Mar 30, 2019 08:21 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۱۰

نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې لسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د رجب یا بزرګې له درویشتمې او د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ له دیرشمې نیټې سره سمون خوري. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۱ کاله پخوا د دولس سوه نهه نوېم هجري قمري کال د رجب په درویشتمه نیټه  یو نامتو عالم او فقیه آیت ا... سید حسین کوه کمره ای وفات شو. هغه ډیر کلونه د خپل وخت د مشهورو استازانو له محضره خصوصا له شیخ مرتضی انصاری څخه استفاده وکړه . آیت ا... کوه کمره ای په فقی او اصول کښې استاز ؤ او له مرحوم شیخ انصاری وروسته د عراق د حوزی له مشرانو ګڼل کیده . له اته سوه زیاتو لویو عالمانو د آیت ا... کوه کمره ای د درس له محضره استفاده کړي ده . د اسلام دغه لوئ عالم د عباداتو ، فروغ دین او احکام حلال و حرام  په باب ګڼ شمیر کتابونه او رسالې لیکلي دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۳۹ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1259 هجری شمسی کال د اوري د مياشتې په لسمه نېټه د قاجار د زمانې مورخ، اديب او شاعر مېرزا محمد تقي سپهر کاشاني چې د لسان المُلک لقب يې لرۀ وفات شو. هغه په کاشان کښې وزېږېد او مختلف علوم په تېره بيا ادبيات يې زده کړل. سپهر کاشاني په ځوانۍ کښې د کاشان د واکمن ملازم شو او يوه موده پس د فتحعلي شاه قاجار په بلنه تهران ته راغے او په درباري کارونو بوخت شو.  د ورپسې باچا يعنې محمد شاه په زمانه کښې د دغه ايراني اديب او مورخ پوسټ لوړ کړی شو او د دربار منشي او خزانه دار شو. په دغه دوران کښې د هغۀ ترټولو مهم کار د محمد شاه په غوښتنه د ناسخ التواريخ نومې کتاب ليکنه وه. دغه کتاب د حضرت آدم (ع) له زمانې څخه تر 1857ميلادي کال پورې د انسان تاريخ دی.

محمد تقي کاشاني د ناصرالدين شاه په زمانه کښې د دربار ډېرو اوچتو پوسټونو ته ورسېد ان تردې چې په  1259 ه.ش کال کښې وفات شو. د هغۀ له نورو کتابونو څخه : «آئينه جهان نما» او د شعرونو ديوان «فی مناقب الائمة الاطهار » نوميږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۸ کاله مخکښې د 1340 هجری شمسی  کال د اوري د مياشتې په لسمه نېټه مشهور ايراني عالم آيت ا... العظمی سيد حسېن طباطبائي بروجردي  وفات شو. هغۀ په خپل پلرني وطن بروجرد کښې د اسلامي علومو د مقدماتو له زدکړې وروسته د عراق د نجف اشرف علميه حوزې ته لاړ  او د دغه ديني مرکز له لوړرتبه استادانو څخه د علمي فېض حاصلولو ورسته ايران ته راستون شو او په  علمي او اجتماعي فعاليتونو يې لاس پورې کړ  آيت ا... بروجردي په 1324 هجری شمسی کښې مشهد مقدس ښار ته او بيا د قم مقدس ښار ته لاړ او د علمي مرجعيت مقام ته ورسېد. د هغۀ تر نظر لاندې د قم علمي حوزې او دغه مهم علمي او ديني مرکز زياته پراختيا پېدا کړه.آيت ا... بروجردی په هم هغه زمانه کښې دا فرصت پېدا کړ چې په نړيواله سويه د اسلام غني کلتور معرفي کړي او د اسلامي مذهبونو د وحدت او نزدېکت لپاره د اسلامي نړۍ د نورو عالمانو او متفکرانو په ملګرتيا سره يو لړ مثبت ګامونه پورته کړي. د آيت ا... العظمی بروجردي له مهمو اقداماتو څخه د اسلام د عالمانو د مهمو او ارزښتناکو اثارو احياء، د ګڼ شمېر علمي او ديني کتابونو تاليف، د ايران په مختلفو ښارونو کښې د جوماتونو جوړولو او همدارنګ د جرمني په هامبورګ کښې د جومات جوړولو او د اسلامي انقلاب د ارواښاد ستر رهبر حضرت امام خمېني (رح) په شمول د نامتو شاګردانو تربيت ته اشاره کولې شوو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۳ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1976 ميلادی کال د مارچ په دېرشمه نېټه  د فلسطين په نيواکي زمکو کښې د يوم الارض يا د زمکې ورځ په نامه سترې مظاهرې وشوې. د ويلو ده چې د 1975 ميلادی کال د اکتوبر په اتلسمه نېټه د نيواکي فلسطين د شمال په جليل سيمه کښې له زمکې څخه د دفاع کانفرنس وشو. د دغه کانفرنس په وړومبي پرېکړ ليک کښې ګډون کوونکو د صهيونېسټ رژيم لخوا د عربو فلسطينيانو د زمکو په نيولو خواښيني څرګنده کړه او دغه کار يې سخت وغندۀ. دغه کانفرنس تاکيد وکړ چې د قدس د غاصب رژيم سياست د مسلمانو اعرابو په مورنۍ زمکو کښې د هغوي د حقوقو خلاف دے او صهيونېسټ رژيم په ډاګه د بشري حقوقو منشور، د ډېموکرېسۍ او مساواتو اصول ترپښو لاندې کړي دي. له زمکې څخه د دفاع کانفرنس همدارنګ يوه کمېټي جوړه کړه چې وظيفه يې د کانفرنس د پرېکړ ليکونو د اجرا لپاره د ولسي ځواکونو برابرول او منظمول وو. دغې کمېټۍ د 1976 ميلادی کال د مارچ په شپږمه نېټه د فلسطين د بلدياتی شوراګانو د شلو تنو مشرانو په شتون سره يوه غونډه جوړه کړه او هغوي له ولسي ځواکونو سره له سلا مشورې وروسته دغه ورځ د زمکې د ورځې په توګه وټاکله. هر کال په دغه ورځ د فلسطين او نورو زياتو اسلامي هېوادونو خلق د يو لړ مراسمو په جوړولو سره د صهيونېسټ رژيم پراختيا غوښتونکي او غاصبانه سياستونه غندي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۱ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1357 هجری شمسی کال د اوري په لسمه نېټه د شاه د رژيم په خلاف د تبريز د خلقو د پاڅون په څلوېښتمه ورځ د ايران د څو ښارونو خلقو په احتجاجي اقداماتو لاس پورې کړ. د ايران د تبريز خلقو د 1356 ه.ش کال د سلواغې د مياشتې په نهويشتمه نېټه د قم د خلقو په ځپنې باندې په احتجاج کښې چې د امام خمېني (رح) په خلاف د شاه د رژيم سپکاوے يې ونۀ زغمۀ پاڅون وکړ چې په نتيجه کښې يې ګڼ شمېر کسان شهيدان، زخميان او يا ونيوې شول. په همدې دليل د يزد خلقو د تبريز د شهيدانو د څلوېښتۍ په مناسبت د دغه ښار د جامع جومات په يوه شانداره غونډه کښې له جلاوطنۍ څخه د امام خمېني (رح) د ستنېدو او د شاه د رژيم د نسکورولو غوښتنه وکړه.

همدارنګ په مشهد مقدس ښار کښې د خلقو مظاهرې د شاه د رژيم له ځواکونو سره د خلقو په نښتو بدلې شوې. په دغه حال کښې د تهران او د ايران د څو سترو ښارونو بازارونه د شاه د رژيم په ساډوبۍ باندې په اعتراض کښې وتړل شول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۴۰ کاله مخکښې په داسې يوه ورځ د 1358 هجری شمسی کال د اوري د مياشتې په لسمه نېټه په ايران کښې د اسلامي انقلاب له کاميابۍ او د پهلوي رژيم له ختمېدو وروسته په ايران کښې د حکومتي نظام د ټاکلو لپاره عمومي او ستره ټول پوښتنه يا رېفرېنډم شروع شو. دغه رېفرېنډم د ايران د مسلمانو خلقو د تاريخي او بې څاري هرکلي په وجه تر دوو ورځو پورې جاري وو چې پکې اتۀ نوي اعشاريه دوه فيصدو ګډون کوونکو په ايران کښې داسلامي جمهوري نظام ټينګښت ته مثبته راې ورکړه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه