Jan 13, 2020 16:10 Asia/Kabul
  • اسلامی کورنئ ،بریالۍ کورنۍ

د تهران دپښو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبوکې د اسلامی کورنۍ نومې لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

              دوستانو کورنۍ یو داسې بنیاد او سپيڅلي اډاڼۍ ده چې که د ودې اولوړتیا لپاره ئې هڅه وشي،نو یوه آئيډیاله ټولنه ترلاسه کیږي . په تیر مطلب کې مو درسره،د یوې بریالئ کورنۍ د پيراميټرو په باب درسره غږیدلي وو، د روجینو  یا د ښځې او خاوند له مسئولیت منلو رانیولې د یوه بل تر پيژندګلوۍ او  یوه تفاهم او  متقابل درک ته  تر رسیدو پورې،په یوې کورنۍ کې ،  له مور پلار  رانیولې تر  بچیانو پورې ،  د یوه بل د شخصیّت ، اخلاقو او خوي  په بڼه  موندلو کې  ډير اغیزشیندونکي دي ، نو هرڅومره چې  ددوي له یوه بل سره رابطه پياوړي او ژوره وي ،نو  د  یوه بل ترڅنګ به  لازیات آرامښت  احساس کړي .ټولنیز کارپیژاندي او ارواپيژاندي  باؤري دي ، د کورنۍ اړیکو پیاوړتیا،د انسان  په سلامتیا او ودې کې ډيرې  زیاتې اغیزې لري . پر دې اساس مونږ  په  بریالۍ کورنۍ نومې لړۍ کې د ترټولو اساسی ځانګړنو په باب خبرې کوو  چې که  ښځه او خاوند ورسره یو ځاي شي او ورته پام وکړي ، نو  لابریالی او ښه ژوند به ولري .یعني  د مسئولیّت منلو ، مشورو کولو  ،خوش اخلاقۍ ،مهربانۍ  مینې ،زغم او صبر په څير  ځانګړنې  دانسان ژوند  ته تاندوالی او لازیاته وده ورکولی شی .

            دوستانو د کورنۍ  د پياوړتیا یو عامل،مشوره کول دی . مشوره  د یوې خاصې خبرې یا موضوع په باب د یوه بل  دنظرونو آوریدلو په معنا ده . مشوره ، قرآني ریښې لري  او  یوه هغه مسئله ده چې خداوندمتعال  هم ورباندې ډير ټينګار کړی  دی . خداي تعالی په قرآن کریم کې د آل عمران سورې په  ۱۵۹آیت کې  خپل ګران رسول (ص)ته په خطاب کې فرمائي ؛ د چارو په ترسره کولو کې له مومنانو سره مشوره او دنظر تبادله وکړه ::هغه بزرګوار هم  په بیلابیلو مسئلو او موضوعګانو کې له مسلمانانو سره مشورې کولې او دهغوي له نظرونو ئې ځان خبروۀ.د مشورو اهمیّت د پروردګار په درګاه کې دومره  اهمیّت لري،چې  د اسلام ګران پیغمبر (ص) ته  چې  د خداوندمتعال  غوره کړ ائ شوی او د صفتونو اوفضایلو په ټول کې تر ټولو ښه  سیرت لرونکی دی،  ددغه غوره او ښه عمل فرمان ورکوي .دا موضوع له دې امله ده چې  مسلمانان،له هغه بیلګه  واخلي  او مشورو کولو ته اهمیّت ورکړي  او د نورو له پوهې او عقله پخپلو چارو کې استفاده وکړي .  په شورا سورې کې هم خداي پاک  دواقعي مومنانو  یوه ځانګړنه  د هغو نوروخصلتونو  تر څنګ چې   نامه ئې اخلي،د چارو په اداره کولو کې د هغوي مشورې  ګڼي .

Image Caption

 

 جالبه خبره ده چې خداوندمتعال  د بقرې سورې به ۲۳۳آیت کې ئې کورنۍ ته د مشورې او د نظرونو د تبادلې سپارښتنه کړې ده  او ماشوم ته دشیدو  له ورکولو رانیولې په نورو ډيرو بیلابیلو موضوعګانو کې  ئې  د کورنۍ  دمهمو فیصلو لپاره  د یوه اساس په توګه بیانوي .

              دوستانو د یوې بریالۍ کورنۍ  یو معیار  دا دی چې ښځه او خاوند  د خپلو نظرونو د بیانولو او خبرواترو لپاره  له ډير ترډیره فرصتونو استفاده کوي . دوي  پخپلو کې سره  مشورې،ملګرتیا او غږملتیا لري او  د نظرونو اختلاف په داسې ډول حل کو،چې د دوي دوستانه او ښو اړیکو ته کوم تاوان ونه رسوي .دکورنۍ اروا پيژاند باؤري دي  چې د کور په  چارو کې  مشوره لازمه ده او د یوه بل نظرونو ته بې پامي او ځان منامي،یو تیروتی کار دی .د مشورو یوه ګټه دا ده چې مشوره کول لامل کیږي د  کسانو پټې لیدتوګې او  څرګندې غوښتنې راپنځیږي .  له مشورو وروسته  ښځه  او خاوند دیوه بل په پيژندنې  کې  لاښه پيژندګلوي  پیدا کوي  او د فکر ، دلچسپیو  او باطني غوښتنو له پلوه  لاښه خبریږي او معلومات ترلاسه کوي .

  دمشورو یوه بله ګټه ، داده چې  زوجیّن یا ښځه او خاوند  کله  سره مشوره کوي ،نو  یو ډول  یوه بل نظرونو  او فکر ته د احترام په سترګه ګوري او  د یوه بل شخصیت لوي کوي .  دیوه بل په وجود کې ددغه ارزښتمند  حس راپنځیدا  لاپیاوړي کیږي  او کورنۍ  د لوړتیا او  ودې لاره کچ کوي .

              له بچیانو سره مشورې کول هم  له هماغه زلمیتوب  څخه یعني  له دولس کلنۍ څخه  غوره بلل شوې ده . په حقیقت کې  دبچیانو  د احترام یو غوره مثال،  د زلمیتوب  له هماغو لومړنیو  څخه   له هغوي سره  مشوره کول دي ؛ زلمیانو ته  دغه ډول  پام  او اهمیّت ورکول،هغوي ته احترام ورکول دي او دهغوي تفکر اولیدتوګه ورسره وده کوي .مشورې لامل کیږي،د بچیانو په وجود کې  موجود فکري خلاقیّتونه او  نغښتي  عقلي وړتیاوې  رابرسیره کیږي . 

 د ژوند  او کورنۍ  په بیلابیلو مسئلو کې  له بچیانو سره  مشورې او په علمي او ټولنیزو  بحثونو کې د هغوي نظر غوښتنې ، سوکه سوکه په هغوي کې بالقوه توانمنۍ رابرسیره کوي .دوي  د وخت په تیریدا سره  فکري خپلواکۍ ته رسیږي  او  په راتلونکي کې له خپلو دندو سره لازیات  او په ښه ډول بلدیږي.

 مرحوم  طبرسي  په مکارم الاخلاق نومې کتاب کې  له پیغمبر اکرم څخه روایت کړي دي ، چې  هغه بزرګوار فرمائي ؛بچی  دژوند په لومړنیو اوو کلونو کې خوشاله او مینه ناک ژوند لري  او په د وهمو اوو  کلونو کې (یعني له اوه کلنۍ تر څوارلس کلنۍ پورې ) مطیع اوفرمانبردار  او په دریم اوه کلن پړاؤ کې (یعني له پنځلس کلنۍ تر یویشت کلنۍ کې ) د مور پلار سلاکار او د کورنۍ وزیر دی .

Image Caption

 

                دوستانو د بریالۍ کورنۍ یو بل معیّار  دزړه له کومې مینه او مهرباني  او نرمښت دی . محبت  او مینه  د درستو تمدنونو او پرمختګونو  اصل دی  او د محبت او مینې له شتون پرته ، سټریس  او پریشاني  او خپګان  د نیکمرغۍ او آرامښت  ځاي نیسي . 

 هغه کور چې  پکې صمیمیّت  او مینه څپې وهي ،  د هغه  دغړود آرامښت او امنیت ځاي دی،بې شکه مینه او محبت  او ورین تندی یوه  داسې نفسیاتي  اړتیا ده چې په تیره بیا دکورنۍ په چاپيریال کې باید ورته پام وشي.د ارواپيژاندو  په نظر کې،په یوې کورنۍ کې  سالمه رابطه ،د مینې او محبت او مهربانۍ مبادله ده . له مینې ډک نظر معجزه کوي او د مقابل لوري چلند  د خیر نیکۍ  او خلاقیّت په لور بدلوي .

           د ښځې او خاوندترمینځ مینه او محبت  د  هردواړو موقعیَت پیاوړی کولی شي ، ښځه د خپل وجودي عواطفو دلاپياوړي کیدا په دلیل ،  په مهربانه کیدا او نرمښت کې لازیات مهارت  لري . ښځه  د مینې او محبت  د مهارتونو  په زده کولو سره ، له خپل خاوند سره مرسته کولی شي،څو خپل وجودي عظمت درک کړائ شي .  یوه ارواپيژانده میرمن  ماربل مورګن  وائي،میرمنې داسې ډير استثنائي ا و ځواکمن  شخصیّت لري  چې زیاتره ئې  رابرسیره  شوی نه دی. که میرمنې  هغه حیرانونکی ځواک چې خداوندمتعال  په آسانۍ سره ورکړی، کشف،او ورځيني  په اصولي اوسمه استفاده وکړائ شي،نو ددې جوګه به وي له خپل مینځه هر ډول  مشکل او ستونزه لیرې کړي او  دکور  بې روحه او پيکه او سوړ  چاپیریال له مینې او عشقه په ډک او  ګرم  مرکز بدل کړي .

Image Caption

 

                    دوستانو په زړه پورې او مینه ناکو  ټکو سره  کلامي ارتباط او د خبرواترو مبادله  د ښځې او خاوند اړیکې پیاوړي کولی او د کورنۍ بنیاد تل پاتې کولی شي .  مینه ناکې خبرې ، یوه داسې تربیّتي  کارنده روده  ده چې  نه یوازې  د کورنس د اړیکو د پیاوړتیا او  دعاطفي  فضا د رامینځةکولو لپاره  مناسبه  ده ،بلکې  د بچیانو په روزنې کې  هم ډيرې زیاتې ښې اغیرې لري .  خداوندمتعال  په  قصص سورې  کې د یوې غوره میرمنې  دقصې  په نقلولو سره  له خپل خاوند سره دهغې  د په زړه پورې او مینه ناکو خبروته پام کړی او  فرمائي ؛  وقالَتِ امراءت  فرعون َ .......................   د  فرعون ماندنې  دهغه ماشوم په باب چې  له سینه ئې  ترلاسه کړی ،  خپل خاوندته وائي ، دغه نوزیږی  د ما او تا  د سترګو تور دی ، دا مه وژنه ؛ ممکنه ده د مونږ لپاره کومه ګټه  ولري  یا دا چې   دی  د خپل بچي په توګه ومنو .... .دغې غوره میرمنې  په مینه ناکو خبرو او په خپل نرم او ښه استدلال سره  دخپل  ظالم خاوند  زړه نرم کړ ، ماشوم ئې  له وژلې وژغورۀ او  د یوه بحران له رامینځةکیدا  ئې مخنیوی وکړ.  مینه ناکې خبرې ،د فرعون  دماندنې آسیه  د خبرو لهجه  او ښکلي استدلالونه، د میرمنو لپاره یو ښکلی مثال او بیلګه کیدلی شي . 

               دوستانو له بچیانو سره مینه ، محبت او په زړه پورې رابطه ساتل ، د هغه د وړتیاؤ  له غوړیدا  او د شخصیت   او عاطفو له ودې  سره ډیره مرسته کوي .  د هغه د زلمیتوب او ځوانۍ  عُقدې او ګَنډې تر ډ یره حده کموي  او  دهغوي په چلندي انډول کې  اصلي رول لوبوي . لکه څنګه چې  د  ماشوم  یوه اساسي اړتیا،  مینې او دوستۍ ته ضرورت  درلودل دي ،  دغو فطري  اړتیاؤ ته د مور پلار نه پاملرنه به،د هغه د ډيرو زیاتو نفسیاتي مشکلاتو اوکمښتونو د رامینځةکیدا لامل شي .په سړیوکې ډيرې ټولنیزې ګډوډۍ او غیر اخلاقي رودې،په ماشومتوب کې د مینې او مهربانۍ په خلاکې ریښه لري .له نفسیاتي  پلوه د مور ګرَمه غیږه ،له عشق او مینې سره د یوه ماشوم  د باطني  ګرهنې د پوره کیدا لپاره تر ټولو مهم ځاي دی .

Image Caption

 

          دوستانو ښځه او خاوند په ښه ژوند کولو کې پابند دي،چې د خپل ماشوم  روحي او عاطفي روزنې ته ډير اهمیّت ورکړي .په حقیقت کې دغه دنده لازیاته د میّندو په غاړه ده .لکه څنګه چې  یو  ماشوم د مور په وجود کې بڼه مومي ،له زیږیدا وروسته هم ، هغې ته ډيره جسمي او عاطفي اړتیا لري .له بل پلوه خداوندمتعال د میّنو په فطرت کې بچي سره ډيره زیاته مینه او عشق پيدا کړی دی  او همدغه عشق اوګروهنه ده  چې لامل کیږي،مور د اُمیندوارئ  پړاؤ او د نوزیږی او ماشوتوب د مشکلاتو ،روزنې او ساتنې سختیانې زغمي او له خپل بچي سره عشق کوي .

 خو که  له بچي سره د موراو پلار مینه  انډولیزه نه وي ،نو بچی  به له تربیّتي مشکلاتو سره مخامخ شي او ممکنه ده  بچی نیازبین،لټ،ډیله او سست کیږي.به مینې کې د انډول ساتل  هم دپام و ړ دي .د اسلام  ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص)فرمائي؛دخپل بچي د څپَولو په خاطر خداي پاک د مور پلار لپاره یوه حسنه او ثواب لیکي .حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  هم  فرمائي؛سړی  له خپل بچي سره د خپل ډير عشق او مینې په خاطر د خداو وندمتعال له رحم او مهربانۍ  څخه برخمن کیږي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه