په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان مهم بدلونونه
دتهران دپشتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان پاکستان دبدلونونو نومې اونیز پروګرام سره ستاسوپه خدمت کې یوو ،په پیل کې هم د تیرې اونۍ د ځينو مهمو خبرونو آوریدو او ورپسې مو هم تحلیلی برخې ته رابولو،نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ.
په افغانستان کې دپارلیماني انتخاباتو دتبلیغاتو پیل*-*-*-*-*- افغان کډوالو ته د تابیَعت د ورکولولپاره د عمران پر ژمنې اعتراضونه *-*-*- دافغانستان په راتلونکو پارلیماني انتخاباتو کې له بائيو میټرک سسټمه له استفادې ددغه هیواد د ولسمشر هرکلی *-*-*د دپاکستان له خوا د سولې دخبرواترو وړاندیز ته دهند پر منفي ځواب د عمران غبرګون*-*-*- له عربستان او اماراتوڅخه د پاکستان د مالی مرستو دغوښتنې دخبر ردیدا او دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې د افغانستان د ملی وحدت حکومت د اجرائي شورا د مشر وینا،په تیرې اونۍکې د افغانستان او پاکستان ځيني مهم بدلونونه دي،په دوام کې مو هم تحلیلي برخې آوریدو ته رابولو
دافغانستان ولسمشر محمداشرف غني وئيلي دي،د دغه هیواد په راتلونکو پارلیمانی او د ولایتی شوراګانو په انتخاباتو کې له بائيو میټرک سسټمه (یعني دهویّت د مشخص کونې مشین)استفاده به دانتخاباتو د شفافیّت لامل شي .
اشرف غني په راتلونکو انتخاباتوکې له بائيو میټرک سسټمه داستفادې په هرکلي سره وئيلي دي،د انتخاباتو د کمیشن دفترونه باید پرانیستل شي او د هغو دتړلو لپاره دلیل،هیڅکله دمنلو وړ نه دی .دافغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې له بائيو میټرک سسټمه استفاده د افغان ولسمشر هرکلی له دې وروسته شوي ، چې دافغانستان د انتخاباتو دخپلواکه کمیشن مشر څه موده مخکې په پارلیماني او د ولایتی شوراګانوپه انتخاباتوکې له دغه سسټمه استفاده ناممکنه بللې وه .
دافغانستان په راتلونکو کې له بائيو میټرک سسټمه داستفادې په باب د دغه هیواد د انتخاباتو دخپلواکه کمیشن دریځ د دغه اورګان له مخکینیو دریځونو یو ډول شاتګ او په پارلیماني او د ولایتی شوراګانو په انتخاباتو کې د هویّت دتشخیص له سسټمه د استفادې لپاره دګوندونو د غوښتنو منل دي .
په تیرو څو میاشتو کې په انتخاباتو کې له بائيو میټرک سسټم څخه استفاده،د افغانستان دحکومت له سیاسی مخالفو ګوندونو سره ددغه هیواد د ملی وحدت حکومت او د انتخاباتو د خپلواکه کمیشن خورا مهم کشمکش ؤ .
په افغانستان کې سیاسی ډلې ټپلې،د دغه هیواد په راتلونکو انتخاباتو کې له بائيو میټرک سسټمه استفاده،له درغلیودمخنیوی او دانتخاباتو دشفافیّت او سلامتیا دپوره کیدا ضامن ګڼي .
د افغانستان د سیاسی او کلتوري چارو یو کارپيژاند مسعود حسیني وائي،بائيو میټرک سسټم کارول په افغانستان کې په شفاف ډول د پارلیماني او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کیدا لپاره یوازینۍ لاره ده .
په تیرو میاشتو کې البته له بائيو میټرک سسټمه د استفادې په ضرورت د افغانستان د ګوندونو او ډلو ټپلو له ټينګار سره سره د انتخاباتو خپلواکه کمیشن په انتخاباتو کې د هویّت له معلومونکي سسټمه استفاده ناممکنه بللې وه .
دافغانستان دانتخاباتي چارواکوپه وینا،د بائيومیټرک هغه سسټم پلانونه، آزموینه او پلي کول،چې په اکتوبر میاشت کې د پارلیماني او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کیدا لپاره په ټاکلي وخت ترې استفاده کیدلی شی،لازم وخت ته اړتیالري .
په دغو دریځونو پسې،د حکومت مخالفو سیاسی ګوندونو خبرداری ورکړی ، دافغانستان په انتخاباتو کې له بائيو میټرک سسټمه د استفادې د رودو د نه کارولو په بڼه کې ، به د انتخاباتو دترسره کیدا مخنیوی وکړي او سره له دې چې مخالف ګوندونه د افغانستان د ستر ملی ائيتلاف په چوکاټ کې د انتخاباتو د بائيکاټ په باب اجماع ته نه دي رسیدلي،خو د دغه هیواد حکومت ،پر انتخاباتي فضا د دغو ډلو د نه مشارکت او ګډون په اغیزو اندیښمن ؤ .
په همدې دلیل څه موده مخکې دافغانستان د ملی وحدت حکومت مشرانو د حکومت او سیاسی ډلو ټپلو ترمینځ دانتخاباتي اختلاف دحل لپاره د افغانستان د حفاظت او ثبات د شورا له مشر عبدالرب رسول سیاف څخه د مینځګړیتوب غوښتنه کړې وه .
په پارلیماني او د ولایتی شوراګانو په انتخاباتو کې له بائیو میټرک سسټمه داستفادې لپاره پخپلې فیصلې کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمیشن بیاکتنې وښودله چې حتی د عبدالرب رسول سیاف مینځګړیتوب دانتخاباتو د سلامتیا د ضمانت او د شفافیَت د اصل د پیاوړي کولو لپاره د ګوندونو د غوښتنې د تعقیبونې خنډ نه شو .
د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې له بائيو میټرک سسټمه داستفادې له اعلان سره سره ، البته هماغه راز په دغه هیواد کې دهویّت دتشخیص له سسټمه داستفادې لپاره د اړتیا وړ درستو تخنیکي بیخ بینائي جوړښتونو په برابریدا ځيني اندیښنې هماغه راز پخپل ځاي پاتې دي . په همدې اساس ده چې دافغانستان د ولسی جرګې مشر وئيلي دي ،په انتخاباتو کې له بائيو میټرک سسټمه استفاده ،د دغه بهیر شفافیّت هاله ضمانت کولی شی،چې آنلایّن وکارول شي .
د پاکستان اپوزیشن ګوندونو،په دغه هیواد کې افغان کډوالو ته د تابّعیت د ورکولو لپاره د پاکستان دلومړي وزیر عمران په ژمنې اعتراضونه کړي دي .
دپاکستان په پارلیمان کې اپوزیشن ګوندونو د دغه هیواد پرلومړي وزیر عمران خان په نیوکو سره وئيلي دي ،دافغانستان ، اوبنګله د یش کډوالو ته د تابیّعت ورکول پاکستان ، په یوې نړیوالې یتیم خانې بدلولي .
په دې زمینې کې د پاکستان دبلوچستان ملی ګوند مشر اختر مینګل وئيلي دي ،دبلوچستان صوبې خلک چې پاکستانیان دي ، له خپلو لومړنیو حقوقو بې برخې دي او داسلام اباد حکومت باید،افغان کډوالو ته دتابیَعت په ورکولو سره دپاکستان پر ولس دهغوی دمشکلاتو پيټی ونه تپي .
د پاکستان لومړي وزیرکراچۍ ته په سفر کې وئيلی وو،اراده لري ، هغو ټولو افغانانوته چې دپاکستان په خاورې کې وزیږیږي،پاکستانی تابیّعت ورکوي او له دې وروسته به دپاکستان د ملی پيژندپاڼې دترلاسه کولو لپاره هيڅ مشکل ونه لري . .
دافغانستان د کډوالو هغو کسانو ته چې په پاکستان کې ز یږیدلي وي ، د تابعّیت د ورکولو په باب دپاکستان د لومړي وزیر په فیصلې منفی غبرګون ، د دغه شان فیصلې داجرائي کیدا په اقتصادي پایلو داندیښنو له ا مله دی .
د مخالفانوله نظره،په داسې شرائطو کې چې دپاکستان حکومت په اقتصادي ډګر کې په تیره بیا د خپلو ښاریزو لپاره دکارکسب د رامینځةکولو لپاره له ډ يرو مشکلاتو سره لاس اوګریوان دی ، افغان کډوالو ته د د غه هیوادد تابیعَت ورکول ، دپاکستانیو ښاریزو لپاره دکار کسب په باب لازیات محدودیّتونه راولاړوي . .
د دغه شان لیدتوګې په اساس به ، دافغانستان کډوالو ته تابّعیت ورکول لامل شي،څو دپاکستان حکومت لازیات لګښتونه وزغمي،چې ددغه شان فیصلې د لګښتونو زیاتره برخه باید د دغه هیواد ولس ورکړي . البته افغان کډوالو ته د تابعیّت د ورکولو لپاره دعمران خان د فیصلې مخالفان،دغه شان فیصله،د پاکستان لپاره له سیاسی پلوه سمه فیصله نه ګڼي . په پاکستان کې افغان کډوالو ته دتابعیّت په ورکولو سره به په دغه هیواد کې دپښتنو نفوس زیات شي چې دا موضوع به ،البته د عوامی نیشنل ګوند پشمول د پښتنو د سیاسی ګوندونو او ډلو ټپلولپاره دخوښې وړ وي ، ځکه،د پښتنو د ګوندونو لپاره دا امکان برابروي ، چې دپاکستان د پارلیمان پشمول په سیاسی جوړښت کې اغیزمن رول لوبولی شی .
په دغه شان موردونو کې دا پوښتنه مطرح کیږي ،چې د پاکستان د مخکینیو حکومتونو په اپوټه دغه هیواد اوسنی لومړی وزیر په کومو ملاحظاتو سره، د افغانستان کډوالو ته د تابعیّت ورکولو موضوع منلې ده .؟
دپاکستان په تیرو پارلیماني انتخاباتو کې د تحریک انصاف ګوند له بریالیتوب وروسته دافغانستان پشمول له ګاونډیانو سره دملګرتیا د پیاوړی کولو په باب دعمران خان دریځ ته په پام سره داسې ښکاري ، چې د عمران خان له خوا افغان کډوالو ته د تابعیّت د ورکولو دفیصلې یوه مهمه موخه ،دکډوالو دبیرته ستنیدا په باب د افغانستان دحکومت د مشکلاتو دکمولو لپاره دملګرتیا په باب د کابل دحکومت لپاره داعتماد رامینځةکول دي .
د افغانستان دسیاسی چارو یو کارپوه اوشناندی قیوم سجادي وائي ، هغو افغان کډوالو ته دتابعیّت دورکولو لپاره د عمران خبرې ، چې په پاکستان کې زیږیدلی دي،دملګروملتوله منشور سره سمون خوري،خو پاکستان باید د دې موضوع په ځاي،په افغانستان کې دسولې دپرمختګ لپاره ملګرتیاوکړي .
په دې دلیل چې په پاکستان کې څه دپاسه دوه نیم میلیون افغان کډوال ژوند کوي ، چې ویل کیږي ، په هغو کې څه دپاسه یو میلیون په غیر قانونی توګه ژوند کوي ، دافغانستان حکومت ، دغه هیوادته دهغوي په اجباري ستنولو اندیښمن دی ، چې په اوسنیو شرائطو کې ئې دکابل دچارواکو لپاره د هغو د مقدماتو د تامین له پلوه د ستنولو هیڅ امکان برابر نه دی .
عمران خان ددغې فیصلې په غوره کولو سره نیّت لري،ځان د افغانستان د حکومت لپاره د دغه هیواد دمشکلاتوله حل سره دمرستې لپاره خپل چمتووالی ثابت کړي ، چې البته دغه شان فیصله دپاکستان لپاره ډیر زیات اقتصادي لګښتونه لري .
دپاکستان لومړي وزیر دتاؤتریخوالو دحل لپاره د دوو اړخیزو خبرواترو د ترسره کولو په باب د اسلام اباد وړاندیز ته د هندوستان له منفي ځوابه وروسته وئيلي دي ، دغه ځواب د نوي ډ يلي د چارواکو د کبر اوغرور یوه نښه ده .
عمران خان روښآنه کړې ،دغه ځواب د دواړو هیوادونو اړیکو ته د هند له مثبت نظره د نهیلي کیدا لامل شوی دی او پاکستان دغه ځواب دنوی ډیلي د واکوالانو د تکبر او غور ښودنه کوي . هغه وئيلی دي ، زه د نوي ډیلي له واکوالانو غواړم ،د اختلافاتو په ختمولو سره دې د خبرواترو میز ته کیني څو د دواړو هیوادونو اړیکې ښې شي ::
هغه زیاته کړې ده ،که دهند حکومت له خبرواترو سره کومه دلچسپي نه لري ، نو پاکستان هم له نوي ډيلی سره خبرواترو ته هیڅ ضرورت نه ويني .
د پاکستان دلومړي وزیر څرګندونې په داسې حال کې دمطرح کیږي،چې د هغه په بلنې سره ټاکل شوې وه ،دپاکستان او هندوستان خارجه وزیران د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ دغونډې په څنډې کې سره وګوري او د کشمیر دموضوع پشمول دشخړې دلامل موضوعګانوپه باب سره خبرې اترې وکړي.
د هندوستان خارجه وزارت چې په پیل کې ئې دغه بلنه منلې وه، د دغې کتنې له قطعي کیدا څلور ویشت ساعته وروسته ئې دغه لیده کاته لغوه کړل .
د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ دغونډې په څنډې کې دهند او پاکستان د خارجه وزیرانو دلیدوکاتو لغوه کولو لپاره د نوي ډیلي د حکومت فیصله، چې د عمران خان سخت غبرګون ئې په ځان پسې درلود،دپاکستان په تیرو پارلیماني انتخاباتو کې د تحریک انصاف ګوند له بریالیتوب وروسته،د هندوستانه د تمې وړکړچار نه ؤ .
د هندوستان دلومړي وزیر نریندرا مودي دپاکستان د پارلیماني انتخاباتو د نتیجو له اعلانه وروسته دوه ځله ، یعني د عمران خان واک ته په رسیدو او دغه راز د دغه هیواد په بهرني سیاست کې د هغه له خوا په اعلان شوي سټراټژۍ مثبت غبرګون وښود او دپاکستان دسیاسی فضا د بدلیدا ئې هرکلی وکړ .
هندي لومړي وزیر،دپاکستان په پارلیماني انتخاباتوکې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف په بریالیتوب پسې له هغه سره په ټيلیفوني خبرو کې په انتخاباتو کې د هغه دګوند دبریالیتوب په باب په مبارکۍ وئیلو سره د دوواړ خیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې وه .
له دې څو ورځې وروسته ، نریندرا مودي خپل پاکستاني همڅنګ عمران خان ته په یوه لیک کې له اسلام اباد سره رغنده خبرواترو ته دنوي ډیلي پر ژمنتیا ټينګار کړی ؤ .
په داسې شرائطو کې چې د هندوستان لومړي وزیر په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند له کامیابۍ وروسته له یوې اونۍ هم په کم وخت کې ، دوه ځله د دواړو هیوادونو ترمینځ پر رغنده اړیکو ټينګار کوي ،د نوی ډيلی له خوا د دوو ګاونډیو هیوادونو دخارجه وزیرانو د لیدوکاتو لغوه کیدا دحیرانتیا سبب شوې ده .
دهند او پاکستان د خارجه وزیرانو دلیدو په لغوه کولو کې د نوي ډيلي په پلمې کې د دواړو هیوادونو پوله ایزو نښتو ته اشاره شوې ده ، په داسې حال کې چې د هغوي د تاؤتریخوالي دوام د هغو اختلافاتو دحل لپاره دخبرو اترو د نه انکاریدونکی اصل د څنګةکولو له امله ده چې ، له تیروڅو لسیزو راهسې تر دې دمه ئې ، دوي درې ځله جنګ ته کاږلي دي .
له عمران خان سره د هندي لومړي وزیر د دوه ځله سلامشورو په اساس او په پاکستان کې دتحریک انصاف بریالیتوب ته د نریندرا مودي له مثبت غبرګون سره سم ، تمه کیدله چې هغه دپاکستان د بهرني سیاست د نوو کړچارونو او د دوواړخیزو تاؤتریخوالو د کمولو په باب دهغه دعملی ظرفیّتونو د ارزونې لپاره د نوي ډيلی او اسلام اباد خبرواترو ته د دواړو هیوادونو ترمینځ د رغنده اړیکو د زمینه جوړونې لپاره د لومړني ګام په توګه پام وکړي .
د نوی ډيلي له خوا د هند اوپاکستان دخارجه وزیرانو د غونډې لغوه کیدا وښودله چې مودي سرکار ، له اسلام اباد سره داړیکو دپراختیا لپاره دخپل اعلان شوي سیاست په اپوټه ، هماغه راز له پاکستان سره د بې اعتمادۍ له دریځه چلند کوي .
د هندی لومړی وزیر مودي سرکار دغه دریځ په داسې حال کې دی، چې د هندوستان په سیاسی اورسندوئي ټولنو کې له هغه تمه کیږي ، چې د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ د خبرواترو د منلو له لارې دنوي ډیلی د ګټو د تامینولو پر بهیر، دغه هیواد لومړی وزیر،په پاکستان کې په سیاسی ډګر کې د دریم بهیر (یعني دتحریک انصاف ) د واریدیدا اغیزې،په سمه وارزوي او په ډير دقت سره ئې وسنجوي .
(سیماب)
*********************************************************************************************************************************