نوي خپلواکه شوي هیوادونو پشمول درې پنځوس هیوادونه، د اروپا ملګرتیا او امنیت د تنظیم غړي دي.

***///////****

=            او له ننه دیارلس کاله مخکښې د دوه زره پنځم میلادي کال د اګست په اوله نیټه، د عربستان پخوانی باچا فهد بن عبدالعزیز له کلونو ناروغی وروسته مړشو. هغه د نولس سوه یویشتم میلادي کال کښې د عربستان په پلازمینې په ریاض کښې و زیږید. فهد بن عبدالعزیز په نولس سوه اوه شپیتم کال کښې د لومړي وزیر مرستیال او اته کاله وروسته د عربستان ولیعهد شو. هغه په نولس سوه دوه اتیایم کال کښې، د خپل ورور د خالد بن عبدالعزیز له مرګ وروسته، د آل سعود د باچاهي لړۍ د پنځم باچا په توګه قدرت ته و رسید. د ملک فهد د باچاهي په وخت کښې ریاض له واشنګټن سره ډیر نږدې تعلقات برابر کړل. همداراز  هغه د ایران پر ضد د صدام د اته کلن تپلي جنګ په بهیر کښې، له صدامه ملاتړ کاوه. خو په نولس سوه نوېم کال کښې د عراق په وسیله د کویت له نیواک وروسته، فهد له صدامه لاس واخیسته. فهد په نولس سوه پنځه نوېم میلادي کال کښې د زړه د ناروغی په وجه عملا د حکومت له چارو پاتی راغی او دغه کار یې خپل ځای ناستي امیر عبدا... ته وسپاره. د فهد له مرګه وروسته، ملک عبدا... د عربستان باچا شو.

***///////****

 

 

ټیګونه