Jul 15, 2019 16:48 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان مهم بدلونونه

= د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍکې د پاکستان او افغانستان د مهمو بدلونونو نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغې نننۍ برخې کې په تیرې اونۍ کې د دواړو هیوادونو ځینو مهمو بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه او ورپسې هم یوه تحلیلي برخه لرو،هیله د استفادې وړ مو وګرځي .

*/*/*/*/    په قطر کې  د بین الافغاني غونډې په اعلامیې  د افغانستان د مشرانو جرګې  د مشر غبرګون،*/*/*/*/*/  له کوم شرط پرته  له طالبانو ډلې سره پر نیغ په نیغه خبرواترو د  اشرف غني ټينګار */*/*/*/*/  په افغانستان کې د سولې په ټينګیدا کې دپاکستان د بې وسۍ په باب د مولانا فضل الرحمان دریځ */*/*/*/  په قطر کې په بین الافغاني خبرواترو د  ګلبدین حکمتیار غبرګون،په قطر کې د امریکا د سولې خبرواترو ته د طالبانو د جلاشوي څانګې خبرداری */*/**/*/  په دوحې کې د  امریکا  او طالبانو د استازو ترمینځ د سولې د خبرواترو بې نتیجې پاي  او له پاکستان سره د آسیائي پراختیائي بانک او ائي ایم ایف مرستې،په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان یوشمیر مهم بدلونونه  وو ،چې په دې اړه مو اوس هم  تحلیلی برخې  آوریدو  ته رابولوو.*/*/*/*/*/*/*  

             د افغانستان د مشرانو جرګې  مشر  په قطر کې د بین الافغاني  خبرواترو په اعلامیې سخت غبرګون ښودلی دی .فضل هادي مسلم یار د افغانستان د مشرانو جرګې  په غونډې کې  په افغانستان کې د طالبانو  د جنګ  ،جهاد بلل او  د یوه اسلامی نظام  د رامینځةکولو پشمول  د دوحې دغونډې  داعلامیې  ځيني مادې ، ددغه هیواد د اساسی قانون خلاف بللي  او وئيلی ئې دي ، دغه موردونه هیڅکله  هم د افغان ولس لپاره دمنلو وړ نه دي .

Image Caption

 

 

 د قطر په دوحې کې د طالبانو او د افغانستان دسیاسی اومذهبي شخصیتونو او ګوندونو او ډلو ټپلو  د استازو غونډه،د افغانستان د حکومت له خوا له د کوم استازي له شتون پرته شوي ده .

  په قطر کې د بین الافغاني ناستې  په اعلامیې  د افغانستان د سناجرګې د مشر  دریځ،چې  د طالبانو ډلې  او دسیاسی ډلو ټپلو  د استازو په شتون سره ترسره شوي،ددغې غونډې له ایجنډا په هغې بهرنۍ محتوا یو طبیعي غبرګون دی ،چې د ملی ګټو او مصلحتونو په خلاف دي .

                په قطر کې دبین الافغاني غونډې په اعلامیې کې په افغانستان کې د طالبانو د جنګ جهاد بلل ښئ چې  په دغې غونډې کې ګډون کونکي د ملی پخلاینې بهیر ته واردولو ته د طالبانو د هڅونې په خاطر تیار شوي،چېددغې ډلې  له سرزورو خبرو او ادعاګانو سره ملګرتیا وکړي  .

 په داسې حال کېد قطرپه غونډې کې ګډون کونکو په افغانستان کېد طالبانوجنګ او وینو بهول  جهاد بللی،چېپه دغه هیواد کې ددغې ډلې له مرګونواقداماتو څخه دغه شانغیر واقعي روایت، هیڅکله هم د خلکو د منلو وړ نه دی  .

Image Caption

 

طالبانو ډلې په دغو کلونو کې هڅه کړې څو دافغانستان د جنګ په دوام کې خپل کړچار له بهرنیو عسکرو سره په مقابلې کې جهاد ونوموي،چې  دغه  شان ادعا د  افغانستان ددیني عالمانو  له خوا  رد شوې ده .

  د افغانستان دیني شخصیتونو او  د عالمانو شورا  په کرتو،په دغه هیواد کې جنګ،حرام بللی دی،چې دغه دریځ ښئ د هغه جهاد په نامې د خپلو تاؤتریخجنو  اقداماتو  د توجیه  لپاره  د طالبانو  هڅه ، چې  په دیني تعلیماتو کې  خپل خاص تعریف لري،د دیني چارو د کارپيژاندو او عالمانو  له خوا  د منلو وړ نه ده  .طالب

Image Caption

 

          طالبان په داسې شرائطو کې په افغانستان کې جنګ  او په دغه هیواد کې له بهرنیو پوځيانو سره مقابله ،جهاد ګڼي چې  ددغې ډلې  په جنګي منظومې کې عادي خلک او ددغه هیواد دپوځ او پولیسو پشمول  امنیتی ځواک هم پکې قرباني کیږي .د افغانستان د امنیتی ځواک او ولس په  وړاندې د طالبانو مرګوني اقدامات  په داسې حال کې دي ، چې  هیڅکله  هم  په افغانستان کې له بیلابیلو ولسی ډلو ټپلو سره ددغې ډلې د انساني ضد او ځيږې  مخامخیدنې ډ ولوالۍ ، د هغه څه په اساس  چې  په دیني تعلیماتو کې راغلی دي ، جهاد نشي بلل کیدلی .

 په دیني مفهمونوکې له کافرانو سره له جهاد سره د اړونده اړخونو او تعریفونو  روڼتیا ته په پام سره،له  نیواکګرانو  د مبارزې په نامه  د افغانستان د وسلوال پوځ  په ضد ځان مرګي  حملې او بمي چاودنې  او د خلکو وژلې ، نه یوازې  جهاد نه دی،بلکې  د مسلمانو خلکو په ضد  جنګ دی .

Image Caption

 

دا اندیښنه شته چې د طالبانوډلې تاؤتریخجنو اقداماتو ته په رواوالی وربخښلو سره په بین الافغاني غونډې کې د ګډون کونکو له خوا ددغې ډلې جنګ،جهاد بلل،له طالبانوډلې سره په احتمالی خبرو اتروکې طالبانو ته  د امتیاز په ورکولو کې  د کابل حکومت  دپابند کولو لپاره زمینه برابره کړي .

             د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ف څانګې مشر مولانا فضل الرّحمن  وئيلی دي ، دغه هیواد په دې دلیل چې له  ډیرو زیاتو داخلی مشکلاتو سره لاس او ګریوان دی،په افغانستان کې د سولې په ټينګولو کې  د مرستې  کولو امکان نه لري .هغه زیاته کړې،پاکستان  په افغانستان کې  د سولې د  ټينګیدا لپاره هیڅ  ملګرتیا نشي کولی .

Image Caption

 

 د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ف څانګې  مشر  وئیلي دي،د پاکستان حکومت  د افغانستان له حکومت سره خبرواترو او د سولې منلو ته طالبان نشي مجبورولی،پر دې اساس،باید له پاکستانه دغه شان تمه ونه لرل شي .

 په دې باب د مولانا صیب  څرګندونې چې  پاکستان له ډيرو داخلی مشکلاتو سره د ښکیلیدا په دلیل  په افغانستان کې  د سولې له ټينګیدو سره په مرستې کې رول  نشی لوبولی،ددغه هیواد  په بدلونونو کې  د ښکیلو لوبغاړو په تمې وړ بهیرکې د موجوده واقعیّت ښودنه کوي .په وروستیو کلونو کې  افغانستان او د امریکا پشمول ځيني  لویدیځي قدرتونو هغه څه ته په اشارې سره چې پر طالبانوئې د پاکستان نفوذ ګڼي،له دغه هیواده غوښتي دي چې  دافغانستان د سولې په بهیر او  ددغې ډلې او دکابل دحکومت ترمینځ دسولې  دخبرواترو  له ترسره کولوسره په مرستې کې دې  اغیزشیندونکی رول ولوبوي .

   د همدغه شان تمې په اساس ده چې دطالبانو او د افغانستان د حکومت تر مینځ د خبرواترو په بهیر کې د پاکستان له خوا اغیز شیندونکي اقدام نه کول لامل شوي دي،چې ا مریکا  او په ناټو کې ددغه هیواد نور شریکان  او په تیره بیا د کابل حکومت  د اسلام اباد چارواکي په دغه هیواد کې د ملی پخلاینې  د پروګرام په باب په کارړنګونې او خنډ جوړونې تورنوي .

  البته د امریکا حکومت پر دې سربیره،له پاکستان سره د مالی اوپوځي مرستو  دغوڅولو په څير  دځينو تدبیرونو په  اعمالولو سره  هڅه کړې ده څو دغه  هیواد   په افغانستان   اوددغه هیواد   دسولې  په بهیر کې   د خپل سیاست بدلولو ته ا ړباسي ، چې البته تر دې دمه ئې څه خاص نتیجه نه ده ورکړې .

  په افغانستان کې د سولې له  ټینګیدا سره  په  مرستې کې د پاکستان د بې وسۍ  په باب د مولانا فضل الرحمان  څرګندونې له اسلام اباده د تمو  د سِکې  دوهم مخ دی چې  تر دې دمه ورته توجه نه ده شوې .

        په طبیعي توګه که  دپاکستان د حکومت لپاره دا  امکان موجود وي ، چې  له افغان حکومت سره  دسولې  دخبرواترو بهیر ته  د واردیدو لپاره د طالبانو نظر جلبولی شی  ، نو بې شکه  ددغه هیواد د مسئلو اوترینګلتیاؤ  په حل کولو کې د خپل مقام او ظرفیّت  دښودلو لپاره  به ئې حتی په وروستیو کلونو کې اساسی او ټاکونکی ګام پورته کړئ وائ .

 دا ګمان هم مطرح دی،چې که پاکستان له افغان حکومت سره دسولې خبرواترو ته د طالبانو  د راضي کولو شرائط په اختیار کې  درلودلئ ،نو له امریکا او  لویدیځي هیوادونو څخه به ئې  د امتیاز د اخستو لپاره  چې  له ترهه ګرۍ سره  په جنګ کې  د ناکامۍ  په جبۍ کې ګیر دي،له خپل ظرفیّته  استفاده کړي وه .

 پردې سربیره،پاکستان له دې لارې  دافغانستان په بهرني سیاست او همداراز ددغه هیواد په خلکو کې له خپل ځانه د مثبت زهنیّت په رامینځةکونې کې ډير مناسب مقام پیداکولی شو.پردې اساس،په افغانستان کې د  سولې له ټينګیدو سره په مرستې کې پاکستان د  بې وسۍ په باب د  مولانا فضل الرحمن  څرګندونې باید  داسې واقعیّت وبلل شي،چې  له طالبانو سره په مخامخیدنې کې د خپلو پروګرامونو دمنظمولو لپاره د کابل د حکومت او  د ناټو غړو هیوادونو پام  سټراټژيک  اهمیّت لري .

            ا فغانستان ولسمشر له کوم شرط پرته  له طالبانو ډلې سره ددغه هیواد د حکومت د مستقیمو خبرواترو پر ضرورت ټيننګار کړی دی .

Image Caption

 

 اشرف غني په کابل کې په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې وئيلي دي ، ددې لپاره چې د طالبانو ډلې او د کابل د حکومت ترمینځ  مستقیمې خبرې اترې پيل شی،هغه  درست شرطونه چې مخکې ئې ټاکلي وو،بیرته اخستل شوي دي .

   د افغانستان  ولسمشر  زیاته کړې ، اوس  په دغه هیواد کې  د طالبانو ډلې لپاره یو بې ساری فرصت رامینځةشوی دی،چې په تیرو اتلسو کلونو کې  ئې هیڅ مخینه   نه ده درلودلې او که دغه فرصت له مینځه لاړ شي،نو نتیجې به ئې نه جبرانیدونکي وي .

 له طالبانو ډلې سره له شرط پرته او د نیغ په نیغه خبرواترو په باب د افغانتسان د ولسمشر څرګندونې  د اشرف غني له خوا کومه نوي غوښتنه نه ده .په افغانستان  کې د اشرف غني واک ته له رسیدو وخت راهسې هغه په ځلونو له طالبانو ډلې سره  د مستقیمو او له شرط پرته  خبرواترو دترسره کولو غوښتنه کړې،چې  دغې ډلې  ورسره هیڅکله هم موافقه نه ده کړې .طالبانو ډلې تل وئيلی دي،تر څو چې  په افغانستان کې بهرني عسکر موجود وي،  ددغه هیواد له حکومت سره به هیڅ ډول خبرې اترې ونه کړي او له ناټو او امریکائي عسکرو سره به خپل جنګ ته دوام  ورکړي .

 د افغانستان د ولسمشر په وسیله د نیغ په نیغه او له کوم شرط پرته خبرواترو پلان په داسېحال کې دهغه له خوا مطرح شوی چې په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمینځ د خبرواترو اوه پړ اؤنه   له کومې خاصې نیتجې  ترلاسه کولو پرته پاي ته رسیدلي دي .

        دې ته په پام سره چې په افغانستان کې د جنګ د ختمیدو او په دغه هیواد کې د سولې د ټينګیدو لپاره د امریکا او طالبانو د خبراترو څو پړاؤنه تر دې دمه ناکام شوي دي،اشرف غني هیله مند دی،چې له طالبانوسره د دوواړخیزو او له شرط پرته  د خبرواترو  د وړاندیز  په بیا مطرح کولو سره دې موضوع ته د دغې ډلې د لوړپوړو مشرانو توجه  واړوي،چې په افغانستان کې د ثبات د ټينګیدا  اصلی لاره  د کابل له حکومت سره  له موافقې تیریږي . 

 ا شرف غني،چې دافغانستان د حکومت د استازو له شتون پرته  له طالبانو سره د دوو اړخیزو خبرواترو په ترسره کیدا کې د امریکا په سیاست نیوکې کوي ،په دې اندیښمن  دی ، چې له تیر وخته زیات  دکابل حکومت  دسولې  د خبرواترو له بهیره څنډې ته شي .

Image Caption

 

په همدې دلیلده چې د افغانستان ولسمشراشرف غني په قطرکې د طالبانو او امریکائي استازو د خبرواترو په ناکامې فضا کې یوځل بیا له دغې ډلې سره له شرط پرته دخبرواترو وړاندیز مطرح کړی څو د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو ا نتخاباتو ترسره کیدا ته په پاتې څو میاشتو کې د سولې خبرواترو ته دطالبانو د هڅولو لپاره خپل بخت یوځل بیا وآزموئي.

 البته په افغانستان  کې دبهرنیوعسکرو ترشتون پورې دکابل له حکومت سره د نیغه په نیغه خبرواترو د وړاندیز په همیشنۍ ردونې کې د طالبانو دریځ ته په پام سره داسې ښکاري،چې اشرف غني به له طالبانو سره د سولې  خبرواترو ته د واردیدو لپاره  په بیا بخت آزموینې کې له مخکینیو  آزموینو لا ښه برخلیک ونه لري .

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه