Feb 17, 2020 13:03 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهم خبرونه او پيښې او د هغو څیړنه

په پاکستان کښې له مني لانډرنګ سره د مبارزې د لایحې یا بل تصویبیدل، د افغانستان په حکومت کښې له طالبانو سره د مرکچي ټیم د ترکیب د ټاکلو لانجه، د پاکستان احتساب ادارې ته د بلاول بوټو ورغوښتل کیدل، د پاکستان د جماعت الدعوة ډلې د مشر لپاره د زنداني کیدو حکم، صلحې د بین الافغاني خبرواترو په هکله د روسیې دریځ، له پاکستان سره په ګډه پوله د توغندي سیسټم د لګولو په لړ کښې د دغه هیواد خلاف د هندوستان د ګام اهداف او پایلې، د تاؤتریخوالي د کمولو په هکله د طالبانو له دریځه د پاکستان هرکلی، د افغانستان د صلحې د بهیر په هکله د حامد کرزي دریځ، له عبد ا... عبد ا... سره د امریکې د خارجه وزیر صلاح مشورې او پاکستان ته د ترکیې د ولسمشر سفر د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهم خبرونه او بدلونونه وو.

*/*/*/*

د پاکستان د لاهور ښار ترهګرۍ ضده محکمې د جماعت الدعوة ترهګرې ډلې مشر او د هغه مرستیال په یوولس کاله بند او نغدې جرمانې محکوم کړل.

د دغې ډلې مشر حافظ سعید د ترهګرۍ د دودولو او د ترهګرو عناصرو ولپاره د مالي تامین په تور د لاهور ښار په محکمه کښې مجرم وپیژندل شو.

د پاکستان د جماعت الدعوة ډلې د مشر او د هغه د مرستیال لپاره د زندان حکم له دې زیات چې د دغه هیواد لپاره کورنۍ بریاوې ولري، سیمه ایزې او نړیوالې پایلې او اړخونه لري.

دغه ډله او د لشکر طیبه په نوم یې جنګي څانګه د هندوستان په اقتصادي پلازمینې بمبئ ښار کښې د ۲۰۰۸ کال په نومبر میاشت کښې د ترهګرو حملو په پلانولو او اجرا تورن دی چې دغه حملې د نوې ډیلي او اسلام آباد ترمینځ د وروستیو کلونو د اختلافاتو سرچینه پاتې شوې دي.

په تیرو څه باندې یوولسو کلونو کښې د پاکستان او هندوستان ترمینځ اړیکو کښې یوه اصلي کشاله تل د ممبئ د ترهګرو بریدونو دوسیه پاتې شوې ده چې نوې ډیلي د دغو حملو په پلانولو او اجرا کولو باندې د لشکر طیبه په تورنولو سره د اسلام آباد له چارواکو غوښتې وو چې د دغې ډلې مشر حافظ سعید هندوستان ته ورسپاري او یا دې ورسره د پاکستان د کورنیو قوانینو له مخې چلند وکړي.

په هم دې لړ کښې د هندوستان د حکومت په غوښتنه او د امریکې په ملاتړ سره د لشکر طیبه د مشرانو نومونه د ملګرو ملتو په تور لیسټ کښې شامل شول او د نوې ډیلي او امریکې په دباؤنو سره د پاکستان حکومت حافظ سعید د څه مودې لپاره په کور کښې نظر بند کړ خو دغې کار هم پر پاکستان دباؤنه کم نه کړی شول.

دوه کاله مخکښې د پاکستان دکورنیو چارو وزارت (جماعت الدعوه) یوه غیرقانوني ډله اعلان کړه او په خپل تور لیسټ کښې یې شامله کړه چې دغه کار هم هندوستان راضي او قانع نه کړی شو.

د هندوستان له خوا پاکستان ته د وړاندې شویو مدارکو له مخې د ممبئ د ترهګرو بریدونو په وړاندې د هندوستان غوښتنه د حافظ سعید او د لشکر طیبه د جګ پوړو مشرانو محاکمه کیدل وو خو د پاکستان حکومت او قضايي ادارې د نوې ډیلې دغې غوښتنې ته د مثبت ځواب په هکله یولړ ملاحظات درلودل.

په روانو حالاتو کښې چې د لاهور ښار ترهګرۍ ضده محکمې د جماعت الدعوه د مشر د زنداني کیدو حکم ورکړی دی، اټکل کیدی شي چې دغه کار وتوانیږي د لشکر طیبه د دوسیې په هکله د هندوستان، امریکې او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د اوږدې مودې دباؤونه څه نا څه کم کړي.

په تیره بیا دا چې هند او امریکې له پاکستان سره د اختلافاتو د کمولو او ملګرتیا یوه برخه د اسلام آباد له خوا د ترهګرۍ ضده اقداماتو په سختولو پورې شرطمنه کړې ده او داسې ښکاري چې د حافظ سعید لپاره د بند د حکم په صادریدو سره د دغو تمو یوه برخه عملي شوې ده.

له هندوستان سره د پاکستان په اړیکو باندې د جماعت الدعوه ډلې د مشر لپاره د زندان د حکم د صادریدو د مثبتې اغیزې سربیره دغه کار په نړیوال ډګر کښې هم د مالي اقدام د ځانګړې ډلې (FATF)  په پریکړه کښې هم د اسلام آباد په موقعیت اغیزه کولې شي.

نن سبا پاکستان د FATF په خړ لسټ کښې دی خو د حافظ سعید لپاره د زندان د حکم د صادرولو او له مني لانډرنګ سره د مبارزې د لایحې د تصویبولو په لړ کښې د دغه هیواد دوه اقدامات کولی شي چې له دغه لسټه د پاکستان د نوم د ایستلو لاره هواره کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرايي مشر ویاند وویل، له طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي د جوړولو لپاهر هیڅ اجماع نشته.

په داسې حال کښې چې ویل شوې دي د امریکې او طالبانو له احتمالي موافقې وروسته به بین الافغاني خبرې اترې پیل شي، د ملي یووالي د حکومت د اجرايي مشر ویاند مجیب رحیني وویل: د افغانستان په حکومت کښې تراوسه د دغه ټیم د جوړولو لپاره سیاسي اجماع نشته.

هغه زیاته کړه: په قطر کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ مذاکراتو کښې وروستی پرمختګ به له طالبانو سره د مرکچي پلاوي جوړیدل چټک کړي.

په دې هکله د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرايي مشر د ویاند خبرې چې دم ګړۍ له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د جوړولو لپاره سیاسي اجماع نشته، په دغه هیواد کښې د ستر سیاسي درز او اختلاف بیانونکې دي.

د افغانستان د اجرايي شورا د مشر عبد ا... عبد ا... او ولسمشر اشرف غني ترمینځ سیاسي اختلاف په تیره بیا په دې وروستیو میاشتو کښې د انتخاباتو د ترسره کیدو په بهیر، د غیربایومیټرک رایو په شمیرل کیدو او حسابیدو باندې د ډاکټر عبد ا... له اعتراض وروسته او هم داشان له انتخاباتي کاندیدانو او ځینو سیاسي ډلو او شخصیتونو سره د اشرف غني په اړیکو کښې د لانجو په وجه زیات شوی دی.

په داشان حالاتو کښې چې په افغانستان کښې په حکومت کښې سیاسي درز او د دغه هیواد له ولسمشر سره د سیاسي ډلو اختلافات زیات شوې دي، له طالبانو سره د مذاکرې د ډیرې مهمې مسئلې، د مرکچي پلاوي د ترکیب او د هغو د ترسره کولو د کیفیت په هکله هیڅ اجماع نشته.

داسې ښکاري سره له دې چې د افغانستان د کابینې د اجرايي رییس ویاند په دغه هیواد کښې له طالب ډلې سره د مرکچي ټیم په جوړولو کښې د چټکتیا په ضرورت ټینګار کړی دی خو دم ګړۍ د افغانستان د خلکو سخته اړتیا د انتخاباتو د کړکیچ د هواري او د دغه سیاسي ګډوډي د کمولو لپاره د یوې حل لارې موندل دي چې پر احتمالي بین الافغاني خبرواترو باندې خرابونکې اغیزه کولی شي.

*/*/*/*/*/*

د افغانستان د ګډ حکومت اجرايي مشر د امریکې له خارجه وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کښې د تاؤتریخوالي د کمیدو په اهمیت باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: صلحه د افغانستان د خلکو او حکومت وړومبیتوب دی.

په دغو خبرواترو کښې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو هم د تاوتریخوالي د کمولو په لړ کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ د صلحې په مذاکراتو کښې د پرمختګ مدعي شو.

د افغانستان د اجرايي ریاست رسندوي دفتر په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې پمپئو په دغه ټیلیفوني اړیکه کښې هیله وښودله چې دغه پرمختګ د دوه اړخیزې موافقې د لاسلیکیدو، د بین الافغاني خبرواترو د پیلیدو او دائمي صلحې ته د رسیدو لاره هواره کړي.

د دغې خبرپاڼې له مخې عبد ا... عبد ا... هم یو ځل بیا ټینګار وکړ چې صلحه د افغانستان د ولس او حکومت وړومبیتوب دی او خلک د امریکې او طالبانو په مذاکراتو کښې د تاؤتریخوالي د کمي په لړ کښې د پرمختګ هرکلی کوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر له دې مخکښې هم د افغانستان له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کښې له طالبانو سره د صلحې د مذاکراتو د بهیر او د تشدد د کمولو د مسئله په هکله د نظر تبادله کړې وه.

د امریکې حکومت چې له طالبانو سره د مذاکراتو یوولس ناکامه پړاؤنه یې ترسره کړې دي، څه موده مخکښې دغې ډلې ته په افغانستان کښې د تاؤتریخوالي د کمولو وړاندیز وکړ خو طالبانو یې په هکله تراوسه هیڅ رسمي نظر نه دی څرګند کړی البته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یې مخالف دی.

سره له دې چې اشرف غني په افغانستان کښې د طالبانو د تاوتریخوالي کمیدل بې معنا ګڼي او ټینګار یې کړی چې په هیواد کښې یوازې د اوربند دائمي بندیدل مني، خو دغه نظره په افغانستان کښې ځینې جدي مخالفان لري.

څه موده مخکښې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي یووالي د حکومت د اجرايي مشر عبد ا... عبد ا...، د ولسمشر د پخواني مرستیال محمد یونس قانوني او څه موده مخکښې د منحل شوې د صلحې د عالي شورا د مشر کریم خلیلي په شمول د دغه هیواد څو مشهورو شخصیتونو په کابل کښې د اجرايي رييس د دویم مرستیال محمد محقق په کوربه توب یوې غونډې کښې په افغانستان کښې د طالبانو د تاؤتریخوال د کمیدو له طرحې ملاتړ وکړ او هغه یې د صلحې د تدریخي ټینګښت په بهیر کښې یو ګام وباله.

په دې وروستیو اونیو کښې چې امریکې طالبانو ته په افغانستان کښې د تاؤتریخوالي د کمولو وړاندیز کړی دی، په دې لړ کښې د موافقانو او مخالفانو یو ډول دوه قطبي توب جوړ شوی دی چې هم دا چاره سبب شوې څو د امریکې خارجه وزیر د افغانستان د ملي یووالي د حکومت له مشرانو یعنې اشرف غني او عبد ا... عبد ا... سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې د دې طرحې په هکله له هغوي سره جلاجلا خبرې وکړي.

د اشرف غني په اپوټه چې په افغانستان کښې د تاؤتریخوالي د کمي د طرحې مخالف دی، عبد ا... عبد ا... له دغې طرحې ملاتړ کوي او هغه له طالبانو سره د صلحې موافقې ته د رسیدو لاره ګڼي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه