کور او کورنۍ
که کورنۍ له دو نعمتونو مینې او بخښلو محرومه شی ، نو له روحه خالی بدن په شان به وی چی په دغه کورنۍ کې به هیڅ خوشبختی او بریالیتوب نه وی ، مینه او عاطفه انسان له بی اساسه او سطحی مینو بی نیازه کوی او د دوو هیله مندو او تاندو انسانانو په هڅې سره چاپیریال له دوستی او د مسولیت له احساسه ډکیږی .
کورنۍ فیزیکی ، عاطفی او معنوی درې ارکان لری . د کرونۍ فیزیکی رکن د میرمن او خاوند شتون او د هغه عاطفی او معنوی رکن مینه او بخښل جوړوی . فیزیکی ارکان ، د کورنۍ ډهانچه او باډی جوړوی او عاطفی ارکان د کورنۍ روح او ځان دی .
که کورنۍ له دو نعمتونو مینې او بخښلو محرومه شی ، نو له روحه خالی بدن په شان به وی چی په دغه کورنۍ کې به هیڅ خوشبختی او بریالیتوب نه وی ، مینه او عاطفه انسان له بی اساسه او سطحی مینو بی نیازه کوی او د دوو هیله مندو او تاندو انسانانو په هڅې سره چاپیریال له دوستی او د مسولیت له احساسه ډکیږی . په دې هیله چی د ژوند مرکز مو له مینې او تاندوالی ډک وی ، خپل پروګرام پیلوو ، زمونږ سره ملګری اوسئ
«««««««««««««««««««««««««
په تیر پروګرام کی مو وویل له هغه وخته چی اینټرنیټ او نوی ټیکنالوجۍد انسان ژوند ته ورداخلی شوی دی ، ترننه د انسان لپاره ډیرې نه انکاریدونکی ګټې درلودلی دی ، خو د دغو ګټو تر څنګ پر کورنیو یې یو شمیر اندیښنې هم ورتپلی دی . والدین او بچیان ساعتونه د یوه بل په څنګ کی ناست وی خو ویلو لپاره هیڅ نلری . نورې ډیرې کمې داسې کورنی دی چی غړی یې د یوه بل په څنګ کې کښینی او په بیلا بیلو موضوګانو له ویه بل سره خبرې اترې وکړی او د بیلا بیلو موضوګانو په اړه د یوه بل له لیدتوګو خبر شی .
مجازی فضا په کورنیو کی د ګډوډیو د رامینځته کیدا یوه مهمه زمینه ګرځیدلی ده . په مجازی فضا کی محتویات او وړاندی کیدونکی خدمات سبب شوی دی چی کارونکی د هغو له منفی اړخونو اغیز قبول کړی او ځان لپاره په حقیقی فضا کی د موجودو حقیقتونو په اپوټه د ژوند له بیلا بیلو اړخونو غیر حقیقی تمې تعریف کړی . دا چاره تر ډیره حده د کارونکو حقیقی ژوند تر اغیز لاندې راولی او د کورنۍ د غړیو لپاره به ډیرې تاوانی پایلې ولرلې شی .
د کارپیژاندو په وینا د کورنۍ په چاپیریال کی له اجتماعی شبکو له حده زیاته استفاده د عاطفی ارتباطاتو سویه کموی او په کورنیو کی یې د خبرو اترو اندازه حتی له ۱۵ دقیقو هم کمه کړی ده . د دې په ترڅ کی چی له دغو امکاناتو ناسمه استفاده په کورنیو کی د حریمونو د له مینځه تلو سبب شوی او حتی په ځینو موردونو کی تر بیلتونه د اختلافاتو د رامینځته کیدا سبب شوی ده . د میرمنې او خاوند کی هر یو که پردیو وګړیو او حتی په دوستانو او خپلوانو کی له مخالف جنس سره ارتباط ونیسی نو هغو ترمینځ د باور د کمیدا سبب کیږی او د دغه باور په له مینځه تلو سره ارامښت ګډوډیږی او په نهایت کی کورنۍ جدی تاوان وینی .
«««««««««««««««««««
له بلې خوا د فساد و فحشا د دودنکیو پاڼو ، فیلمونو ، غیر اخلاقی انځورونو او همداراز غیر دینی فیلمونو شتون هغه نورې محتوا دی چی په دغه فضا کی د کارونکیو لپاره برابرې شوی دی . مجازی فضا په ډیر کم لګښت معنوی سنګرونه سست کړی او د ټولنې په کلتور مسلط کیږی او ځوانان او زلمیان د حق له لارې لیرې کوی . روښانه ده چی په اینټرنیټ واکمن ارزښتونه له لویدیځو ارزښتونو سره برابر دی اودغې موضوع په اسانۍ سره د کارونکیو د ژوند سبک یا سټایل بدل کړی دی ، د هغو په ژوند یې واکمن باورونه او اعتقادات ګډوډوی . هغه لوبې چی له نامناسب والی سره سره په یوه ساده لټون او فیلټر ماتونکی سره په شبکو او سایټونو کی وړیا او په اسانۍ سره موجودی دی ، د اوسنی مجازی فضا له نورو تاوانی ځانګونو دی .
«««««««««««««««««««««««««««««««
د اینټرنیټ یو بل تاوان په هغه روږدی کیدا ده . هغه مهم عامل چی لومړنی تاوان یې ښځه او خاوند ته متوجه او یوه بل ته د هغو د بې پامی سبب شوی دی . اینټرنیټی اعتیاد یو ډول روان شناختی او اجتماعی ګډوډی حسابیږی چی یو راز په اینټرنیټ پورې تړل کیدا ده او له ایڼترنیټ ناروغ ډوله او وسواسی استفاده پکې شامله ده .
کارپیژاندی باوری دی چی اینټرنیټ د کارونکیو د اجتماعی انزوا سبب کیږی . د بیلګې په توګه فیلیپ برتون د اینټرنیټ ایین تر عنوان لاندې په یوه څیړنه کی په امریکا کی په دو کلونو کی په ۲۵۶ کسانو د اینټرنیټ د مخربو اغیزو ، پایلو او اجتماعی اړیکو لپاره د ګواښ جاجونه کړی ده . د هغه تحقیق او څیړنې نتیجې ښی چی له اینټرنیټه استفاده د نودې او لیرې اجتماعی اړیکو حلقه کموی او څنګته کیدا او سټریس زیاتوی . په نتیجه کی نوی ډول څنګته شوی وګړی ظاهریږی چی یوازې معلوماتی او اوزاری ارتباط لری . دغه وګړی د بشری ټولنې له اجتماعی پیوند سره بل شانته اجتماعی اړیکی ټینګوی .
په ایران کی هم د ټولنې ځوانتوب او له ټیکنالوجیکی تجهیزاتو د استفادې زیاتیدا ته په پام سره په ځوانانو او زلمیانو کی له اینټرنیټه استفاده زیاته شوی ده . دغه مسله له دې امله د پام وړ ده چی په اینټرنیټه روږدی کیدا په تحصیلی ، کړچاری او اخلاقی زمینو د جدی تاوانونو زمینه جوړونکی ده . د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای دغې موضوع ته پام کوی او فرمایی ،
کله چی جسمانی ژواک چاپیریال ککړیږی نو ټول د خطر احساس کوی او خبرداری ورکوی مثلا وایی د تهران یا فلانی ښار هوا دومره ککړه شوی ده ،البته داککړتیا تاوانی ده او په دغه فضا کی د خلکو تنفس د هغو د بدن ، سږو ، وینې او اعصابو په تاوان تمامیږی ، دا سمه ده ، خو کلتوری چاپیریال څه ؟ ایا کلتوری ژواک چاپیریال اهمیت نلری ؟مسلمان ځوان په داسې چاپیریال کی وده وکړی چی پکې ډول ډول شهوت او فساد ، بیکاری او بی عاری ، اعتیاد ، راز راز ښکیلیدا ته لمسول او پردیو ته کلتوری او سیاسی اړوند ته هڅول وی ، او په دغه کلتوری فضا کی معلق او ځوړنده وی . ایا دا د هغه چا لپاره چی د هیواد په کلتوری فضا کی تنفس کوی ، تاوانی ندی ؟
«««««««««««««««««««««««««««««
کارپیژاندی باوری دی د کورنیو غیر مستقیم څارنه ، او ارتباط او خبرو ته هڅول او د کورنۍ د غړیو ترمینځ د معلوماتو د تبادلی او تعامل ته هڅول د مجازی فضا ګواښونه او خطرې کمولې شی او هغه په فرصت بدلولې شی .
د کورنۍ درسندوی سواد پیاوړتیا ، د مجازی فضا له تاوانونو سره د ځوانانو بلدول او همداراز د کورنیو په وسیله له مجازی فضا د استفادې د سمو لارو زده کړه د ځوانانو او زلمیانو لپاره د مشکلاتو د رامینخټه کیدا مخه نیولې شی .
«««««««««««««««««««««««««««««
اوس تاسو پام د پروګرام د پاې برخی ته جلبوو .
د پراختیا په بهیر کی متمدنې دنیا تراوسه د کورنۍ ارتباط د رامینځته کولو په لړ کی جدی حل لارې ندی وړاندی کړی او دومره خاص بریالیتوب یې ندی ترلاسه کړی ، خو داسې اساسی مسلې ته د رسیدا لپاره په لړ کی هلې ځلې په خپل وار ډیرې زیری ورکونکی دی .
د کورنۍ پیاوړتیا ټولنه د مطلوبو ایډیالونو په لور بیایی ، نو ځکه باید واده ته د ځوانانو د هڅولو په ترڅ کی هغو ته د کورنی ژوند د پیاوړتیا لارې چارې هم ورزده کړی شی .
«««««««««««««««««««««««««««
یوه سالم ارتباط سره دلچسپی ، د یوه ګرم او صمیمی مرکز رامینځته کول ، تفاهم ته رسیدا ، د کورنۍ د درستو غړیو په تیره بیا د میرمنې او خاوند مسولیت دی . د میرمنې او خاوند د اړیکو په جاج کی هر یو باید پوهه شی چی د هغه همسر د هغه تر ټولو محرم او نږدې کس دی . نو ځکه سپارښتنه کیږی چی خپلو همسرانو ته د اصلی ملاتړی او د خپل تن د نیمې برخې په توګه وکتل شی د او هڅه وکړئ چی هغه خوشبخته کړئ . البته د هر کال ترسره کول مهارت او پوهې ته اړتیا لری ، یعنی د یوه ښه میرمنې یا خاوند کیدا لپاره باید لازمه پوهه او مهارت ترلاسه کړی شی .
««««««««««««««««««««
که ښځې یا سړی له واده وروسته په هر علت خپله میرمنه یا خاوند د خپلو معیارونو په مطابق ونه لیده خو د کورنۍ د ګټو د رعایتولو اود دغه پیوند اصل ته د اهمیت ورکولو لپاره د هغه په ساتلو کی هڅه وکړی نو خدای تعالی د هغو په لور د خیر او برکتونو دروازې پرانیږی .
د قران کریم د نسا سورت د ۱۹ ایت په یوه برخه کی لولو ، او که له هغو مو کراهت درلود نو سملاسی د بیلیدا فیصله مه کوئ ، که څه هم د تاسو خوښ نه وی او خدای تعالی په هغه کی ډیر خیر ګرځوی .
د زوجینو په ملګرتیا او یو زړه توب او د ژوند د لارې په برابرولوکی د دغه قرانی کلتور منل نیغ په نیغه اغیز لری اود هغو مرسته کوی تر څو د اختلافاتو په رامینځته کیدا او پیښو کی بیړناکه فیصله ونکړی او پریکیدلو ته په ګنډلو ترجیح ورنکړی او د سولې او پخلاینې په ټینګولو کی هڅه وکړی او په مقاوم او پیاوړی توګه له مخې مشکلات لیری کړی .