Apr 08, 2019 05:02 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۱۹

نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې نولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د شعبان له دویمې او د ۲۰۱۹ میلادي کال د اپریل له اتمې نیټې سره سمون خوري.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۴۴ کاله پخوا د درې سوه شپږ نوېم هجری قمری کال د شعبان د میاشتې په دویمه نیټه، د پینځمې هجری قمری پیړۍ مشهور فقیه، شاعر او عارف خواجه عبدا... انصاری د افغانستان د لویدیځ په هرات ښار کښې وزیږید. هغه له ماشومتوبه په شعر کښې خپل ذوق او هوښیارتیا وښودله او د قرآن د تفسیر، فقهې، حدیث او عقایدو په شان د دینی علومو ښوونه او تدریسول یې پیل کړل. هغه په عین حال کښې یو ستر او روڼ اند عارف ؤ او د هرات په پیر مشهور شو.

له خواجه عبدا... انصاری څخه د عربۍ او فارسۍ ژبو په نثر او نظم کښې ډیر ارزښتناک عرفانی آثار په یادګار پاتې دي چې پکښې تر ټولو مشهور (مناجات نامه)، (محبت نامه) او (زاد العارفین) دي. همداشان د (کشف الاسرار) په نوم د هغه د قرآن ادبی او عرفانی تفسیر، په تفسیر کښې یو نوی سټایل ګڼل کیږي. خواجه عبدا... انصاری په کال څلور سوه یو اتیایم هجری قمری کال کښې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۹ کاله مخکښې د نولس سوه اویایم میلادی کال د اپریل په اتمه نیټه، د صهیونیسټ رژیم الوتکو د قاهرې د شمال په اتیا کیلومیټرۍ کښې پر بحرالبقر نومې ښونځي حمله وکړه. په دغه وحشیانه حمله کښې شپږ څلویښت ماشومان چې په درس بوخت وو، په خاورو او وینو کښې ولوغړیدل. دغه غیر انسانی یرغل د نړۍ د خلکو غوسه او احساسات سخت راوپارول.

د ویلو ده چې د نولس سوه اویایم میلادی کال په لومړیو درو میاشتو کښې د صهیونیسټ رژیم الوتکو د مصر په شمال ختیځ کښې د عامو خلکو پر سیمو حملې وکړې. منجمله د دغه کال د فرورۍ په دولسمه نیټه یې یوه کارخانه هم بمباری کړه او یو سلو اته شپیته کارکونکی یې مړه یا ټپیان کړل. همداراز د نولس سوه اویایم میلادی کال د مارچ په یو دیرشمه نیټه، د مصر په شمال ختیځ کښې پر المنصوره ښار د صهیونیسټ رژیم د الوتکو د حملې له کبله دولس عام خلک ووژل شول او پینځه دیرش نور ټپیان شول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۹ کاله مخکښې د نولس سوه اتیایم میلادی کال د اپرېل په اتمه نیټه، آیت ا... سید محمد باقر الصدر او د هغه فاضله خور میرمن بنت الهدی د عراق د بعثی رژیم په لاس شهیدان شول. آیت ا... باقر صدر له ماشومتوبه د قران کریم او نورو دینی علومو زده کولو ته مخه کړه او په ځوانۍ کښې د اجتهاد درجې ته ورسید او د نجف اشرف علمیه حوزې په سترو عالمانو کښې شمیر شو، په دا ډول چې د فقهې د اصولو په علم کښې د هغه نظریات تل د نورو مسلمانو عالمانو د پام وړ ګرځیدل. دغه پوه او تکړه عالم د عراقی ټولنې ځوانې او باسواده پرګنې ته، د اصلی او سوچه اسلام په معرفی کولو سره د هغوئ پر وړاندې د ختیځ او لویدیځ د مادی مکاتبو افکار او نظریات باطل کړل او د اسلامی پوهې او ایمان د روح په پوکلو سره یې د عراق د خلکو مبارزې یو نوی پړاو ته داخلې کړې. آیت ا... صدر په لنډه موده کښې د عراق د خلکو په یو فکری او سیاسی مشر بدل شو. څه موده وروسته د عراق پخوانی رژیم چې د آیت ا... صدر فعالیت یې د ځان لپاره خطر باله، هغه او د هغه عالمه خور یې ونیول او د عراق د مسلمانو خلکو او عالمانو د پراخو مظاهرو باوجود یې هغه او د هغه قدرمنه خور په داسې یوه ورځ په ډیره دردناکه توګه شهیدان کړل. آیت ا... صدر له هغو عالمانو څخه ؤ چې له امام خمینی (رح) او د هغه بزرګوار له نظریاتو او تګلارې سره یې خاصه مینه لرله او د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته یې هم تل په مختلفو لیکنو سره د اسلامی انقلاب له لارې او تفکر سره خپله وفاداری څرګندوله.

له دغه لوړ رتبه عالم څخه یو لړ ارزښتناک تالیفات په یادګار پاتې دی چې (د نور یوه حماسه)، (زمونږ اقتصاد)، (زمونږ فلسفه)، ( اوسمهاله انسان او ټولنیز مشکلات) او (د انسان خلافت او د پیغمبرانو شهادت) کتابونه له هغو څخه دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه شپږ کاله مخکښې د ۲۰۱۳ میلادي کال د اپریل په اتمه نیټه د انګلستان پخواني وزیراعظمه مارګریټ ټاچر مړه شوه. مارګریټ هیلډا ټاچر د بریتانیا د محافظه کار ګوند غړې وه او په کال ۱۹۷۵ میلادي کښې د دغه ګوند په مشرۍ غوره شوه. ټاچر څو کاله پس یعنې ۱۹۷۹ کښې د اقتصادي حالاتو د ښه کولو په شعار سره د محافظه کارانو له خوا کاندیده شوه او د بریتانیا وزیراعظمۍ ته ورسیده او تر ۱۹۹۰ کاله هم د ګوند د مشرۍ او هم د وزیراعظمۍ په پوسټ باندې پاتې شوه. ټاچر د بریتانیا یوازنی میرمنه وه چې تراوسه یې په یو وخت دغه دواړه پوسټونه درلودلي.

له آزاد بازاره د مارګریټ ټاچر ملاتړ، د دولتي خدماتو کمول او خصوصي یا پرائیویټ برخې ته د حکومتي ادارو سپارل د هغې ځینې مشهور سیاستونه وو چې په (ټاچر ازم) مشهور دي. په اقتدار پالو او محافظه کارو سیاستونو د هغې ټینګار چې ډیر منتقدان یې درلودل او په بریتانیا کښې د کارګري اتحادیو له قدرت موندلو سره یې مقابلې هغه په (اوسپنیزې میرمنې) مشهوره کړه.

ټاچر د خپل عمر په وروستیو کلونو کښې په الزایمر ناروغۍ اخته شوه او په هم دې وجه به په عمومي ټولنو کښې لږه ترسترګو کیدله. هغه د ۲۰۱۳ کال د اپریل په اتمه نیټه د برین هیمبریج له امله په لندن کښې مړه شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه