Feb 10, 2020 16:22 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهمې پیښې او بدلونونه

له طالبانو د افغانستان د حزب اسلامي د مشر غوښتنه، د افغانستان له ولسمشر سره د ځلمي خلیلزاد خبرې اترې، د کشمیر د مسئلې په هواري کښې د امریکې په مینځګړیتوب د پاکستان بې اعتمادي، په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو د عملیاتو د بندیدو لپاره د حامد کرزي غوښتني، له هیواده په دفاع کښې د افغانستان د حکومتي ځواکونو په توانمنۍ باندې د ولسمشر اشرف غني ټینګار، پاکستان ته د افغانستان په چارو کښې د امریکې د ځانګړي استازي سفر، له افغانستانه د وتلو لپاره د امریکې ادعايي پروګرام ته د طالبانو غبرګون او د رایو د غیرحقیقي مرکزونو په هکله د افغانستان د شفافو انتخاباتو د فاونډیشن غور طلبه دریځ د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهم بدلونونه وو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د امریکې او طالبانو ترمینځ د خبرواترو له یوځل ودریدو او په افغانستان کښې د امریکايي الوتکې د نسکوریدو له پيښې سره هم مهاله د افغانستان په چارو کښې د واشنګټن ځانګړی استازی ځلمي خلیلزاد پاکستان ته لاړ.

د طالبانو له خوا په غزني ولایت د امریکې د پوځ د یوې الوتکې له نسکوریدو سره د قطر په دوحه کښې د امریکې او طالب ډلې د مذاکراتو د بندیدو هم مهال والي دا ګمان یوځل بیا پیاوړی کړ چې د یادې الوتکې په نسکورولو کښې د دغې ډلې رول د یادو خبرواترو د بندیدو سبب شوی دی.

څو میاشتې مخکښې هم په افغانستان کښې د طالبانو په برید کښې د یو امریکايي پوځي د وژل کیدو له امله د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د خبرواترو د بندولو حکم ورکړی و.

په افغانستان کښې د بهرنیو ځواکونو خلاف د طالبانو بریدونه په داسې حال کښې دوام لري او له امله یې د امریکې د پوځ یوه الوتکه هم نسکوره شوې چې څه موده مخکښې سپينې ماڼۍ له یادې ډلې وغوښتل چې په افغانستان کښې تشدد کم کړي، خو طالبانو ونه منله.

البته د امریکې له خوا په افغانستان کښې د طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه د دغې ډلې پر مخالفت سربیره د کابل حکومت له منفي غبرګون سره هم مخامخ شوې ده. د افغانستان د چارواکو له نظره، د طالبانو د تشدد کمول د جنګ د خاتمې لپاره د دغه هیواد د خلکو د اصلي غوښتنې په لاره کښې نه دي بلکې دایمي اوربند، د دغه هیواد ملي غوښتنه ده.

په داشان حالاتو کښې ځلمي خلیلزاد له طالبانو سره د خبرواترو له بندیدو وروسته پاکستان ته سفر وکړ څو له یادې ډلې سره د دوه اړخیزو خبرواترو د بهیر د اسانولو لپاره د پاکستان له ظرفیتونو ګټه پورته کړي. په افغانستان کښې د طالبانو د تشدد د کمولو له طرحې سره د افغانستان د حکومت له مخالفت سره سره امریکايي چارواکي په دې باور دي چې که دغه ډله خپل تشدد او تاؤتریخوالی کم کړي نو وسره فاینل موافقه ته د رسیدو تمه کیدی شي.

د امریکې دا هیله په داسې حال کښې ده چې طالبانو د جنګ د بندولو او په افغانستان کښې د دایمي اوربند لپاره، له دغه هیواده د امریکايي پوځیانو د بشپړه وتلو شرط ټاکلی دی او له دې پرته د سپینې ماڼې وړاندیزونو ته غاړه نه ږدي.

