Apr 03, 2019 17:42 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۱۴

نن د شورو ورځ یا چارشنبه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د رجب یا بزرګې له اوویشتمې او د ۲۰۱۹ میلادي کال د اپریل له دریمې نیټې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۵۳ کاله پخوا له هجرته دیارلس کاله مخکښې د اسلام ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی ا... علیه و آله وسلم د متعال خدای لخوا په پیغمبرۍ مبعوث شو. هغه مهال د حضرت محمد(ص) مبارک عمر څلویښت کاله و.

هغوی به له ماشومتوبه کائناتو او الهی نښونښانو ته په ژور نظر سره کتل او تل د انسان د نیکمرغۍ او لوړاوی په فکر کښې و. هر چا به د هغه د صداقت، امانت دارۍ او خیرښیګړۍ صفتونه کول. د دې فضیلتونو ټولګې له هغوی څخه یو د ستاینې او قدرونې وړ شخصیت جوړ کړ.

حضرت محمد مصطفی (ص) به زیاتره وختونه د عبادت او تفکر لپاره د مکې په شمال کښې د نور په نامه غره کښې حرا غار ته تله او د خدای تعالی جل جلاله عبادت به یې کوه تر دې چې په داسې یوه ورځ د وحی فرښته حضرت جبرائیل علیه السلام پر حضرت محمد مصطفی(ص) نازله شوه او هغوی ته یې زیری ورکړ چې د هستۍ د خالق لخوا د پیغمبرۍ لپاره غوره شوی دی. له هغه وروسته د خدای پاک د وروستی استازی په مقام کښې د هغه حضرت دروند او سخت رسالت پیل شو څو نړیوالو ته د وروستی او ترټولو بشپړ دین په توګه د اسلام مبین دین وړاندې کړی.

له بعثته وروسته پیغمبر اکرمص له جهل، کفر او ظلم سره مبارزه پیل کړه او په مکه ښار کښې دیارلس کاله د اسلام د مبین دین له تبلیغ او ترویج وروسته یې مدینې منورې ته هجرت وکړ.

هغوی په مدینه کښې هم د خپل الهی رسالت خپرولو او تبلیغولو ته دوام ورکړ او د اسلام د ځلانده ارزښتونو په اساس یې د یو حکومت بنسټ کیښود. لږه موده نه وه تیره چې دغه حکومت د نړۍ د هغه وخت په مهمو برخو کښې پراختیا بیاموندله.

د اسلام د قدرمن پیغبر مبعوثیدل د انسان په تاریخ کښې د بدلانه یو مهم پیچومی دی او د نړۍ مسلمانان دغه ورځ نمانځی او په ټوله اسلامی نړۍ کښې جشنونه او خوشالۍ ترسره کوی.

د تهران راډیو ګرانو مینه والو تاسو ته دې هم د مبعث اختر ډیر ډیر مبارک وی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۹۷۳ کاله وړاندې د ۴۶۷ هجری قمری کال د رجب د میاشتې په ۲۷ نیټه د ایران مشهور فقیه او مفسر جارا ... زمخشری وزیږیده. هغه په تفسیر، حدیث او عرب ادبیاتو کښې استاذ و. دغه ایرانی فقیه ډیر تالیفات لری چې له هغو نه (مقدمه الادب) ، (اساس البلاغه) او ترټولو مهم کتاب (تفسیر کشاف) ته اشاره کوی شو. هغه په ۵۳۸ هجری قمری کال کښې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۱۲ کاله مخکښې د ۱۲۲۸ هجری قمری کال د رجب د میاشتې په ۲۷ نیټه تکړه مسلمان عالم علامه شیخ جعفر کاشف الغطاء په نجف کښې وفات شو. هغه فقه، اصول فقه، د حدیثو او د قرآن د تفسیر علمونه زده کړل او د اجتهاد درجې ته ورسید.

آیت ا... کاشف الغطاء د خپلې زمانې یو ستر فقیه و دا چاره د تدریس په وخت د هغه له تسلط او له ګڼو کتابونو څرګنده وه. دغه تقواداره عالم ډیر تکړه شاګردان وروزل. د علامه کاشف الغطاء ترټولو مهم کتاب چې د دوی نوم هم له همدغه کتابه اخیستی شوی دی، کشف الغطاء دی. همداشان العقائد الجعفریه او الحق المبین فی تصویب المجتهدین د دغه ګرانقدره فقیه ځینی نور کتابونه دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۰ کاله پخوا د نولس سوه نهه شپیتم میلادی کال د اپریل په دریمه نیټه، د هند مسلمان ولسمشر ذاکر حسین وفات شو. ذاکر حسین په اتلس سوه اووه نوېم میلادی کال کښې وزیږید او خپلې زده کړې یې د علی ګړ په اسلامی پوهنتون او د جرمنی په برلین پوهنتون کښې ترسره کړې. هغه له خپلو زده کړو وروسته په اوږدو کلونو کښې علمی او سیاسی فعالیتونو ته مخه کړه تر دې چې په نولس سوه دوه شپیتم میلادی کال کښې د هند د ولسمشر د مرستیال مقام ته ورسید. هغه په نولس سوه اووه شپیتم میلادی کال کښې په عامو ټول ټاکنو کښې د هند د ولسمشر مرستیال شو. هغه د نولس سوه اووه شپیتم میلادی کال په عامو ټول ټاکنو کښې خپلې سختې سیالې میرمن ایندیرا ګاندی ته ماتی ورکړه او د هند د ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه چې د مسلمانانو په خلاف د هندووانو له سلطه غواړی کړچاره نیوکه کوله، د پاکستان په نوم د هند د مسلمان میشته برخې له جلا کیدا هم ملاتړ وکړ او د پاکستانیانو د خپلواکۍ لپاره چې د هغه په قول، د هغوئ پر ضد د هندووانو د ظلم پائ ؤ، د هندووانو په مینځ کښې هم له محبوبیته برخمن ؤ. پانګوالی، اقتصاد، اخلاق او مملکت داری د هغه له اثارو څخه دی. ذاکر حسین بالاخره د نولس سوه نهه شپیتم میلادی کال د اپریل په دریمه نیټه په دوه اویا کلنۍ کښې وفات شو. هغه د هندووانو او مسلمانانو په ننني نسل کښې ځانګړی احترام لری.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۹ کاله وړاندې د دیارلس سوه نهه اویایم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په څوارلسمه نیټه، یو نامتو ایرانی نقشه جوړونکئ او جغرافیا پوه مهندس عباس سحاب وفات شو. هغه په دیارلس سوم هجری لمریز کال کښې له تفرش سره نږدې وزیږید او د خپل پلار ابوالقاسم سحاب چې پخپله یو جغرافیا پوه ؤ، په ملاتړ او لارښونې سره یې لومړنۍ زده کړې پیل کړې. عباس سحاب ډیر ژر د جغرافیې او نقشې جوړونې په زمینو کښې خپله وړتیا وښودله او د تهران لومړنی نقشه یې په دقیقه توګه برابره کړه. له هغې وروسته په دیارلس سوه پینځلسم هجری لمریز کال کښې د هغه پلار د ایران د جغرافیې او کارټو ګرافۍ موسسه جوړه کړه، هغه په عملی توګه د هغه د اداره کولو مسؤلیت په لاس کښې واخیست. مهندس سحاب د دقیقو نقشو د برابرولو لپاره د ایران په سلهاوو ښارونو او کلیو او همداراز په لسګونو بهرنیو هیوادونو ته سفرونه وکړل او د خپل کار لپاره یې له نویو رودو څخه ګټه پورته کړه. هغه همداراز د ( هنر خوشنویسی، از آغاز تا امروز) ارزښتمن کتاب د اسلامی هنر د تاریخ د تدوینولو لپاره د یونسکو د طرحې په چوکاټ کښې ولیکه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۱۷ کاله مخکښې د دوه زره دویم میلادی کال د اپریل په دریمه نیټه، د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د اردن سین په لویدیځه غاړه کښې پر جنین ښار پراخ یرغل پیل کړ. دغه تیری د اردن سین د لویدیځی غاړې پر ښارونو د صهیونیسټ رژیم د تیریو دوام ؤ چې له څو اونیو مخکښې د فلسطین د خلکو د انتفاضې د بندولو لپاره پیل شوی ؤ. د صهیونیسټ رژیم کابو دوه سوه ټانکونه ،په لسګونو چورلکې ، او لسګونو زرو پوځیانود جنین د پینځلسو زرو نفوس لرونکی ښار باندې په یرغل کښې ګډون درلود او له ځمکې او هوا یې د دغه ښار پر اوسیدونکو یرغل وکړ. د صهیونیسټ رژیم لخوا له فلسطینیو ملکیانو سره د مرستو له مخنیوی او د اوبو او بریښنا له غوڅیدو سره سره د فلسطین جنګیالیو او خلکو نهه ورځې د صهیونیسټی نیواکګرو پر وړاندې مقاومت وکړ. په عین حال کښې صهیونیسټانو په ډیر ظلم سره د جنین ښار اقتصادی او بیخ بنایی تاسیسات ، روغتونونه او کورونه وران او ددغه ښار خلک یې ووژل په دې ډول چې پر دې ښار د صهیونیسټ رژیم پوځ له دغه وحشی برید وروسته د جنین ښار اویا فیصده وران شوی ؤ او په سلګونو فلسطینیان شهیدان او ټپیان او پینځه زره نور بې کوره شول. سره له دې د فلسطینیانو د ځپلو او عام وژلې سیاست چې صهیونیسټ رژیم یې اجرا کوی، د فلسطین د خلکو د حق غواړی انتفاضی په ځپلو کښې خپل ناکارندوالی ښودلی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه