Sep 14, 2019 15:11 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کې

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو، په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې يوو ، په دغه نننۍ برخې کې په پيل کې درته ځیني د مهمو خبرونو خلاصه او ورپسې هم درته تحلیلی برخه وړاندې کوو ،نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

*/*/*/*/*/ د حسینی تاسو اوعاشوراحماسي اوپرتمینې دستورې*/*/*/     د اسلامی ایران له خوا د  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  داجرائي  ژمنتیاؤ د کمیدا دریم ګام */*/*/*/*/  داسلامی ایران او  فرانسې د ولسمشرانو ټيلیفوني خبرې اترې */**// او ایران ته د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د سرپرست  سفر  د تیرې اونۍ ځیني مهم  خبرونه ؤ  او اوس مو هم رابولوو ، په دې باب تحلیلی برخې  ته .*/*/*//*///*/

  د ایران اسلامی جمهوریت تیره اونۍ د   محرم دسپيڅلی میاشتې  په دوام کې د تاسوعا او عاشورا په شپو ورځو کې د کربلا د پاڅون دحماسي واقعې یوه نوي ولوله او پرتم درلود او  په دغو شپو ورځو کې  په  درست هیواد کې  مسلمانانو  په ویر او ماتم کې  او د حضرت امام حسین علیه السلام د  پاڅون  له معنویاتو او ځانګړنو خپل  زړونه خړوبه کړل  او دنیا ته ئې یو ځل بیا وښودله چې  دامام حسین علیه السلام  پاڅون  نه یوازې ناکام شوی نه دی بلکې تر قیامته پورې به  ئې ځانګړنې ورځ تربلې  لاپسې روښانه کیږي .

Image Caption

 

 په دې مناسبت یو ځل  بیا دتهران ریډیو درست کارکونکي د  اهلبیّت علیهم السلام  مینه والو ته دزړه له کومې  تسلیّت  وائي .

             له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د امریکا  په  یو اړخیز وتنې او دغه راز د  ترمپ د حکومت او دغه راز پخپلو ژمنو په عمل کې د اروپایانو په بدعهدیو پسې  دایران  اسلامی جمهوریت  تیره  اونۍ د نړیوالې ایټمي موافقې په ماددو کې دخپلو ژمنتیاؤ د کمیدا په لړ کې دریم  ګام ، د دغې نړیوالې ایټمی موافقې  د ۲۶ او ۳۶ مادو په  استناد سره پورته کړ .

Image Caption

 

  په دغه ګام کې  دایټمي ټيکنالوجۍ  د څيړنو او پراختیا او د سنټرفیوژونو  دنوي نسل  دکارونې په زمینو کې څلور اقدامات شامل دي،چې  د ا یټمی انرژۍ نړیوال آژانس ته ئې ددغو اقداماتو دترسره کیدااطلاع ورکړل شوې ده.

 دایران د اسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ د ادارې  ویندوي او  په نړیوالو ، حقوقي او پارلیماني چارو کې  ددغې ادارې مرستیال  بهروز کمالوندي تیره ا ونۍ  په یوې شل کړه ایزې لړۍ کې  د آئي آر -6 مږکې پرمختللو سنټرفیوژونو ته  دګیسو د  رسولو  خبر ورکړی دی .

 د ایران د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د ژمنتیاؤ دکمیدا په باب د دریم ګام له  پورته کیدا سره په یووخت  د ایټمي انرژۍ  دنړیوال آژانس موقته عمومی مشر او سرپرست ، د تیرې دوشنبې په ورځې  په یوه راپور کې  د آژانس غړو ته وئیلي دي  چې ایران  د ستمبر  په اومه نیټه  آژانس ته اطلاع ورکړې ده ، اضافي پرمختللي سنټرفیوژونه ئې د نطنز کمپلیکس  د یورانیم  دپخونې  په کارخانې لګولي او له طبعیي یورانیم سره ټسټ کیږي . 

         دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس  موقته سرپرست  کورنل  فروټا همداراز  د آژانس د چارواکو  د مخکینیو لیدوکاتو په چوکاټ کې ، تهران ته یوه ورځنی سفر هم درلود.  دایران داسلامی جمهوریت  خارجه وزیر محمد جواد ظریف له کورنل فروټا سره په کتنې کې  وئيلی دي ،  په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  دخپلو ژمنتیاؤ  په کمیدا کې  دایران اقدامات ، د اروپائي لورو له خوا د ژمنتیاؤ د نه ترسره کیدا په وړاندې  دي   او دا درست اقدامات د  نړیوالې ایټمي موافقې د ۲۶ او ۳۶ مادو په اساس  دي .

Image Caption

 

 د ایران د ایټمی انرژۍ  د ادارې مشر علی اکبر صالحي هم  په تهران کې د ایټمی انرژۍ  د نړیوال آژانس  له مشر کورنل فروټا سره له کتنې وروسته  په ګډ خبري کنفرانس کې ، ددې خبرې په کولو سره  چې ټاکل شوې وه ، جامعه نړیواله ایټمی موافقه ، یوه دوه طرفه  لاره وي ،  او اوس چې  دا سړک ،یوه طرفه لاره شوې ده ، ووئيل ،ټاکل شوې وه ،اروپائي اتحادیه ، په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  دامریکا خالی کړائ شوی ځاي ډک کړي  چې تر دې دمه ئې داسې نه دي کړي .

 علی اکبر صالحي   پخپلو ژمنو  باندې په عمل کې  د اروپائي اتحادئې په بې وسۍ د افسوس په ښودلو سره  هیله څرګنده کړې ،د ایټمي انرژۍ  له نړیوال آژانس سره  د ایران ملګرتیاوې  دوام ولري .

        داپه داسې حال کې دي چې  ایران  ته د ا یټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د سرپرست  دغه سفر،البته د امریکا اوصهونیسټ رژیم له خوا له پروپیګنډیزو  او القاءاتي  بهیر جوړونې سره  یوځاي ؤ . 

 د امریکا  دملی امنیت  سلاکار جان بولټن  له دې څو ورځې مخکې  چې  له خپلې څوکۍ په لیرې کیدا سره له سپينې ماڼۍ وشړل شي ،  دایران د ایټمی  فعالیتونو په باب ئې په  چټي اوتکراري ادعاګانو سره مدعي شوی ؤ  د ایټمي انرژۍ  د نړیوال آژانس  سرپرست  په د اسې حال کې ایران ته سفر کړی ،چې په همداوروستیو کې آژانس واکمنې شورا ته اطلاع ورکړې ده،چې احتمال شته،تهران ایټمي مواد پټ کړي او په پټه ئې ایټمي فعالیتونه ترسره کړي وي.

 د صهیونیسټ رژيم  لومړي وزیر  هم  دخپلوسنارګانو جوړونې د سیاست په دوام کې د بې اساسه تکراري ادعاګانو په مطرح کولو سره،ایران  دایټم بم  د جوړولو لپاره په هڅې تورن کړ.  

 د دغو فضا جوړونو په ځواب کې د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس سرپرست د تیرې دوشنبې په ورځې  دآسټریا په پلازمینې ویانا کې په خبري ناستې کې  په ایران کې د پټو سایټونو  د شتون په باب د صهیونیسټ رژيم د ادعاګانو په باب ټينګار کړی  چې د ایران د ایټمی پروګرام  په باب په فرضیاتو قضاؤ ت  نشي کولی .

  د ایران  خارجه  وزیر  محمد جواد ظریف  هم  پخپل ټولنیز چینل کې  د ایران په ضد د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو  د نوي ډرامې  د صحنې په ځواب کې   په  ۲۰۰۲کال کې  دهغه د ادعاګانو او د امریکا په کانګرس کې  په یوه  غونډې کې   په عراق د امریکا له حملې مخکې   د  هغه د ادعا په ضمیمه کولوسره  لیکلي دي ،  دایټمي وسلو لرونکي   په حقیقت کې  هماغه دروغجن شپون  په څير ،  په ایران کې د  یوه سایټ په باب  چې د  ړنګولو ادعائې کړې چغې وهي .   جواد ظریف  وئیلي دي ،  نتن یاهو  او بي ټیم ، د بې ګناه انسانانو  وینو بهونې ته له پامه پرته ،  یوازې په جنګ پسې  دي .

          د  یوکیاآمانو د مشرۍ په وخت کې  د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس ، د آژانس له خوا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې    په باب په پنځلسو راپورونو کې   ژمنتیاؤ ته د ایران بشپړ  پابندي تائيد کړې او د یوکیاآمانو  له مړینې وروسته  د آ ژانس موقت سرپرست هم ،  پخپل لومړني راپور کې دغه  موضوع تائيد کړې ده .آژآنس

Image Caption

 

کورنِل فروټا تهران ته پخپل لومړني سفر کې  په دې خبرې په  ټينګار سره چې  د ایټمي ا نرژۍ نړیوال آژانس  په لیوالتیا سره  له ایران سره د ملګرتیاؤ  دوام  ته ګروهمن دی ، زیاته کړې ، دغه اړونده اورګان  تیار دی ،  په  حرفه وي او بې پلوه ډول  خپل کار ته دوام ورکړي .

            څرګنده ده  هره هه فیصله چې  ایران  ئې  د څيړنیز ریئکټر  یا بټۍ د  اړتیا وړ سونګو د  تامین لپاره   د یورانیمو په لوړه سویه  پخولو  ته د ستنیدا په زمینې کې  غوره کوي ،  د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس  دمقرراتو او د سوله ایزو فعالیتونو  دروا حقوقو  په اساس ده .

 د اسلامی  ایران ورلسمشر  حسن روحاني  د تیرې چارشنبې په  ماښام د فرانسې له ولسمشر آمانوئل ماکرون  سره په ټيلیفوني خبرو کې  وئيلي دي ،  که  له  اروپا سره نهائي موافقې وشي ، نو ایران تیار دی ،  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اساس  خپلو اجرائي ژمنتیاؤ ته بیرته  وګرځي  او  د ایران او ۵+۱ ډلې  غونډه  هم  هاله ممکنه ده چې  درست بندیزونه ختم شي .

  د  اسلامی ایران ولسمشر  د فرانسې د ولسمشر  دهلوځلو په قدرونې سره ، د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې د ځینو مادو په اساس  د خپلو ژمنو دکملو  لپاره د ایران د  دریم ګام  پورته کولو ته په اشارې سره ټينګار کړی ، د  ایران دریم ګام ،  د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس تر څارنې لاندې پورته کړئ شوی دی  او په عین حال کې د بیرته ګرځیدا ځاي لري .

 ډاکټر روحاني  په دې خبرې په ټينګار سره چې  جامعه نړیواله ایټمي موافقه  د ټولو لپاره  یو ستر فرصت ؤ  څو  دایران  مخ په وده اقتصاد کې  ګډو او پانګونې وکړي ، وئيلی دي   اروپائي اتحادیه په تیره بیا فرانسه ضروري ده  چې  د جامعې نړیوالې  ایټمي موافقې  د ساتلو لپاره  خپل رول په ښه توګه ولوبوي .

              امریکا یوازینی هیواد دی  چې  له ایټمي وسلو ئې استفاده کړې ده  او  د جاپان د ناګاساکي  او  هیرشیما په ایټمي بمبارولو سره ئې ډير ستر اوبوږنونکی جنایت کړی دی .  امریکا هماغه راز  د نو ایټمي وسلو  دجوړولو پروګرام په ایجنډا کې لري . پر دې اساس امریکا  دنورو هیوادونو  د ایټمي فعالیتونو په باب  دنظر څرګندولو  هیڅ صلاحیّت نه لري .

Image Caption

 

 د وروستیو راپورونو په اساس  امریکا،  د ایټمي آزموینو دبندیز دجامع تړون په تصویبیدا پسې  نه ده ،بلکې  تر مځکې لاندې  دایټمي چاودنو د آزموینو پشمول  د ایټمي چاودنو  آزموینې په ذهن کې لري . 

 په ملګروملتو کې  د ایران داسلامی جمهوریت دایمي  استازي ا و سفیر  مجید تخت روانچي   تیره اونۍ د عمومي اسمبلۍ  په غونډې کې  چې  : له ایټمی آزموینو سره  د مخالفت د ورځ : په نامې سره ترسره شوي ، ددغوتراخو واقعیّتونو په بیانولو سره ، د نوو وسلو سیالۍ  او د ایټمي  وسلو د ماډرنولو سیالۍ  اندیښمنونکي بللي او روښانه ئې کړې ده ،  کله چې  خیني ایټمي وسلې لرونکي هیوادونه ،  په آسانې کارونې سره  د  ایټمي وسلو د پراختیا  لپاره پروګرامونه لري ، نو  د ایټمي  وسلو دآزموینې د چاودنو ختمول  له ډير زیات اهمیّته برخمن دي .

 په ملګروملتو کې د ایران دایمي استازي  په دې خبرې په ټینګار سره چې هر ډول ایټمي  چاودنې باید په بشبړ ډول منع شي ، روښانه کړې ، د امریکا غیر مسئولانه  سیاستونه چې  تر ټولو وروستی سیاست ئې   مینځ واټنه ایټمي توغندیو  له تړون ( آئي این ایف)څخه ددغه هیواد وتل دي ، د ایټمي وسلو د پراختیا د بندیز او د ایټمی وسلو د ختمولو لپاره  ددرستونړیوالو هلو ځلو  لپاره  خطرناکه  او تاواني دي  او باید پاي ته ورسول شي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه