Nov 12, 2018 12:34 Asia/Kabul

یو بزرګ وایي: که ښکلا او ښیګړه وبلې حتی په بیابان او دښته کې دې هم غږ اوري نو د مهربانو لاسونو په قبلولو کې دوه زړی کیږه مه ، کله کله همدا لاسونه د عمر تر پایه د مینې ګرمي درکوي.

×××××

 دا دی د یو اسماني پيوند برمناکه شیبه رارسیدلې ده  دوه ځوانان غواړي  د خدای د رضا او غوښتنې په اساس  یوبل ته لاسونه ورکړي او د  لوړو هدفونو په لور د ژوند لاره ووهي. په رښتیا! دا څومره  ژور او مهم تړون دی. د انسان طبیعت  زوج او جوړه غواړي . توپاني روح همسر اور  جوړې ته  اړتیا لري ، بې قرار روح له هغې پرته  د کمښت احساس کوي. خدای تعالی هر یو له بله پرته نه خوښوي او پيغمبر اکرم (ص)  واده  خپل سنت او الهی رضا ته د رسیدلو لپاره او نیم دین بلي.  ځوانه جوړه غواړي نور معلومات پیدا کړي چې په پوهې او شعور سره دغه پيوند ته هو ووایي.  په دغه وخت نکاح خوان خوله پرانیزي : ژوند یو اوږد سیر و سلوک دی چې مختلف پړاوونه او منزلونه لري  لوړ هدف هم لري.  په ژوند کې د انسان هدف دا دی چې  له خپل او د خپلو خواوشا کسانو له وجوده  د معنوي او نفساني تکامل لپاره استفاده وکړي  ځکه چې انسان  د همدغه هدف لپاره پنځول شوی دی  مونږ په داسې حال کې دنیا ته راځو چې  له ځانه هیڅ اختیار نه لرو  او ورو ورو مو عقل وده مومي او د اختیار او انتخاب قدرت مونمو. دا هماغه مرحله ده چې انسان باید سم فکر وکړي، سم انتخاب وکړي او د دغه انتخاب په اساس پر مخل لاړ شي.

××××

هغه واده چې خدای تعالی سنت ګرځولی او خلقت یې هم اقتضا کوي د خدای یو نعمت او راز او د انسان د ژوند یو داسې چاره ده چې اجتناب ترې نه شي کیدی . بې له شکه خدای تعالی  په اسماني قوانینو کې واده واجب او ضروري ګرځولی شو او له خلکو یې غوښتلې شو چې لاړ شي او  له یو بل سره واده وکړي. خو خدای د خپل حکمت او تدبیر په اساس واده یو ارزښت او مهم انتخاب وګرځاوه  پر دې اسا س څوک چې واده نه کوي ځان له دغه انتخابه محروموي . ځوان سړی او ښځه   یو بل ته ګوري  او نکاح خوان بیا وایي:  خدای تعالی د سړي او ښځې یوازیتوب نه خوښوي  هغه  ګډ او مشترک ژوند خوښوي  کوم سړی او ښځه چې ټول عمر یوازې تیروي د انسانانو په ټولګه کې یو  پردی شان مخلوق ښکاري  اسلام داسې غوښتې دي چې  کورنۍ د ټولنې حقیقي سلول وي نه یو یوازې کس.

د حاضرو کسانو د چکچکو او لاسونو پړقولو غږ پورته کیږي او  نکاح خوان د نکاح خطبه پیلوي.

موزیک

سمه ده چې نننۍ نړۍ په یو نړیوال کلي بدله شوې او انسانان د ارتباطاتو په زمانه کې د یوې کورنۍ د غړیو په شان دي . سمه ده چې زمونږ زمنه د اطلاعاتو د چاودنې زمانه ده  خو لا هم داسې ښکارندې، ارزښتونه ، او زاړه مفاهیم او  جوړښتونه شته دي چې  انسان ورته اړمن دی . کورنۍ یو له دغو جوړښتونو دی.

×××

کورنۍ د ټولنیز ژوند بنیاد او اساس دی  او د نسل د  زیاتولو او د انساي بقا لپاره د بچیانو پر روزلو سربیره  نورې ډیرې دندې هم لري لکه  اقتصادي تولید،  او د فرهنګ او کلتور منلو ته د وګړو تیارول . همداراز د ټولنیزو کړنو او طریقو په  انتقال کې  مهم رول لوبوي. د هر یو وګړي موقعیت هم تر یو حده د هغه د کورنۍ د ټولنیز موقعیت په اساس جوړیږي.

دایرانۍ کورنۍ په جاج سره پوهیږو چې  کورنۍ همیشه  د ایرانۍ ټولنې په بدلونونو کې د یو اساسي او جوړوونکي جوړښت په توګه  راڅرګنده شوې او په ایران کې د ګډ او کورنیز ژوند تجربې خپله خاصه لاره وهلې ده . نو د هغو پيښو په وړاندې چې نن سبا  په اکثره  ټولنو کې د کورنۍ او دهغې د وګړو لپاره پيدا شوې  په ایران کې  له کورنۍ د تیریدو او یا د کورنۍ د مرګ غږ نه دی اوریدل شوی  او د دې په اپوټه زیاتره کورنۍ ته د ستنیدو غږ اوریدل کیږي.

د تهران پوهنتون د عملی پلاوي غړی  حمید رضا جلالي پور  په تهران ولایت کې د  دریو سوو کورنیو په  هکله له تحقیقه وروسته  وویل چې  په ایرانۍ ټولنه کې کورنۍ نه یوازې د ورانیدو په حال کې نه دي بلکې اوس کورنۍ د ایران تر ټولو پیاوړې ټولنیز ارګان دی  چې  له خپل دودیز شکله د لرې کیدو او د تکامل په لور د حرکت او مدني کورنۍ ته د نزدې کیدو په حال کې ده .

××××

په کلي ډول کورنۍ اوسني حال ته له رسیدلو مخکې مختلف پړاوونه وهلې دي  په لومړۍ مرحله کې کورنۍ وړه او کمه کارکوونکي ده چې  د تهران پوهنتون د ټولنن پیژندنې استاد ډآکټر آزاد ارمکي هغه  د کورنۍ د ژوند د صفر نکته ګڼلې ده . په دغه وخت کې کورنۍ وړه وي اوکار یې هم کم وي  ځکه چې  مور او پلار  په کم مسوولیتونو اومحدودو کړنو سره  ژوند کوي  خو د وخت په تیریدو  او د  ټولنیز ژوند په پراختیا سره  د کورنۍ دندې او عمل هم زیات شوی دی.

×××

څیړاندي باوري دي چې کورنۍ  لومړي ټولنیز ارګان دی او نور ټولنیز جوړښتونه لکه دین ، سیاست او اقتصاد د هغه په دوام کې  جوړیږي او پراختیا مومي. د ټولنیز ژوند په پراختیا سره کورنۍ د والدینو، بچیانو او خپلوانو په شتون سره  د اکثره ټولنیزو اقتصادي او سیاسی غوښتنو  مرکز ګرځیږي او د وګړو  ټولې غوښتنې او اړتیاوې  د کورنۍ په چورلیزتوب سره سرڅڼه کیږي.  دلته ده چې پراخه کورنۍ راڅرګندیږي.

د ایران د ګڼو او پرنفوسه کورنیو انځور  د یوې پراخې کورنۍ انځوردی چې  لا هم د ډیرو ایرانیانو په ذهن کې پاتې دی  هغه کورنۍ چې د بچیانو په واده سره  یې پراختیا موندله  او ټولو وګړو یې په لوی  او غولي  لرونکی پلرني کور په ډیر  ساده شکل او له هر ډول اضطرابه لري د یو بل په څنګ کې ژوند کاوه.

موزیک

 په پراخې کورنۍ کې  پر والدینو او بچیانو سربیره نور کسان لکه تره ، ماما ، نیکه  او نیا او د هغوی بچیانو هم  په یو کور کې ژوند کاوه  په دغه ډول کې کورنۍ  د دې په ترڅ کې چې د ټولنیزو ارتباطاتو مرکز و  د اقتصادي او سیاسي فعالیتونو ځای هم ګڼل کیده . دکار یونټونه به د کورنیو په چورلیز سره جوړیدل  او  د کورنۍ بنیاد به د نسبي او سببي  خپلویو په اساس برابریده . په لویې کورنۍ کې  مور او پلار د کورنۍ د ثقل مرکز جوړوي ، زامن ، لمسي او اینګیندې  د مور او پلار  اطاعت کوي او که مور او پلار د بوډا توب په وجه د سرپرستۍ دندې ترسره نه کړی شي مشر زوی د هغوی ځای نیسي. لوڼې له واده وروسته  د پلار کور پریږدي  او بچیان غالبا د پلار کسب ته دوام ورکوي ، د دغه کورنیو فرضي نمونې د نړۍ په مختلفو سیمو  منجمله د ایران په ځینو برخو کې  د ( مشهدی قاسم کورنۍ  تر نامه لاندې موجودې دي.

ښاغلی مشهدی قاسم تر شپږو لسیزو زیات وخت کیږي چې د اراک په یو کلي کې ژوند کوي  مشهدی قاسم پینځه اویا کلن دی  او اوه بچیان لري چې دوه لوڼې یې له واده وروسته له کوره لاړې ، هغه له خپلو بچیانو او میرمنو سره  په یو لوی کور کې چې لوی غولی هم لري ژوند کوي ، په ډیرو مهمو فیصلو کې  د کور غړي راغونډیږي  او په یوې همفکرۍ سره  فیصله او  په هغې عمل کوي.  د کورنۍ میرمنې د په کار اقتصاد او ژوند کې د سړو ملاتړې دي . البته د کور دننیزه چارې د نیا ، عمه او یا خاله  په محوریت سره د ښځو په غاړې دي ، سره له دې چې د پلار د لوی کور ځینې برخې  واده کړو زامنو ته بیلې دي  د دغه کورنۍ غړي استقلال او خپلواکي هم لري هغوی هڅه کوي  د لویې کورنۍ د کلي اصولو په خیال ساتلو سره  په خپل نسبتا خصوصي ژوند او تربیت کې د عمل خپلواکي هم ولري.

×××××

د پراخې کورنۍ په ورپسې مرحلې کې  بنیادي کورنۍ جوړیږي. په راتلونکي پروګرام کې به  له دغه ډول ایرانۍ کورنۍ سره اشنا شو .خو اوس  د پروګرام په دې برخه کې د ګډ ژوند د اړیکو ځینې  ټکي بیانوو.

خوشاله جوړې هغه دي  چې یو بل ښه درک کوي او پيژني د هغوي په اړیکو کې هیڅ کبر او غرور نیشته او یوه ښه جذباتي رابطه هغوی ته د ژوند د  دوام لپاره  لازمه انرجي او خوشالي ورکوي.

 پام ولرئ مخکې له دې چې تاسو د خپل شریک حیات ژوند ته داخل شئ  هغه یا هغې هم کورنۍ او دوستان لرل. سمه ده چې له دې وروسته تاسو د هغه د ژوند لومړیتوب یئ  خو د دې مطلب دا نه دی چې  هغه له نورو سترګې پټې کړي . آیا تاسو د خپل ټول عمر  خپلوان  او دوستان  پریښودلې شئ؟ نو یاد ولرئ چې  د نورو درناوی وکړئ؟  او د هغوی په خصوصي حریم تیری ونه کاندئ په دې طریقې سره  د بې ځایه بحثونو په ځای  د نورو غوښتنو اوسلیقو ته په درناوي سره  له خپلې رابطې خوند اخستلې شئ.

پای

 

ټیګونه