Apr 28, 2016 11:20 Asia/Kabul

ګرانو او قدرمنو دوستانو په تېر مطلب کښې مو په لرغونې زمانه کښې د بشری حقوقو د تقوینی تاریخ د چلند څېړنه وکړه.

په دې برخه کښې غواړوو چې د خپل تاریخی بحث په دوام کښې په مېنځنیو پېړیو او د رنسانس په زمانه کښې د لویدیځو ټولنو د بشری حقوقو بدلونونه مطرح کړوو.

د مېنځنیو پېړیو د تاریخ زرکلنه دوره له پینځمې نه تر پینځلسمې پېړۍ پورې ده چې په څلور سوه شپږ اویایم میلادی کال کښې د لویدیځی روم په نسکورېدو سره شروع شوه او په څوارلس سوه یو پنځوسم میلادی کال کښې یې د عثمانی امپراطورۍ لخوا د قسطنطنیه تر فتحې پورې دوام پېدا کړ. د مسیحی دین خپرېدنه،د دینی عالمانو قدرت،د اربابانو او عوامو د حکومت ټینګتیا او په نتیجه کښې یې د افرادو د حقوقو او ازادیو په تېره بیا د عقیدې د ازادۍ محدودیت د دغه دوران له ځانګړتیا څخه وو.

البته په دولس سوه پینځلسم میلادی کال کښې د برطانوی جان نومې باچا لخوا د ستر منشور صادرېدل کولې شوو په دغه دوران کښې د تاریخی عطف ټکی په توګه یاد کړوو. د مسحیت د دین په راڅرګندېدو او پراختیا او د توحیدی دینونونو انسانی تعلیماتو ته په پام سره چې په اخلاقو، ورورولۍ او لوړ انسانی کرامت او منزلت باندې تاکید لری، په دریمه او څلورمه میلادی پېړیو کښې ګڼ شمېر خلقو مسیحیت دین ته مخه کړه او د کلیسا پادریانو د خلقو ترمېنځ زیات اعتماد او احترام حاصل کړې شو او ورو ورو یې د سیاسی او مذهبی اقتدار واګې په لاسو کښې واخېستې. اسقفانو او د مسیحی دینی عالمانو ټولنې له عوامی نفوذه په استفادې سره د غلامۍ د نظام په ردولو او د هغۀ په ځاے د اربابانو او عوامو د نظام د ځاے کولو او له اربابانو څخه اطاعت ته د غلامانو په هڅولو سره وکړې شول زیات مال او دولت ترلاسه کړی او په دا ډول په لویدیځ کښې د یوډول نوی طبقاتی اختلاف د رول لوبونې زمینه جوړه شی. له بلې خوا دغو مذهبی چارواکو د دې تفکر په عنوانولو سره چې واکمنان د خداے پاک لخوا غوره کړې شوی دی وکړې شول د خلقو د ملاتړ له لرلو سره سره په سیاسی جوړښت کښې د پام وړ نفوذ پېدا کړی.

د کلیسا لخوا د اقتدار په ترلاسه کولو او په دیارلسمه میلادی پېړۍ کښې د پاپ د اقتدار اوج ته په رسېدلو سره د انسانانو طبیعی حقوق چې په وړومبی ځل د یونانیانو په تېره بیا د رواقیانو لخوا مطرح شوی وو له رونقه پرېوتل انسانانو د طبیعی حقوقو د تفکر ځاے الهی حقوقو ته ورکړ. په حقیقت کښې د کلیسا د واکمنانو او د یونان او روم د حقوقو د متفکرانو ترمېنځ مهم فرق دا ؤ چې: د کلیسا اربابانو اقتدار او حکومت د خداے پاک له ارادې څخه رامنځته شوے او د خلقو په دینی چارو کښې مداخلت یې خپل مسلم حق بلۀ او ځان یې زیات اوچت امپراطور ګڼۀ او په ټولو چارو کښې به یې لاسوهنه کوله. په نتیجه کښې یې خلق د عقیدې او بیان د ازادۍ په شان د ازادۍ له مهمو مظاهرو څخه بې برخې شول. خو یونانیانو د حکومت قدرت د خداے له ارادې څخه رامنځته شوے نۀ بلۀ بلکې خلق یې د قدرت اصلی سبب ګڼۀ.

په برطانیه کښې د اشرافو او عوامو طبقاتی نظام ډېره اوږده مخینه تېره کړې ده. په تېرو وختونو کښې د باچا د مطلقه سلطلنت باوجود اشرافه طبقه چې په درباریانو، مذهبی عالمانو او نجیب زادګانو مشتمله وه نفوذ او اعتبار لرۀ، تردې حده چې د باچا د مطلقه سلطنت په مقابل کښې یو ډول پټې سیالۍ بڼه نیولې وه. په همدې وجه د باچا هغه حکمونه چې د دغې طبقې لپاره یې محدودیت رامنځته کوۀ د یو لړ مقاومتونو د راڅرګندېدو سبب کېدل.

د دیارلسمې میلادی پېړۍ د وړومبیو وختونو پېښې د دغو مقاومتونو څرګندې نمونې ګڼلې شوو چې باچا د تریخجنې فضاء د بدلولو لپاره یو فرمان جاری کولو ته مجبور شو چې واکمن اقتدار یې تر یوه حده محدود کړ او په عوض کښې یې د اشرافیانو او نفوذ لرونکو کسانو لپاره یو لړ امتیازات رامنځته کړل. دغه فرمان په دولس سوه پینځلسم میلادی کال کښې د برطانیې د هغه وخت د باچا، جان لخوا د ستر فرمان په نامې سره جاری شو.

په نوموړی فرمان کښې چې صادرېدنه یې د عطف یو تاریخی ټکے ګڼل کیږی د دې باوجود چې اصلی پېغام یې اشرافو ته په خطاب کښې ؤ له ځینو انفرادی حقوقو او ازادیو څخه معلومیږی چې د اشرافې طبقې له شاملېدو نه زیات اوچت ؤ او عامه خلق هم پکې شاملېدل.

د مېنځنۍ پېړۍ په وروستیو وختونو کښې د مستبدو نظامونو په پېدا کېدو سره د بشر د حقوقو لپاره مبارزه شروع شوه چې نتیجه یې د اولسمې او اتلسمې پېړیو په وروستیو کښې د ستر سیاسی انقلابونو رامنځته کېدنه وه. په هغو ورځو کښې د بشری حقوقو مختلف اړخونه چې تر هغه وخته پورې پرې تیری شوی وو د بشری حقوقو د اعلانیو او لوحو په شکل کښې تدوین شول او بیا د هېوادونو په اساسی قوانینو کښې راڅرګند شول.

د دینی بیارغونې او رنسانس د غورځنګ په رامنځته کېدو سره ورو ورو دا فکر راپېدا شو چې انسان د نړۍ د مخلوقاتو د برتره فرد په معنا کولې شی د خپل عقل په ذریعې سره الهی اراده وپېژنی او په دې زمینه کښې به دا قدرت ولری چې په سر کښې به د حکومت او د ټولنو د منظمولو لپاره مناسب قوانین برابر کړی او په نتیجه کښې د متفکرانو په متکفرانه کوششونو سره د فطری حقوقو مفهوم رواج پېدا کړ او په ټولنه کښې د مختلفو لیکنو په وجه په تېره بیا په پروټسټان مېشته هېوادونو کښې دغه تفکر لا زیات رونق ولرۀ.

رنسانس یا د علم او ادب د ژوند تجدید د لویدیځ د تاریخ هغه برخه ده چې د علمی غورځنګ او علمی شخصیتونو دراڅرګندېدو په برکت په اروپا کښې د مهمو واقعاتو سبب شوه. ویل کیږی چې د اروپا په جنوب باندې د مسلمانانو تسلط او په نتیجه کښې په اسپانیا کښې د فکر د ازادۍ د ډیوې بلېدنې او د عثمانی ترکانو لخوا د قسطنطنیه د قبضه کولو په وجه اروپا ته د یونائی فضلاو مهاجرت او په نتیجه کښې یې پخوانی علم او پوهې ته د اروپایانو لاس رسائۍ او د مېنخنیو بېړیو د تورتم تاریخ څخه له تېرېدو وروسته په هغه دوره کښې د هغوی د پوهې زیاتېدو په اروپا کښې نوې نړۍ کتنه رامنځته کړه او مختلفو متکفرانو د طبیعی حقوقو، اجتماعی تړون او د مدنی حکومت تفکر ترویج کړ.

د رنسانس غورځنګ چې په پینځلسمه پېړۍ کښې په اېټالیا کښې شروع شو ورو ورو سیاسی افکار او ادبیات په ټوله اروپا کښې خپارۀ شول او انسان پالنه داجتماعی نظام او سیاسی جوړښت بنیاد وګرځېد.

د دولس سوه پینځلسم کال له ستر منشور څخه د پېړیو تېرېدو وروسته برطانیې په اولسمه پېړۍ کښې د ټولنې د فکری ودې او د مستبدو باچایانو په مقابل کښې د ازادی غوښتونکو د پرله پسې مبارزو په دلیل دوه اعلانیې یعنې د حقوقود غوښتنې شکایت او د حقوقو اعلانیه تجربه کړې چې په امریکه، فرانس او نورو لویدیځو هېوادونو کښې د ازادی غوښتونکو او ازادی بخښونکو انقلابونو ته د الهام ورکولو زمینه ده.

له خلقو سره د وړومبی چارلس بد سلوک او د پارلېمان په اړه د د هغۀ له سپکاوی ډک چلند منجمله دا چې هغۀ به په خپلو شعارونو کښې له باچا څخه د خلقو په بې چون او چرا اطاعت باندې تاکید کوۀ او پارلېمان او د هغه برخلیک به یې د خپل اقتدار په لا سو کښې ګڼۀ په دغه هېواد کښې د سیاسی بحران زمینه برابرونکے وګرځېد.

د پارلېمان غړیو د دغې استبدادی طریقې په مقابل کښې په عملی او قانونی توګه د غبرګون ښودنه وکړه چې باچا بې له څه ځنډه د پارلېمان د ړنګولو حکم صادر کړ. له دې سره سیاسی او مذهبی ناراضګۍ او د مشروطې د حکومت د پلویانو او د ټولنې د متوسطې طبقې اتحاد د دې سبب شو چې باچا د حقوق غوښتنې د شکایت د سند منلو ته مجبور شی چې د هغې له مخې د باچا ځینې مطلق اختیارات محدود شول.

د وړومبی چارلس له اعدامه وروسته د هغه زوے دویم چارلس او له هغه وروسته په شپاړس سوه پینځه اتیایم کال کښې یې ورور دویم جیمز په برطانیه کښې اقتدار ته ورسېد. دویم جیمز د وړومبی چارلس په شان په دې ادعا سره چې د باچا قدرت الهی اړخ لری او باچا د خداے لخوا غوره شوے دے او هیچا ته ځواب ویوونکے نه دے د خلقو حقوقو ته په بې پامۍ سره یې استبداد په ټولنه باندې واکمن کړ. همدې چارې د خلقو او د پارلېمان د غړیو ناراضګی راوپاروله. باچا هم له فوځی وسائلو څخه په استفادې او حتی د فرانسوی حکومت په مالی مرستو سره به خپل مخالفان ځپل او اعدامول. د مذهبی اختلافاتو په پراختیا او د سیاسی مخالفانو په زیاتېدو او د انقلابی فضاء په رامنځته کېدو سره بالاخره جیمز په شپاړس سوه اته اتیایم کښې فرانسې ته په تېښته مجبور شو.

دغه تاریخی پېښه چې د ستر انقلاب په توګه یادیږی د هغه لوے بدلون پېلامه وه چې پکې په برطانیه کښې مطلقه باچائی تاریخ ته وسپارلې شوه او مشروطه باچائی نظام د باچا د اقتدار په کمېدو او د پارلېمان د صلاحیت او اقتدار په ودې سره د هغې ځاے ونیوۀ. په دې لړ کښې پارلېمان د حقوقو د اعلانیې مسوده تیاره کړه او له میاشتو میاشتو بحث او څېړنې وروسته یې وروستے متن د شپاړس سو نهه اتیایم کال د فرورۍ په دیارلسمه نېټه تصویب کړ. په دغه اعلانیه کښې د مدنی او سیاسی بنیادی حقوقو یوه برخه بیان شوې ده چې بیا وروسته د شلمې پېړۍ په نړیوالو سندونو کښې ترې کار واخېستل شو.

د شپاړسمې میلادی پېړۍ په مېنځنیو وختونو کښې د رنسانس د غورځنګ د ختمېدو په کلونو کښې د دینی اصلاح غورځنګ د الهیاتو په بدلون کښې د یو عامل په توګه د رنسانس علمی او کلتوری حرکرت ته تکامل ورکړ. د لوتر او کالون په شان متفکرانو تعلیماتو د کېتولېک کلیسا له تسلطه د خلقو په ازادۍ او د ګوتې شمېر څو کسانو یعنې مسیحی مذهبی عالمانو له انحصاره د دین د تفسیر په وېستلو کښې یو مهم رول ولوبوۀ.

د دینی اصلاح متفکران د ذهن پالنې او فرد پالنې موجدان ګڼل کیږی. ذهن پالنه په ټولو انفرادی ارزښتونو او اجتماعی باورونو کښې د وجدان رول څرګند بولی او فرد پالنه له بلې خوا انتقادی داوری ترویجوی او له هغه څه وراخوا چې انسان د خپل وجدان له لارې ترلاسه کړی دی مرجعیت څخه انکار کوی.

د برطانیې د خلقو د اولسمې پېړۍ ازادی غوښتونکی ارمانونه اوسیاسی واقعات او پېښې له دغو واقعاتو څخه راومنځته شوې ازادۍ او د حقوقو لارې چارې د امریکې د خلقو د ازادی غوښتونکو مبارزو الهام بخښونکې ګڼلې شوو.

----------------------

ټیګونه