Sep 02, 2019 15:19 Asia/Kabul
  • په تیرې  اونۍ کې د افغانستان او پاکستان مهم بدلونونه

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږومینه والو په دې شیبو کې په افغانستان او پاکستان کې په تیرې اونۍ کې د بدلونو نومې اونیز پرورام سره ستاسو په خدمت کېیوو ، په دغه ننني مطلب کې په تیرې اونۍ کې د د افغانستان و پاکستان دپروګرامونو او مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه او ورپسې هم تحلیلي برخه لرو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .

*/*/*/*/*/     د داعشي ګواښ په باب د افغانستان دملی امنیت د سلاکار دریځ ،*/*/*/*/*/     عربستان ته دافغانستان  د ولسمشر سفر */*/*/*/   له افغانستانه دامریکائي عسکرو د وتلو په باب د اشرف غني لیدتوګه */*/*/  دجنګ د ختمولو لپاره له طالبانو د اسلامی ملګرتیاموسسې غوښتنه */*/*/*/  دطالبانو د غوښتنو له منلو سره د افغانستان دحکومت  مخالفت */*/*/ دپاکستان له لومړي وزیر سره د چین د پوځ دلوړروتبه پلاوي لیده کاته */*/*/*/    او متحده عربی اماراتو ته د پاکستان دمشرانو جرګې د مشر د سفر لغوه کیدا ، په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځيني مهم بدلونونه ؤ  چې  په دې اړه مو اوس  هم رابولوو ، تحلیلي برخې ته */*//**// 

********************

    دافغانستان  د ملی امنیت سلاکار حمد ا...محب وئيلي دي ،داعش ترهه ګره ډله  د افغانستان لپاره یو سټراټژيک ګواښ حسابیږي . 

Image Caption

 

 په دې باب د افغانستان د ملی امنیت د سلاکار څرګندونې چې داعش ددغه هیواد لپاره یو سټراټژيک ګواښ حسابیږي ،دافغانستان د ملی امنیت د شورا له اعلامیې سره چې  په دغه هیواد کې له داعش سره د مبارزې لپاره د نړیوالې اجماع غوښتنه ئې کړې وه،هیڅ سمون  نه خوري .

         په افغانستان کې له داعش سره دمقابلې لپاره دنړیوالې اجماع د رامینځةکولو لپاره دافغانستان دملی امنیت دشورا غوښتنه ،دا اخستون ایجابوي،چې دافغانستان په امنیتی برخې کې د ترټولو لوړ اوګان د فیصلو د ارزونو په اساس،دغه ډله یو داسې سټراژيک ګواښ حسابیږي چې په اساس ئې له دغې ترهه ګرې ډلې سره  دمقابلې لپاره  دنړیوالې اجماع  ضرورت  مطرح شوی دی . 

 داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د داعش سټراټژيک ګواښ  په باب  ددغه هیواد د ملی امنیت د شورا غیر د مستقیم  د ریځ په خلاف ، البته دافغانستان د ولسشمر  دملی امنیت سلاکار حمد ا... محب په دې زمینې کې یو مختلف نظر لري او داعش ډله  سټراټژيک ګواښ نه ګڼي .که څه هم حمد ا...محب هم  د افغانستان دملی امنیت د شورا یو غړی دی ،خو   ددغې شورا له رسمي اعلامیې سره  د هغه مختلف دریځ  ددغه اورګان د داخلی اختلافاتو ښودنه کوي ، چې  پخپله ئې  ددغه هیواد لپاره د داعش د ګواښ د ماهیّت په باب ددغه اخلاف یوه برخه  نندارې ته وړاندې کړې ده .

 البته  په افغانستان کې  د داعش  له سټراټژيک یا  تاکتیکي  ګواښ په سر  اختلاف  یوازې  په افغانستان کې  امنیتی چاوراکو ته محدود  نه دی ،او د کارپيژندنې  په سویو  او حتی ددغه هیواد  په خلکو کې هم  په دې زمینې کې لیدتوګې مختلفې دي .

               لومړنی لیدتوګه دا ده چې  داعش  دافغانستان لپاره په یوه داسې  ستر ګواښ په بدلیدا ده چې که ددغې ترهه ګرې ډلې دکنټرولولو لپاره کومه اغیزشیندونکي  لاره چاره ونه لټول  شي،نو ډيرې سترې خطرې به ددغه هیواد دخلکو په تمه وي .  البته دوهمه لیدتوګه ،داعش یو تاکتیکي ګواښ ګڼي ،چې  دافغانستان پر ټولنې  دحاکمو اصولو او ارزښتونو سره   ددغې ډلې  د ډَغَرې په دلیل دا امکان نشته چې داعش ددغه هیواد لپاره کومه سټراټژيکه خطره  شي .

 دهغه تفکر په چوکاټ کې داعش یو تاکتیکي ګواښ ګڼي ،  په افغانستان کې د دغې ډلې دقدرتمنیدا په لاره کې یو ستر خنډ ،طالبانو ډله ده چې  په وروستیو کلونو کې د دواړو ډلو ترمینځ سختې مرګونې نښتې شوي دي .  ځيني  کارپوهان اوشناندي وائي  طالبان  تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې  د داعشیانو په نفوذ اندیښمن دي او  غواړي   د داعش په مقابل کې خپل قدرت نندارې ته وړاندې کړي .

 په دغه شان شرائطو کې داسې ښکاري،د افغانستان  لپاره دداعش له تاکتیکي یا سټراټژيک ګواښه ورتیر،باید  ددغه هیواد حکومت او امنیتي چارواکي  په دغه هیواد کې  له درستو ترهه ګرو ډلو سره  دمقابلې لپاره  دقیقه  پلانونه ولري . 

                    د پاکستان لومړي وزیر   په اسلام اباد کې د چین  دپوځ له لوي درستیز  سره په کتنې کې   د چین او پاکستان ترمینځ  دپوځي اوسټراټژيکو  اړیکو په  پراختیا ټينګار کړی دی .

Image Caption

 

 عمران خان  له  جنرال ژوکلیانګ سره په دغې کتنې  کې   چې پاکستان ته دچین د پوځ دلوي درستیز د رسمي سفر په  دوران کې په اسلام اباد کې شوي ،  د دواړو هیوادونو د پوځي اړیکو پر پراختیا په ټينګار سره وئيلی دي ، چین او پاکستان  سره ډيرې ښې اومخکینۍ  اړیکې لري .

  د پاکستان لومړي وزیر وئيلي دي،بیجینګ ا و اسلام اباد  د کشمیر دبحران د حل لپاره سره یوه خولۀ کیدلی  او د ملګروملتو او دامنیت شورا له لارې دغه دوسیه تعقیبولی شي .

  د نوي ډیلي د حکومت  په وسیله د کشمیر د کورواکۍ دلغوه  کولو له امله د هند او پاکستان په اړیکوکې د تاؤتریخوالی اوج ته درسیدا په وخت  پاکستان ته  د چین د لوړپوړی پوځي پلاوی سفر  ډير مهم بلل شوی دی .

 د هند دپارلیمان  او حکومت  په وسیله د کشمیر د کورواکۍ له لغوه کیدا وروسته ، پاکستان  له اسلام اباده د هندي سفیر او ډيپلوماټانو د ویستلو پشمول  پر ځينو داخلی اقداماتو سربیره،له دغه هیواد سره  تجارتي ا ړیکې هم ځنډولي دي .

 البته  د پاکستان غوره پلانونه،په نړیوال چاپیریال کې دکشمیر د کورواکۍ  په لغوه کولو کې د هندوستان  له لمسونکي اقدام سره مخامخ ده  چې  هڅه کوي،دکشمیر  دخلکو  دلومړنیو حقوقو  چخڼي کولو ته د نړیوالې ټولنې  دپام په اړولو او همداراز د ملګروملتو امنیت شورا ته ددغې دوسیې په وړاندې کولو  او ورسره په امنیت شورا کې د ددغې دوسیې  په تعقیبونې کې د چین  په فعالولو سره ،پر نوي ډیلي نړیوال دباؤنه  واچوي .

 که څه هم د کمشیر په باب دملګرو ملتو د  امنیت شورا د دوه اونۍ مخکینۍ  غونډې نتیجه یوازې د خواؤ  زغم  ته بلل  وو،خو په وروستۍ نیمې پيړۍ کې د لومړي ځل لپاره په دغې شورا کې دکشمیر د دوسیې مطرح کیدا،دغه نړیوال اورګانته ددغې دوسیې د وړاندې کولو او د کشمیر دمسلمان ولس  دحقوقو چخڼي کیدا ته د نړیوالې ټولنې  دپام داړولو لپاره  دپاکستان لپاره یو ه بریا حسابیږي .

پاکستان ته د چین د پوځ دلوي درستیز په سرپرستۍ  ددغه هیواد دلوړپوړي پوځي پلاوي سفر،دکشمیر کورواکۍ  دلغوه کولو  ددوسیې په تعقیبونې کې  د اسلام اباد  له دریځه د ملاتړونو زیاتولو ته د بیجینګ  دهڅولو لپاره یو فرصت  دی .

 دکشمیر د کورواکۍ  له لغوه کولو وروسته،د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي ، له مخکې په یوه نااټکل شوي سفر کې  بیجینګ ته لاړڅو  د ملګروملتو په امنیت شورا کې  ددغې دوسیې له مطرح کولو څخه د چین د چارواکو ملاتړ جلب کړائ شي،چې د چین دخارجه وزیر څرګندونې  د محمود قریشي  دبریالیتوب یوه نښه ده .

دچین خارجه وزیر وانګ یی دې ته په اشارې سره چې په کشمیر کې به هیڅ ډول یو اړخیزه فیصله  ونه منل شي،ویئلي دي،دکشمیر په باب د بیجینګ او اسلام اباد دریځ په بشپړ ډول معلوم دی  او مونږ اجازت نه ورکوو ، ددغې سیمې کورواکی خرابه شي .

 د وانګ یی دغه دریځ ،دپاکستان  خارجه وزیر،تر یوه حده  ډاډمن کړی  چې  هیواد ئې  په ملګروملتو  او امنیت شورا کې د کشمیر د دوسیې دمطرح کولو او دغه راز  ددغې سیمې د مظلومو خلکو د حقوقو دتعقیبونې لپاره د چین پر ملاتړ او مرستې  تکیه کولی شي .

  البته د پاکستان غوښتنه   د هند حکومت او کشمیري شخصیتونو او خلکو پشمول  دلورو  زغم ته د امنیت شورا له بللو ورآخوا  ده .

 د  پاکستان ملت او حکومت تمه لري،چې  چین د هدفمنې رودې په غوره کولو سره په امنیت شورا کې دیوه پریکړه لیک صادرول  تعقیب کړي،چې د کشمیر د  کورواکۍ په لغوه کولو کې  دهند دحکومت  اقدام یو ډول محکوم کړی  او د کشمیریانو سیاسی او ټولنیزو حقوقو ته د ددغو خلکو د رسیدو لپاره کومه لاره چاره وړاندې کړ ي چې البته  په دغې لارې کې ئې د روسیې  مرستو ته هم  هیله درلودلې ده .

 باید پام ولرل شي،چې په امنیت شورا کې د چین  دتعقیبونو په لاره کې د ویټو  د  حق له لارې د هندوستان  په ضد د پریکړه لیک دصادرولو په لاره کې د امریکا خنډ جوړونې تر ټولو ستر چیلنج دی .

              دافغانستان دولسمشرۍ د انتخاباتو دکاندیدانو شورا  وئيلي دي ،  د حکومت او طالبانو ډلې  دخبرواترو دزمینې  جوړونې لپاره  باید موقته حکومت جوړ شي .

 د افغانستان د ولسمشرۍد کاندیدانو دشورا ویندوي شهاب حکیمي  وئيلي دي ، په افغانستان کې دسولې ټينګیدا ممکنه ده خو د انتخاباتو له لغوه کیدا وروسته باید موقته حکومت جوړ شي،څو  دهغو په اساس،انتخابات په شفاف ډول ترسره شي . ش

Image Caption

 

 شهاب حکیمي زیاته کړې ، دموقته حکومت مشر باید  د اوسني حکومت، ګوندونو سیاسی  شخصیتونو اوهمداراز د طالبانو  په تائيد سره وټاکل شي.

     د  افغانستان د موقته حکومت د جوړولو لپاره د دغه هیواد دولسمشرۍ د انتخاباتو دکاندیدانو دشورا دریځ، په داسې حال کې دی چې  دغه شان غوښتنې په کرتو د دغه هیواد د ولسمشر اشرف غني له خوا رد شوي دي .

      دانتخاباتو دکاندیدانو شورا  کابو پنځه میاشتې مخکې  هم  په افغانستان کې دموقته حکومت د جوړیدا پلان  مطرح کړی ؤ ، چې  داشرف غ ني له مخالفت وروسته ئې ، ددې په ځاي د سرپرست په وسیله  د حکومت دجوړولو پلان وړاندې کړ ، چې  بیا هم د هغه یعني داشرف  غني  له منفي غبرګون سره مخامخ شو .

 د انتخاباتو د کاندیدانو شورا د ۲۰۱۹کال د جولائي په لومړیو کې  د پنځه کلن پړاؤ د قانوني مهلت په ختمیدا کې د اشرف غني   دڅنګةکیدا غوښتنه کړې وه چې  د افغانستان  دلوړې محکمې په فیصلې سره هغه ته  اجازت ورکړل شو څو  د انتخاباتو له ترسره کیدا  او د بریالي کس له مشخص کیدا وروسته د دغه هیواد  د چارو واګې په غاړه واخلي .

 دغې شورا په دوام کې،په افغانستان کې د سولې ډټينګیدا لپاره   د اهمیّت  په لومړیتوب سره،د ولسمشرۍ د انتخاباتو  د ترسره کیدا د وخت دځنډيدا غوښتنه  وکړه .  

په داسې حال کې چې  له دې مخکې دغې شورا  او د اشرف غني  انتخاباتي سیالانو ، د ولسمشرۍ  دانتخاباتو  دترسره کیدا دوخت له هرډول ځنډيدا سره  مخالفت کړی ؤ .

           د افغانستان د و لسمشرۍ  دانتخاباتو کانیدانو په داسې حال کې  د انتخاباتو دترسره  د وخت دځنډیدا غوښتنه کړې  چې دوي په کرتو د دغه هیواد ولسمشر  دقانون په خلاف ورزۍ او په ټاکلي وخت کې  د ولسمشرۍ د ا نتخاباتو د ترسره کیدا لپاره د لازمو زمینو  د نه برابرولو له لارې  د دیموکراسۍ په داغي کولو تورن کړی ؤ .

Image Caption

 

 د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات په داسې حال کې  د ستمبر په اته ویشتمه نیټه  ترسره کیږي ، چې  تر دې دمه   دوه ځله ځنډول شوي دي .

 البته باید پام ولرل شي،چې د موقته حکومت د جوړیدامطرح کیدا چې  د امریکا حکومت او  دانتخاباتو کاندیدانو  ددې غوښتنه کړې ده،په دوو بیلابیلو موخو سره ترسره شوې ده . 

 د امریکا حکومت    داپلان ، په دغه حکومت کې د طالبانو د ګډون او له دغې ډلې سره  دسولې دخبرواترو د لارې  د هوارولو لپاره په نظر کې لري ،خو  د انتخاباتو کاندیدان ئې ،  د  انتخاباتو په ترسره کیدا    کې د شفافیّت  او  ددغو انتخاباتو دسلامتیا په باب د خوندیتوب لپاره لازیاته مطرح کوي . 

               داسې ښکاري  د  موقته حکومت  پر جوړیدا د افغانستان د انتخاباتو دکاندیدانو د شورا ټينګار،په دې زمینې کې د امریکا ددریځ  پیاوړتیا ده چې  د انتخاباتو د  ځنډيدا له لارې  په افغانستان کې  دخپلو موخو په لازیات پرمختګ پسې ده .

 داپه داسې حال کې دي،په ټاکل شوي وخت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کیدا او دهغو دشفافیّت او سلامتیا د خوندیتوب لپاره هڅه،په افغانستان کې د یوه داسې قانوني او روا حکومت له رامینځةکیدو سره مرسته کوي، چې  په ملی ملاتړ سره له طالبانو ډلې سره دخبرواترو  په چوکاټ کې  دسولې  راوړونکی ځیری هم کیدلی شي .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه