Apr 28, 2016 11:12 Asia/Kabul

ګرانو او عزتمنو دوستانو د اسلامی بشری حقوق نومې لړۍ له دویم مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو او تودۀ سلامونه وړاندې کوو. په تېر مطلب کښې مو په نننۍ نړۍ کښې د بشری حقوقو د موضوع اهمیت او ضرورت ته اشاره وکړه.



ګرانو او عزتمنو دوستانو د اسلامی بشری حقوق نومې لړۍ له دویم مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو او تودۀ سلامونه وړاندې کوو. په تېر مطلب کښې مو په نننۍ نړۍ کښې د بشری حقوقو د موضوع اهمیت او ضرورت ته اشاره وکړه.

همدارنګ مو وویل چې هغه څه چې نن سبا د بشری حقوقو په توګه مطرح کیږی د توحیدی دینونو د تعلیماتو، د فلاسفرانو او متفکرانو د افکارو او د انسانی حقوقو د راژوندی کولو او خیال ساتنې لپاره د مختلفو ټولنو د خلقو د هلو ځلو نتیجه ده. نوځکه د بشری حقوقو د بنیادونو او اصولو د پېدائش د څه رنګوالی تاریخی څېړنه یو خاص اهمیت لری. د هغې وعدې مطابق چې په تېره برخه کښې مو له تاسو سره کړې وه وه دې پروګرام کښې او په څو نورو راتلونکو برخو کښې غواړوو چې د بشری حقوقو د تکوینی تاریخ جاجونه وکړوو.

انسان له انفرادی خپلواکۍ نه علاوه اجتماعی ګروهنه هم لری او له نورو انسانانو سره له معاشرت سره دلچسپی لری. ټولنه د هغې سلطې باوجود چې په وګړو یې لری د انسانانو د حرمت، خپلواکۍ او ازادۍ خیال ساتنې ته مجبوره ده. له بلې خوا انسانان هم په خپل انفرادی او اجتماعی ژوند کښې پکار نۀ دی د وګړو په حرمت اعتراض وکړی.

له نورو انسانانو سره اجتماعی پېوستون او د هغوی ترڅنګه ژوند کول د افرادو ترمېنځ د مقاومتی ځواک د رامنځته کولو او د هغوی د ګټو د کشمکش زمینه برابروی. په همدې دلید د قوانینو او د هغو د اجراء لپاره د حاکمه قدرت شتون یو نه انکارېدونکے ضرورت دے. د قانون موجودګی د دې سبب کیږی چې د اقتدار او حکومت خاوندان د ټولنې د چلولو سیاستونه او پروګرامونه داسې مخ په وړاندې بوځی چې د ټولنې ارزښتناکې سرچینې د ټولنې د پرګنو ترمېنځ په یو شان او عادلانه توګه تقسیم او ووېشل شی.

په تاریخ کښې د وړومبنیو انسانی ټولنو له ظهور څخه دغه منطقی چلند د ټولنې د افرادو لپاره د حقوقو او ذمه واریو د رامنځته کېدو سبب شوے دے. د ټولنو د خلقو یوه ترټولو مهمه غوښتنه د یو لړ هغه حقوقو لرل او ورباندې نه تېرے کول دی چې د انسان والی په وجه د حکومت او د ټولنې د نورو افرادو لخوا د احترام او ملاتړ وړ دی،هغه حقوق چې نن سبا د بشری حقوقو تر عنوان لاندې پېژندل کیږی.

بشری حقوق د یوې ټولنې له افرادو سره له متعلقو ټولو امتیازاتو څخه عبارت او په قواعدو کښې لیکل شوی دی چې افراد د انسان والی په اعتبار او خپله د ټولنې د افرادو له یو بل سره او له واکمن قدرت سره په تعلقاتو کښې له یو لړ ضمانتونو او ملاتړونو سره له هغو څخه برخور دی او له دې امله چې د بشری حقوقو موضوع انسان دے نو ځکه ویلې شوو چې بشری حقوق هیڅ جغرافیائی، نژادی، مذهبی او طبقاتی قېد نه لری او د دنیا په هر ځاے کښې د قدرت ټول مرکزونه پکار دی د هغو په مقابل کښې خاضع او تسلم وی.

بشری حقوق داسې له ماجرې ډک مفهوم لری چې د افکارو، تفکراتو، تاریخ، جغرافیا، حکمت، فلسفې، دین، دنیا،حقوقو او سیاست په مختلفو ډګرونو کښې یې انسانی ذهن په ځان کښې مشغول کړے دے.

له بده مرغه د بشری ژوند په تاریخ کښې ناامنۍ، فقر، لوږې، تیری، قتل او نسل وژنې د بشری ټولنې په تاریخ کښې یوه پیچیده کړۍ رامنځته کړې ده چې ناوړه اثرات یې هم هغه شان د ټولنې او ملتونو لاعلاجه درد ګڼل کیږی.

تېر بشری تاریخ په کمزورو خلقو باندې د قوی خلقو د ځان خوښوونکې سلطې ښودنه کوی، په دا ډول چې قوی کسانو او ډلو به په اوچتو طبقاتو او برترو مقامونو کښې ځاے پېدا کړ او دغه شان په ټولنه کښې د زورورۍ کلتور رواج پېدا کړ او د انسان ذاتی منزلت او انسانی کرامت د دغې برترۍ په اعتبار زیانمن شو.

خو د تاریخ په اوږدو کښې تل داسې مبارزان وو چې د عدالت غوښتنې،له ظلم سره د مقابلې او د انسانانو د بنیادی حقوقو د حفاظت لپاره زیات کوششونه یې کړی او مهم ګامونه یې اوچت کړی دی. له دې نه علاوه د خداے پاک په فرمان سره له حضرت آدم (ع( تر حضرت خاتم الانبیاء (ص) پورې د الهی پېغمبرانو علیهم السلام تعلیماتو بشریت د عدل او انصاف د قائمولو لپاره لارښونه کړے دے او د تاریخ په دوران کښې یې یو لړ انساندوستانه فضاءګانې رامنځته کړې دی او افراد یې د خپلو حقو حقوقو په لټون کښې کړی دی. په همدې دلیل شاید وویل شوو چې په نننۍ نړۍ کښې د انسان یوه ستره کامیابی د انسانی حقوقو د حاصلولو لپاره د بشری حقوقو د اعلانیو او معاهدو صادرېدل دی.

خو پکار دی پوه شوو چې د بشری حقوقو سندونه او اصول په اسانۍ سره نه دی ترلاسه شوی. بلکې بشری حقوق په حقیقت کښې د دینی عدالت غوښتونکو اعتقاداتو، د فلسفیانه آرمان پالنې، د متفکرانو د افکارو، د بشری ټولنو د عبرتناکو تجربو، د استبداد د ختمولو لپاره مختلفو مبارزو او د حکومتونو د ولسی کېدو په وجه دی چې نتیجه یې هم اوس د زیاترو هېوادونو په نړیوالو قلمرو او کورنیو قلمرو کښې د بشری حقوقو بېژندنه او ضمانت ورکونه ده. له دې امله په لرغونو تاریخی وختونو، مېنځنیو پېړیو او د رنسانس په دوران کښې او همدارنګ په اوسنۍ نړۍ کښې د تاریخی چلند مطالعه خاص اهمیت لری.

د تاریخی استناداتو له مخې د حمورابی قانون، د ستر کوروش فرمان او د روم په حقوقو مشهور دولس لوحې او د یونان د فلاسفرانو لیکل شوی قوانین د بشری حقوقو ډېر لرغونی تاریخی متنونه او سندونه دی.

هغه وړومبنے حقوقی متن چې د انسانی تعلقاتو او له بشر له حقوقو سره متعلق لیکل شوے دے د حمورابی له قانون سره اړوند دے چې تقریباً یو زر اوۀ سوه دېرش کاله پخوا له میلاده، په دوه سوه دوه اتیا مادو کښې لیکل شوے دے. د حمورابی قانون د لازم احترام وړ اصولو له محتوا سره مل د هغو شاهانه نصیحتونو ټولګه وه چې د خداے پاک په ستائېنې سره شروع کیږی.

د حمورابی قانون چې د کاڼی په یوې ستنې باندې په ښکلی شکل لیکل شوے دے په نولس سوه دویم میلادی کال کښې د ایران د شوش ښار د لرغون پېژاندو په کوششونو سره ترلاسه شوے او هم دا اوس د پېرس په لوور میوزیم کښې ساتل کیږی. ویل کیږی چې دغه قانون د حضرت موسی (ع) د شریعت په شان له اسمانه نازل شوے دے.

د دغه قانون د سریزې په یوه برخه کښې راغلی دی: ((د بابلی دین سترو خدایانو آنو او بِل ما ته چې حمورابی او شاهزاده او د خپلو خدایانو لوړ رتبه کس او پرستش کوونکے یم فرمان راکړ چې داسې وکړم چې د زمکې په سر انصاف واکمن وی، ګناهګاران او بدان راوغورزوم، په کمزورو باندې د زورورو له ظلمه مخنیوے وکړم او په زمکه باندې یوه طریقه پراخه کړم او د خلقو سوکالتیا رامنځته کړم وغېره .....))

د حمورابی قانون د سوداګرۍ، صنعت، کار، کورنۍ او د بدنی ازارونو له منقولو او غېر منقولو اموالو سره اړوند قواعد، حقوق او سزاګانې په بیله بیلا توګه بیان کړی دی او ویلې شوو چې دغه قانون په هغه زمانه کښې زیات پرمختللے او د تمدن د قافلې د لارښونې څراغ دے.

د هخامنشی لړۍ بانی ستر کوروش چې له میلاده مخکې له پینځۀ سوه نهویشتم نه تر پینځه سوه نهۀ پنځوسم کاله پورې له باچایانو څخه ګڼل کیږی چې نوم یې په تاریخ کښې له بدیو سره په مقابله او د چارو په اصلاح کښې په نېکۍ یاد شوے دے او چلند یې د پېغمبرانو په شان بلل کیږی. ځینې عقیده لری چې کوروش هم هغه ذوالقرنېن دے چې په قران آسمانی کتاب کښې یې ذکر راغلے دے.

ستر کوروش له میلاده پینځۀ سوه نهۀ دېرش کاله مخکې د بابل تاریخی ښار قبضه کړ او په هم هغه کال یې خپله تاریخی اعلانیه چې د ملتونو او د انسان د حقوقو د وړومبنی منشور په توګه یادیږی صادره کړه.

ستر کوروش د بابل ښار په قبضه کولو سره یهود قوم یعنې بنی اسرائیل چې بخت النصر د هغوی کسان ځینې اسیران کړی وو او په بابل ښار کښې یې قېدیان کړی وو او شمېر یې له څلوېښت زرو نه زیات ؤ ازاد کړل او هغه څه چې له هغوی څخه تښتول شوی وو هغوی ته ستانۀ کړل.

د کوروش په منشور کښې راغلی دی: ((ما کوروش غلامی ختمه کړه او حکم مې ورکړ چې خلق د خپل خداے په پرستش او عبادت کښې ازاد وی او تړل شوې عبادت خانې مې پرانېستې او هیڅوک د ښار اوسېدونکی له ژونده بې برخې نه کړی. وران ویجاړ ښارونه مې بیا جوړ کړل. کډوال او مهاجر خلق مې وطن ته ستانه کړل او ټول مې اتحاد او پېوستون ته راوبلل چې زړونه یې خوشحاله شی...))

کوروش په دغه منشور کښې وائی: ((ما د ټولو خلقو لپاره یوه قراره ټولنه رامنځته کړه او ټولو خلقو ته مې سوله او ارامښت ورډالۍ کړ او لښکریان مې د عوامو په مال او ځان باندې له تیری څخه منعې کړل. ما غلامی او مرییتوب له منځه یوړۀ او د هغوی بدبختی مې ختمه کړه.)))

((د روم حقوق)) له خپل تاریخی لرغونتوب سره په حقیقت کښې د اکثرو اروپائی هېوادونو د حقوقو بنیاد دے. دولس لوحې د روم له حقوقو څخه په ځاے پاتې له تاریخی اثارو څخه دی. دولس لوحې د یوې ساده کرهڼیزې ټولنې لپاره د عمومی او خصوصی، کیفری او مذهبی حقوقو په زمینو کښې د او د عامه عرف او عادت مطابق د فریاد اورېدونې د آئین د قواعدو د یوې ټولګې په توګه برابر کړې شوې دی.

دغه لوحې له میلاده مخکې په څلور سوه پنځوسم او څلورسوه یو پنځوسم کلونو کښې د روم د سرمایه دارو او اشرافې طبقې د حکومت له بې انصافیو او د حقوقو د حاصلولو لپاره د عامه طبقې له پراخو احتجاجونو وروسته د یو لس کسیز پلاوی لخوا تدوین شوې او دا د هغو پرمختګونو خلاصه ده چې له میلاده اوۀ سوه درې پنځوس کاله مخکې د روم ښار له بنسټ اېښودو څخه د ژوسټی نین تر مرګه او حتی له دغو دورو نه وروسته په دیارلسو پېړیو کښې هم ترې د روم د حقوقو لپاره استفاده شوې ده.

پخوانیو یونانیانو هم د سقراط، افلاطون او ارسطو په شان د متفکرانو د افکارو تر نفوذ لاندې د تهذیب او تمدن یو طلائی دوران تېر کړےدے. د تاریخی استناداتو له مخې هغه دوره چې د پرېکلس غوندې سیاستوال، خطیب او جنګیالی له زېږېدنې څخه د ارسطو تر مرګه پورې ده بې له شکه د نړۍ د تاریخ یو ډېر مهم دوران دے. دغه تاریخی دوران د یونانی تمدن د عظمت اوج ګڼلې شوو. په دغه دوره کښې د حکومت په چاره کښې د خلقو د مشارکت، له مدنی حقوقو څخه د برخورتیا، د قانون د واکمنۍ، قضائی انصاف، د مالکیت د حق او د بیان د ازادۍ په شان د بشری حقوقو مفاهیم او مصداقونه د یونان په ټولنه کښې موجود وو.

ګرانو او قدرمنو دوستانو په راتلونکی پروګرام کښې به د بشری حقوقو د بڼه نیونې د تاریخی زمینو د څېړنې بحث ته دوام ورکړو نو تر هغه وخته بریالی اوسئ.

------------------------------------------