Nov 13, 2019 07:56 Asia/Kabul
  • داعش په افغانستان کښې ۱۲

داعش په افغانستا کښې د لړۍ په دې پروګرام کښې په افغانستان او پاکستان کښې د داعش د نفوذ او ځايي کیدو د زمینو څیړنه کوو.

په افغانستان او پاکستان کښې د داعش د احتمالي نفوذ څرنګوالی، په سیاسي، حکومتي او حتی په دغو دواړو هیوادونو کښې په پوځي ټولنو کښې د جدي بحث او د نظرونو اختلاف دی. خو په دې لړ کښې ځینو مهمو حقیقتونو ته پاملرنه پکار ده. د داعش او القاعدې یو شمیر غړي د افغانستان د جهاد په دوران کښې د جهادي ډلو ترڅنګ موجود وو، که څه هم هغه مهال په دغو نومونو نه شول پيژندی. د شوروي خلاف جهاد کښې د (عرب افغانانو) شتون د هغو عناصرو لپراه یوه ګډه د پام وړ تجربه وه چې وروسته یې داعش رامینځته کړ. د داعش او القاعدې زیاتره مشرانو خپلې جنګي تجربې په ظاهره د افغانستان د جنګ په ډګر کښې ترلاسه کړې. ابوبکر البغدادي کلونه کلونه په افغانستان کښې اوسیدلی او د دغه هیواد د ځینو ګوندونو او جهادي بهیرونو له مشرانو سره یې نزدې اړیکې درلودې.

*/*

په دې وجه دا موضوع چې داعش، له عراق او سوریې وروسته افغانستان د خپل خلافت لپاره دویم قلمرو ګني، هیڅ کله یوه اتفاقي پیښه نه ده. په حقیقت کښې داعش له تیرو تجربو او په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمو کښې د عربانو له شتونه په ګټې پورته کولو سره فکر کوي دا عملي امکان لري چې تکفیري او وهابي عرب عناصر افغانستان ته ولیږي او هغوي هم، پخوانیو تجربو او هغو اړیکو ته په پام سره چې له افغانانو سره یې درلودلې، د پښتنو قبایلو ترمینځ د جذبیدو او اوسیدو امکان لري.

*/*/

البته دا په افغانستان او پاکستان کښې په داعش پورې د پیئلو عربو عناصرو د پراخ شتون په معنا ګڼل نه دي پکار. حقیقت دا دی چې دغه عناصر د داعش د مشرتابه او د افغانستان او پاکستان د سیمه ایزو ځواکونو ترمینځ اړیکو او هم داشان د پيسو او تدارکاتو امکاناتو په منتقلولو کښې کارول کیږي. په دې وجه ویلی شو چې په افغانستان کښې د داعش یوه برخه، ځايي داعشیان دي او هغه تندلاري افغانان یا پاکستانیان دي چې د داعش بیرغ یې پورته کړی دی. موجود شواهد ښودنه کوي چې د داعش عرب رابطان توانیدلي له مخکښې نه د پیژندل شویو او په داعش کښې شاملیدو ته د تیارو پښتنو قبایلو له مشرانو سره اړیکه ټینګه کړي او د طالبانو او د حکمتیار د حزب اسلامي په شان ډلو له مشرانو او قومندانانو سره خبرو اترو او معاملو ته کښیني.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

هم داشان داسې ښکاري چې د طالبانو په لیکو کښې ناراضي کسانو او بهیرونو په داعش ډله کښې شاملیدو ته ډیر چمتووالی ښودلی دی. ویل کیږي چې د دغو ناراضي کسانو شمیر د ملا عمر له مړینې او د امریکې او طالبانو ترمینځ د مذاکراتو د بهیر له پیلیدو وروسته زیات شوی دی چې د داعش او په افغانستان کښې د دغې ترهګرې ډلې د زیات نفوذ په ګټه تمامیدی شي.

د افغانستان متقاعد شوی جنرال او د پوځي چارو کارپوه عتیق ا... امرخیل په دې هکله وايي: د طالبانو او امریکې له موافقې مخکښې باید په افغانستان کښې داعش ترهګره ډله نابوده شي او که داسې ونه شي نو په هیواد کښې به جنګ دوام ولري او ګواښونه او وژنې به هم زیاتې شي.

**

له بلې خوا په افغانستان او پاکستان کښې د داعش د ځايي کیدو په احتمال کښې ځینې نور حقیقتونه هم په نظر کښې ساتلی شو. په هغو کښې یو دا دی چې د خلافت ته د داعش د ګروهنې ذهنیت تر ډیره د پښتنو قبایلو د انحصاري قدرت غوښتنې له ذهنیت سره سمون خوري. ویلی شو چې پښتون قومیت له پخوا راهیسې په تیره بیا له کله نه چې (سدوزئ) قبیلې په نولسمې میلادي پيړۍ کښې د جهاد په پلمه په هند ټاپووزمې باندې خپلې حملې پیل کړې، یو ډول د قومي سترتوب غوښتنې او اسلامي خلاف له تکربیه جوړ ذهنیت درلودلی چې تر ننه پورې پاتې دی. په دې معنا پښتانه په تاریخي ذهنیت کښې ځان د اسلامي خلافت د راژوندي په موخه د رول لوبونې لپاره په شرایطو پوره ګڼي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

دا ډول بحثونو ته په پام سره تصور کولی شو چې د خلافت تفکر چې نن سبا داعش په تیره بیا په سوریې او عراق کښې له ماتې خوړو وروسته هغه په خپل ګمان د ستر خراسان په چوکاټ کښې وړاندې کړی دی، د پښتون قومیت لپاره کوم نااشنا کار نه دی او د هغوي له ذهنیت سره سمون خوري. لکه څنګه چې (افغانستانِ ما) ورځپاڼې په ۲۰۱۵ کال کښې په خپله یوه سرمقاله کښې ولیکل: داعش خپله زمونږ د سلفي پالنې په افکارو کښې جرړه لري. داعش زمونږ په قبیله ایز کلتور او جوړښت کښې ځاې درلود. اوس یې د راڅرګندیدو زمینه او فرصت برابر شوی دی. د داعش د ختمولو لپاره غوره ده چې په خلکو کښې داعشي ذهنیت ختم کړی شي.

**

د پښتون قام د خلافت او قدرت غوښتنې د ترکیبي ذهنیت اهمیت دومره زیات دی چې د ایمن الظواهري پام یې هم ځان ته اړولی دی. الظواهري چې د اسامه بن لادن له وژل کیدو وروسته یې د القاعدې مشري په غاړه اخیستې ده، کله چې د افغانستان او اسلامي خلافت په هکله خبره کوي، د خلافت له عربي ذهنیت سره د مینې او احتمالاً د هغو ملاحظاتو په وجه چې د خلیفه د (قریشي) والي په هکله یې لري، په خلافت کښې د افغانستان لپاره د دویمې ځایګاه او مقام قایل کیږي او وايي: که څه هم د افغانستان امارت خلافت نه دی خو خپله به په یوازې د راتلونکي خلافت بنیاد وي.

په عین حال کښې د افغانستان د امنیتي چارو کارپوه حمد ا... محب باوري دی چې داعش د افغانستان لپاره یو ستر او سټراټیجک خطر نه دی ځکه چې دغه ډله په دې هیواد کښې ولسي اډانه نه لري. دا په داسې حال کښې دي چې په وروستیو کلونو کښې د امریکايي ځواکونو له خوا له داعشه د ملاتړ بهیر ډیر زیات شوی دی داشان چې په ځلونو یې د افغانستان او د سیمې د هیوادونو د چارواکو اعتراضونه په ځان پسې لرلې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

په هر حال ټول دلیلونه او شواهد د دې بیانونکې دي چې په افغانستان او پاکستان کښې په داعش پورې د پيئلو وسله والو یوه برخه سیمه ایزه او د دغو هیوادونو خلک دي او له عراق او سوریې څخه د ورغلو عربانو شمیر محدود دی او په داعش کښې شاملیدو ته د افغانانو او پاکستانیانو د هڅیدو او ارتباط د اسانیدو په کچه کښې دی. په عین حال کښې حقیقت دا دی چې د پاکستاني او افغانستاني اتباعو ترمینځ چې کم از کم په وړومبیو مراحلو کښې یې له داعش سره بیعت کړی دی، د افغانستان د طالبانو ډلې او د پاکستان د تحریک طالبان ځینې مشران وو چې ټول د پښتنو قبایل دي. دا چاره په خپله د دې بیانونکې ده چې په پښتنو کښې خلافت پاله ذهنیت په سیمه کښې له نورو قومیتونو لابیاوړی دی. ویل کیږي کومو کسانو چې له ابوبکر البغدادي سره په وړومبیو مراحلو کښې بیعت کړی دی، د افغانستان او پاکستان د طالبانو له موثرو او ناراضي کسانو څخه دي له دې امله د داعش مشران په سیمه کښې د داعش په ځايي کولو ټینګار لري.

*/*

په افغانستان کښې د داعش څانګه د خپلو مقاصدو لپاره له ځايي کسانو کار اخلي. د طالبانو وړومبی قومندان چې د ابوبکر البغدادي بیعت یې وکړ، د کویټې شورا غړی عبدالرؤف خادم و. هغه پنځه، شپږ کاله د ګوانتانامو په جیل کښې و او دغه بهیر بیا د طالبانو د پخواني مشر ملا عمره پورې مخ ته لاړ. هم داشان په افغانستان او پاکستان کښې د داعش د تکفیري او ترهګرې ډلې مشر حافظ سعید مخکښې د پاکستان په اورکزیو کښې د طالب ډلې مشر پاتې شوی و. په دې وجه ویلی شو کومو قومندانانو چې د ابوبکر البغدادي بیعت کړی دی هغه تول په یو ډول د طالب ډلې پخواني قومندانان وو.

په هر حال په افغانستان او پاکستان کښې د داعش د ځايي کولو لپاره د هلوځلو شتون هغه حقیقت دی چې زیاتره نظر خاوندانو ورته پاملرنه کړې ده. خو دا چې دغه هلې ځلې خپلو فاینل اهدافو ته ورسیږي، له جدي شکونو سره مخامخ شوې دي. له دې امله په افغانستان کښې د سټراټیجکو مسایلو کارپوه جنرال عبدالهادي خالد په دې باور دی چې په افغانستان کښې د داعش فعالیت د دغه هیواد د خلکو له دودونو او مذهب سره د مخالف والي په وجه د پراختیا او کامیابیدو هیڅ چانس نه لري، د افغانستان د خلکو باورونه او عقاید د داعش له عقیدو سره سمون نه خوري. په هم دې وجه داعش په دغه هیواد کښې یوازې د یو وارداتي عنصر په توګه ګڼل کیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

په نزدې راتلونکي کښې د افغانستان د پښتنو او حتی د طالب ډلې د اکثره غړو د داعشي کیدو احتمال نه شي ورکیدلی مګر دا چې په لویدیځې آسیا کښې حالات دومره بدل شي چې د داعش ترهګرې ډلې مشران وتوانیږي د ډیورنډ کرښې دواړو لورو ته د افغانستان او پاکستان په ګډو پولو کښې غریزې سیمې پر خپل پټنځي او اډې بدلې کړي. پر دې سربیره په افغانستان کښې د القاعدې د فعال شتون په دوران کښې له دغې ډلې سره د پښتنو وسله والو او طالب ډلې د کسانو د تعامل مخینه ښودنه کوي چې په زیات احتمال د داعش په شان ډلو د سرحدونو د دننه اهدافو او فعالیتونو او د هغوي له پولو د بهرو فعالیتونو ترمینځ به یوه پوله شتون ولري.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه