Apr 28, 2016 11:04 Asia/Kabul

بې له شکه د بشر حقوق د شلمې پېړۍ یوه ډېره پېچلې او ډېره مهمه انسانی موضوع او د یویشتمې پېړۍ لپاره یو ستر مشکل دے. نن سبا د بشری حقوقو موضوع خامخا په اوسنی نړیوال نظام کښې د خبرو اترو په اصلی موضوع بدله شوې ده.


زیاتره عملونه، چلندونه، فېصلې او پروګرامونه د بشری حقوقو له معیار او ملاک سره سنجول کیږی او حتی مخالفان او معترضان په دغوحقوقو سره کوشش کوی چې خپله عقیده او عمل د هغو مخالف ونۀ ښئی. له دې نه لا وراخو له بشری حقوقو څخه رامنځته شوی بحثونه نۀ یوازې د هېوادونو په روانو سیاستونو او کردارونو بلکې د مختلفو سیاسی او قضائی نظامونو په بڼه نیونه باندې هم ټاکونکے تاثیر لری. له دې امله نه شو کولې بشری حقوق د ملګرو ملتو یا د بشری حقوقود ساتونکو ادارو د کارکردګۍ ګراف وګڼو او د هغو د نۀ کامیابۍ په اثبات سره هغه چټی او بې مقداره وبولو. کله کله بشری حقوق د ستروقدرتونو په لاسو کښې د یو اوزار او د هغوی د پراختیا غوښتونکو اعمالو لپاره د یوې پردې په شکل رامنځته شوی دی، خو دا په دې معنا نه دی چې له بشری حقوقو څخه رامنځته شوی مفاهیم سمدستی په دې بهانې سره څنګته کېښودل شی او ورته بې پامی وشی.

بشری حقوق د معنې تجلی او هغه نوے مقام دے چې د دې زمانې انسان د ځان لپاره ترلاسه کړے دے. د بشری حقوقو د نولس سوه اتۀ څلوېښتم کال د مصوبې د نړیوالې اعلانیې له مخې ((بشری حقوق د ټولو خلقو او ټولو ملتونو ګډ ارمان دے چې د ټولنې ټول کسان او ارکان پکار دی په نظر کښې ولری.. بشری حقوق د کورنۍ د غړیو د ‌ذاتی حېثیت او د برابرو او نۀ منتقلېدونکو حقوقو پېژندګلی ده چې د نړیوالې سولې، عدل او ازادۍ بنیاد دے.))

په حقیقت کښې بشری حقوق تر ټولو هغه بنیادی او ابتدائی حقوق دی چې هر کس ترې په ‌ذاتی او فطری او یوازې د انسان والی په توګه برخور کیږی.

انسان تل د عدل او ظلم، مساواتو او تبعیض، ازادۍ او استبداد، جنګ او سولې او اخلاقو او بداخلاقۍ په شان دوه ډوله چارو سره سروکار لرلے او له سترو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دے، خو اوس آئیډیل او حتی غوره حالت ته نۀ دے رسېدلے.

په څو وروستیو پېړیو کښې په اروپا کښې د تفکر، تمدن، کلتور، اقتصاد او سیاست په ډګرونو کښې نوی او عجیبه بدلونونه رامنځته شوی دی چې هغه ټول د مسیحیت په نړۍ کښې د رنسانس او مذهبی ریفارم په لټه کښې شوی دی. د ماډرن بحث محور هیومېزم یا انسان پالنه ده او خودبنیاده عقل، اراده پالنې، اقتدار طلبۍ او خپلواکی غوښتنې په شان موضوع ګانې د دغه هیونېزم د بهرنیو ټولو عواملو په مقابل کښې دی.

د نویو اجتماعی او هیومېنسټی بدلونونو په زمینه کښې انسان بې مخینې منزلت او اعتبار رامنځته کړ او له دې امله ذاتی او طبیعی حقوقو د انسان لپاره له مخکې نه زیات اهمیت او اعتبار پېدا کړ. په تېره بیا د لویدیځو انسانانو د مخ په زیاتېدو اقتدار او په بې مخینې اقتصادی، فوځی او کلتوری وسلو باندې د متمدنه انسان د سنبالېدو په دلیل پرله پسې ویجاړوونکی جنګونه هم رامنځته شول چې تر ټولو وروستے یې له نولس سوه څوارلسم نه تر نولس سوه اتلسم کاله پورې وړومبنے نړیوال جنګ او له نولس سوه نهۀ دېرشم نه تر نولس سوه پینځۀ څلوېښتم کاله پورې دویم نړیوال جنګ ؤ.

د نوې انسان پالنې او د انسان طبیعی او ذاتی حقوقو ته د ژورې پاملرنې په سیوری کښې دغه پراخه جنګونه، تبعیضونه او بې انصافۍ د دې سبب شوې چې د انسان د عزت او منزلت د راژوندی کولو او د هغۀ د ازادۍ، انصاف او کرامت د رامنځته کولو لپاره نوی کوششونه وشی. له هغه وخته تر شلمې پېړۍ پورې ډېر مزلونه وشول او د بشری حقوقو ترخو تجربو هم هغه اروپایان دې نتیجې ته ورسول چې پکار دی د بشری حقوقو د حاصلولو او د سولې، انصاف، امنیت او فضیلت د رامنځته کولو په اړه فکر وکړی.

په دا ډول په نولس سوه اتۀ څلوېښتم کال کښې د بشری حقوقو نړیواله اعلانیه تصویب شوه. هغه اعلانیه چې له تېرو تجربو څخه د لویدیځو ملتونو لاسته راوړنه ده او د یو تاریخی چلند په دوران کښې رامنځته شوې او د انسانانو په اختیار کښې راغلې او د نړۍ په سطح د وروستۍ نیمائی پېړۍ د ټولو حکومتونو لخوا لاس لیک شوې ده.د دغه نړیوال منشور دېرش ماده ای سریزې او اصولوخپله د هغې د رامنځته کېدو څه رنګوالی او ولی والی ته په ښۀ ډول ځواب ورکړے دے.

د سریزې په محتوا باندې په لا صحیح توګه پوهېدو لپاره یې ځینې عبارتونه کټ مټ دلته نقل کیږی: ((له دې امله چې د بشری کورنۍ د ټولو غړیو د ذاتی حېثیت او د هغوی د برابرو او نه منتقلېدونکو حقوقو پېژندنه په نړۍ کښې د ازادۍ،عدل او سولې بنیاد تشکیلوی، له دې امله چې د بشری حقوقو نۀ پېژندنه او د هغو سپکاوے د یو لړ داسې وحشیانه اعمالو سبب شوے دے چې د بشریت روح یې ګناه ته مجبور کړے او د داسې یوې دنیا راڅرګندېدنه چې پکې انسانان د عقیدې په بیان کښې ازاد له ویرې او فقر څخه فارغه وی د انسان د ترټولو لوے ارمان او آرزو په توګه اعلان شوې ده، له دې امله چې په بنیادی توګه د انسانی حقوقو پکار دی د قانون په اجرا سره ملاتړ وشی چې انسان د وروستی علاج په توګه د ظلم او دباو په خلاف پاڅون ته مجبور نۀ شی، له دې امله چې په بنیادی توګه ضروری ده چې د نړیوالو دوستانه تعلقاتو د پراختیا هڅونه وشی، له دې امله چې د متحدو ملتونو وګړی په بنیادی بشری حقوقو، د انسان په انفرادی مقام او ارزښت او د سړی او ښځې په مساوی حقوقو باندې خپل ایمان بیا په منشور کښې اعلان کړے دے او کلکه فېصله یې کړې ده چې له اجتماعی ترقۍ سره مرسته وکړی او په ازاد چاپېریال کښې د غوره ژوند یو حالت رامنخته کړی، له دې امله چې غړی حکومتونو ژمنه کړې ده چې د بشری حقوقو حقیقی خیالت ساتنه، نړیوال احترام او بنیادی ازادۍ به د ملګرو ملتو په ملګرتیا سره رامنځته کوی، له دې امله چې د دغې ژمنې د بشپړه اجرا لپاره د دغو حقوقو او ازادیو په نسبت ښه او ګډ تفاهم زیات اهمیت لری عمومی اسمبلی د بشری حقوقو دغه نړیواله اعلانیه د ټولو خلقو او ټولو ملتونو لپاره یو ګډ ارمان اعلانوی چې د ټولنې ټول وګړی او ارکان دغه اعلانیه تل په نظر کښې ولری او کوشش وکړی چې د تعلیم او تربیت په ذریعه د دغو حقوقو او ازادیو احترام پراختیا پېدا کړی او په ملی او نړیوالو تدریجی تدابیرو سره د هغوی حقیقی او حیاتی پېژندګلی او اجرا که هغه خپله د غړیو ملتونو ترمېنځ وی او که د هغو هېوادونو د خلقو ترمېنځ وی چې د هغو په قلمرو کښې وی تامین شی.))

هغه څه چې نن د بشری حقوقو ترعنوان لاندې مطرح کیږی هغه اصول، قواعد او مفاهیم دی چې اصول یې د بشری حقوقو اعلانیه او د لویدیځ د متفکرانو افکار تشکیلوی. دغه د نظر خاوندان په اصولی توګه بشری حقوق د بشر د غېر دینی تفکر له زمینې سره متعلق بولی او ورباندې له دینی ډګر څخه په خپلواکه توګه بحث کوی او څیړی یې او که څه تناقض یې پکې ولیدۀ نو د دینی اصولو په مرستې سره نه بلکې له نویو علمی او عملی معیارونو څخه په استفادې سره هغه حل کړی.

البته د بشری حقوقو د بحثونو په دوران کښې پکار دی ترټولو لویه ونډه الهی دینونو ته ورکړوو، ځکه چې الهی دینونه تل د ظالمانو، غاصبانو او د انسانی حقوقو د خلاف ورزی کوونکو په مقابل کښې راڅرګند شوی دی.

نو ځکه په دې کښې شک نشته چې د انسان د کرامت او شخصیت ، ازادۍ او مساواتو وغېره په شان لوړ انسانی مفاهیم د الهی انبیاو په تعلیماتو کښې جرړې لری او اسمانی دینونو د بشری حقوقو له پرمختګ سره ستره مرسته کړې ده. د اسلام مبین دین هم چې د الهی دینونو جامع دین دے د انسان او د هغۀ د انسانی حقوقو لپاره د لوړ مقام قائل دے. نو ځکه زیاتره متفکران باوری دی چې په بنیادی توګه بشری حقوق له الهی سرچینې څخه بې برخې نۀ شی کېدې. په همدې دلیل ځینې اسلامی عالمان او متفکران د سوچه مذهبی نظریاتو په وړاندې کولو سره په کلی توګه دینی تفکر او د حقوقواو ازادۍ په شان مفاهیمو ته د اسلام لید د بشری حقوقو له انسان پاله نظر سره متفاوت بولی. د هغوی له نظره د حقوقو د تعریف او مبداء ټاکنه په دقیقه توګه د افرادو له نړۍ کتنې او له انسان څخه د هغوی له تعریف سره تړاو لری. اسلامی متفکران د نړۍ د ټولو موجوداتو مبداء خداے پاک بولی او ټول څیزونه د باری تعالی د ذات تجلی بولی. نو ځکه د احدیت له درګاه نه بغېر د انسان لپاره څه حقوق په نظر کښې نه شی نیول کېدې. د ژوند وروستے مقصد له خداے پاک سره نزدېکت دے او انسان د عقل او نقل په اوازرو سره غواړی هغۀ ته د رسېدو لاره ولټوی. نو له دې امله هیڅ حقوق د انسان لپاره نۀ شی تصور کېدې مګر دا چې د خداے پاک د خوښې او ارادې له مخې وی. د هغوی په عقیده انسان په یوازې ځان نه شی کولې هغې ګډې او پراخې سرچینې ته چې د بشری حقوقو ټاکونکې وی لاس رسائی پېدا کړی.

له دې سره سره د انسانانو او د هغوی د الهی فطرت ترمېنځ ترټولو مهمه ګډه چاره دا ده چې له همدې لارې د هم دغه فطرت او الهی قانون په بنیاد کولې شی د بشری حقوقو حقیقی سرچینې ته ورسی.

همدارنګ د قانون جوړولو او د حقوقو د برابرولو لپاره د نړۍ بشپړه پېژندګلی لازمی ده. انسانان د خپل ځان او خپلې ټولنې په باره کښې زیاته محدوده پوهه لری او په همدې پوهه کښې هم په زیاترو مواردو کښې یې هم ځان خوښونه او شخصی عواطف او خواهشات دخیل دی.

نوځکه دغه پېژندګلی خاص خداے لره ده او د بشر لپاره ناشونې ده، نو یوازې خداے پاک د داسې حقوقو د پوره کولو حق او وس لری او دا په غېرالهی قوانینو باندې د الهی قوانینو امتیاز دے. له دې امله یوازې دینی سرچینو په مراجعې سره د بشر حقوق ټاکلې شوو.

په کلی توګه په دغه نظریه کښې د بشری حقوقو د اوسنی تفکر او اسلامی تکفر ترمېنځ بنیادی فرق موجود دے. البته دغه ډله متفکران د بشری حقوقو په اعلانیه کښې د ځینو ورکړې شویو مفاهیمو په کامله توګه منکر نه دی، ځکه چې د دغو دواړو نظامونو جرړه او بنیاد سره متفاوت او متناقض نه دی. په دې وجه چې له خپلو طبیعی حقوقو څخه د انسان اګاهی د بشر د حقوقو د تفکر د پېدا کېدو سبب شوې ده. الهی دینونه هم د انسانی فطرت یا هم هغه د انسان د طبیعی ذات په ستنو اودرول شوی دی.

البته د حق، ازادۍ او برابرۍ په شان مفاهیمو تعریف او ترې مطلب اخېستنه له رائجو تعریفونو او مطلب اخېستنو سره فرق لری.

په نولس سوه اته څلوېښتم میلادی کال کښې د بشری حقوقو د نړیوالې اعلانیې تنظیمولو او برابرولو داستان اوږد دے خو اشارتاً به ووایو چې دغه اعلانیه د بشر اوږد او له رنځ او درده ډک تاریخ او په دغه اوږد تاریخ کښې د انسان د خېر غوښتونکو او مصلحانو کوششونو ته له پاملرنې بغېر د پوهېدو وړ نه ده.

ګرانو او قدرمنو اورېدونکو د پروګرامونو په دې لړۍ کښې غواړوو چې په نړۍ کښې د بشری حقوقو تکوینی چلند ته په یوې کتنې سره د انسانانو د حقوقو په اړه د لویدیځ او اسلام د حقوقی نظام د بنیادونو، سرچینو، اهدافو او نظریاتو فرق بیان کړوو. نو په دې اړه تر راتلونکی مطلب پورې بریالی اوسئ.

-----------------------------------------------------------

ټیګونه