سره له دې چې پاکستان په دې وروستیو کلونو کښې په عملي توګه ښودلې چې د افغانستان په طالبانو باندې چندانې نفوذ نه لري او نه شي کولی چې دغه ډله د مذاکراتو دوام ته وهڅوي، خو ځلمی خلیلزاد امیدواره دی چې اسلام آباد ته په خپل تازه سفر کښې د خبرواترو لپاره په طالبانو کښې د نرمښت رامینځته کولو لپاره له پاکستانه مرسته اخیستی شي.

*/*/*/*/*/*/*

د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د امریکا د پوځ د مرکزی قوماندانۍ د ترهه ګر سازمان سنټکام له قوماندان سره په کتنه کې وویل افغان عسکر له خپل هیواده د دفاع وس لری .

اشرف غنی  په کابل کې له جنرال کنت اف مکنزی سره په کتنه کې ټینګار وکړ د افغانستان حکومت د ترهه ګرو ډلو په وړاندې جنګیږی او هغو پرضد به خپلې مبارزې ته دوام ورکړی . مکنزی په داسې حال کی کابل ته سفر کړې دی چی د افغانستان په چارو کی د امریکا ځانګړې استازې خلیل زاد هم پاکستان ته ولاړ دې چی د دغه هیواد له چارواکو سره د طالبانو په اړه خبرې اترې وکړي .

د افغانستان له مځکنی بشپړتیا ،حاکمیت او ترهه ګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو د وس په اړه د افغان ولسمشر خبرې د ځینو امریکایی چارواکو لاس وهونکیو څرګندونو ته ځواب دې چی تازه یې په بیلا بیلو امنیتی اواقتصادی برخو کې په کمزورتیا او بی کفایتۍد کابل حکومت د تورنولو په ترڅ کې وویل د نړیوالو ملاتړونو په بندیدا سره د افغانستان حکومت نسکوریږی .

د بیلګې په توګه د سیګار موسسې مشر جان سوپکو مدعی شوې دې چی د مرستو د غوڅیدا په بڼه کې افغان حکومت دړې وړې کیږی او د هیواد د اداره کولو وس به ونلری .په وروستیو میاشتو کې د افغان حکومت او وسله والو ځواکونو پرضد حملې زیاتې شوی دی چی البته په تیر ستمبر میاشت کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته د افغانستان سیاسی شرایط او د لومونیو نتیجو له اعلانه وروسته جنجالونه د افغانستان په داخلی چارو کې د لاس وهنې لپاره د سپینې ماڼۍ د زیاتې ناوړه استفادې سبب شوی دی .

د امریکا سفیر جان بس چی تازه یې په کابل کې ماموریت پاې ته رسیدلې دې  د افغانستان له طلوع نیوز چینل سره په جنجالی خبرو کې ویلی وو چی د افغانستان د انتخاباتو بریالې له ډیر لږ ملاتړه برخمن دې ، په دې اساس باید د پراخ بنسټه حکومت په جوړیدا پسې شی .

د افغانستان په انتخاباتو او سیاسی چاروکې د امریکا په لاس وهنې سربیره سپینه ماڼۍ هماغه راز په دغه هیواد کې د خپل جنګی ماموریت دختمیداپه اړه د خپلې ژمنې په خلاف ورزۍ ټینګار لری چی د امریکا په هوایی حمله کې د څو افغان ملکیانو وژله د دغه هیواد د غیر قانونی لاس وهنو تازه نمونه ده .

په دې سربیره د امریکا حکومت بل هدف دا دې چی  له ترهه ګروسره د مبارزې لپاره د افغان عسکرو او پولیسو د کمزورتیا په اړه په چټی تبلیغاتو سره په خلکو کې د دغه هیواد د وسله وال ځواک ځاې کمزورې کړی او د افغانستان په دفاعی ظرفیتونو عمومی باور داغی کړي .

*/*/*/*/*/*/*

د افغانستان د شفافو انتخاباتو فاونډیشن (تیفا)وویل چې د رایه اخیستنې څه باندې د رایه اخیستنې څه باندې ۲ زره ۴۰۰ مرکزونه له سره شتون نه لري.

د تیفا د پروګرامونو مسئولې صغرا سعادت د افغانستان د انتخاباتي کمیشنونو له خوا د دغه هیواد د انتخاباتو او اساسي قانون خلاف ورزۍ ته په اشارې سره وویل چې د دغه کمیشن له خوا اعلان شوي د رایه اخیستنې ۲ زره ۴ سوه او ۲۳ مرکزونه له سره خارجي وجود نه لري.

هغې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د افغانستان له څوارلسو په زیاتو ولایتونو کښې د رایه اخیستنې د مرکزونو د شمیر او رایو د شمیرنو ترمینځ ځیني توپیرونه لیدل کیږي، څرګنده کړه: په دې کښې زیاتره اختلافونه په کابل، قندهار، هلمند او پکتیا ولایتونو کښې دي.

د رایه اخیستنې د ۲۴۲۳ مرکزونو د نشتوالي په هکله د افغانستان د رڼو انتخاباتو د فاونډیشنل غور راپارونکې موضوع د تیر کال د ستمبر میاشتې په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د پراخو تخلفاتو د بدلانه پيچومی دی.

که چیرې د دغه فاونډیشن له خوا په ډاګه شوي معلومات چې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د بهیر په هکله روښانونکی رول لري، تایید شي نو بې شکه چې د دې پړاؤ د انتخاباتو اساس به سخت تر پوښتنې لاندې راشي.

د تیفا دا ادعا د افغانستان د خلکو لپاره دا اخیستون رامینځته کوي چې لږترلږه د رایه اخیستنې د مرکزونو د ټولګې په دغه شمیر صندوقونو کښې پراخه انتخاباتي درغلي شوې ده چې خامخا به د یو خاص کاندید په ګټه وي.

له دې مخکښې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مشرې حوا علم نورستاني ویلي وو چې د انتخاباتو ۱۲ زره او ۶۵۰ کارکونکي د اړوندو انتخاباتي جرمونو، خلاف ورزۍ او خطاکارۍ په وجه د انتخاباتي شکایتونو کمیشن ته معرفي شوې دي.

د تیفا په تازه ادعا سره دا امکان شته چې د اخیستی شویو رایو په ټولګه کښې له موجودو دریو لاکو غیربایومیټرک شویو رایو سره تړاؤ پیدا شي.

له انتخاباتي کمیشنونو سره د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د معترضو کاندیدانو په تیره بیا د عبد ا... عبد ا... اصلي کشاله هغه ۳ لکه راې دي چې له بایومیټرک سیسټمه بهر د ولسمشریزو انتخاباتو د رایو په شمیرنه کښې حساب شوې دي او معترضان یې د باطلیدو غوښتونکې دي خو تراوسه په شکایتونو د غور کمیشن په دې هکله کومه پریکړه نه ده کړې.

د تیفا فاونډنیشن د دې ادعا په مطرح کیدو سره چې کابو دوه نیم زره د رایه اخیستنې مرکزونه له سره شتون نه لري، دا ګمان پیاوړی شوی دی چې یادې درې لکه غیربایومیټرک راې په دغو خیالي مرکزونو پورې اړوندې وي.

په داشان حالاتو کښې د افغانستان خلک، معترض کاندیدان او سیاسي ډلې تمه لري چې د انتخاباتو کمیشنونه د تیفا له خوا د رامینځته شوې شبهې په هکله وضاحت ورکړي او حتی د دې مسئلې د څیړنې او خلکو ته یې په هکله د کره او کارپیژاندي رپورټ د وړاندې کولو لپاره د دغه هیواد د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندیدانو په شتون سره یوه کمیټه جوړه شي ځکه چې په دې لړ کښې له روښانه ځواب پرته هر غبرګون به د انتخاباتو د فاینل پایلو د اعلان په هکله جنجال او لانجه څو چنده زیاته کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه