Dec 10, 2019 16:45 Asia/Kabul
  • کور او کورنۍ

لکه څنګه چې پوهیږئ په ژوند کښې د مثبت تفکر او معقوله خوشبیني لرل د نیکمرغۍ راز دی. آرزو کوو چې ژوند ته خوش بینانه نظر ولرئ او په خدای تعالی باندې په توکل او صادقانه هلوځلو سره خپلو کورونو ته صفا او رڼا وروبخښئ.

د انسان د شخصیت په ودې باندې اغیزشیندونکي عوامل، د شخصي، کورنۍ او ټولنې په شمول درې شیان ګڼل شوې دي. د ټولنیزو چارو کارپوهان باوري دي چې د انسان د ودې او تکامل څرنګوالی له هر څه زیات د کورنۍ له عامله اغیزه اخلي. د ماشوم ځان پیژندنه زیاتره د کورنۍ له غړو سره د هغه د اړیکو په څرنګوالي پورې تړاؤ لري. که د کورنۍ چاپیریال روغ او مناسب وي نو په ماشوم کښې په ځان باندې اعتماد، مینه، سرشیندنه، خپلواکي، د مسئولیت د قبلولو قدرت او بلآخره سالم او روغ شخصیت رامینځته کیږي. د دې په اپوټه په ناسالمې کورنۍ کښې د ماشوم د شخصیت طبیعي وده ورو او ناکافي وي او هغه ناسم کړچار ته تیاروي.

په دې وجه د شخصیت د سمې روزنې او تربیت لپاره ترټولو غوره او مناسب فرصت د ماشومتوب پړاؤ دی. هره اندازه چې په ماشومتوب کښې د شخصیت بنیاد د ځیرکانه خیال ساتنې او باخبره څارنې په وسیله کلکه اډانه او تکیه ګاه ولري، په قطعي توګه به د هغو بدلونونو په وړاندې چې په راتلونکي کښې او په ځوانۍ کښې ورسره مخامخیږي، ثابت قدمه او مضبوط وي.

امام سجاد علیه السلام په پلار باندې د اولاد د حق په هکله فرمايي: د هغه په سرپرستۍ کښې دې ذمه واري ده چې ښه ادب ورزده کړې او د پروردګار په فرمانبردارۍ کښې یې د هغه په لور لارښوونه کړې او د ځان او خپله د هغه په نسبت دندو کښې یې مرسته وکړې.

نو بس ژوند په هدف سره، خوږ او په زړه پورې تیر کړئ څو نیک او ښه اولادونه ولرئ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

کورنۍ په اسلام کښې یو داسې بنیادي ارګان دی چې د انسان د اساسي اړتیاؤ د پوره کولو په وجه د تایید وړ ګرځي. په اسلامي کلتور کښې په کورنۍ باندې ټینګار د هغې د اهمیت په وجه دی. دا هغه مرکز دی چې د خپلو غړو د ډول ډول کلتورونو، مختلفو روزنو او د هغوي د بالقوه وړتیاؤ د غوړیدو زمینه برابروي. ښځه او میړه د دغه ټولنیز ارګان د جوړولو د اصلي ارکانو په توګه د کورنۍ د غړو په ترقۍ، استحکام، برابرونې، امنیت او رواني ارامښت کښې ټاکونکی رول لري. په دې وجه د واده په لړ کښې د ژوند د یو غوره او وړ ملګري لرل یو ډیر لوې نعمت او پانګه ده او انتخاب یې د نظر ځیرتیا او ډیر غور ته ضرورت لري.

د اسلام له ګرانقدره پيغمبر(ص) څخه نقل شوې دي چې، د سړي نیکمرغي د ښې او وړ میرمنې لرل دي.

*/*/*

دوستانو د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو ویلې وو چې په قرآن کریم کښې د څلور ډول کورنیو ذکر شوی دی. له هغو څخه مو دوو قِسمونو ته اشاره وکړه. یوه هغه کورنۍ چې سړی یې سرکشه او زورواکه وي او ښځه یې مومنه او صبرناکه. بله کورنۍ هغه ده چې ښځه په کښې بده او نافرمانه وي او سړی یې د ایمان او فضیلت خاوند. نو دې بحث ته په دې نني پروګرام کښې دوام ورکوو.

قرآن کریم په ګڼو آیتونو کښې د کورنۍ په وړاندې د انسان دندې ته اشاره کوي او د سوره طور په ۲۶ آیت کښې فرمايي چې د خدای غوره بندګان هغه کسان دي چې د خپلې کورنۍ په هکله اندیښنه لري او ترې بې فکره نه وي.

دا مبارک اسماني کتاب له مومنانو غواړي چې د کور او کورنۍ فضا له هر ډول ګډوډي پاکه وساتي. د خپلې کورنۍ د غړو د برخلیک په هکله اندیښمن او حساس ووسي. قرآن پاک د تحریم سورې د شپږم آیت په یوه برخه کښې فرمايي: ځان او خپله کورنۍ د دوزخ له اوره وساتئ.

ځکه چې دې مقدس ارګان ته بې پامي د نه جبیره کیدونکو تاوانونو سبب کیږي. په هم دې لړ کښې دریم ډول کورنۍ چې قرآن کریم ورته توجه کړې، هغه بې لارې کورنۍ د چې په کښې ښځه او خاوند دواړه په خباثت او بدۍ کښې همفکره او ملګري دي، لکه ابولهب او د هغه ښځه.

ابولهب چې د حضرت عبدالمطلب زوی او د اسلام د ګرانقدره پيغمبر تره و، د رسول ا... مبارک او د مسلمانانو ډیر سخت دښمن و.

ابولهب سره له دې چې د بني هاشم له پاکې کورنۍ و خو د قریشو له فاسدو کسانو او د مکې له مشرکو مشرانو سره د ناستې پاستې او اړیکو په وجه له هغوي سره ملګری شوی و. دغه بداخلاقه، سپکاوی کونکي او سپين سترګي کس به له خپل وراره سره د مکې له مشرکانو زیاته دښمني پالله او هغه به یې ځوروه.

د هغه میرمنه (ام جمیل) هم یوه بده او کینه اي ښځه وه. د هغوي کور د پيغمبر اکرم په ګاونډ کښې و. هغې به چې د خپل میړه د وراره یعنې رسول ا... څخه هر خبر اوریده هغه به یې مشرکانو ته رسوه. ام جمیل به له دې نه علاوه خپل میړه لمسوه چې پیغمبر علیه السلام ته آزار ورسوه. هغې حتی د پیغمبر نوم بدل کړی و او هر کله به یې چې هغه حضرت لیده هغه ته به یې له هیڅ ډول بد رد ویلو او کښنځلو ډډه نه کوله. ام جمیل به د رسول ا... مبارک او د نورو مسلمانانو د ځورولو لپاره په ډیر زیار سره له دښتو اغزي راغونډول او ښار ته د خشاک د وړلو په وخت به یې د کجورو په کڅوړه کښې په غاړه کول او د رسول ا... مبارک په لاره کښې به یې اچول څو د هغه حضرت مبارکې پښې پرې زخمي شي. هغې دغه کار دومره تکرار کړ چې په خشاکي ښځې مشهوره شوه.

ابولهب هم په ځلونو هم دا چې په پیغمبر به یې سترګې لګیدې، ورپسې په ورتله او د خدای په هغه غوره انسان به یې خاورې او کاڼي اچول. دغې ښځې او میړه په خپل ګډ ژوند کښې بې له پلیدۍ او خرابۍ بل هدف نه درلود.

د دې بد ژبې او بې ادبه ښځې او میړه کیسه د قرآن کریم په (ابولهب) سوره کښې راغلې ده.

دغه سوره ډیره لنډه ده او د ابولهب او د هغه د میرمنې په هکله په کښې ډیرې مختصرې خبرې شوې دي خو په دې وصف سره هم دا لنډه سوره د یوې پلیدې او رسوا جوړې د بد کړچار او ناخوښه اعمالو د اوږدې کیسې بیانونکې ده.

دا شان د ابو لهب بې لاریتوب د هغه د رټل کیدو سبب شو او مال او پانګې یې هیڅ ګټه ور و نه رسوله او هر څومره یې چې په ټولنه کښې عزت پیدا کړی و او کومې اړیکې یې چې له کافرانو سره ټینګې کړې وې، د هغه سور اور مخه یې نه شوه نیولې چې خدای تعالی ورته مقرر کړی و. په سوره ابولهب چې سوره تبت یا مسد هم ورته ویل کیږي، لولو: د مهربان او بخښونکي ا... په نامه،

مات دې شي (تل دې په خسارې کښې وي) د ابولهب دواړه لاسونه.

د دۀ مال او هغه څه چې ګټلي يې دي، دۀ ته څه ګټه ورنه کړه (له عذابه يې خلاص نه کړ).

ډېر زر به ننوځي داسې اور ته چې لمبې لري.

او (د ابي لهب) ښځه به هم په داسې حالت کښې (اور ته ننوځي) چې (د دوزخ اور له به) د خشاکي بار وړنکي وي.

او  په غاړه کښې به يې (د خرما) له رسويو يوه رسۍ ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

په قرآن کښې د کورنۍ څلورم ډول هغه کورنۍ ده چې په نیکیو، خیرښیګړ، ښکلاؤ، مینې او عشق کښې همفکره او ملګرې وي. د دغه شان کورنۍ نمونه حضرت علي علیه السلام او بي بي فاطمه زهرا سلام ا... علیها دي. د دغو سترو هستیو ژوند په کورنۍ کښې د ځوانو جوړو لپاره یو ښه مثال دی څو د کورنۍ له استحکام سره مرسته وکړي.

د ژوند ملګري ته د زړه د مینې ښودل د ښځې او خاوند ترمینځ اړیکو کښې یوه د تاکید وړ چاره ده. د مینې له اظهار پرته د کورنیو بنیاد ډیر سست او کچه وي. له مینې د ډکو خبرو ویل او اوریدل په ګډ ژوند کښې د کامیابۍ لازمه ده چې البته دا متقابل ضرورت  پکار دي د ځینو اصولو په خیال ساتنې سره په غوره توګه پوره شي.

د حضرت زهرا(س) ژوند له حضرت علي علیه السلام سره له مینې او احترامه له ډکو خبرو ډک و. دغې بزرګوارې بي بي به خپل خاوند ته له مینې په ډک خطاب کښې فرمایل: زما روح دې ستا له روحه ځار شي او زما وجود دې ستا د وجود د مصیبتونو ډال شي.

هم داشان له امام علي څخه هم نقل شوې دي: هر کله چې فاطمې ته ګورم ټول غمونه او خفګانونه مې ختمیږي.

د دغې کامیابې جوړې همفکري او ملګرتیا د دهر د مبارکې سورې په څو پرله پسې آیتونو کښې راغلې ده چې په راتلونکي پروګرام کښې به یې وجاجوو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

د کورنۍ یوه ډیره مهمه ګټه اخلاقو او ارزښتمنۍ ته پاملرنه ده. د اخلاقو او کورنۍ اړیکه یوه بیخي نیغ په نیغه او ضروري اړیکه ده ځکه چې انسان د کورنۍ له خوندي او رغنده چاپیریال پرته هیڅ کله د پوهې او کمال د ترلاسه کولو او له خپل نفس او کړچار څخه د نیمګړتیاؤ د ختمولو توان نه لري. په دې وجه انسان چې د کمال په تکل کښې او له کمزورۍ او نیمګړتیا په تیښته دی، په کورنۍ کښې د شتون او د هغې له غړو سره د اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی. په حقیقت کښې د کورنۍ مضبوطیا،  د هغې د غړو د اخلاقي پابندیو او له بداخلاقیو د ډډه کولو نتیجه ده.

له یو ریاضي پوه څخه د ښځې او سړي په هکله پوښتنه وشوه، هغه د اعدادو په کارولو سره ډیر په زړه پورې ټکیو ته اشاره وکړه او ویې ویل: که ښځه یا سړی اخلاق ولري نو مونږ یې له ۱ عدد سره مساوي ګڼو.

که ښکلا هم ولري نو له ۱ سره یو صفر هم لګوو چې د ۱۰ برابریږي.

که پيسې هم ولري نو یو بل صفر پرې ورزیاتوو یعنې ۱۰۰.

او که دواړه حسب او نسب او ښه کورنۍ هم ولري نو یو بل صفر ورسره لګوو یعنې ۱۰۰۰

خو که اخلاق ترې لرې کړو یعنې ۱، نو له صفرونو پرته هیڅ نه پاتې کیږي او یوازې صفرونه هیڅ ارزښت نه لري نو هغه انسان به هیڅ ارزښت ونه لري.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه