Jun 30, 2019 15:06 Asia/Kabul
  • مینځنی ختیځ په تیره اونۍ کښې

په تیره اونۍ کښې د مینځني ختیځ یا لویدیځې آسیا مهم بدلونونه

که څه هم تیره اونۍ په مینځني ختیځ کښې د یمن د بدلونونو، د سوریې د اساسي قانون د کمیټې په هکله د لویدیځو قدرتونو د اختلاف او هم داشان جنوبي کوریا ته د محمد بن سلمان د سفر په شان مهمې پیښې رامینځته شوې خو د منامې غونډې او ورپورې اړوند بدلونونه په کښې ترټولو مهم وو چې په دې پروګرام کښې یې جاج اخلو.

=            د منامې اقتصادي غونډه د جون په ۲۵ او ۲۶ نیټه د بحرین په پلازمینه کښې جوړه شوه. خو له هغو ډیرو هلوځلو سره سره چې امریکې د دغې غونډې د ترسره کولو لپاره وکړې، له امریکې، عربستان او اماراتو پرته په کښې نورو هیوادونو په ډیره ټیټه سویه ګډون وکړ او دغه سطحه یې دومره ټیټه وه چې مصر په کښې حتی د مرستیال وزیر تر حده شتون درلود. د امریکې حکومت په دغه غونډه کښې د لبنان په شان ځینو هیوادونو د ګډون لپاره چې د پیړۍ د معاملې د طرحې یوه برخه هم ورپورې اړوندیږي، حتی د بیروت حکومت ته ځینې وړاندیزونه وکړل خو د بیروت چارواکو دغه وړاندیزونه په کلکه رد کړل.

په هم دې لړ کښې الاخبار ورځپاڼې د لویدیځ د سفارتي سرچینو په حواله لیکلي چې د امریکې د ولسمشر زوم او سلاکار جارد کوشنر لپاره د دې چې لبنان په دغې طرحې کښې شامل کړي، د دغه هیواد وزیراعظم سعد حریري ته یولړ وړاندیزونه کړې دي. د دغه خبر له مخې، د کوشنر په وړاندیزونو کښې د لبنان په سویل کښې د اختلاف وړ سرحدونو د انځورولو په بهیر کښې اسانتیا، ډیرو مالي سرچینو ته د بیروت لاسرسی او د سوري کډوالو د ستنولو د بهیر له چټکتیا سره د امریکې ژمنه شامله وه څو لبنان هم فلسطیني کډوالو ته دائمي ځاې ورکړي، خو د لبنان وزیراعظم تیره چارشنبه وویل: د لبنان حکومت د پيړۍ د معاملې خلاف دی او زمونږ اساسي قانون مونږ ته د فلسطیني کډوالو د دائمي استوګنې اجازه نه راکوي.

مهم ټکی دا دی چې په دغې غونډې کښې هیڅ کومې فلسطیني ډلې ګډون نه درلود. د کورواکه تشکیلاتو، فتح غورځنګ او د مقاومت نورو ډلو د منامې د غونډې پریکنده مخالفت وکړ او په کښې یې د یوشمیر عربو هیوادونو ګډون هم له فلسطین سره خیانت وباله. په حقیقت کښې د منامې غونډه د فلسطیني ډلو ترمینځ د اجماع سبب شوې ده.

د دې غونډې د ترسره کولو د هدف په هکله یو بل ټکی دا دی چې په تیره بیا د فلسطین په هکله یې اقتصادي اهداف په نظر کښې درلودل. د ډونلډ ټرمپ سلاکار او د پیړۍ د معاملې یو اصلي پلانونکي جارډ کوشنر د بحرین د غونډې په پرانیسته کښې مدعي شو چې د امریکې وړاندیزي طرحه د فلسطینیانو لپاره لږترلږه یو میلیون (لس لاکه) کاري فرصتونه برابروي او په کښې به په اردن، لبنان او مصر کښې سرمایه ګذارۍ شاملې وي.

خو سره له دې د غونډې په پاې کښې معلومه نه شوه چې په فلسطین کښې د ادعايي پانګونې لپاره د منامې په غونډه کښې څومره پانګونه جذب شوې ده.

هم دا دوه عوامل یعنې په غونډه کښې د ګډون کونکو هیوادونو ټیټه سطحه او د جذب شویو مالي سرچینو نه معلومیدل د منامې د غونډې د ماتې بیانونکې دي.

=           

                د منامې د غونډې له ترسره کیدو مخکښې، په دوران کښې یې او وروسته ترې، له دغې غونډې سره په مخالفت کښې په مختلفو هیوادونو کښې ګڼې مظاهرې ترسره شوې. د منامې د غونډې له ترسره کیدو مخکښې په مراکش، تیونس، اردن او مصر کښې د هغې په مخالفت کښې مظاهرې وشوې.

د غونډې د ترسره کیدو په وخت هم د بحرین خلکو د مظاهرو په کولو سره له فلسطینه د ملاتړ په ترڅ کښې د منامې له غونډې او هم داشان له آل خلیفه سره خپل مخالفت څرګند کړ او ویې ویل چې آل خلیفه د دې داسې غونډې د ترسره کولو رواوالی نه لري او د بحرین د خلکو منتخب او غوره کړی واکمن نه دی. د بحرین خلکو هم داشان په خپلو کورونو د فلسطین بیرغونه ولګول.

د منامې د غونډې له ترسره کیدو وروسته هم د عراق خلکو د مظاهرو په کولو سره، د دې په ترڅ کښې چې له هغې سره خپل مخالفت وښايي او د فلسطین ملاتړ وکړي، د بحرین د خارجه وزیر څرګندونو ته یې هم غبرګون وښوده. عراقي معترضانو تیره پنجشنبه په بغداد کښې بحرین د سفارت مخې ته د منامې د غونډې خلاف مظاهرې وکړې او د سفارت ودانۍ ته ورننوتل او د بحرین د بیرغ پر ځاې یې د فلسطین بیرغ ولګوه.

د فلسطین خلکو هم د ستنیدو د حق د څلور شپیتمې جمعې د لاریون په ترسره کولو سره، د منامې په کوربه توب د فلسطیني ضده غونډې په ترسره کیدو باندې په اعتراض کښې (د بحرین غونډه دې ناکامه وي) شعارونه ورکړل.

د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ(حماس) د سیاسي دفتر غړي خلیل الحیه چې په دغه لاریون کښې یې ګډون درلود، وویل: ټول شواهد ښودنه کوي چې د بحرین غونډې چې د امریکې حکومت د فلسطین د ارمان د ختمولو په لړ کښې د پيړۍ د معاملې د اقتصادي برخې د مخ کتنې لپاره ترسره کړه، ماتې خوړلې ده.

په عین حال کښې اسرائیلي پوځیانو د تیرو ۶۳ اونیو په شان دا جمعه هم د ستنیدو د حق په ستر لاریون کښې پر ګډونوالو فلسطیني معترضانو باندې په حملې سره ۴۹ کسان زخمي کړل.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ویلی شو چې بحرین د منامې د غونډې اصلي بایلونکی و ځکه د دې په ترڅ کښې چې د فلسطیني ضده غونډې د ترسره کولو په وجه د بحرین د واکمنانو خلاف د عرب نړۍ د عامه افکارو کرکه یې څرګنده کړه، د بحرین د خارجه وزیر څرګندونې هم د آل خلیفه رژيم خلاف د نیوکو او اعتراضونو د یو نوي پړاؤ د پيلیدو سبب شوې خو د دې غونډې پټ هدف، له اسرائیلو سره د عربو هیوادونو د اړیکو سمول وو. د اسرائیلو رسمی چارواکو په دې غونډه کښې ګډون نه درلود خو اسرائیلي رسنیو په منامې کښې ښه ګرم شتون درلود.

د بحرین د بهرنیو چارو وزیر خالد بن احمد د منامې د فلسطیني ضده غونډې د ترسره کیدو په وخت د صهیونیسټي رژیم له څو رسمي رسنیو سره مرکه وکړه او له دغه رژیم سره د سفارتي اړیکو د ټینګښت غوښتنه یې وکړه.

خالد بن احمد د منامې د غونډې په ترڅ کښې د صهیونیسټي رژیم د ټیلیویژن دیارلسم چینل ته په مرکه کښې په دې خبرې سره چې دا مصاحبه باید ډیره مخکښې شوې وی، په ډاګه وویل: اسرائیل د دې سیمې د تاریخي میراث یوه برخه ده او یهودیان زمونږ په نزد ځایګاه او موقعیت لري.

د بحرین د بهرنیو چارو وزیر له اسرائیل ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کښې هم وویل: اسرائیل لپاره د دې جوړ شوی دی چې پاتې شي او دا حق لري چې د امنو او خوندي پولو دننه ژوند تیر کړي.

د بحرین د خارجه وزیر دا کم مخینې څرګندونې له داسې پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوې چې د عراق د خلکو مظاهرې او په بغداد کښې د بحرین سفارت ته د هغوي ورننوتل او هلته د فلسطین د بیرغ رپول په کښې شامل دي چې د بغداد او منامې ترمینځ د کشالې سبب هم وګرځیدې.

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د سیاسي دفتر غړي خالد البطش د بحرین د خارجه وزیر د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: داسې ښکاري چې د بحرین نظام خپل واک اختیار نه لري او د نورو هیوادونو له خوا اداره کیږي او په سیاسي ډګر کښې د لیبارټرۍ د منږګ رول لوبوي او نور عرب هیوادونه د فلسطین د موضوع په شمول سیاسي بهیر د دغه هیواد له لارې او د امریکې تر نیغې څارنې لاندې پر مخ بیايي.

د کویت د خارجه وزیر مرستیال خالد الجارا... هم د خپل بحریني همرتبه د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: ترڅو چې د فلسطین د ولس بنیادي حقوق نه وي پوره شوې او اندیښنې یې نه وي ختمې شوې تر هغې له اسرائیلو سره د اړیکو نه سمول، د فلسطین د مسئلې په وړاندې د کویت اصول دي.

دا ډول پراخ غبرګونونه سبب شول چې د بحرین د بهرنیو چارو وزیر خالد بن احمد له خپلو څرګندونو په شاتګ سره مدعي شي چې د منامې غونډه له اسرائیلو سره د اړیکو د سمولو لپاره نه وه.

=            د پيړۍ د معاملې یو مهم بند د پوځ او درنو وسلو له لرلو د فلسطین بې برخې کیدل او یوازې د ښاري پولیسو او سپکو وسلو لرل دي. د پیړۍ په معاملې کښې د داسې یو شرط راوستل په داسې حال کښې دي چې د ۲۰۲۰ کال د دفاعي بودجې په لایحه کښې چې تیره جمعه د امریکې سنا جرګې تصویب کړه، د میزایل پروګرام په لړ کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم د ملګرتیا لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو د بیلیدو مجوز صادر شوی دی. په توغندوي پروګرام کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم په ملګرتیاؤ پورې اړونده بودجه هر کال د امریکې د دفاعي بودجې د لایحې په متن کښې د کانګرس له خوا تصویبیږي. دا ملګرتیا له صهیونیسټي رژيم سره د امریکې له نیغ په نیغه مرستو بیله ده، خو څارونکي یې د واشنګټن او تل ابیب د اړیکو یوه مهمه برخه ګڼي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه