Nov 09, 2019 14:27 Asia/Kabul
  • ایران د ا ونۍ په هینداره کې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږومینه والو،په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په دغه مطلب کې په پیل کې په تیرې اونۍ کې د ایران د ځینو مهمو پيښو خلاصه او ورپسې هم تحلیلی برخه ستاسو په خدمت کې وړاندې کوو ،هیله ده ترپایه راسره ملګریتا وکړئ .

*/*/*/*/*/   له نړیوال استکبار سره د مبارزې ملی ورځ لمانځل */*/*/*/   د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په حضور کې د زرګونو محصیلینو او زده کونکو  شتون  */*/*/*/ د اسلامی ایران  د ولسمشر له خوا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ژمنتیاؤ په باب دڅلورم ګام پورته کیدا فرمان *//*/*/*/    او د اکو موسسې د خارجه وزیرانو  په غونډې کې د اسلامی ایران د خارجه وزیر  ګډون ، په تیرې اونۍ کې د ایران ځيني مهمې پيښې دي او  اوس مو رابولوو   په دې اړه تحلیلي برخې ته *//*/*/*/*/*/*//*/

******************

    په درست ایران کې د تیرې اونۍ په دوشنبې ورځې : له استکبار سره د مبارزې   ملی ورځ په ډير پرتم او ولولې سره ولمانځل شوه .د  نومبر څلورمه   نیټه  یعني د لړم د میاشتې دیارلسمه  په ایران کې:له نړیوال استکبار سره د مبارزې ملی ورځ  نومول شوې ده .د لړم د میاشتې د دیارلسم  په میلیوني لاریون کې  ګډون کونکو  مړه دې امریکا او مړۀ دې  وي اسرائيل  شعارونو په ورکولو سره له نړیوال استکباره خپله کرکه او غوسه یوځل بیانندارې ته وړاندې کړه .   

            د اسلامی انقلاب  معظم لارښود  حضرت آیت ا... العظمی سید علی  خامنه اي له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ملی ورځې  په  درشل کې  د درست هیواد د زرګونو محصیلینو او زده کونکو په  پرتمین ټول کې  په وینا کې  له ایران سره د امریکا د غلیمانه ریښو  اصلی علتونه بیان کړل .

Image Caption

 

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود دې ته په اشارې سره چې د امریکایانو پشمول ځيني هڅه کوي،د تاریخ په تحریفولو سره،له ایران سره د امریکا ددښمنۍ  پیلیدا ته د جاسوسۍ د ځالې  له نیولو سره ربط وکړي،روښانه کَړې ، امریکایانو  له ایران سره  د اړیکو له هماغه پيله ، په ظاهره د دوستانو اړیکو په مطرح کولو سره،په باطن کې  د ایران له ملت سره دښمني کوله چې دغه دښمني ئې  د زمري  د میاشتې د  اته ویشتمه نیټې په کودتاسره  څرګنده شوه  او  همدا  له ایران سره دامریکا د څرګندې  دښمنۍ پیل دی .

 حضرت آیت ا... العظمی سیدعلی خامنه اي  پخپلې وینا کې د ګواښ، کودتا، بندیز،د قومیتونو د لمسولو،بیلیتون غوښتنې،د بلواؤ د رامینځةکونې ،د اقتصادي پابندۍ  او د نفوذ ځينو نورو  رودو پشمول  په تیرو یو څلویښتو کلونو کې د امریکایانو ځینو اقداماتو په یادونې سره ټينګار کړ،دوي په دې مودې کې هرڅه ئې چې زده وو،او توانیدل،د اسلامی انقلاب څخه د راپورته شوو  اورګانونو په ضد په تیره بیا د اسلامی جمهوری نظام د اصل  په ضد دسیسې او اقدامات وکړل .

               د ایران له ملت سره    او  د ولس په رایو سره  راپورته شوي  اسلامی نظام سره  د امریکا دښمني  ډيرې ژورې ریښې لري.د اسلامی انقلاب معظم لارښود  ددې واقعیّت په بیانولو سره  چې  له تیر وخت راهسې تر دې دمه د امریکا د چلندپه ماهیّت کې هیڅ بدلون نه دی راغلی،وفرمائيل؛هماغه شرارت، هماغه د لیوۀ صفت،د نړیوالې دیکتاتورۍ  لپاره  هماغه هڅه  او  هماغه بې حده سلطه غوښتنه ،نن سبا هم د امریکاپه وجود کې شته،البته  په لازیات سپین سترګیتوب او وحشیتوب سره سره . 

 حضرت آیت ا....العظمی سیدعلی خامنه اي پر ایران  د امریکایانو دبیا سلطې او د سیاسی نفوذ د لارې بندول  د واشنګټن د واکوالانو ددسیسو په مقابل کې  د اسلامی ایران تر ټولو مهم ځواب او له امریکایانو سره د اسلامی ایران مخالفت  ئې یو بیاوړی منطق لرونکی  وبالۀ او روښانه ئې کړه؛  دغه عقلاني روده ، د امریکایانو د بیرته نفوذ لاره بندوي،د ایران اقتدار او حقیقي قدرت او عظمت ایرانیانو ته ثابتوي  او  په دنیا کې د مقابل لوري تش  او خلی دړکې  نندارې ته وړاندې کوي .

        هیڅ شک نشته  چې  نړیوال استکبار  او د هغو په سر کې امریکا غواړي، چې  خپله کینه،دښمني او پرله پسې ناکامۍپه هرې ممکنې طریقې سره  وښئ او پخپل خیال  له اسلامی انقلابه  مخکې شرائطو ته د ایران په بیرته ستنیداپسې  دي، خو  دغې موخې ته په رسیدا کې به هیڅکله هم  بریالي نشي. 

Image Caption

 

 هماغه ډول چې  د اسلامی انقلاب معظم لارښود  ټينګار کړی دی،اسلامی انقلاب  له دغو خبرو لازیات پیاوړی دی  او  د  ایران د اسلامی جمهوریت  د حکومت او ولس  پياوړی هوډ او وسپنیزه اراده   به هیڅکله اجازت ورنکړي، چې امریکا  په دغه شان چلولونو سره  یوځل بیا ایران ته راستنه شي  .

  د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې  په یوې مقالې کې په ایران کې   د ۱۹۵۳کال د اګست   په کودتا کې  د امریکا رول ته په اشارې سره  لیکلي دي ،امریکائي  چارواکي  د خپلو تاریخي اقداماتو په هیرولو سره د یوې  داسې  خطرناکې لوبې په لور روان دي ،چې  پخپله د دوي د ناکامۍ لامل کیدلی شي. 

             د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ ادارې دایران د اسلامی جمهوریت د ولسشمر او ملی امنیت د  لوړې شورا د مشر په فرمان داجرا کولوپه لړ کې د تیرې اونۍ په چارشنبې سهار وختي  د ایران د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې  د ژمنتیاؤ د کمولو  په دوام کې  څلورم ګام پورته کړ .

Image Caption

 

 د اسلامی ایران ولسمشرحسن روحاني د ایران له خوا دنړیوالې ایټمي موافقې  د مادو په اساس  د خپلو ژمنتیاؤ دکمولو په اړه د څلورم ګام  داجرا کیدا په اعلان سره  وئيلي دي ؛د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې درست لوري باید پوه  شي ، چې ایران   په یواړخیز ډول جامعې نړیوالې ایتمي موافقې  ته پابند نشي پاتیکیدلی  .

 ډاکټر روحاني پخپل فرمان کې ټينګار کړی،د ایران څلورم ګام  هم د تیرو درو ګامونو په شان د بیرته ستنیدا وړ دی او که د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د رست لوري  خپلو ژمنو ته بیرته وګرځي،نو اسلامی ایران  به هم خپلې ژمنې   اجرا کړي .

          د  ایران له خوا د څلورم ګام  له اجرا تر مخکې پورې  د ژمنتیاؤ په کمیدا کې ، د یورانیمو  پخپول ، له درې اعشاریه  اوه شپيته فی صدو څخه زیاتول، د پاخو شوو یورانیمو  دزیرمه کولو زیاتول،او  په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  د څيړنې او پراختیا په حوزې کې دخپلو درستو ژمنو  درول شامل دي .

  په څلورم ګام کې هم  (UF6)یعني  د هغه  دوه زره اته سوه کلوګرامي سلنډر (یا ټينکۍ)،چې کابو دوه زره کلوګرام هیګزا یورینیّم فلورائيډ پکې  ځایږي، د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس  دپلټونکو تر څارنې لاندې،د نطنز  د یورانیمو د پخونې  له کمپلیکس څخه د فردو د یوزانیمو دپخونې   کمپلیکس ته منتقله شوې،څو  ددغه کمپلیکس   په تخنیکي تجهیزاتو کې ورځيني  استفاده وکړئ شي .

Image Caption
Image Caption

 

              د ایران د اسلامی جمهموریت د ایټمي انرژۍ ډ ادارې مرستیال او ویندوي  بهروز کمالوندي  د  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د شپږویشتم او شپږ دیرشم  مادو په اساس د ایران د  ژمنتیاؤ د کمولو  د  ګامونو پورته کولو په زمینې کې وئيلي دي،اسلامی ایران په مرحله ایز ډول دنړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس خپلې ژمنیاوې کموي  او که  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  مقابل لوري دخپلو ژمنتیاؤ  په اجراکولو کې پاتې راشي ، نو  د ایران  له خوا به نور ګامونه هم پورته شي .

Image Caption

 

 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم  چې په ترکیې کې د اکو موسسې  د غړو هیوادونو  د خارجه وزیرانو په غونډې کې د ګډون لپاره د جمعې په ورځې ترکیې ته تللی ،  د اسلامی ایران د نړیوالې ایټمي موافقې  د ژمنتیاؤ  د کمیدا په څلور ګام  په باب  وئیلي دي ، تهران   ددغې نړیوالې ایټمي موافقې  په چوکاټ کې  او همداراز   دجامعې نړیوالې ایتمي موافقې  دامریکائي خلاف ورزیو او دغه راز د اروپائي  لوري د لټیو  او سستیو   موردونو  ته   په ځواب کې  د خپلو ګامونو  په پورته کولو سره  خبرواترو ته دوام ورکوي.

           د ایران د اسلامی جمهوریت  د نړیوالې ایټمي موافقې د ژمنتیاؤ د  کمولو په  دوام کې ئې د څلورم له پورته کولو د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس خبر کړی دی .

 په همدې ارتباط په یوې بلې پيښې کې په ویانا کې  په نړیوالو  اورګانونو  کې د ایران  سفیر او دایمي استازي  کاظم غریب آبادي  هم د پنجشنبې په ورځې  د ایټمي انرژۍ  د نړیوال آژانس د واکمنې شورا په غونډې  کې له ګډون وروسته  د نطنز   د یورانیمو دپخونې  سایټ ته د آژانس دیوه پلټونکي د ورتلو څخه د اسلامی ایران  د ایټمي انرژۍ ډ ادارې  د مسئولانو مخنیوي ته  په اشارې سره هم روښانه کړې ده،د ایران د ایټمي تاسیساتو د امنیت او سیکیوریټي  په اړه هیڅکله  هم له چا سره نرمښت  نشي کیدلی .

                  د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ  د سمندري ځواک قوماندان  امیر البحر حسین خانزادي  د تیرې اونۍ په یکشنبې ورځې د  تهران دشهید بهشتي پوهنتون د عباسپور شهید د انجنئّرینګ  دتخنیکي څانګې د لیدو  په وخت  پخپلې وینا کې  ددغه ځواک بریاؤ ته په اشارې سره،په نزدې راتلونکي کې د  د سمندري اوبتل د سمندر په سطحې د توغندي د توغونکي سسټم د ټيکنالوجۍ  د ترلاسه کولو خبر ورکړ .امیر البحر خانزادي وئيلي دي،نن سبا د ایران د پوځ په سمندري ځواک کې دسمندر له تله  او له اوبو د پاسه  د توغندي د ویشتلو   قدرت  په لاپياوړتیا دی .

Image Caption

 

 همداراز د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک  قوماندان  سردار امیر علی حاجي زاده  د ایران د توغندوي توان په باب  وائي،  نن سبا بریالي شوي یوو ،  له ساحله  په سمندر کې ویشتونکو دبالیسټک توغندي تولید کړو او  د ایران  تولید شوي توغندي له  ۳۰۰کلومیټر واټن څخه رانیولې تر دوه زره کلومیټر واټن پورې  په شیشت  په دقیق ډول لګیږي  او  مخکیني  تولید شوي توغندي هم  د دقت له پلوه  په ماډرن توغندیو بدلیږي .

دغو توغنديو د هوافضا او سمندر په ډګرونو کې په سټراټژيکې سوئې پراختیا موندلي  او دایران اسلامی جمهوریت د ګواښونو د ختمولو او ورسره د  مبارزې لپاره  له ډير زیات دفاعي او یرغلیز  قدرته برخمن دی .

 دا سلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی  سید علی خامنه اي  له نړیوال استکبار سره  د مبارزې  دملی ورځې په درشل کې  دخپلې وینا په یوې برخې کې  د ایران دتوغندوي دفاعي قدرت  د حذفولو او یا  محدودولو لپاره د امریکا بې نتیجې  هلوځلو ته په اشارې سره  فرمائيلي دي ؛نن سبا  په الهي فضل او د وطن  دځوانانو په همت او زیار سره،تر دوه زره کلومیټر واټن پورې په شیشت په دقیق ډول ویشتونکو توغندیو برخمن یوو چې   یوازې تر یوه میټر پورې  په تیروتنې  سره په هر شیشت او  ټارګټ باندې  لګیږي .

Image Caption
Image Caption

 

  د اسلامی انقلاب  معظم لارښود له دې مخکې هم  پخپلو ویناؤ کې ټينګار کړی دی،د اسلامی نظام  ددفاعي قدرت له سیاست څخه موخه ، د نړیوالو سرزورو له خوا په ایران د تیریو د خیال  مخنیوی دی .دوي همداراز فرمائيلي دي ؛ دښمنان دې پوه شي،چې که   په ایران  باندې دتیري فکر  په ذهن کې راولي ، نو  له سخت او غاښ ماتونکي غبرګون  سره به مخ شي ، ځکه  دوي ممکنه ده  پيلونکي شي ، خو  دکار پاي به د دوي په لاس کې نه وي .::::

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه