Feb 03, 2020 13:31 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د پاکستان  او افغانستان مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اون ۍ کې د پاکستان او افغانستان د ځینو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی،ددغه پروګرام په نننۍ برخې کې په پیل کې د دواړو هیوادونو د تیرې اونۍځینو مهمو پیښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم د تحلیلی برخې آوریدو ته رابولوو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

*//*/*/*//*/    د پاکستان او افغانستان ترمینځ د ترټولو سترې سرحدي لارې بندیدا*/*/*/*/*/     د ترهه ګرو حملو د نوي څپې په باب د پاکستان د استخباراتي ادارې په خبرداري کې د پښتنو د یوه غورځنګ (پي ټي ایم)د مشر نیول کیدا*/*/*/*/ په افغانستان کې د طالبانو د تاؤتریخوالو د کمولو پلان او د روغې جوړې خبرې */*/*/*/*/  په افغانستان کې د سولې  د حقیقي حل لارې په باب د عمران خان دریځ */*/*/*/*/*/ او د پاکستان په کورنیوچارو کې د لاسوهنې په باب کابل ته د اسلام اباد د چارواکو خبرداری، په تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان ځیني مهمې پيښې  وې، چې اوس مو رابولوو،د ځينو مهمو پيښو په اړه د تحلیلي برخې آوریدو ته.

*/*/*/*/*/*/*/*//*/*

             دوستانو د افغانستان  په کابل کې  د سولې او دغه مهم ته د رسیدو د څرنګوالي لپاره  د یوه ګډ پلان د رامینځةکولو په موضوع سره په یوې ناستې کې یوشمیرافغان سیاسی شخصیتونو،د تاؤتریخوالي د کمولو دپلان هرکلی وکړ .

په دغې غونډې کې چې د افغانستان د ا جرائي شورا د مشر د دوهم مرستیال محمد محقق په کوربتوب سره ترسره شوي،د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي،د ملی وحدت حکومت د اجرائي شورا مشر عبدا... عبدا....،د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یونس قانوني او د سولې د هغې لوړې شورا مشر کریم خلیلي چې څو میاشتې مخکې ړنګه شوي  او دغه راز  یو شمیر نورو افغان سیاستوالانو پکې خپل  نظرونه وړاندې کړل .

په دغې ناستې کې عبدا... عبدا.... ددې خبرې په کولو سره چې  هیڅوک باید د شخصي ګټو په دلیل د سولې دبهیر خنډ نشي ، په دغه ملي بهیر کې ئې د هراړخیز  ګډون غوښتنه وکړه .

د سولې دبهیر او په دغه بهیر کې د موجوده بندون په باب د افغانستان  د سیاسی شخصیتونو غونډه په داسې حال کې ترسره شوي ، چې  په دغه هیواد کې د تاؤتریخوالو د کمولو لپاره له طالبانو د امریاک غوښتنې د سولې بهیر او  ورسره اړونده خبرې اترې ئې یوې نوي مرحلې ته داخلې  کړي دي .

Image Caption

 

=   په افغانستان کې د طالبانو د تاؤتریخوالو د کمولو موضع  له  دوو مختلفو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده ،  چې  په دغه هیواد کې د جنګ  ختمیدا او د سولې ترلاسه کولو ته درسیدا د څرنګوالي په باب د دوو اخستونونو د شتون ښودنه کوي .

 د افغانستان د ولسمشرۍ ویندوي د تاؤتریخوالو د کمولولپاره له طالبانو  د امریکا دغوښتنې ته په یوه منفي غبرګون کې ټينګار کړی،چې دکابل حکومت یوازې د اور بند ټينګیدا مني .

 د صدیق صدیقي په وینا،دتاؤتریخوالو کمیداهیڅ معنا نه لري او د افغانستان حکومت په  دغه هیواد کې په اوور بند او دجنګ په ختمیدا پسې دی .

 د افغانستان د حکومت له دغه مخالف کړچار په مقابل کې  په هغې غونډې کې چې د افغانستان د ملی وحدت حکومت د اجرائي شورا د مشر محمد محقق په مشرۍ سره ترسره شوي،ګډون کونکو پکې په دې ټکي ټینګار کړی،چې پکار ده،د طالبانو په وسیله د تاؤتریخوالو له کمیداپریکنده هرکلی وشي  او سوکه سوکه  دبین الافغاني خبرواترو په بهیر کې د دایمي او هراړخیز اور بندستره موخه په وړاندې بیولل شي .

په دغې غونډې کې د ګډون کونکو سیاستوالانو له نظره،په افغانستان کې د تاؤتریخوالو دکمولو پلان ته منفي ځواب ورکول،په حقیقت کې له هغې سولې سره یو ډول مخالفت دی چې ټول ددغه پيچلي او ترینګلي بهیر په سوکه سوکه ښه کیدا سره یو نظر لري .

د طالبانو له خوا د  تاؤتریخوالو له کمیدا سره د افغانستان حکومت په داسې شرائطو کې  مخالفت کړی او د دایمي اوربند دټينګیدا غوښتنه ئې کړې ، چې  د پآکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي  په افغانستان کې د دتاؤتریخوالو د  اندازې د کیمیدا لپاره ددغې ډلې د چمتووالي خبر ورکړی  چې دغه شان کړچار ته د افغانستان دسیاسی ډلو ټپلو یو شمیر مشرانو جدي پام او هرکلی  کړی دی .

              د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  د افغانستان لپاره د پوځي حل لارې په بې ګټې بللو باندې په ټينګار سره  وئيلي دي،په دغه هیواد کې سوله یوازې هاله ټيګیږي،چې طالبان  د افغانستان له حکومت سره خبرې اترې وکړي .عمران خان د سویس په ډيؤوس کې د اقتصادي چارو په نړیوال  کلنی کنفرانس کې د افغانستان د شخړې د حل لپاره د پوځي حل لارې په ناکارندوالي په ټينګار سره  وئيلي،په دغه هیواد کې سوله هاله ټينګیدلی شی، چې طالبانو ډله د افغانستان له حکومت سره خبرې اترې وکړي او دواړه لوري یوې سیاسی موافقې ته سره ورسیږي . 

Image Caption

 

 د پاکستان لومړي وزیر په عین حال کې وئيلي،له طالبانو ډلې سره د افغان حکومت  د خبرواترو پیلیدا کوم  آسان کار هم نه دی . 

د پاکستان لومړي وزیرڅرګندونې په دې باب چې یوازې د طالبانو او  افغانستان د حکومت په خبرواترو سره په دغه هیواد کې دسولې د ټينګیدا امکان برابریږي،د امریکا حکومت  ته یوه روښانه اشاره  ده چې په تیر څه د پاسه یوه کال کې د دوو اړخیزو خبرواترو په چوکاټ کې له دغې ډلې سره  کومې  موافقې ته په رسیدا کې ناکامه ده . 

             سره له دې چې د افغانستان حکومت په کرتو له طالبانو سره د امریکا   په خبرواترو کې د خپلو استازو د شتون غوښتنه کړې ده،خو دسپينې ماڼۍ چارواکو تل  ورسره مخالفت کړی دی  چې  دا موضوع  د افغانستان دچارواکو او ولس د سخت  غبرګون لامل شوې ده .

 د ا فغانستان د حکومت او ملت له  نظره،دامریکا حکومت  له طالبانو سره  د خبرواترو له بهیره د کابل   دحکومت په حذفولو سره ، په عملي توګه  ددغه هیواد پر ملي حاکمیّت او دعمل په خپلواکۍ سترګې پټې کړي دي  او دغه شان سیاست  لامل شوی څو  دغه ډله هم  له افغان حکومت سره د خبرواترو د نه کولو په با ب  پر خپل دریځ ټينګار وکړي .

 امریکا هم د خپلو ډیرو سیمه ایزو ملاحظاتو  په اساس،په افغانستان کې د پوځي شتون پر دوام په ټينګار سره،له طالبانو سره د  روغې جوړې  خبرې اترې بندون ته کاږلي  چې دا موضوع  لامل شوې څو  په دغه هیواد کې  دثبات او آرامښت د ټينګیدا په وړاندې تاؤتریخوالي او ترینګلتیاوې  لازیاتې شي.

په دې باب د عمران خان څرګندونې چې په افغانستان کې د سولې د رامینځةکونو یوازینۍ لاره،د طالبانو او دکابل د حکومت ترمیځ  خبرواترو ترسره کیدا ده ،ددې ټکي یادونه کړې ده،چې په افغانستان کې د سولې  د موضوع لپاره د سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا لوبغاړو په  هرډول پروګرام کې باید  کابل دحکومت په رول او مقام  سترګې پټې نشي .

 د پاکستان لومړي وزیر  په خپلو څرګندونو کې په دې باب چې  په افغانستان کې به سوله یوازې له دې لارې ټينګه شي ، د ملی پخلاینې  دپروګرام په لاره کې د افغانستان د حکومت حیثیّت او مقام ته دپام ضرورت ته د امریکا  په متوجه کولو،له طالبانو سره د دوو اړخیزو خبرواترو په تعقیبونې کې  د سپينې ماڼۍ اوسنی سیاست  د فرصت له لاسه ورکول  بللي  او په دې باؤر دی چې  دغه شان کړچار به  په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټينګیدا او د جنګ پر ختمیدا هیڅ اغیزې ونه شیندي .

Image Caption

 

البته  د عمران خان دریځ  د امریکا د خارجه وزیر د مرستیالې  آلیس ویلز پاکستان ته دسفر په وخت وروستیو  لاسوهونکو  او ګواښونکو څرګندونو ته یو ځواب هم ګڼل کیږي .

                د افغانستان په  چارو کې د اروپائي اتحادئې  استازي په یوه ټویټ کې د کابل حکومت ته خبرداری ورکړی ،که  له فساد سره دمبارزې  په چارو کې جدي هڅه ونه کړي،نو د نړیوالې ټولنې مرستې او ملاتړونه به  له لاسه ورکړي.

په کابل کې د اروپائی اتحادئې د نمایندګۍ دفتر د نړۍ د ترټولو فسادګرو  هیوادونو په لیسټ کې د افغانستان د نامې شاملیدا ته په اشارې سره ،  افغانستان ،د خپلو مرستو په غوڅولو ګواښلی دی .

ددغې نمایندګۍ په یوه وروستيي راپور کې  وئیل شوي دي،چې په ۲۰۱۹کال کې د فساد د نړیوال ګراف په باب د  نړیوال شفافیّت  د  اورګان  راپور ښئ چې  افغانستان تر دې  دمه  د نړۍ د ترټولو فساد ګرو  هیوادونو په لیسټ کې دی .

 په افغانستان کې د مالي فساد د اوسني بهیر د دوام په بڼه کې  د مرستو د غوڅولو په باب په دغه هیواد کې د اروپائي اتحادئې د نمایندګۍ د دفتر خبرداری،په داسې حال کې دی چې  په افغانستان کې د مالی فساد زیاتره برخه  ددغه هیواد د بیارغاونې په ډګر کې ګډون کونکو هغو بهرنیو شرکتونو ته متوجه  دی ،چې لویدیځي اورګانونو  هم ورباندې اعتراف کړی دی .

د سیګار په نامې سره د افغانستان د بیارغاونې لپاره د هغې عمومي پلټونکي ادارې په بیلابیلو راپورونو کې چې د امریکا حکومت  ئې اداره کوي،په کرتو منلې ده، هغه پروژې چې د بیارغاونې په لیسټ کې  ئې لري ، د خلکو د اړتیاؤ په تامینولو کې د لومړیتوب د نه راوستو په دلیل،یوازې د نړیوالو مرستو د ضائع کیدا لامل شوي دي  .سیگا

Image Caption

 

 د افغانستان د بیا رغاونې د بهیر د پیلیدا  له وخت راهسې تر دې دمه ، څه د پاسه اتیا فی صدي نړیوالې مرستې د بهرنیو په تیره بیا د هغو امریکائي موسسو او اورګانونوپه اختیار کې ورکړل شوي  او ددغو موسیسو د جدي فساد له امله  ددغو نړیوالو مرستو د ضائع کیدا ښودنه کوي، چې ددغه هیواد دتش په نا مه بیا رغاونې  ډګر کې فعالیت کوي .

             که څه هم  په افغانستان کې د مختلفو مالی او اداري فسادونو د اړخونو په ارزونې کې،ددغه هیواد په حکومتي اورګانونو کې د مالی فساد په باب  هم راپورونه شته دي، خو د افغانستان د بیا رغاونې د مالی سرچینو په نغرلو کې د نړیوالو شرکتونو او اورګانونو د مالی فساد او اقداماتو د پراخې اندازې په مقابل کې څه خاص ونډه  نه لري.

 په دغه شان شرائطو کې چې په افغانستان کې د مالی فساد زیاتره برخه د بهرنیو شرکتونو په وسیله نغرل کیږي ، دغه هیوادته د مرستو دغوڅولو  په باب خبرداري ، په افغانستان کې د  مالی فساد د ریښې یو ډول پاکول دي،چې  د عمومي  افکارو له نظره هیڅکله هم د منلو وړ نه دي .

د امریکا او اروپا پشمول  له لویدیځي هیوادونو د افغانستان دحکومت او ولس تمه داده چې په افغانستان کې د مالی فساد  دموضوع پر نورو د تپلو په ځاي دې  د بیا رغاونې د بهیر د هغومالی سرچینو د ضائع کیدا او فساد زمینه له مینځه یوسي،چې د  پروژو  د لومړیتوب په اساس  د بهرنیو درستو مالی ملاتړونو او د بودجې د بیلولو د څرنګوالي   له مدیریّت سره اړونده د درستو چارو سپارل به تر ټولو مهم اقدامات وي.

Image Caption

 

اروپائي هیوادونه هاله افغانستان ته د مالی مرستو دغوڅولو په باب خبرداري  ورکولی شي،چې ددغه هیواد د بیا رغاونې په بهیر کې  د بهرنیو شرکتونو په تیره بیا د لویدیځي شرکتونو په وسیله  دفساد زمینه پيزواني کړي  او د کابل حکومت ته د بهرنیو مرستو د مدیرّیت  له سپارلو  وروسته دې ،په مالی فساد  د افغانستان د اورګانونو د هرډول جرم  او اقداماتو د پایلو په باب خبرداری ورکړي .

 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه