Mar 29, 2019 17:26 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲

نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې دویمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د رجب یا بزرګې د میاشتې له پنځلسمې او د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ له دویشتمې نیټې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۴۵ کاله پخوا په همداسی ورځ د بعثت د پنځم کال د رجب په پنځلسمه نیټه ،حبشه ته  د مکی د مسلمانانو لومړی هجرت پیل شو. د ګران پیغمبر (ص) مکی ته  له مدینی له  تاریخي هجرته اته کاله مخکښې ، د بعثت په پنځم کال کښې  د اسلام د پراختیا په لړ کښې یو بل اغیزمن هجرت وشو. په مسلمانانو باندی دقریشو له مشرکینو څخه د ستومنونکي دباؤ په وجه ، پیغمبر اکرم (ص) خپل یو شمیر پیروانو ته حکم ورکړ چې د مشرکینو له ازارو او ځورولو په امان کښې د پاتی کیدو لپاره د حبشه ټاټوبي  ته هجرت وکړي . د مسلمانانو یوی ټولۍ چې پکښې څلور ښځې او یولس نرینه وو د عثمان بن مظعون په مشری حبشه ته هجرت وکړ او د جعفر بن ابی طالب په مشری د مسلمانانو د وروستی هجرت زمینه جوړونکی شو. دغه هجرتونه پرله پسې کلونو کښې د افریقی په لویې وچی کښې  د اسلام د دین نفوذ او پراختیاسبب شول .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۳۸ کاله اګاهو د دویم هجري قمري کال د رجب په  پنځلسمه نیټه ، د خدای په حکم  د مسلمانانو قبله له بیت المقدسه د مکی او کعبی په لوری بدله شوه. په مسلمانانو باندی د لمونځ د واجب کیدا له حکم وروسته د پروردګار د دغه دین پیراوانو د بیت المقدس په لور، چې د مسیحیت او یهودیت له قبیلو څخه د نورو دینونو د احترام ځائ ؤ ،   لمونځ کولو. خو مدینی ته د پیغمبر اکرم (ص) له هجرت وروسته د دی ښار یهودیانو پیغمبر (ص) ته پیغور ورکړ او له دی چې مسلمانان لمونځ لپاره د یهودیانو له قبلی استفاده کوي، په هغوئ یې ملنډې وهلې. بالاخره په داسی حال کښې چې مدینی ته د پیغمبر اکرم (ص) د ننوتو اولس کاله تیریدل ، د خدائ په حکم  کعبه د مسلمانانو قبله شوه . د غه حکم په عین حال کښې چې پیغمبر اکرم (ص) د بنی سلمه په جومات کښې د ماسپیښین لمونځ ادا کولو ، د خدائ له لوری صادر او پرې د قبلی د بدلیدا ایتونه وحي شول . دبقری سوری د یو سلو څلور څلویښتم آیت په یوی برخه کښې خدای د یهودیانو د پیغورونو په اړه د پیغمبر اکرم (ص) اندیښنې ته په اشاری سره فرمایي : اوس تا د هغی قبلی ولوری ته چې ته پرې راضي وی، ګرځوو . خپل مخ د مسجدالحرام وخوا ته و ګرځوه او هر چرته وی خپل مخ هغه لوری ته و ګرځوه . له هغه وخته تر اوسه پوری د نړۍ ټول مسلمانان یوه ځائ دتوحید مرکز یعنی کعبی په لوری لمونځ کوي . له دی وروسته پیغمبر اکرم (ص) د لمونځ په حالت کښې مسجد الحرام په لور مخ کړ او وروستي  دوه رکعته ماسپیښین لمونځ یې د کعبی په لور ادا کړ او په همدی دلیل دغه جومات د اسلام په تاریخ کښې په ذوالقبلتین مشهور شوی دی .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۳۷۸ کاله پخوا د دوه شپیتم هجري قمري کال د رجب یا بزرګې میاشتی په پنځلسمه نیټه د پیغمبر اکرم (ص) ګرانه لمسۍ حضرت بی بی زینب (س) د ډیرو سختیو او کړاونو له زغملو وروسته وفات شوه . د اسلام دغه ستره میرمن ، په شپږم هجري قمري کال کښې وزیږیده او د رسول الله مبارک د قدرمنی لور حضرت بی بی فاطمه زهرا (س) او د حضرت علی ابن ابیطالب  (ع)په پاک لمن کښې و روزل شوه او د خپل ارزښتمن ژوند په اوږدو کښې یوه شیبه هم د لوړو انساني کمالاتو او پوهی د ترلاسه کولو په لاره کښې له هڅی غافله پاتی نه شوه . حضرت بی بی زینب (س) په یوشپیتم قمري کال کې په کربلا پیښه کښې له خپل بزرګوار ورور حضرت حسین بن علی (ع) سره ملګری وه او د امام حسین (ع) او د هغه مبارک د وفادارو یارانو په شهادت پسی د هغوئ د تلپاتی حماسې پیغام رسونکی شوه او داسی حال کښې چې په اسارت کښې یې د پیغمبر اکرم (ص)له لمسیانو سره د بند سختۍ زغملې، په خپلو روښانونکو ویناؤ کښې چې د اسلام په تاریخ کښې تل پاتی دی ، د امویانو انحرافات او هغه ظلمونه او جنایتونه چې د خدای درسول پر کورنۍ یې کړي وو، ایشوا کړل او د بنی امیه کورنۍ یې رسوا کړه . بالاخره د اسلام دغه ستری میرمنی په داسی ورځ په شپږ پنځوس کلنۍ کښې له نړۍ سترګې پټې کړې .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۳۷۸ د شپیتم قمري کال د رجب په پنځلسمه نیټه ، د اموي خلافت باني او د رسول ا... مبارک د کورنۍ یا اهل بیتو سخت دښمن معاویه بن ابوسفیان مړ شو. معاویه بن ابوسفیان چې د دریم خلیفه عثمان له وخته د شام والي ؤ،د عثمان له وفات وروسته د خلافت ادعا وکړه. هغه د امام علی (ع) له شهادت وروسته د دغه منصب اصلي ادعا کونکی ور ګرزید. معاویه ، د اموي لړۍ  بنسټ کیښودونکی ؤ چې حکومت یې کابو نوي کاله دوام پیدا کړ . هغه امام علی (ع) او د هغه له اهل بیت سره سخته دښمني کوله او د امام ملګري یې وژل . امام علی (ع) ته بد رد ویل هغه سپیره بدعتونه دي چې د معاویه په وخت کښې دود وواو تر شپیتو کالو یې دوام درلود . هغه د خپل خلافت مرکز په دمشق کښې چې د سوریی مشهور ښار ؤ، وټاکه . معاویه د خلفای راشدین د ساده رودو پر خلاف د خلافت وضعیت د روم د قیصرانو درباري تشریفاتو سره مل کړ او خلافت یې پخپلې کورنۍ کښې میراثي کړ. معاویه د عمر په وروستیو کلونو کښې له دی سره چې امام حسن (ع) سره په خپلې سوله لیکی کښې ژمنه کړی وه چې د هغه خلافت به میراثی نه وي، خپل نالائق زوي یزید یې خپل ځائ ناستی وټاکل او شرطونه یې د هغه په ګټه برابر کړل .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۶ کاله وړاندې د ۱۳۴۲ لمریز کال د وری د میاشتې په دویمه نېټه، د پاچا رژیم د ایران د مسلمانو خلکو او روحانیت سره د مخالفت او دښمنیو په دوام کې، د قم فیضیه مدرسې ته چې د ایران د خلکو د اسلامی نهضت یو مهم مرکز و، برید وکړ.

هغوی په دې وحشی یرغل کې، ډېر شمېر طالبان او روحانیون وډبول او ټپیان کړل او یوشمېر یې په شهادت ورسول.

دغه پېښه، د ۱۳۴۲ لمریز کال د غبرګولی د ۱۵مې خونړی پاڅون او د ۱۳۵۷ لمریز کال په سلواغې کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب پیلیزه شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۳۷ کاله مخکښې د ۱۳۶۱ لمریز کال د وری یا حمل د میاشتې په ۲مه نېټه، د ایران په سویل لویدیځ کې، د عراق د پخوانی دیکتاتور، صدام د تېری ګر پوځ په شا تمبولو لپاره د اسلام د فتح المبین ستر عملیات پیل شول.

په دې برېښنا ډوله عملیاتو کې، ایرانی ځواکونو د اسلامی ایران د ټاټوبی ځینې برخې د صدام ځواکونو له نیواک څخه و ایستلې او مهمو سټراټژیکو ټکیو ته یې لاس رسی پیدا کړ.

ددې عملیاتو په نتیجه کې د دزفول، اندیمشک، شوش او دغه راز د ایران په سویل لویدیځ کې سلګونه کلی د عراق د پوځی ګواښ او توپخانو له هدف څخه لرې شول.

د فتح المبین په ناببره عملیاتو کې د تیریګرو عراقی ځواکونو۲۵ زره کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله او ۱۵ زره ونیول شول او د عراق د پوځ ډېر شمېر تجهیزات له منځه لاړل او یا په غنیمت ونیول شول.

د فتح المبین په عملیاتو کې، د اسلام جنګالیو له بریالیتوبونو وروسته، د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټګر، حضرت امام خمینی (رح) هغوی ته په یوه پیغام کې ددې عملیاتو پر ارزښت په ټینګار سره، داسې وفرمایل: (( زه له لرې څخه، ستاسوو ځواکمن مټ او لاس چې خدای ورسره مل دی،ښکلوم.))

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=

 

ټیګونه