Feb 20, 2019 10:43 Asia/Kabul
  • دمینځني ختیځ بدلونونه

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د مینځني ختیځ دمهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په سر کې هم د مینځني ختیځ دتیرې اونۍ ځینی مهم خبرونه او ورپسې هم تحلیلی برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده ترپایه راسره ملۀووسئ .

*/*/*/*/  دامریکا د ولسمشر  په لاسوهونکو څرګندونو   په عراق کې سخت غبرګونونه */*/*/*/*/      دصهونیسټ ضد مقاومت د دوام  او ورځینی  دملاتړ  پر ضرورت په ټينګار سره د لبنان  د نوی کابینې  په وسیله  د وزارتي اعلامیې تصویبیدا*//*/**/  او دعربستان په مشرۍ  د یمن په ضد   دنمائشي  ائيتلاف  ورور ورو  دړې وړې کیدا  په تیرې اونۍ کې  د   مینځني ختیځ سیمې ځيني مهم بدلونونه ؤ  چې  په دې باب مو تحلیلی برخې آوریدو ته  هم رابولوو.*/*/*/*/*//*/*/*/

        دعراق په کورنیو  چارو کې د امریکا دولسمشر  ډونالډټرمپ   لاسوهونکو وروستیو څرګندونو دعراقیانو سخت غبرګونونه راپارولی دي . دعراق ستر دیني مرجع  آيت ا... سیستاني  دټرمپ  له دغو څرګندونو وروسته او  دعراق په چارو کې د ملګروملتو  دسرمنشي له ځانګړي استازي  جنین هنیس پلاسچارټ سره په کتنې کې  ټينګار کړی ،عراق باید   بل هیواد ته  د تاوان رسولو لپاره   دهیچا مرکز نشي .  د عراق د ملی حکمت غورځنګ مشر عمار حکیم هم  د عراق د ستر دیني مرجعّیت  سپارښتنې  د عراق د اوسني بحران  دحل لارې  دنقشې په توګه بللي او   د دغه هیواد له درستو سیاسی ډلو ټپلو ئې غوښتي دي ،  سره  دې یوموټی او متحد شي .

Image Caption

 

  دعراق په پارلیمان کې  ګوندونو او ډلو ټپلو هم  په ډاګه وئيلي دي ،  دغه فریکشنونه  د دغو لارښونو  په دوام کې ،  د یوه مهال ویش او مشخص پروګرام په چوکاټ کې  دامریکا له زیاتیدونکو دسیسو سره دمقابلې  او  له فساد سره دمبارزې او بیارغاونې  اودغه راز د سیاسی بحرانونو دجرړه ایز حل  او د لاښوخدماتو د وړاندې کولو لپاره له نورو  پارلیمانی فریکشنونو او  حکومت سره  ملګرتیا کوي .

دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  دتیرې یکشنبې په ورځې  له سی بی ایس ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې  په دې په بیانولو سره چې  نیّت نه لري ، له عراقه امریکائي عسکر وباسي،په ګستاخۍسره وئيلي،د ایران تر نظر لاندې دساتلو لپاره  په عراق کې د امریکائي  پوځیانو شتون ضروري دی .

 دعراق د حزب ا... غورځنګ د کنډکونو ویندوي محمد محیی له المیادین خبری چینل سره په خبرو کې  وئيلي دي،په عراق کې  له پوځي شتونه دامریکا موخه ، دمقاومت  له چورلیز سره مقابله ده .په ۲۰۱۷کال دسمبرکې په عراق کې دداعش په نابودولوسره،د عراق ولس،ګوندونو،شخصیتونو او رسندویو  له خپل هیواده  دامریکایانو پشمول  دبهرنیو عسکرو دوتلو غوښتنه وکړه،خو امریکایان نه یوازې له دغه هیواده وتلو ته تیار نه دي ،بلکې  دعراق د ولس په ضد خپل ګواښونه او خوځښتونه او همدااراز د الحشد الشعبي ولسی مبارزځواک پشمول ددغه هیواد ددفاعي ارکانو کمزوري کول ئې زیات کړي دي .په عراق کې د امریکائي ځواک د شتون د دوام لپاره دخپلې ګروهنې په باب دډونالډټرمپ لاسوهونکي څرګندونې دعراق د ولسمشر برهم صالح له جوت غبرګون سره مخامخ شوي دي .برهم صالح  په بغداد کې د سیاسی ډلو د  کنفرانس په څنډې کې وئيلی دي،مونږ د ایران اوعراق  په باب د امریکا د  ولسمشر په څرګندونو حیران شوي یوو، ټرمپ  په  عراق کې د ددیره امریکائي عسکرو د څارنې په باب  له بغداده اجازت نه د ی اخستی .دعراق ولسمشر زیاته کړې ده،مونږ همداراز په عراق کې د امریکائي ځواک دشمیر  او دهغوی دماموریت په باب  د ځينو توضیحاتو په تمه  یوو .دعراق د عصایب  اهل  الحق  غورځنګ عمومی منشي هم په عراق کې د امریکائي پوځیانو د شتون د اهمیّت په باب  ددغه  هیواد د ولسمشر دڅرګندونو په غبرګون کې  وئيلی دي،په عراق کې دامریکائي پوځیانو شتون، دغه هیواد سره دمرستې لپاره نه ،بلکې په ګاونډیو هیوادونو د تیریو لپاره  دیوه پلیټ فارم په توګه دی .  دعراق حکومت ددې خبرې په کولوسره چې له اسلامی ایران سره  نزدې اړیکې  لري ، تر دې دمه  ئې دایران په ضد  له هرډول بندیزونو سره مخالفت کړی دی .دعراق سیاستوالانو هم  ددې خبرې په کولوسره چې  ټرمپ په لټه کې دی،له عراقه  د سیاسی حساب کتاب  لپاره  استفاده وکړي ، ټينګار کړی دی،عراقیان  نه غواړي  عراق  له نورو هیوادونو سره د امریکا دحساب کتاب  او معاملو  ډګر شي .

           دلبنان  دحکومت نوي کابینې،دتیرې اونۍ  په  وروستۍ غونډې کې د دغه هیواد دنوي حکومت وزارتي اعلامیه تصویب کړې او د نهائي تصویبیدو لپاره ئې پارلیمان ته لیږدولې ده .  له دغې غونډې وروسته دلبنان د اطلاعاتو وزیر  جمال الجراح ، دلنډوخت لپاره د خبریالانو په ټول کې حاضر شو او وې وئيل،ولسمشرمیشل عون د وزارتی اعلامیې د زر تصویبیدا  هرکلی  کړی دی . هغه زیاته کړې،اوسنۍ  وزارتی اعلامیه چې په حقیقت کې  په لبنان کې د لارې نقشه حسابیږي د مقاومت او د سوریاوالو کډوالو  په باب دوې مهمې مادې لري .

  د المیادین ټيلیویژني چینل په اساس له مقاومت سره په اړونده مادې کې لیکل شوي دي،له اسرائيلي دښمن سره په جنګ کې  هیڅ هڅه نه  سپَمَول کیږي او دلبنا دنیول  شوو پاتې ټاټوبو  دآزادولو  او  دهغه دښمن په مقابل   کې  د خپلو وطنوالو دملاتړ په لاره کې به چې هماغه راز دطبیعي  زیرمو او سرچینو،اوبو  او خاورې ته تمه دارې سترګې غړوي،هیڅ  لټي  ونه شي ::::    

 دلبنان  خارجه وزیر جبران باسیل  ټينګار کړی دی ،  له مقاومت سره  ملګرتیا او غږملتیا، هیواد  د دښمنانو له دسیسو خوندي ساتي .   جبران باسیل   د حزب ا... غورځنګ او   دآزاد ملی بهیر  ترمینځ دتفاهم  ددیاددښتد لاسلیک کیدا  دکلیزې په دستورو کې  روښانه کړې ، دغه تفاهم داسرائيلو اوترهه ګرۍ  په وړاندې  دملی حاکمیّت  دخوندیتوب لامل شوی دی .دلبنان خارجه وزیر  وئيلي دي،مقاومت له هیواده دفاع کوي  او له مقاومت سره ملګرتیا د ملی وحدت  لامل شوی دی .

د یمن په ضد  سعودي عربستان  په مشرۍ تیریګر پوځي ائيتلاف هم د دړې وړې کیدا  په حال کې دی .  د مراکش  حکومتي چارواکو وئيلي دي  دغه هیواد دیمن په جنګ کې  دعربستان په قوماندانۍ  په ائيتلاف کې  خپل پوځي ګډون  ختم کړی  او له ریاضه ئې خپل سفیر بیرته وربللی دی . دیمن په ضد  دسعودي  ائيتلاف څخه دمراکش دلارې جلاکیدا په داسې حال کې ده چې  د مراکش  خارجه وزیر  ناصر بوریتا  دجنورۍ په څلورویشتمه نیټه   په د غه ائيتلاف کې  د خپل هیواد  دګډون  د دوام په باب  وئيلي وو، مراکش  په وروستیو کې  دیمن په ضد  دجنګ  ائيتلاف  ډيرو وزارتي غونډو او مانورو کې  ګډون نه دی کړی .عربستان د امریکا،متحده عربی اماراتو ،صهونیسټي رژیم  او څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره  د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې  دغه هیواد  له  فضا،مځکې او سمندر له لارې په بشپړ ډول کلابند کړی او  له درو واړو لارو پرې بې آمانه بمبارۍ کوي د یمن د لسګونو زره بې ګناه ماشومانو،ښځو اوبوډاګانو  له وژلو او ددغه هیواد دبیخ پينائي تاسیساتو  په کنډوالو له بدلولو وروسته  د دغه هیواد د ولس  دمقاومت په دلیل  نه دی توانیدلی ، خپلو سپيرو موخو ته ورسیږي  او د یمن په ضد دسعودي ائيتلاف  عملا  ددړې وړې کیدا په  درشل کې  دی .

Image Caption

 

مراکش  د سعودي عرب په مشرۍ  له  پوځي ائيتلافه  دوتلو داعلان لپاره  له الجز یره ټيلیویژنی چینله  استفاده کړې  او  د دغه هیواد خارجه وزیر د دغه عربی چینل له لارې د عربستان په مشرۍ له پوځي ائيتلافه  دوتلو اعلان کړی دی .   الجزیره ټيلیویژنی چینل  د  فارس خلیج  پر عربو هیوادونو  د واکمنو رژيمونو  لپاره یو اندیښمنونکی  چینل جوړ شوی دی ،  دمراکش  چارواکو نیّت درلود ،څو خپل پیغام چې  یو شمیر سیاسی اړخونه لري ،  د سعودي اماراتو  دائيتلاف غوږونو ته ورسوي ، ځکه   دغه دواړه هیوادونه   په یمن کې د جنګ   اصلي عاملان دي . دمراکش  خارجه وزیر   له دغه تیریګر ائيتلافه  دخپل هیواد  دشاتګ دلیلونه ،  دیمن   له بدلونونو د مراکش  اخستون  او ارزونه او  د هغه ائیتلاف  دمدیرّیت  روده او میداني بدلونونه  ذکر  کړی دی ، چې  د  بشری حقوقو د مدافعو  ډیرو نړیوالو اورګانونو  او ادارو  په یمن کې د بشری حقوقو  دخلاف ورزۍ عامل  ګڼلی دی .ملګروملتو او  دبشری حقوقو  ډيرو اورګانونو  دسعودي اماراتو پر ائيتلاف  نیوکې کړی دي او  ددې  موضوع په باب  سره یو نظر لري ، چې  دیمن جنګ  چې  د :هیلې دبیرته ستنیدا : په ادعا سره پیل شوې ؤ ،  په یوه ویجاړونکي جنګ  بدل شوی دی ، چې  په لسګونو زره  بې ګناه خلک  پکې قرباني شوي ، په میلیونونو پکې کډه په سر شوي  او له لوږې اوتندې سره لاس اوګریوان شوي دي .  همداراز  له یمن سره  د تش په نامې عربی ائيتلاف جنګ  چې د  رواوالي  دبیرته  ستنیدا په عنوان سره  پيل شوی ،  دیمن والو د اختلافاتو دزیاتیدا لامل شوی دی او هغه جنګ چې  اجرا ئې  ډيره  چټکه او  پریکنده پلان شوې  وه ،  په یوه  اوږدمهاله او ستومانه  کونکي جنګ بدل شوی دی   چې  په دغې مودې کې ئې  ډير زیات جنایتونه   کړي او یمن او دد غه هیواد ملت ئې  په اوس مهال کې  دنړۍ له ترټولو ترینګلي انساني بحران سره   مخامخ کړی دی .   له هغه سپیر جنګه د  وتلو لپاره  دمراکش  فیصله ، چې  که څه هم په ځنډ سره  شوې ،خو   دفارس خلیج  دحوزې له هیوادونو سره  د دغه هیواد په اړیکو کې د  بیا کتنې  ښودنه  کوي .  په  دې اړه وینو کې چې  دمراکش خارجه وزیر  په دي ټکي ټینګار  کوي ، چې  د دغه هیواد دبهرنی سیاست   دخپلواکۍ په اصل ولاړ دی  او مراکش   دهغې ډل بندۍ له سیاست سره چې   سعودي عربستان او متحده عربی اماراتو   د :  هرڅوک له مونږ سره  نه دي ، دمونږ په ضد دي : په عنوان سره  نیّت لري ، په نورو عربی هیوادونو ئې وتپي ، مخالف دی . 

   په هغه راپور کې دتیر اګست میاشت په العربی الجدید  ورځپاڼې کې  خپور شوی ،راغلي وو،په هغه جنګ کې د شتون دوام چې  دجنګی جنایتونو  لپاره په یوه نمایش بدل شوی دی،دمراکش په مصلحت نه دی .په دغه راپو رکې خبرداری ورکړل شوی  ؤ ،چې  دحقوقي  ارزونو  په اساس،جنګي جنایتونه ،نسل وژنې  او دبشری ضد جنایتونه  به د وخت په تیریدا سره  پيکه شي  او یو وخت به راورسیږي،چې  دیمن ملت  به  خپل  حاکمیّت بیرته ترلاسه کړي او  نړیوالو محکمو ته به رجوع وکړي .د سعودي عربستان او مراکش  ترمینځ دبحران رامینځةکیدا بل علت،هغه وخت ته ورګرځي ، چې   رباط  دفارس خلیج    د وروستي بحران  په ډل بندۍ کې  له راتلو  ډډه وکړه او  دغه بحران  هاله لا ژور شو،چې دمراکش بادشاه  اماراتو ته پخپل وروستي سفر کې  پخپلې شخصي  الوتکې کې  د سعودي عربستان او متحده عربی اماراتو له خوا  د قطر هوائي  کلابندي ماته کړه او د دوحې په لور ئې الوت وکړ.  له هغې ډيپلوماټيکې ژبې ورتیر ، چې  د مراکش چارواکو د یمن په ضد د دتش په نامه عربی ائيتلاف  په اړه  کارولي ،اوس وخت رارسیدلی دی،چې دفارس خلیج دڅنډې  هیوادونو سره د مراکش  داړیکو سویه او کیفیّت  چې غالبا  په ریّاکار   انداز سره ترسره  کیږي ، بیا تعریف شي . دسیمې  بدلونونه ښئ چې  دعربستان  د انحصاري سیاستونو  په دلیل  هغه سیمه ایزې شخړې او ترینګلتیاوې  او  داوور لمبې ، چې  له دې مخکې  د فارس خلیج  ملګرتیا شورا  او د عربی اتحادئې  په څير  د عربو هیوادونو  د شوراګانو او ټولنو  رامینځةکیدې ،  اوس  ئې  لمن،  په یمن د سعودي تیریګر ائيتلاف  په څير   دنوي جوړ شوي  ائيتلاف  ته  خپله لمن غزولې ده  او  دغه  تیریګر   تش په نامه عربی اتحاد ئې  هم د دړې وړې کیدا  په درشل کې وروستی دی .

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه