Jan 21, 2019 14:44 Asia/Kabul
  • افغانستان   او پاکستان  او د تیرې اونۍ بدلونونه

دتهران دپښتو خپرونې او د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو< په تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان دمهمو بدلونونو نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی،په پيل کې هم د دواړو هیوادونو د تیرې اونۍ دمهمو خبرونو خلاصه او ورپسې هم تحلیلي برخه درآوروو ،هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ

دافغانستان دپارلیماني انتخاباتو دنتیجو اعلانیدا*/*/*/*/  د پاکستان دحکومت   له خوا د افراط پالنې  د جرړه ایستلو  هوډ *//*/*/*/  د افغانستان دبحران په سیاسی حل دپاکستان د لومړي وزیر ټينګار */*/*/*/*/ دافغانستان د پارلیماني انتخاباتو  په اعلان کې په ځنډ  نیوکې */*/*/*/ د افغانستان له ولسمشر سره  دپاکستان د لومړی وزیر  ټيلیفوني خبرې اترې، او پاکستان ته د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي سفر په تیرې اونۍ کې دپاکستان او افغانستان ځیني مهمې پيښې وې،اوس مو هم رابولوو،تحلیلي برخې ته .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

    دافغانستان د هغو پارلیماني  انتخاباتو لومړنۍ  نتیجې  چې په تیر اکتوبر کې ترسره شوي وو،له درې میاشتني انتظاره وروسته د کابل دحوزې  دنتیجو په اعلان سره  بشپړ شوې .

Image Caption

 

  دافغانستان پارلیماني انتخابات د تیر اکتوبر په شلمه او یوویشتمه نیټه  له درې کلن ځنډه وروسته ددغه هیواد په ۳۳ولایتونوکې شوي دي .

 له دې مخکې د افغانستان دانتخاباتوخپلواکه کمیشن ددغه هیواد د پارلیماني انتخاباتولومړنۍنتیجې په تدریجي ډول اعلان کړې وې  او   یوازې  د پلازمینې  کابل لومړنۍ نتیجې  ځنډول شوي وې،چې د دوشنبې په شپه اعلان شوي دي .

 دانتخاباتو دلومړنیو نتیجو د اعلان په اساس،کابو  درې شپيته نوو استازو ولسی جرګې ته لاره موندلې  او په ټول کې  یوسل اته پنځوس نوي استازي  چې یو سل شپږویشت پکې سړي او  درې دیرش ښځې دي،ولسی جرګې ته واریدیږي .

 داعلان شوو نتیجو په اساس،دافغانستان دسیاسی شخصیتونو ډیرو لږو کاندید شوو  بچیانو  پارلیمان ته د لاره موندنې لپاره لازمې رائې  ترلاسه کړي دي ،حال دا چې  ددغه هیواد په حکومت  نیوکه کونکي  او تر ټولو مشهورې سیاسی څیرې  هم  پارلیمان ته په رسیدو کې پاتې راغلي دي . 

 د افغانستان دپارلیماني انتخاباتو  لومړنۍ نتیجې ښئ چې  ددغه  اورګان د ترکیب غوره برخه به په نوي پړاؤ کې بدله شي،چې دا موضوع  بیلابیل عوامل درلودلی شي .

  د سواد د سوئې  زیاتیدا،د ټولنیزوچینلونو د نفوذ دزیاتیدا له امله د  کلتوري بدلونونو،دتبلییغاتو له نوو رودو د استفادې،د سیاسی  اوټولنیزو فعالانو د نوي  نسل  راپورته کیدا،له دودیزو شخصیتونو اوڅيرو  تیریدا ته  د ولس د ګروهنې زیاتیدا،له کمې تجروبې لرونکوسره تجروبه،البته په سیاست کې له اخلاقو او آئيډیا لرونکو سره  ګروهنه  او همداراز  په انتخاباتو کې د  پیسو د رول  اغیزې  هغه  عوامل دي،چې  سبب شوي،څو د افغانستان د پارلیماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجې د انتخاباتو  له مخکینیو پړاؤنو څخه  مختلفې او  د وړاند ویّنو  په اپوټه شي .

 که څه هم دافغانستان پارلیمان ته دنوو څیرو اوشخصیتونو  په ورتلو سره  دا ګمانونه راپورته شوي دي،چې ددغه هیوادملی وحدت حکومت به  دپارلیمان په ترکیب کې   له بدلون سره  ډيرکم سرخوږي ولري،خو  دقانون جوړونې په ډګر کې  د  نووپارلیماني استازو د لومړنۍ تجروبې په اساس   د افغانستان له حکومته  د هغوی د غوښتنو سویه  او روده نشي ارزول کیدلی.

Image Caption

 

که د  افغانستان  دپارلیماني  انتخاباتو په باب  اعلان شوي  لومړنیو نتیجو بهیر،د نهائي نتیجو  تر خپریدو پورې وساتل شي ،نو احتمال شته چې  ددغه هیواد د ولسمشرۍ  په راتلونکو انتخاباتو کې  ولس   له ځوانو کاندیدانو  او په عین حال کې لاکم پيژندل شوو ځوانوکاندیدانو سره لازیاته ګروهنه  نندارې ته وړاندې کړي .ځکه دغو لومړنیونتیجو ښودلې ده چې راي ورکونکو،دسیاسی مخینه لرونکو او  مشهورو او د نامو اولقب لرونکو  شخصیتونو څخه  په تیریدا سره  فیصله کړې ده ،ددغه هیواد د راتلونکي پارلیمان اداره کول ،داسې کسانو ته وسپاري،چې په سیاسي  ډګر کې له کمې تجروبې سره سره،البته لاښه راتلونکي لپاره  هیلې لازیاتې  روښانه  او ځلانده ساتلی شي .

           دپاکستان دمذهبی چارو وزیر  اعلان کړی،په  دیني او مذهبی مدرسو  کې  د افراط پالنې   د ریښې ویستلو او په دغو مدرسو کې  د یوشان تعلیمي نظام  دودول ، دحکومت په لومړیتوب کې دي .

Image Caption

 

   دپاکستان د مذهبی چارو وزیر نورالحق قادري دې ته په اشارې سره چې   حکومت له مذهبی مدرسو سره په ارتباط کې دی،څو افراط پالنه پاي ته ورسوي،وئيلی دي،اسلام اباد ددې غوښتنه کوي،چې مذهبی تعلیمات   د مسلمانانو ترمینځ د ورورولۍ او اتحاد  لامل شي .

 د پاکستان دمذهبی چارو وزیر ټينګار کړی،مذهبی تعلیمات  چې له قرآن او حدیثه  سرچینه اخلي،هیڅکله هم افراط پالنه نه مني . 

 نورالحق قادري هیله ښودلې،دپاکستان مذهبی مدرسې په دیني مشترکاتو ،وحدت او یووالي په تمرکزسره چې په هیوادکې د تل پاتې امنیت لامل کیدلی شی،تبلیغ کړي .

له افراط پالنې سره دمقابلې په تیره بیا د مدرسو په درسي کتابونو  او تعلیمی  عنوانونوکې ئې له دودولو سره دمقابلې لپاره ددغه هیواد دحکومت د لومړیتوب په باب  د پاکستان د مذهبی چارو د وزیر څرګندونې  یوه داسې موضوع ده چې د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ په دغه هیواد کې د نوي حکومت د راتلو له هماغه پیله  په ایجنډا کې شامله شوې ده .

  دپاکستان د حکومت له نظره  د افراط پال  تفکر د  ددویدا اصلي عامل،ددغه هیواد  په مذهبی مدرسو باندې واکمن  هغه تعلیمي نظام دی،چې لامل شوی، څو تاؤتریخجنې لیدتوګې ددغو مدرسو په خورامهم  تعلیمي چورلیز بدلې شي .

             په دغه شان  چوکاټ کې  دغه لیدتوګه مطرح ده،ترڅو چې دپاکستان په مذهبی مدرسوکې  تعلیمی  نظام اصلاح نشي،او په دغو مرکزونو کې د  افراط پالو لیدتوګو ښونه او روزنه   او دودول بند نشي،له ترهه ګرۍ سره به  مبارزه،په دغه هیواد کې دهغو د ریښو د نه وچیدو په دلیل  بې نتیجې وی . په همدې اساس  په  مذهبی مدرسو کې   د تعلیمي نظام  دیو شان کیدا موضوع په تیره بیا د هغو متنونو د حذفیدا موضوع چې  دتاؤتریخوالی او  شخړو د  دودیدا  لامل کیږي،دپاکستان د حکومت په ایجنډا کې شامله  شوې ده . په داسې حال کې په پاکستان کې مذهبی مدرسې په دغو مدرسوکې زده کونکو ته د اسلامی تعلیماتو   دښونې او وړاندې کونې  مدعي دي،چې   داسلام پاک دین ، له تاؤتریخوالي سره هیڅ ارتباط نه لري او  له هرډول افراط پالنې سره سخت مخالف دی .تاؤتریخوالي سره د اسلام دپاک دین  نسبت  ورکول  د اسلام د هغو دښمنانو اصلي دسیسې د ي،چې هڅه  کوي داسلام ددین  په بدنامولوسره،له اسلامه د ویرولو خپل سیاست او سپيرې پروژې پرمخ بوځي. ددې په ترڅ کې چې داسلامی هیوادونوترمینځ د اختلاف   رامینځةکول او  داخلی جنګ  جګړو ته  دهغو کاږل،دسلطې د نظام هغه سټراتژۍ دي،چې ځيني برخې ئې دعربستان پشمول د سیمې دځينو هیوادونو په وسیله،په مذهبی مدرسو په تیره بیا په پاکستان کې  ددغو مرکزونو  په وسیله   د مذهبی تعلیماتو په پوښښ کې  تعقیبیږي .  په دغه شان شرائطوکې په پاکستان کې د  افراط پالنې  او تاؤتریخوالي  له دودونکو مذهبی مدرسو سره دمقابلې دسیاست یوه برخه،باید له دغومدرسو  د عربستان د مالی ملاتړونو  د لارو  دبندولو  له لارې وي .  دې ته په پام سره چې   له پاکستان سره دعربستان   دولس میلیارډ ډالري مرستو ته په پام سره دغه اندیښنه په جدي توګه شته چې  د اسلام اباد حکومت  دغو شرائطو ته په پام سره  په پاکستان کې د تاؤتریخوالو  له دودونکو  مذهبی مدرسو  د سعودي عربستان  له ملاتړونو سره  د مقابلې لپاره  پریکنده سیاست  نشی غوره کولی.

 په همدې دلیل ده چې دپاکستان دحکومت اپوزیشن ګوندونو له عربستانه  ددغه هیواد مالی مرستو له ترلاسه کولوسره په مخالفت سره،ددغو مالی مرستو په بدل کې له اسلام اباده د ریاض د چارواکو  د تمو  او غوښتنو په باب  د پاکستان  له لومړی وزیر عمران خانه  شفافه توضیح غوښتي  ده،چې دعمران خان  چُپتیا،په دې زمینې کې شکونه او ابهامات  لازیات کړي دي .

           دپاکستان لومړي وزیر له سیاسی حل لارې او په خبرواترو سره په افغانستان  کې د نښتو اوشخړو دحل  په ضرورت ټينګار کړی دی .  

         عمران خان په یولړ وروستیوڅرګندونوکې وئيلی دي،د اسلام اباد حکومت  تل باؤري دی،په افغانستان کې دشخړو اونښتو دپاي لپاره  هیڅ پوځي لاره وجود نه لري .

Image Caption

 

 دپاکستان لومړي وزیر  دافغانستان دبحران دحل لباره د دغه هیواد  د رول په باب هم وئيلي دي ، داسلام اباد حکومت  د افغانستان له ګاونډيو هیوادونو سره  په ملګرتیا سره  طالبانو ډله  ددغه هیواد له حکومت سره خبرواترو ته راضي کولی او په دې زمینې کې سیاسی کړن لاره رامینځةکولی شي .

 عمران خان دغه راز وئیلی دي و پاکستان   نور،د نورو لپاره نه جنګیږی  او  بل یو هیواد هم  مونږ  د کرائې دټوپک  په څير  نشي استعمالولی،دمونږ  بهرنی سیاست بدل شوی  او د اسلام اباد حکومت  پکې  دپاکستان  ملی ګټو ته بشپړ پام کوي .

     دافغانستان دبحران  دسیاسی حل لارې په باب د  پاکستان  دلومړي وزیر څرګندونې او  همداراز  د نورو لپاره  جنګ ته په  دنګلو کې  د  اسلام اباد   په کړچار کې پر بدلون ټينګار ، ښئ چې  عمران خان  نه غواړي ،  د افغانستان په جنګ کې  دتیرو وختونو  په شان ملګرتیا  وکړي .

 دپاکستان  دحکومت او  ددغه هیواد لومړی وزیر عمران خان له نظره ،له  ۲۰۰۱کال څخه   وروسته او  په افغانستان کې د  جنګ په پیلیدو سره  له امریکا سره د اسلام اباد ګډون چې  دغه هیواد  دوي  له ترهه ګرۍ سره مبارزې ته بالۀ،  پر پاکستان داسې  ډير زیات لګښتونه تپل شوي  چې ددغه هیواد لپاره ئې هیڅ ډول ګټه نه ده درلودلې .

  په دې باب دعمران خان څرګندونې چې  پاکستان  نه  غواړي  له دې وروسته  د نورو لپاره وجنګیږي ، دامریکا لپاره  داسې روښانه پیغام لري ، چې   دهغه په اساس به، اسلام اباد دافغانستان په جنګ کې  له پوځي ملګرتیا او ګډونه  ووځي او خپلې هڅې به،دبحران  له سیاسی حل سره  پرمرستې متمرکزې کړي.

             د پاکستان د تحریک انصاف واکمن ګوند د چارواکو له نظره،د افغانستان په جنګ کې  له امریکا سره د مشارکت او ګډون   خورا مهمې پایلې،په دغه هیوادکې دنښتو او تاؤتریخوالو دوام  او پاکستان ته ئې غزیدا ده  چې  دغه شرائط ، د پاکستان لپاره تر ټولو ستر امنیتی ګواښ حسابیږي . 

  په همدې اساس ده چې  عمران خان فیصله کړې څو   دافغانستان په جنګ  او  په دغه هیوادکې په ملګرتیا کې داسلام اباد سټراټژي بدله کړي او  دپاکستان ظرفیَتونه په افغانستان کې  شخړو اوترینګلتیاؤدسیاسی حل لپاره وکاروي.

دغه لیدتوګه  موجوده ده،له هغې نوي سټراټژۍ سره چې دپاکستان لومړي وزیر له افغانستان سره په اړونده مسئلو کې ددغه هیواد د رول په باب په نظرکې نیولې د ه،په دغه هیواد کې  دبحران دسیاسی حل په بهیر کې  د اسلام اباد اغیزمن رول،به دپاکستان په سیاستونو دکابل دحکومت دباؤر دجلبیدو  لامل شي . 

 په تیره بیا داچې  په وروستیوکلونو کې د افغانستان چارواکو په کرتو، د کابل دحکومت  له مخالفو وسلوالو ډلوسره دخبرواترو اوسیاسی رودو له لارئې دسولې له ټينګیدا سره په مرستې کې دپاکستان درول په باب  شک څرګند کړې دی .

 په دې باب د عمران خان څرګندونې چې پاکستان د افغانستان دګاونډیو هیوادونو په ملګرتیاسره طالبانو ډله ددغه هیواد دسولې خبرواترو ته   کیناستو ته هڅولی شي،په دغه  بهیر کې دافغانستان  دګاونډیانو  دګډون له لارې     په دغه هیواد کې  دملی پخلاینې پروګرام له  اجرا سره  د مرستې لپاره  په اسلام اباد کې د نوي هوډ  د رامینځةکیدا ښودنه کوي .

Image Caption

 

(سیماب)

******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه