Nov 27, 2019 13:13 Asia/Kabul
  • کور او کورنۍ

تحقیقاتو ښودلی ده چی د ډیرو کورنیو مشکلاتو او طلاقونو جرړه چی نن سبا په زیاتیدا دی ، د یوه بل خبرو ته د زوجینو بی پامی او د یوه بل درناوی نه کول دی .

دوستانو خپل پروګرام د حضرت امام سجاد ع په وینا سره پیلوو چی فرمایی ،  په تاسو کې خدای تعالی سره تر ټولونږدې په تاسو کی تر ټولو زیات نیکو کارونو ترسره کونکی دی او په تاسو کی خدای تعالی سره ترټولو نږدې او مقرب هغه کس دی چی ښه اخلاق ولری . خداوند متعال هم له هغه چا راضی دی چی خپله کورنۍ د خدای تعالی له ډیرو نعمتونو برخمنه کړی .

عزیزانو په دغه سریزه سره غواړو چی د دغې اونۍ پروګرام له یوه بل سره د میرمنې او خاوند د ارتباط د څرنګوالی په موضوع پرمخ بوځو .

«««««««««««««««««

هغه هیڅکله د خپلې  میرمنې د خبرو د اوریدو حوصله نلری ، ټیلی ویژن ګوری یا په موبایل کی اخته وی او د خبرونه او د بیلا بیلو ډلو لطیفې او جوکونه لولی . هر وخت هم چی میرمن غواړی خبرې وکړی ، له دې پرته چی ورته وګوری ، داسې ښی چی کوندی اصلا هیڅ ندی شوی او میرمن مجبوره ده چی څو ځله خپلې خبرې تکرار کړی . البته دا مسله د میرمنو په اړه هم کیږی . کله هم میرمن په اخلو پخلو یا په ټیلی فونی خبرو دومره بوخته وی چی د خپل خاوند د خبرو د اوریدوذ وخت  نه پیدا کوی .

تحقیقاتو ښودلی ده چی د ډیرو کورنیو مشکلاتو او طلاقونو جرړه چی نن سبا په زیاتیدا دی ، د یوه بل خبرو ته د زوجینو بی پامی او د یوه بل درناوی نه کول دی . بی شکه  یوه بل ته پام کول حرمتونه ساتی  او د ښځې او سړی د لوړتیا زمینه برابریږی . په  دغه ډول مهارتونوپوهیدل د ډیرو کورنیو مشکلاتو د اواری لپاره لاره کیدلې شی .

د اسلام عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص فرمایی ، کله چی سړې خپلې میرمنې ته وګړری او هغه هم متقابلا خپل خاوند ته وګوری نو خدای تعالی دواړو ته د رحمت په سترګه ګوری .

««««««««««««««««««««««««««««««««

په مجازی فضا کی ډوبیدل او په حقیقی فضا کی  د یوه بل پام او درناوی نه کول هغه حقیقت دی چی نن سبا زمونږ د اکثرو کورونو  نه بللی او دایمی  میلمه دې او لکه چی زمونږ د کورونو د پریښودلو نیت هم نلری ، هغه میلمه چی لګښت یې ورکوو او حتی له هغه د څو ساعتونو د لیری کیدا طاقت نلرو له اینټرنیټ او د اجتماعی شبکو له اپلیکیشنونو د استفادې پراخوالې د فرصتونو او ګواښونو د رامینځته کیدا سبب شوی چی هغه دوه مخې چاقو بللې شو . اینټرنیټ یوه موده کیږی چی د کورنیو ارتباط یې تر اغیز لاندې راوستې دې . هغه وخت چی کورنۍ د یوه بل په څنګ کی تیروی ډیر کم شوی دی او دا وخت له هغه وخته ډیر کم دی چی خلک یې په مجازی فضا کی تیروی . مجازی دنیا ته د کورنیو ورداخلیدا د ګټو تر څنګ د افراط او له هغه د سمې استفادې نه کولو په علت د ځینو کورنیو د ورو ورو تباه کیدا او تخزب سبب شوی او له هغو په استفادې روږدی کیدا ژوند ته  د زوجنیو او حتی بچیانو کتنه بدله کړی ده . په دې مینځ و میان کی ځوانان او ځلمیان د کنجاوی د حس ، د دغې ټیکنالوجۍ د ډیر جدابیت او په دغه فضا کی په وړاندی شوی محتوا د کافی څارنې د نه درلودلو په دلیل تل د ګواښونو په لومړۍ کرښه کی دې .

په موبایلونو کی د دغې نوی ټیکنالوجیو او اجتماعی شبکو په  شتون سره د کورنۍ د غړیو ارتباط حتی میرمنې او خاوند ترمینځ ارتباط په مجازی ډول ترسره کیږی  او کورنیو ترمینځ لومړیتوبونه او هدفونو ټاکل  بدل شوی دی چی نتیجه یې د کورنۍ حتی میرمنې او خاوند ترمینځ د اړیکو د سړوالی سبب شوی دی . روښانه ده چی اینټرنیټ  زیاتې  مثبتې اغیزې هم لری چی که ښه مدیریت شی د هغه تاوانونه کمیدلې شی .

««««««««««««««««««««««««««««

د مجازی فضا د عمومی توب په دلیل د نړۍ په هرې سیمې کی هر وګړی ته دا امکان ورکوی چی  د دغې ټیکنالوجۍ له لارې په اسانۍ سره د خپلې دلچسپۍ وړ تازه معلومات ترلاسه کړی . له دغې فضا په ګټه پورته کولو سره د نړۍ په بیلا بیلو برخو کی له بیلا بیلو کسانو سره د یوې مسلې په اړه چټ کیدلې شی  یا حتی په خپل کور ناست په اسانۍ سره پیر او پلور کیدلې شی  چی دا چاره د اقتصادی لګښتونو د کمیدا سبب کیږی . د ښار دننه غیر ضروری تګ راتګ کموی چی په نتیجه کی یې د هوا ککړتیا او انرژۍ استعمال هم کمیږی ، موبایلونه همداراز استفاده کونکو ته دا امکان برابروی چی له کوره بهر له خپلو ماشومانو سره په تماس کی ووسی . والدین د جی ، پی ، ایس او د خپلو بچیانو د موبایلونو د کنټرول له لارې په ښار کی د خپلو بچیانو په خوځښتونو څارنه درلودلی شی .

په مجازی فضا کی تنوع او جذابیت  او پکې د اکثره شیانو د مخاطب چورلیزوالی په وجه په دغه فضا کی د نظر غوښتنې او جاج امکان برابر کړی دی او د محتوا ورکونکیو ته دا امکان ورکوی چی د خپلو مخاطبانو له وروستیو غوښتنو خبر شی . څرګنده ده دغه چاره د مجازی فضا د جذابیت او تنوع تر څنګ د مخاطب په جذبولو کی مهم رول لری .

په دې ډول ده چی دغه چینلونه د بشری لیدتوګواو افکارو د پراختیا لپاره مناسب اوزار حسابیږی او د بشری ټاکنو  اود وګړیو د  ذهنی درکونو ته په بڼه ورکولو کی رول لری او حتی د ټولنو په سیاسی ، اجتماعی او اقتصادی اړخونو هم اغیز شیندی . نو ځکه د دغو رسندویو مهم رول ته په پام سره  په هغه سترګې نشو پټولې . البته وګړی باید مجازی دنیا ته د ورداخلیدا لپاره کافی معلومات ولرلې شی  تر څو له بیلا بیلو مشکلاتو سره مخامخ نشی .

په مجازی فضا کی سالم ارتباطات او د سایبری فضا د ګواښونو په نسبت د ځوانانو او کورنیو د ځیرتیا ضرورت د لومړیتوب په لومړې درجې کی راځی .  که  کورنۍ د خپل ارتباط د  نویو رودو او خپلو بچیانو په اړه کافی او ضروری پوهه او پیژندګلوی ولرلې شی ، نو د ډیرو جرمونو او د هغو د پټو ارتباطاتو مخه نیولې شی . همداراز که کورنۍ د سالم ژوند سبک یا سټایل انتخاب کړی  او نوی معلومات ولری ، په دې زمینه کی د مهارت په ترلاسه کولو او په ټولنه کی د خپل رسندوی سواد په لوړولو سره خپله کورنۍ امنه ساتلې شی . په دې اړه به په بل پرړوګرام کی  نور هم درسره وغږیږو ، خواوس د پروګرام بلې برحې ته تاسو پام راغواړو ، البته له یوې لنډې دمې وروسته

«««««««««««««««««««««««««««

 له کرونۍ ژوند د میرمنې او خاوند په رضایت او د دغه سپیڅلی مرکز په پیاوړتیا کی یو ډیر مهم عامل  د هغو له جنسی اړیکو د رضایت احساس دې . په کورنۍ کې د وګړیو د جنسی اړتیا تامین ډیر اهمیت لری . ویلې شو هغه لومړنۍ غریزه چی انسانان د واده او ګډ ژوند په لور بولی ، همدغه  د وګړی د ژوند غریزی اړتیا ده . له همدې امله په اسلام کی د اړتیا مشروع ارضا او د میرمنې او خاوند یوه بل ته ګروهنه نه یوازې رټل شوی نده بلکې د هغه په نسبت سپارښتنه هم شوی ده .

د جنسی ګروهنې د ارضا په سیوره کی د بدنی اړتیا په تامین سربیره وګړې له اخلاقی ، فکری او اروایی نظره هم ارامښت  ته رسی او هغه عشق او تمنا چی وګړو ته ورکول شوی ده ، فعلیت ته رسی  او د وګړی د نورو اړخونو د ودې او غوړیدا زمینې برابروی . له همدې امله که میرمن او خاوند له جنسی رابطې رضایت ولرلې شی  نو په زیات احتمال له خپل ژونده هم راضی  دی اوکه له جنسی رابطې راضی نه وی  نو له خپل کورنی ژونده به هم  راضی نه وی . جاجونو ښودلی ده چی کورنی رضایت مندۍ له جنسی رضایت مندۍ سره ارتباط لری . خوشحال ښځه او خاوند دهغو ناخوشحاله میرمنې او خاوند په نسبت له خپلې رابطې ډیر راضی وی او زیات ارامښت لری .

««««««««««««««««««««««««««««««

د اروا پیژاندو او کورنیو د درمل کونکیو له نظره په ګډ ژوند کې رضایت لرونکی جنسی رابطې درلودل ډیر د پام وړ دی او وګړیو ته د عزت نفس او مهم والی احسای ورکوی ، همداراز د ټولنې د عمومی سلامتیا لپاره هم ډیر ګټه ور او اغیزمن وی . جنسی رابطه د بدن ایمنی سیسټم پیاوړی کوی  او وګړیو ته د توان او قدرت احساس انتقالوی ، پر دې سربیره د عمر د اوږدیدا ، د سټریس د کمیدا ، د خوشحالۍ د رامینځته کیدا او په نهایت کی د کورنۍ د پیاوړتیا سبب کیږی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

البته په ډیرو کورنیو کی د شرم او حیا شتون سبب کیږی چی میرمنه او خاوند ونه کولی شی یوه بل ته د دغې رابطې له  اندازې او څرنګوالی خپل رضایت څرګند کړې شی . له دې غافله چی دغه نارضایتی ځان  د تند خوی او غوسې په شان د وګړی په نورو چلندونو او کړچارونو کی  جوتیږی . له دې امله ضروری ده میرمن او خاوند په دې هکله  له حده زیات خپل شرم او حیا څنګته کړی  او په جوته  د خپل نه رضایت په بیانولو سره د مشکل د لیری کولو هڅه وکړی .

د اسلام ګران پیغمبر فرمایی ، په تاسو کی بهترینه میرمنه هغه میرمنه ده چی که له خاوند سره وی ، نو له خپل تن د حیا جامې وباسی .

 

ټیګونه