Sep 21, 2019 14:31 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍپه هینداره کې

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو، په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې د ځينو مهمو خبرونو خلاصه او ورپسې هم درته تحلیلی برخه وړاندې کوو ،نو له مونږ سره ووسئ .

*//*/*//*/ داسلامی انقلاب دمعظم لارښود په حضور کې د  اربعین د پرتمین لاریون    دخادمانو او دعراق د موکب خاوندانو  شتون */*/*//*/  د ایران دملت په  وړاندې دامریکا د تر ټولو زیات دباؤ اچونکي سیاست بې ارزښتوالی */*/*/*/ او په ترکیې کې د  سورئې د وروستیو بدلونونو او  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په باب  دایران ،روسیې  او ترکیې  دولسمشرانو بیټک   په تیرې اونۍ کې ځینی مهمې پيښې وې او اوس مو هم رابولوو ،  په دې اړه تحلیلي برخې ته */*/*/*//*/*/

    د اسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آيت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي د تیرې اونۍ په چارشنبې ورځې د حسینی اربعین  دپرتمین لاریون د خادمانو او د عراق دموکب  خاوندانو   دمیلمه پالنې د  قدرونې اوستاینې  په دستورو کې  دعراق د  ستر ملت د مهربان  او په زړه پورې  خدماتو  په قدرونې او مننې سره د حینی اربعین ولولناک لاریون د اسلامی ماډرن  تمدن  د جوړیدا او دحسیني معرفت  دپراختیا  زمینه جوړونه او  یوه بې ساري او نړیواله موضوع وبلله .

Image Caption

 

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  ددغه حقیقت په بیانولو سره چې   هغه لویه اجتماع او حرکت چې  هرکال د حسینی اربعین  په مناسبت په عراق کې په تیره بیا  د نجف کربلا په لاره کې بڼه مومي،اوس ئې  نړیوال اړه  غوره کړی  او حضرت امام حسین علیه السلام او حسینی معرفت نړیوال شوی دی، وفرمائيل؛د امام حسین علیه السلام منطق،  دظلم اواستبداد،ګمراهۍ اواستکبار  په مقابل کې  دریدا او له حقه د دفاع منطق  دی او د نړۍ ځوانان او  برغرضه  ملتونه   نن سبا ددغه منطق تږي  دي او ورته اړتیا لري  او د حسینی اربیعن  پرتمین او لوي لاریون ،دنیا ته،حسینی منطق او معرفت  ورمعرفي کولی شي .

Image Caption

 

           هرکال   کال د حسینی اربعین  په ولولناک لاریون کې په میلیونونو ایراني زیارتوال  د عراق  دمومن او میلمه پال  ولس  له خوا بدرګه   او تود هرکلی ئې  کیږي،او دا د ایران او عراق ددووملتونو د یوزړتوب اومینې او ددوو مسلمانوملتونو ترمینځ د عشق او له  یوه بل سره  دمهربان ارتباط  ښودونکی  دی.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود دایران او عراق دوه ملتونه،داسې دوه ملتونه  بللي چې  د دوي روح او باطن له یوه بل سره ګنډل شوي  او وئيلي ئې دي،دښمنانو د دواړو ملتونو ترمینځ  دتفرقې او درز د اچونې لپاره ډيرې زیاتې هلې ځلې کړي دي،خو  په الهي مهربانۍ اوکرم سره نه دي توانیدلي  له او له دې وروسته به  هم هیڅ ونه کړائ شي،ځکه  د ایران او  عراق  د دوو ملتونو د پيوند  کیدا اصلي عامل ،  په خداوندمتعال ایمان او د اهل بیت علیهم اسلام سره مینه او له امام حسین علیه السلام  سره عشق دی .

دوی همداراز ددغه لوي او ولولناک  حرکت لپاره  پلانونې ته د  اهل فکر  او فرهنګ لرونکو په بللو سره فرمائيلي دي ؛د حسیني اربعین  ولولناک لاریون، د اسلامی امت د نهائي موخې  یعني د  اسلامی  ماډرن او لوي تمدن  د جوړیدا د تحقق  زمینه جوړونکی کیدلی شی  او  په همدې اساس باید  دشیعه اوسني مسلمانانو پشمول او د بیلابیلو ملیَتونو او قومونو ترمینځ پياوړي پیوندونه ، په دغه پرتمین لاریون کې لازیات  اومحکم شي . 

          د ایران د ملت په وړاندې د لازیات دباؤ  سیاست،هیڅ ارزښت نه لري  او  د اسلامی جمهوری نظام درست مسئولان  په یوه غږ سره  باؤري دي   چې  له امریکا سره  به په هیڅ یوې سوئې  خبرې اترې ونه کړي .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود سه شبنې  په ورځې دعلمیه حوزو  دتحصلي کال  دپيلیدا په مناسبت ،د فقې په درس خارج غونډې  کې همداراز  له امریکایانو سره  دخبرواترو د  موضوع  بیا مطرح کیدا  ته په اشارې سره  زیاته کړې ،له خبرواترو د هغوي موخه ، پر ایران د لازیات دباؤ د اغیز شیندنې ثابتول او  دخپلو  غوښتنو تپل دي .  

Image Caption

 

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود د یوه امریکائي چارواکي وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره   چې وئيلي ئې وو، باید  له ایران سره  دخبرواترو میز ته کښينوو  او مونږ  فلاني فلاني شیان وښایو او ایران ئې قبول کړي ، وفرمائیل ؛ ددغه ډول خبرو لپاره باید  په هماغو کسانو پسې لاړ شي ،  چې د شیدو ورکونکي غوا په توګه  ورته کار کوي . 

            داسلامی انقلاب  دستر لارښود له نظره،له خبرواترو دامریکا موخه دا ده چې  ټولو ته ثابته کړي ،دلازیات دباؤ سیاست  اغیز شیندلی  او  داسلامی جمهوری نظام مسئولان د هغه څه په اپوټه چې  وئیل ئي،خبرې اترې نه کوو، مجبوره شوي دخبرواترو میز ته کښیني،پردې اساس له ایران سره د مخامخیدنې یوازینۍ لاره ، د لازیات دباؤ اچول دي .

            البته  لازیات دلیلونه شته چې  ښئ،امریکا له ایران سره خبرواترو ته ډيره زیاته اړتیا  لري ، ځکه  په دنیا کې د امریکا  قدرت ،اقتدار او باؤؤ،په ځوړتیا اونسکوریدا دی .د ایران  اسلامی جمهوری نظام ،البته د امریکا د ننني وضعیّت  په اپوټه،نه یوازې  په کمزوري دریځ کې نه دی،بلکې د امریکا  او دهغې دمتحدانو د لازیات دباؤ په مقابل کې  په اقتدار او غیرت سره  دریدلی دی .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  ټينګار کړی ، که امریکا  خپله خبره بیرته واخسته او  توبه ئې وکړه  او نړیوالې ایټمي موافقې ته  چې  ئې خلاف ورزي کړې ده ، بیرته ستنه شوه ،  نو  هغه مهال  د دغې نړیوالې ایټمي موافقې  د هغو غړو هیوادونو  په ټول کې  چې  له ایران سره خبرې کوي ،  ا مریکا  هم ګډون او خبرې اترې کولی شي ، خو  که داسې نه وي ،نو  د امریکایانو  او د اسلامی جمهوری نظام د مسئولانو ترمینځ به په یوه سویه  هم او په هیڅ ځاي کې خبرې اترې ونه شي  ، نه په نیویارک او نه  هم په بل ځاي کې .

              ایران  ،روسیه او ترکیه  له ترهه ګرۍ او داعشیانو سره  په مبارزې کې  په یوې سټراټژيکې ملګرتیا کې  د سورئې  د  حکومت او ملت ترڅنګ ولاړ دي .  دغه څواړخیزه ملګرتیاهماغه راز په ټولو ظرفیَتونو سره دوام لري او مثبتې اغیزې ئې  تر دې  دمه په سورئې کې  په بشپړ ډول ملموسې او احساسونکي دي .  د دغې ملګرتیا په دوام کې  تیره اونۍ  دترکیې په انقرې کې د آستانې د  خبرواترو دبهیر د ضمانت کونکو درو هیوادونو د سلامشورو  پنځم پړاؤ  ترسره شو .

Image Caption

 

         سورئې ته د ثبات او آرامښت په بیرته ستنیدا کې  د درې اړخیزو  غونډو  اغیز شیندنې  نه انکاریدونکي دي ،

 په اوسني وضعیّت کې  په سیمې کې د  قدرت  انډول د مقاومت د چورلیز او جبهې په ګټه بدل شوی دی  او  دسورئې حالات هم  دثبات په لاره پر مخ روان دی .  په دغه بهیر کې  د  ایران ، روسیې اوترکیې  ملګرتیا او تعامل،  له ډير زیات سټراتژيک  اهمیّته برخمن دی .   

که څه هم ایران، روسیې اوترکیې  درې واړه  هیوادونه  په نړیوال نظام او سیمې کې  له پیلابیلو ځانګړنو اواهمیّت سره حسابیږي ، خو  هر یوه ښودلې ده چې د سیمه ایزو اونړیوالو  ګټو د تامینیدا په نسبت سره ګډ درک لري .په درو اړخیزو غونډو کې  مهم ټکی ، په ګډو سیمه ایزو موخو سره  په زمینې کې  دخبرواترو اترو  دوام دی .   دترکیې په انقرې کې د ایران ، روسیې او ترکیې د ولسمشرانو دریمه  اړخیزه پنځمه غونډه  په همدې موخې سره ترسره شوي ده .  د درو واړو هیوادونو  مشرانو د ا نقرې په غونډې کې ټينګار کړی ، باید له پاتې   ترهه ګرو سره په تیره بیا په ادلب  سیمې او دفرات  په ختیځ کې له دغو تکفیری ترهه ګرو سره  دمبارزې لپاره  د سورئې له حکومت سره مرسته وشي او  په سیمې کې د ترهه ګرو د جرړه ایستلو پورې  ملګرتیا ته دوام ورکړل شی .

                 تیره اونۍ د ترکیې په  انقرې کې د ایران او ترکیې ګډ اوه ویشتم اقتصادي  کمیشن غونډه ترسره شوه .  

 ایران او ترکیه ډول ډول  اقتصادي ، تجارتی او صنعتي ظرفیَتونه لري،چې د ګدې پانګونې لپاره یومناسب ډګر دی .له دې امله باید هڅه وشي،چې د دواړو هیوادونو باالقوه  ظرفیَتونه په باالفعل بدل شي .له دې پلوه ددغې  موخې دپوره کیدا لپاره د اقتصاد ګډکمیشن غونډه او ددغې غونډې موافقې له ډير اهمیّته برخمنې دي .

  په وروستیو څو کلونو کې  د امریکا له کارړنګونې سره سره ،  په دغې حوزې کې یو لړ مناسب اقدامات شوي دي ،  په دغو اقداماتو کې د مالی بانکي ، تجارتي،انرژۍ،ټرانزیټ  او روغتیائي چارو د پنځو کاري ډلو  جوړیدا  شامل دي .د ایران او ترکیې ترمینځ  مالی اوبانکي ملګرتیاوې  په دغو کمیټیو کې  یو مهم بحث  شمیرل کیږي . په دې باب د ترکیې له بانکونو سره  خبرې اترې روانې دي څو  دواړه لوري ، دملی پیسو یا کرنسۍ  په چوکاټ کې  خپلې ملګرتیاوې پراخې کړئ شي .

 تهران او  انقره  په اوسنیو شرائطو کې  د اقتصادي اوتجارتي  اړیکو د پراختیا لپاره پلانونې کوي څو  د دواړولورو تجارت  لازیات پراخ شي . ترکیه  د ایران د تجارتي لورو په پنځو لومړنیو هیوادون کې یو داسې مهم شریک هیواد دی چې  د ایران له اسلامی جمهوریت سره د تجارت د اندازې د زیاتولو لپاره  ښه  ظرفیَتونه لر ي.

 د اسلامی ایران د ولسمشر ددفترمشر او  دغه راز د ایران اوترکیې د  اقتصادي ملګرتیا دګډ کمیشن  ایرانی مسئول  محمود واعظي د چارشبنې په ورځې  په انقرې کې د د واړو هیوادونو دپانګونې دفرصتونو په سیمنار کې  ددې خبرې په کولو سره چې  ایران او ترکیې  په اقتصادي کمیشن کې  سره موافقه کړې،څو په تهران او انقرې کې دیوه ځانګړي کمیټه  جوړه شي،ووئيل ؛د ګډې کمیټې جوړیدا،د تاجرانو دمشکلاتو  دمطرح کید او دهغو د لازر ختمیدا امکان برابروي .

               د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو تیره اونۍ  عربستان او متحده عربی اماراتو ته پخپل سفر کې دخبریالانو په ټوکې ، د آرامکو تیلی تاسیساتو باندې  په حملو کې په رول لرلو د ایران په تورنولو سره مدعي شوی ،  د عربستان  او ددغه هیواد د خاورې په ضد دغه حمله  شوې او دا اقدام  د دوي په ضد نیغ په نیغه جنګ حسابیږي .

د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  د ډرونز الوتکو یونټ  دتیرې  اونۍ د شنبې  په ورځ  په یمن کې د سعودي ائيتلاف  دجنایتونو په ځواب کې  په لسو ځاي  جوړو شوو بې پيلوټه الوتکو سره  د عربستان د  تیلو ملی شرکت آرامکو سره اړونده  بقیق او خریص چاڼځایونه په شیشت کې راوستل او دراندۀ تاوانونه ئې ور واړول .  

Image Caption

 

 د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  په آرامکو باندې د یمن دبې پيلوټه الوتکو په حملې کې  په رول لوبونې  دایران د تورنیدا په غبرګون کې  وئيلی دي ، دتور لګونې په ځاي  د ملتونو په قدرت باؤر وکړئ ، یوه  حکومت  هم څه کار نه دی کړی ، بلکې ملتونه  راپورته شوي دي .

           د ایران په ضد دامریکا په بې اساسه  او تکراري تورونو پسې  داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف له سی این این ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې  دایران په ضد  د هر ډول پوځي اقدام په باب  واشنګټن او ریاض ته په خبرداري ورکولو سره روښانه کړې ده ،  ایران له خپل ځانه  ددفاع لپاره  یوه شیبه هم غفلت نه کوي ،  پّ ایران پوځي حمله ، په یوه بشپړ جنګ بدلیږي  او   د ډیرو زیاتو تیریګرو د وژلو لامل کیږي .

 د ایران د فاع وزیر امیر حاتمي  هم ددې خبرې په کولو سره چې  دایران په ضد به  ادعاګانې او تورونه  هیڅ نتیجه ورنکړي ، وئيلی دي ؛ که  دایران په ضد کوم ګواښ مطرح شي ، نو اسلامی  ایران به دامریکائي ډرون دنسکوریدا په څير  ورته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .

           امریکا د ۲۰۱۹کال دمئ په اتمه نیټه  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  له یو اړخیز اوغیر قانوني وتلو وروسته  د ایران په ضد ددباؤ د اعمالولو لپاره  هراړخیزو چارو ته مخه کړې ده .

 د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  تیره اونۍ ددغه بهیر په دوام کې  ددغه هیوادخزانې وزارت ته حکم  ورکړی ، دایران په ضد دې بندیزونه لازیات کړي.  په همدې لړ کې د امریکاحکومت  په لټه کې ؤ  د ویزو له صادرولو څخه  په ډډه کولو سره د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په غونډې کې  د ایران  د شتون  خنډ شي .

Image Caption

 

 ټاکل شوې وه چې  داسلامی ایران  خارجه دستمبر په شپاړسمه نیټه نیویارک ته سفر وکړي . البته باید ووئيل شي ، چې په یوه غلیمانه  اقدام کې  د  امریکا حکومت  نیویارک ته  دسفر لپاره  د ایراني پلاوي ویزې په ځنډ سره صادرې کړې  او د ایران خارجه وزیر  هم د عمومي اسمبلس  په څلوراویایمې غونډې کې د ګډون لپاره  د جمعې په ورځ نیویارک ته وخوځید.

د ملګروملتو د ۱۹۴۷ موافقې په اساس د امریکا یوه ژمنه ،د ملګروملتو د غړو هیوادونو ډيپلوماټیکو پلاؤدخوندیتوب  رعایتولو ته پابندپاتیکیدا او  په نیویارک کې د ملګروملتو په غونډو او ټولنو کې د شتون لپاره له هرډول خنډ جوړونې ډډه کول دي .

Image Caption

 

 له دې مخکې هم کله چې داسلامی ایران خارجه وزیر دملګروملتو د اقتصادي اوټولنیزې شوراد لوړروتبه چارواکو  په کلنۍ غونډې کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر وکړ ، نو  امریکا په یو نادود اقدام کې  په نیویارک کې د ایران دډيپلوماټيک پلاوي  تګ راتګ یوازې  په درو ځایونو کې  شتون ته محدود کړ. د امریکا دغه اقدامات  د ملګروملتو د مقرراتو او دمرکز د موافقې  خلاف  او  د نړیوالو حقوقو خلاف ورزي  ده  .

 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

ټیګونه