May 26, 2019 09:45 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کښې

د اسلامي انقلاب معظم رهبر: د ولس د هویت ساتنه ډیره ضروري ده ځکه کوم ولس چې خپل هویت ورک کړي هغه د پردیو په موټي کښې اوبه کیږي او له مینځه ځي.

**         د یوه ډله محصلینو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وینا

**         د ټرمپ د تیرې اونۍ د ایراني ضده کړنو په هکله یوه شننه

**         او په سیمه کښې د ایران ډیپلماسۍ ته یوه کتنه.... زمونږ د نني پروګرام مهم موضوعات دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            لکه څنګه چې اشاره وشوه د روژې د مبارکې میاشتې په شپاړسمه نیټه د ایران یو شمیر محصلینو او د هغوي د تنظیمونو استازو د تهران په امام خمیني نومې حسینیې کښې د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره ملاقات وکړ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت اللہ العظمی سید علي خامنه اي د تیرې اونۍ د چارشنبې په مازیګر د زرګونو محصلینو په کتنه کښې، د روښانه او هیله منونکي ټکي شتون د هر عمومي حرکت د پرمختګ او دوام سبب وباله.

دوي د سترو کارونو ترسره کولو ته په بڼه ورکولو کښې د ایران ولس ته د هیلې ورکونکو او ثابت شویو وړتیاؤ ته په اشارې سره، د خدای تعالی د دین د مرسته کونکو د بریا په هکله د هغه لوې ذات رښتینې او خلاف ورزي نه منونکې ژمنه یو بل هیله بخښونکی ټکی وباله او څرګنده یې کړه: د لویدیځ تمدن یقیني وروستوالی او پستي چې البته محسوسه څرګندیدنه به یې وخت واخلي، د ایران د ولس د عمومي خوځښت په بهیر کښې د هیلې او امید یو بل ټکی دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: تاسو ځوانان ډاډه اوسئ چې د بشریت د دښمنانو یعنې د امریکې د بې لارې شوي هڅوب او د اسرائیلو زوال به ووینئ.

=           

                د ایران ولس په تیره بیا ځوانان په تیرو څلویښتو کلونو کښې د انقلاب په مختلفو لسیزو کښې له ډول ډول دباؤنو او د استکبار او صهیونیزم او په سیمه کښې یې د ملګرو هیوادونو له دښمنیو سره سره د انقلاب په ارزښتونو ولاړ دي.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي په هم دې لړ کښې د دویم ګام د بیانیې سرټکیو ته په اشارې سره زیاته کړه: دغه بیانیه د اسلامي انقلاب د تیر وخت، روان وحت او راتلونکي یو کلي انځور دی چې څلور اصلي او مهم ټکي لري. وړومبی: د اسلامي انقلاب د رامینځته کیدو سترتوب او د هغه پایداري، دویم: تر ننه پورې د اسالمي انقلاب د کارکردګۍ عظمت، دریم: د هغه لرلید سترتوب چې اسلامي انقلاب ورته باید ورسي او څلورم اصلي او مهم ټکی: مخې ته په پرتې لاره کښې د ژمن ځوان ځواک د رول عظمت دی.

شک نشته چې د راتلونکي په لاره کښې او د ارمانونو مطابق خوځښت سخت او ګران دی. په دې لاره کښې (انقلابي توب، انقلابي پاتې کیدل او انقلابي عمل کول) درې مهم ارکان او د دښمنانو د دباونو او خنډونو په وړاندې د ایران د ولس د دریدنې لازمه ده.

اسلامي انقلاب په دې څلویښتو کالو کښې د ټولو انقلابي ارزښتونو په ساتلو سره وده کړې او وغوړیده او د راتلونکي پرمختګ په لور پرته لاره کښې هم کولی شي چې په ځوانو، خلّاقو او انقلابي ځوانانو باندې په ملا تړلو سره چې د ایران د جمهوري نظام د ویاړمن راتلونکي یو مهم جوړونکی عنصر دی، خپلو اهدافو ته ورسیږي.

لکه څنه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه، د ایران د ولس د عمومي حرکت لور نیونه د اسلامي ټولنې د جوړولو او بلآخره د پرمتخللي اسلامي تمدن په لور ده.

/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            د امریکې حکومت په تیرو اونیو کښې د ایران خلاف د بې سنده او بې بنیاده تورونو په تکرارولو سره هڅه کړې ده چې له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو میز ته د ایران د کښینولو په موخه یو ستر نفسیاتي جنګ جوړ کړي.

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي تیره اونۍ د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یو لیک کښې په هم دې لړ کښې، له بهر د امریکې د تفرقه اچونکو او فتنه لټونکو هلوځلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

هغه په دغه لیک کښې څرګنده کړې ده: دم ګړۍ داسې علامې شته چې له سیمې بهر ځینې خاص ټولنې د دروغ ویلو، د جعلي معلوماتو او بې لارې کونکو خبرونو د وړاندې کولو او په مینځني ختیځ کښې د خپلو انډیوالو په ملاتړ باندې په ملا تړلو او هم داشان سیمې ته د سمندري ځواکونو په لیږلو سره د خپلو ناروا ګټو د ترلاسه کولو په لټه کښې دي.

=

                د سیمې حساسیت ته په پام سره په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي د دغه سازمان سرمنشي ته په خپل لیک کښې د فارس خلیج د سیمې د مسائلو د یوازنۍ حل لارې په توګه د سیمې د هیوادونو ترمینځ د خبرواترو په ضرورت ټینګار وکړ او په دې لړ کښې یې د سرمنشي انتونیو ګوتریش د اقدام غوښتنه وکړه.

مجید تخت روانچي څرګنده کړه: که ستونزې په بشپړه توګه هوارې نه شي نو د هر ډول احتمالي نښتې لمنه به په چټکۍ سره له سیمه ایزې کچې پراخه شي او د نړیوالې صلحې او امنیت لپاره به خامخا پراخې او جدي پایلې ولري.

=            د ایران د خارجه وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال غلامحسین دهقاني هم په ایران کښې د اسلامي هیوادونو د سفیرانو په کتنه کښې، په عربستان کښې د اسالمي ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د غونډې ترسره کیدو ته په اشارې سره وویل: د اسلامي ملګرتیا سازمان باید د اسلامي امت د پیوستون او یوموټي توب د پياوړتیا لپاره یو ځاې ووسي نه دا چې د پردیو د نفوذ په اعمالیدو سره، د تفرقې او دښمنۍ لپاره په یو مرکز بدل شي.

ښاغلي دهقاني د فلسطین مسئله د اسلامي ملګرتیا سازمان وړومبیتوب او لوړ او اصلي موخه وبلله او په اسلامي نړۍ او لویدیځې آسیا کښې روان حالت په تیره بیا د اسلامي هیوادونو ترمینځ د اختلاف اچولو لپاره د امریکې او صهیونیسټي رژیم پلانونو ته په پام سره یې ټینګار وکړ چې د فلسطین له مسئلې د اسلامي ملګرتیا سازمان د غړو د پام اړولو لپاره هر اقدام، د صهیونیسټي رژیم او د امریکې خدمت دی.

=           

د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره، د سیمې اوسني پیچلي امنیتي مسائل یوازې د فارس خلیج د سیمې د هیوادونو ترمینځ د رغنده تعامل او خبرواترو له لارې کنټرولیدی او هواریدی شي. دا ډول سیمه ایزې خبرې اترې باید د متقابل احترام او همداشان د منل شویو کلي اصولو او ګډو اهدافو په تیره بیا د حاکمیت د احترام ، د ټاټوبو د یوموټي توب او د ټولو هیوادونو د سیاسي خپلواکۍ، د نړیوالو سرحدونو د د خلاف ورزۍ نه منلو، د نورو په کورنیو چارو کښې د نه لاسوهنې، د اختلافاتو د صلحه ایز هواري، د ګواښ او زور د نه کارولو او په سیمه کښې د صلحې، ثبات، پرمختګ او سوکالتیا پر اساس ولاړې وي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د خپلو آسیايي سلامشورو په دوام کښې تیره پنجشنبه پاکستان ته سفر وکړ.

ظریف سیمې ته خپل پړاویز سفرونه د روانې مۍ میاشتې له دولسمې نیټه څخه له ترکمنستانه پیل کړل او بیا هندوستان، جاپان او چین ته لاړ.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر آسیايي سلامشورې په اسلام آباد کښې د پاکستان له چارواکو سره د جمعې د ورځې له خبرواترو وروسته، عراق ته په سفر سره دوام لري.

محمد جواد ظریف د جمعې په مازیګر په اسلام آباد کښې د پاکستان د قومي اسمبلۍ (پارلیمان) له مشر اسد قیصر سره له ملاقات وروسته وویل: د پاکستان له خارجه وزیر، د پوځ له قومندان، وزیراعظم او د پارلیمان له مشر سره مې خبرې اترې تهران ته د عمران خان له سفر وروسته د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ او د ترهګرۍ او د هغو ډلو خلاف د همکارۍ په هکله وې چې په بهرني دباؤ او ملاتړونو سره د دې دواړو ګاونډي هیوادونو خلاف کار کوي.

د ایران خارجه وزر وویل: له پاکستاني چارواکو سره په دې هکله چې دواړه هیوادونه څنګه د امریکایانو د زیاته غوښتنو او بدماشیو په وړاندې ودریدی شي، خبرې اترې وشوې.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            د ایران د تیرې اونۍ یوه بله مهمه پیښه د اسلامي انقلاب له معظم لارښود سره د فارسي ژبې او ادب د یوشمیر استاذانو او شاعرانو ملاقات و.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په دغه کتنه کښې چې د کریم اهل بیت حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام د نیکمرغه میلاد په شپه وشوه، د شعر ښکارنده او بیان د خلقت یوه معجزه وبلله او زیاته یې کړه: شعر د جمال او ښکلا اړخ لري او دا امتیاز، شعر په یوې اغیزشیندونکې او مسئولیت راوړنکې رسنۍ بدلوي چې دا ژمنه باید د پوهونې او هدایت د بهیر په خدمت کښې راشي.

معظم رهبر د انقلاب د شعر د بهیر حرکت او پرمختګ هیله منونکی وباله او ویې ویل: البته نور شعري بهیرونه هم شته دي خو دا د انقلاب د شعر بهیر دی چې د مضمون، په مضامینو کښې د نوښت او د الفاظو د صیقل موندنې له لحاظه یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د ایران په ویاړمن تاریخ کښې د خلکو ملي پیوستون او هویت تل د فارسۍ ژبې او له معنا د ډکو شعرونو په بیان سره ساتل شوی او دا تل پاتې والی په پارسي شعر وینه کښې د نښتو ارزښتونو د بیان په وجه دی.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي په خپلو وینا کښې د توحیدي معارفو، د اهل بیتو علیهما السلام د فضائلو، انقلاب او د هیواد د مختلفو پیښو او د اسلامي دنیا د ډول ډول مسائلو په خدمت کښې د شعر راوستل د شعر د لوړتیا لامل وبلل او زیاته یې کړه: په خپلو شعرونو کښې، سیلاب ځپلو ته په مرسته رسونه کښې د خلکو د سرشیندونکي شتون د پرتمینې او ښایسته حماسې په شان د ولس کرداري ښکلاوې انځور کړئ ځکه چې دا کار ستاسو شعر د ولس د هویت په بیرغ بدلوي.

دوي هم داشان د ملي او کلتوري هویت د ساتنې په اهمیت باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: د ولس د هویت ساتنه ډیره ضروري ده ځکه کوم ولس چې خپل هویت ورک کړي هغه د پردیو په موټي کښې اوبه کیږي او له مینځه ځي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه