Jul 11, 2019 11:24 Asia/Kabul
  • کور او کورنۍ

د سالمې او غوړیدلی ټولنې لومړنې شرط د کورنۍ سلامتیا او پایدارۍ ده

مونږه ټول کم یا زیات په ژوند کی تیروتنې کوو ، مهمه دا ده چی درک کړو کومې تیروتنې مو کړی دی او هغه تکرار نکړو . ښځه اوخاوند په ګډ ژوند کی تیروتنې کوی . کله کله دا زمونږ تیروتنې دی چی د یوې کورنۍ ژوند ستنې لړزوی . د خاوند یا میرمنې لخوا د تیروتنې په وخت زمونږ  لهجه رامینځته شوی بد شرایط نور هم خرابولې شی ، خو په هر حال دا هغه مسله ده چی بایدبیان شی . کارپیژاندی سپارښتنه کوی کله چی په میرمنې او خاوند کې یو کس تیروتنه وکړی ، صادقانه او په صمیمی ډول پرې اعتراف وکړئ ، ځیر ووسی چی د بل احساسات داغی نکړئ . صداقت ، د پښیمانۍ څرګندول یا شرمندګۍ یوازنې درمل دی ، ځکه چی د تیروتنې نه منل اختلافاتو ته لمن وهی ، تر هغه چی په خپلې تیروتنې اعتراف ونکړئ ، له خپل خاوند یا میرمنې بخښنه ونه غواړئ د تاسو کورنۍ ژوند نه ښه کیږی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

دوستانو په دې برخه کی د تاسو پام د کورنۍ د پیاوړی کولو د لارو چارو په باب راغواړو . د کورنۍ پیاوړتیا  موضوع اهمیت د کورنۍ اورګان په  اهمیت  کې جرړه لری . د کورنۍ سپیڅلی اورګان د بشری ټولنې اساسی رکن او د راز راز کلتورونو ځای دی تر دې چی د امتونو نیکمرغی او شقاوت  د کورنۍ د رشادت او ضلالت پامته داره دی . د سالمې او غوړیدلی ټولنې لومړنې شرط  د کورنۍ سلامتیا او پایدارۍ ده . د بشر درستې علمی او هنری بریاوې د سالمو او امنو کورنیو په سیوره کی رامینځته شوی دی . د کورنۍ هدفونه او د هغې د جوړولو غوښتنې ایجابوی چی د هغه بنسټ کیښودونکی یعنی میرمن او خاوند د دغې ودانۍ په پیاوړتیا او پایدارۍ کې خپله ټوله هڅه وکړی او په هماغه انګیزه چی د هغې د جوړولو اقدام یې وکړ ، د هغې په دوام هم ټینګار وکړی تر څو د دغه سپیڅلی اورګان وحدت او غوړیدا تر پاې وساتل شی .

««««««««««««««««««««««««««««««

د کورنۍپه سلامتیا او پیاوړتیا کې یو اغیزمن عامل  مالی او اقتصادی بحثونه دی . د حلالې روزۍ د ترلاسه کولو په لړ کی هڅه او کار د کورنۍ ستنو او اساس ته په لوړتیا بخښلو کی رول لوبوی . سالمه کورنۍ د سالمې ټولنې زمینه جوړونکی ده او که کونۍ روحی او بدنی سلامتیا ونلری ، نو د هغې په اندازه ټولنه هم تر اغیز لاندې ورځی . په اسلام کې د حلالې روزۍ په ترلاسه کولو کې هڅه د کورنۍ د اساس د پیاوړتیا یو اصلی رمز بلل شوی دی . په دې ډول چی د ایمه اطهارو (ع ) په ویناو او سیرت کی دغې موضوع ته بیا  بیا اشاره او پرې ټینګار شوی دی . رزق او روزی له دې اړخه د بشر په وګړنیز او اجتماعی ژوند کې  اهمیت لری چی انسان له لومړیو له هغه سره وده کوی او د ژوند تر پایه له هغه سره کار  لری او ډیرې  مهمې اغیزې اوګټې لری . د زیار او کوشش په نتیجه کی ترلاسه شوی درامد انسان ته ارامښت ورکوی او هغه کورنۍ چی پکې ارامښت وی  ، له لانجو ، ګډوډیو او بداخلاقیو لیری وی .

««««««««««««««««««««««««««««

د کورنۍ مسلو کارپیژاندۍ میرمن زهرا میرزایی وایی هغه کسان چی په حلال مال  باور لری ، د هغه کموالی ته په حرام مال ترجیح ورکوی او دغه کسان چی په حلال مال راضی وی ، د ژوند لګښتونه چی عموما له یوه بل سره د سیالۍ له امله وی ، کمیږی او په ژوند کی ارامښت پیدا کوی . هغه کورنۍ چی حلال رزق خوری ، خپل اخرت په دنیا نه خرڅوی او په ژوند کی  له بخل ، حسد کول ، بی ځایه لګښتونو او اسراف ډډه کوی  اود اقتصاد  په سم مدیریت سره  د کورنۍ د اساس له پیاوړتیا سره مرسته کوی .  میرمن میرزایی باوری ده د کورنۍ د اورګان پیاوړتیا د کورنۍ له اقتصادی وضعیت ښه کیدا او هوساینېسره متقابل ارتباط لری او د انسان مال او شتمنۍ هر څومره چی پاک او پاکیزه وی نو برکت به یې هم زیات وی .

«««««««««««««««««««««««

البته باید پام وکړو چی قران کریم مونږه هیڅکله  له الهی مواهبو او لورینو سترګو پټولو ته نه یو بللی او بی وزلی یې ارزښت او نعمت نده بللی ، بلکې تل یې انسان فعالیت ته بللی دی تر څو د کار او هڅې له لارې په ژوند کی حلالې روزۍ او هوساینې ته ورسی . قران کریم د بقرې سورې په ۱۶۲ ایت کی فرمایی ،،

ای خلکو هغه څه چی په مځکه کی دی ، حلال او پاکیزه وخورئ ،،

د عزت ژوند ایجابوی چی هر کس ځان لپاره د عزت کار انتخاب کړی او د هڅې او زیار له لارې د خپل او کورنۍ روزی تامین کړی ، ځکه چی د بیکاری نتیجه ، د مهارت نه درلودل او د وخت ضایع کول دا ده چی انسان ځان او خپله کورنۍ په نورو بار او بوج جوړه کړی  او داسې کس د خدای له رحمته لیری دی . د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد (ص ) فرمایی ،

هر څوک چی د خپلو مټو په زور رزق وخوری  نو خدای تعالی ورته په رحمت سره ګوری او هیڅکله ورته عذاب نه ورکوی .

«««««««««««««««««««««««

اسلام  د کورنۍ ارامښت او روزی تامینولو باندې ډیر ټینګار کړی دی .

حضرت امام سجاد علیه سلام په دې باره کی فرمایی ، که بازار ته ولاړ شم او ما سره پیسې وی او د هغه په وسیله خپلې کورنۍ لپاره غوښه واخلم چی هغې ته ډیره اړتیا لری ، نو دا مې ډیر خوښ دی له دې چی په هغوپیسو یو کس ازاد کړم .

رسول ا... مبارک هم د هغو کسانو په اړه چی د وس له درلودلو سره سره په کورنۍ سختې تیروی ، فرمایی ، هغه کس چی مالی وس لری خو له کورنۍ سره سختی کوی او هغه یې له ارامه ژوند محرومه کړی ده ، له مونږه ندی .

د ناروا او نامناسب کار پایلې د زړه سختوالې دې . هغه خوړه چی انسان خوری که ناپاکه او حرام وی ، نو زړه توروی ، په دې بڼه کی نور له هغه هیله نشته او په هغه نصیحت او وعظ اثر نه کوی  حتی د سختو او لړزونکیو صحنو لیدل هم په هغه هیڅ اثر نه کوی .

لکه څرنګه چی د شهیدانو سردار حضرت امام حسین ع د عمر سعد لشکریانو ته وفرمایل ، دا چی تاسو زما نافرمانی کوئ  او زما خبرو ته غوږ نه ږدئ دا دی چی د تاسو خیټې له حرامو ډکی دی او په زړونو مو مهرونه لګیدلی دی او نور حق نه منئ .

څرګنده ده چی حلال رزق ته بی پامی په نطفې او نسل منفی اغیزشیندی . حرام درامد پر بچیانو اغیز شیندی او ګناه ته د کورنۍ د غړیو ګروهنه زیاتوی ، نو ځکه د هغو روزل سخت او اخلاقی تکامل یې له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ کیږی . حرامه لقمه د یوه ماشوم په ځان او روان کی دومره اغیز شیندی چی په اسانۍ سره نیکمرغۍ ته نشی رسیدلی .

له همدې امله د حلالې روزۍ ګټل او پاک درسترخوان پراخول د کورنۍ د پیاوړتیا په لړ کی د کورنۍ د مشر لخوا یو کارنده کار دی .

حضرت امام رضا علیه سلام هم په دې هکله  فرمایی  څوک چی د خدای تعالی په عنایت او فضل په تکیې سره د حلالې روزۍ په ترلاسه کولو پسې وی  ،  له هغه جنګیالی چی د خدای تعالی په لاره کی جهاد کوی ، ډیر انعام او پاداش لری .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

قران کریم په څو ایتونو کې د پیغمبر اکرم ص ځینو میرمنو ته خبرداری ورکوی اود هغو نه سنجول شوی کارونه رټی او له هغو غواړی چی د اسلام له ګران پیغمبر ص سره د خپل ګډ ژوند قدر وکړی . د تحریم سورت په ایتونو کی درست مومنان مخاطب شوی  او پکې دمیرمنې او بچیانو او کورنۍ د تعلیم و تربیت په اړه حکمونه ورکړل شوی دی  . لومړی فرمایی ،  یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَکمْ وَ أَهْلِیکمْ ناراً وَقُودُهَا النَّاسُ وَ الْحِجارَةُ .....،،

ژباړه :ای هغه کسانو چی ایمان مو راوړې دې ځان او خپله کورنۍ له هغه اور څخه سونګ یې انسانان او کاڼی دی ، وساتئ .

دا چی ځان ساتل څرنګه دی ؟ د دینی چارو کارپیژاندی د ګناه پریښودل او دسرکش شهوت په وړاندی نه تسلیمیدل د خپل ځان او په تعلیم و تربیت سره د خپلې کورنۍ د د ساتلو سبب او ښو کارونو ته رابلل او له بدو کارونو منع کول او له هر ډول ککړتیا  د پاک چاپیریال برابرول دی . دا هغه پروګرام دی چی باید د کورنۍ د بنسټ له کیښودلو یعنی د واده له سریزو او بیا د بچی د زیږیدا له لومړنۍ شیبې پیلیږی او په درستو پړاونو کی په سمې پلانونې اوځیرتیا سره تعقیب شی . په بله وینا د میرمنې او بچی حق یوازې د ژوند د لګښت ، مسکن او د هغو د خوړو په تامینولو سره نه ادا کیږی ، بلکې له دې مهم د هغو د روح خوړه او د سم تعلیم او تربیت د اصولو کارول دی .

پای

 

 

 

ټیګونه