Oct 15, 2019 15:05 Asia/Kabul
  • کور او کورنۍ

زمونږ په ژوند کی کسان راځی او ځی خو د ژوند ښکلا دا ده چی زمونږ کورنۍ همیشه زمونږ په څنګ کی وی

کورنۍ هماغه کسان دی چی تا له ځانه بولی ، هغه کسان چی تا هماغه ډول چی ته یې تا قبلوی او هر څه کوی چی د تا پر شونډو مسکه راولی .

«««««««««««««««««««««««««««

په تیرو پروګرامونو کی مو وویل هغه مهمې اړتیاوې چی وګړی یي له مخکې زیاتې احساسوی، له مخالف جنس سره ملګرتیا ده تر څو هغه ته عاطفی او روحی ارامښت وبخښی او دهغه هر اړخیزې اړتیاوې حتی امنیت ، تکیه ګاه والې ، د هغه  مینې  او ایثار حس ته ځواب ورکړی ، په داسې شرایطو کی ده چی باید دغه اړتیاوې په سم ډول مدیریت شی . امریکایی اروا پیژاندې مازلو بدنی اړتیا د انسان ضروری اړتیا بللی ده چی پکې اوبو ، خوړو او جنسی غریزه شامله ده .

«««««««««««««««««««««««««««

په اسلامی کلتور کی هغه څه چی د انسان په وجود کی داسې اساسی  او تکوینی اړتیاو ته ځواب وایی ، واده دې ، که د دغو اړتیاو لاره په واده ختمه نشی او کورنۍ د هغه د ځواب ځای ونه ګرځی ، نو ځوانو انجلیو او زلمیانو ته سترتاوانونه او مشکلات پېښیږی چی په ځینو موردونو کی یې جبرانول ناممکن دی  ، له همدې امله داوسنیو کورنیو یوه جدی اندیښنه له کورنۍ او قانونی چوکاټه بهر د هغو ځوانو بچیانو د اړیکو پراختیا ده . ماډرنیزم ، د وارداتی کلتورونو نفوذ د ښاری فضا پراختیا ، له وړو ښارونو او کلیو سترو ښارونو ته د خلکو کډوالیدا د ټولنیزو تعاملاتو حد او پولې ماتې کړی دی . په اوسنۍ فضا کی دوستیانې کیږی چی د انجلیو او هلکانو په وینا د خالی وختونو د ډکولو او اشنایی په خاطر ترسره کیږی او کله د خپل کړچار د سپیناوی لپاره د واده لپاره د زیاتې پیژندنې خبره کوی ، خو په نهایت کی دا انجلۍ دی چی له عاطفی ماتې  نیولی اخلاقی حرمت سپکاوی پوری زیات تاوان وینی .

«««««««««««««««««««««««««««

د انجلۍ او هلک ترمینځ د اړیکو لپاره هر هیواد خپل تعریف لری . د بیلګې په توګه په لویدیځو ټولنو او نورو غیر مسلمانو ټولنو کی میرمنې او سړی ترمینځ ارتباط پخپله وګړی ته سپارل شوی دی . که څه هم لویدیځ اروا پیژاندی له مخالف جنس سره له دوستی سره موافق دی ، خو په هغو کې ډیر په کتابونو او مقالو کی چی د کورنۍ ، جنسی کړچار ، د میرمنو ارواپیژندنې ، تیری ګری او د احساساتو د رامینځته کیدا په اړه  لیکلی دی ، د دغه ډول دوستیانو لپاره بدې پایلې بللی دی . د ځوانو انجلیو او هلکانو د ارتباط د ازادۍ پایلې له غیر مستقیم ن اجتماعی نتیجو ورتیرد یوازې میندو شتون ، پریښودل شوی بچیان ، جنسی ناروغۍ ، په وګړیو کی د احساساتو ګډوډې  او هم د جنین غورځول پراخ دی چی زیاتره تاوان یې لویدیځو میرمنو په تیره بیا امریکا کی د میرمنو روح او بدن ته اړولی دی .

د شمیرنو په اساس امریکا د نړۍ په هیوادونو کی د ځوانانو د خیټې کیدا یا امیندوارۍ له پلوه ترټولو اوچته رتبه لری  او هر کال نولس میلیون کسان هم په هغوکسانو کی ورزیاتیږی چی په مقاربتی ناروغیو اخته شوی دی . نن سبا امریکا له نورو هیوادونو سره په زیات واټن سره د طلاق اندازه لری چی د امریکا په اوسنی اجتماعی کلتور کی د کورنۍ د اورګان د سختې سستۍ او کمزورتیا ښودنه کوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

حقیقت دا دی چی جنسی ازادیانې  د جرم او جنایت او اجتماعی ګډوډیو د رامینځته کیدا لپاره مهم عامل دی . الکسس کارل وایی جنسی ګروهنې د وګړیو بی چون و چرا اربابان او حاکمان دی  .د ملتونو تاریخ  د کورنیو د تاریخ په شان زیاتره د هغو د جنسی هوسونو له څرنګوالی سره اړه درلودلی او ډیرو سړیو خپله شتمنۍ او عزت په جنسی لاره کی له لاسه ورکړی دی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

د پروګرام یوه اوریدونکی په دې باره کی د اسلام نظر پوښتلی دی ، په دې زمینه کی باید پام وشی چی اسلام د یوه بشپړه او غوړیدلی دین په توګه د اسلامی قوانینو په رعایتولو سره د ارتباط لپاره منعې ته قایل ندې  او دغه ډول ارتباط احتمالا د فکری ، معنوی او عقلی تکامل زمینه جوړونکی هم کیدلې  شی . خو په اسلام کی د انجلۍ او هلک دوستی معنا نلری ، په حقیقت کی په دې هکله د اسلام حکم د انجلۍ او هلک له اختلاط اودوستۍ سره مخالفت دی ، نه په عمومی او علمی ټولنو کی د انجلۍ او هلک له ګډون سره مخالفت ، اسلام وګړی د ژوند سمې رودې ته بولی او په خپلو مقرراتو او قوانینو کی د انجلۍ او هلک درست اړخونه په نظر کی نیسی تر څو د وګړو لخوا د عفاف ، کرامت او حریم د ساتلو سبب شی ، نو ځکه د ټولنې شرایطو ته په پام سره یوه لاره چاره وړاندی کوی تر څو دغه روابط او اړکی که څه هم لنډې وی خو شرعی او مجازې وی . د اسلام له نظره مخالف جنس ته پام او د هغه پیژندنه فطری او  اروایی اړتیا ده چی د هغه حد او پوله کلتورونه او د ټولنې اجتماعی فضا انځوروی . په هغو هیوادونو کی چی د خلکو په ذهنونو کی مدنی قوانین او کلتور د اسلام د حکمونو په اساس سیسټمټیک شوی دی ،د بالغیدا له هماغه پیله چی لومړنۍ ګروهنې او کتنې مخالف جنس ته راکښل کیږی ، په کورنۍ او ټولنه کی د نامحرمو میرمنو او سړیو ترمینځ د عفیف او سالم تعامل لپاره پروګرامونه لحاظ شوی دی  . هغه پروګرامونه چی میرمن په پردې او سړې په ټولنه کی له شهوته په لیرې کتنې سره شتون ته بولی  .

««««««««««««««««««««««««««

یو هغه پروګرام چی د شیعه په فقهه کی راغلی دی ، موقته واده دی . دغه موضو ع البته نیوکه لرونکی هم لری . موقته واده یو ډول شرعی عقد دی چی خپلې ځانګړنې لری او هغه  دایم واده نشو بللې او د دایم واده ټولې تمې ترې نشو درلودلی .

موقته واده د ماهیت له نظره هماغه دایم واده او یوې تعریف شوی  رابطې سره سم په حقوقو او امتیازاتو سره دی چی میرمنه او سړې یې په خپله اراده او اختیار رامینځته کوی  او په دې ډول د خپل انسانی کرامت او عفت خیال ساتی . استاد شهید مطهری وایی ، موقته واده له دې اړخه راغلی دی چی دایمی واده په یوازې سر د دې توان نه درلوده چی په ټولو حالاتوکی  د بشر اړتیاوې پوره کړی ، البته څرګنده  ده چی هیڅ هلک یاانجلۍ چی ورپاره د تل لپاره اودایمی واده زمینه برابره وی نو بیا په یوې موقتی چارې ځان نه مشغولوی .

««««««««««««««««««««««««««««««

داسی ښکاری هغه څه چی زیاتره په دایمی واده کی د اسلام د نظر وړ دی ، د کورنۍ جوړول او د نیکو بچیانو روزل او نسل رامینځته کول دی خو هغه څه چی د موقته واده په ارتباط د اسلامی اخبارو له ټولګې استفاده کیږی ، دا دی چی د دغه ډول زیاتره مطلب د جنسی غریزې سمه ارضا ده  او د نسل تولید د هغه اصلی هدف ندې ، نو ځکه دغه واده په متعه مشهوره شوی  دی . موقته او دایم واده د اثارو له پلوه یو دی او په ځینو برخو کی اختلاف لری . هغه څه چی په لومړۍ درجه کی دا دواړه له یوه بله جلا کوی ، یو دا دی چی میرمنه او سړې فیصله کوی په موقته توګه واده وکړی او د مودې له ختمیدا وروسته که ګروهنه ولری هغه تمدیدوی اوکه ګروهنه ونلری له یوه بله جلا کیږی . بل دا چی د شرایطو له پلوه زیاته ازادی لری چی په خپله خوښه په هر ډول چی وغواړی تړون کوی . مثلا په دایمی واده کی سړې که خوښه وی او که نه وی ، میرمنې ورځنۍ خرڅه ، نورې اړتیاوې  او هوساینه تامین کړی خو په موقته واده کی هغه تړون پوری اړه لری چی دواړولورو کړی دی ، ممکنه ده سړې ونه غواړی یا ونه کولې شی د میرمنې خرچه ورکړی شی  ، یا میرمن ونه غواړی چی د سړی له پیسو استفاده وکړی .

«««««««««««««««««««««««««

دکورنۍ په ارتباط د قران یو ایت د تحریم سورت دریم ایت دی  او د دې ټکی یادونه کوی چی کورنۍ تر هغه وخته د خپلې کورنۍسلامتیا او شادابی ساتلې شی چی د هغه غړی د یوه بل له مسولیتونو او حقوقو سره بلد وی . د قران کریم مفسرانو د دغه ایت په تفسیر کی لیکلی دی یوه ورځ پیغمبر ص  له یوې میرمنې سره یو راز مطرح کړ او ویې فرمایل چی هیڅوک حتی نورې میرمنې یې له دغه مطلب خبرې نشی ، خو یوه موده وروسته هغې میرمنې د پیغمبر ص وینا د هغه حضرت د بلې میرمنې لپاره په ډاګه کړه . رسول ا... مبارک د وحی په ترلاسه کولو سره د هغې میرمنې په سویله د خپل راز له جوتیدا خبر شو .

خدای تعالی پیغمبراکرم ص له دغې پیښی خبر کړ .

په یاد راولئ هغه وخت چی پیغمبر اکرم ص خپل یو راز له یوې خپلې میرمنې سره شریک کړ خو هغه وخت چی هغې هغه راز جوت کړ او خدای تعالی خپل پیغمبر له هغه خبر کړ ، یوه برخه یې ورپاره بیان کړه او له بلې برخې یې ډډه وکړه . کله چی پیغمبر خپله میرمن له هغه خبره کړه او ویې ویل تاسو چا له دغه راز خبری کړی یاست ؟ ویې فرمایل عالم او خبر خدای زه خبر کړی یم .

دا ایت ددې ښودنه کوی چی امانتداری ، یوازې د خاوند د  پیسو ، ملک او ژوند د وسایلو ساتل ندی ، هغه موردونه چی میرمنه باید ورته اهمیت ورکړی لکه د عزت ساتل ، د کورنۍ د رازونو ساتل او هغه موردونه چی احتمالا سړې نه غواړی نور ترې خبر شی ، میرمن او خاوند باید چی د یوه بل د عزت خیال وساتی او میرمنه اجازه نلری چی په پټه د خپل خاوند پټې سملې او رازونه نورو ته ووایی .

پای

 

 

ټیګونه