Apr 28, 2016 11:24 Asia/Kabul

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د اسلامی بشری حقوق نومې لړۍ له یوې بلې برخې سره ستاسوپه خدمت کښې یوو.



په تېره برخه کښې مو اشاره وکړه چې د رنسانس غورځنګ د اروپا د خلقو په تفکراتو کښې د سترو بدلونونو سبب شو. په همدا ډول د فرانسې د ټولنې بدلونونه هم په امریکه کښې د ازادی غوښتونکو افکارو زمینه برابروونکی شول.

په اتلسمه پېړۍ کښې په امریکه کښې مخ په زیاتېدو فکری ودې او پراختیا بالاخره د امریکې دیارلس اصلی مستعمرې دې ته سمې کړې چې په یو والی او غږملتیا سره د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ لپاره یو بنیادی ګام اوچت کړی. د اولس سوه شپږ اویایم کال د جولائۍ په څلورمه نېټه په بوسټون ایالت کښې عمومی کنګرې د دیارلسو مستعمرو لخوا په نمائندګۍ او د برطانیې د سلطې په خلاف په پاڅون کښې د رایو په اتفاق سره د خپلواکۍ اعلانیه په نامه یوه اعلانیه تصویب کړه چې د هغې له مخې مستعمرو په متفقه توګه له برطانیې سره د تعلقاتو د پرې کولو فېصله وکړه او په دا ډول یې د انسانی منزلت او ولسواکۍ د ارزښت په اړه خپل د زړۀ اعتقاد څرګند کړ.

د خپلواکۍ اعلانیه یوازې د نۀ بیلېدونکو بشری حقوقو د یوې برخې بیانونکې ده چې د برابرۍ، د ژوند او د ازادۍ د حق او د خوشبختۍ د لټون په اصولو باندې تاکید لری او په یقینی توګه یې بشریت وړتیا لری. البته د دغوحقوقو لپاره له استعماره د ازادۍ او خپلواکۍ حاصلول لازمی دی. د امریکې د خپلواکۍ اعلانیه وړومبې د دولسو ایالتونو او ورپسې د نورو ایالتونو د اساسی قانون الهام بخښونکې ګنلې شوو.

فرانسه په اتلسمه پېړۍ کښې د نجیبانو، مذهبی عالمانو او د دریمې طبقې د طبقاتی اختلافاتو ډګر ؤ په دغه هېواد کښې د اولې او دویمې درجې طبقاتی اقلیتونه وو چې د فرانسې د خاورې د نیمائۍ او ټولو مجللو قصرونو او ودانیو په اختیار کښې راتللو سره زیات قدرت او ګټې لرلې او اکثریت خلق چې په مزدورانو، زمیدارانو او دهقانانو او فقیرو پادریانو مشتمل وو د دغو طبقو په استثمار کښې یې شتون لرۀ. په د اسې ناسمو حالاتو کښې د باچا او سرمایه دارانه استبداد په خلاف ازادی غوښتونکو افکارو د ازادۍ، برابرۍ او ورورولۍ د دریو نعرو په بنیاد د انقلاب زمینه برابره کړه. په فرانسې کښې له طبقاتی او له سپکاوی ډک باچائی نظام څخه مخ اړونه له عامې او سوله ایزې لارې ممکنه نۀ وه. په دې مېنځومان کښې د عدلیې یو شمېر وکیلان، ډاکټران، بېنکداران او لیکوالان چې د فلسفی عقائدو تر تاثیر لاندې اګاهۍ ته رسېدلی وو پاڅون او انقلاب له موجوده استبداد او جابرانه نظام سره د مقابلې یوازېنۍ لاره اعلان کړه. په کلی توګه له یوې خوا د متوسطې طبقې فکری بدلون او د بېدارۍ پراختیا او له بلې خوا ظلم، طبقاتی استثمار، د خزانې لوټمار او په عېن حال کښې په دریمې طبقې باندې د ټېکسونو او مالیو تپلو ته د باچائی دربار ضرورت د فرانسې د انقلاب زمینه برابروونکی بللې شوو.

په داسې یو کړکېچن موقعیت کښې وو چې شپاړسم لوئی د طبقاتی پارلېمان د جوړولو چې تر یو سل پینځۀ اویا کلونو راهسې یعنې له شپاړس سوه څوارلسم نه تر اولس سوه نهۀ اتیایم کاله پورې د زوړند په حال کښې راغلے ؤ حکم جاری کړ.

دغه پارلېمان د دریمې طبقې د شپږ سوه یو شپېتۀ نمائندګانو، د مذهبی عالمانو په درې سوه شپږویشت نمائندګانو او د نجیبانو د درې سوه دېرش نمائندګانو په اکثریت سره جوړ شو. د دریمې طبقې نمائندګان چې د هغې زمانې له نوې فکری او مخ په بدلېدو فضاء سره د پارلېمان په هال کښې او له ځان سره په یو مخصوص ځاے کښې راغونډ شول او له بېداروونکو افکارو څخه په تاثیر سره د دې مطلب په اړه یې بحث شروع کړ چې خوشبختی پکار دی د انسانی افرادو په کم شمېر کښې منحصره نه وی بلکې خوشبختی پکار دی د ټولولپاره وی.

له څو مرحلو وروسته د اولس سوه نهۀ اتیایم کال د جون په اولسمه نېټه د درېمې طبقې پارلېمان د نوی رایو په مقابل کښې د څلور سوه نوی رایو په اکثریت سره د ملی پارلېمان د جوړولو اعلان وکړ. دوه ورځې وروسته یعنې د جون په نولسمه نېټه د مذهبی عالمانو پارلېمان هم له دغه پارلېمان سره یوځاے شو. د جون په درویشتمه نېټه شپاړسم لوئی د ملی پارلېمان د ړنګولو فرمان جاری کړ، خو د پارلېمان د نمائندګانو او یو شمېر مذهبی عالمانو له مخالفت سره مخامخ شو او اعلان یې وکړ چې هم هغه شان به خپل کار ته دوام ورکوی او وې ټاکله چې نمائندګان له هر ډول تیری څخه محفوظ دی. په داسې انقلابی حالاتو سره باچا د جون په اویشتمه نېټه مجبوراً ومنله چې د درې واړو طبقو پارلېمانونه دې په خپلو کښې یوځاے شی.

بالاخره د هم هغه کال د جولائۍ په نهمه نېټه ملی پارلېمان د موسسانو د مجلس په نامه موجودګی اعلان کړه. د اګست په څلورمه نېټه دغه پارلېمان په باچائی ارادې باندې د خپلې موسسانو د قوې د برترۍ په اعلانولو سره د باچا سلطنی او طبقاتی ټولنې ته خاتمه ورکړه. د موسسانو پارلېمان د فرانسې د ښاریزو او بشری حقوقو د اعلانیې د برابرولو او تصویبولو کار په غاړه واخېست.او د اولس سوه نهۀ اتیایم کال د اګست په څلورمې او یولسمې نېټې په غونډو کښې یې یو خاص کمېشن د اعلانیې د طرحې په برابرولو مامور کړ. دغه طرح د ((اے بی سی اېس)) لخوا برابره کړې شوه او د نوموړی کمېشن له تائید او موافقته وروسته بالاخره له یو لړ اصلاحاتو سره د بشری حقوقو د بنیادی متن په توګه د اولس سوه نهۀ اتیایم کال د اګست په شپږویشتمه نېټه د موسسانو د پارلېمان لخوا تصویب شوه.

د فرانسې د ښاریزو او بشری حقوقو اعلانیه چې څو کاله پس د فرانسې د اساسی قانون د سریزې په توګه ومنلې شوه یو تاریخی سند دے چې د افرادو د حقوقو په باره کښې د یو مهم وړومبنی سند په توګه د عقیدې، قلم او بیان د ازادۍ او قانون په وړاندې په برابرې باندې تاکید کوی. د دغه سند له مخې د قانونی مقرراتو د تشریفاتو د خیال له ساتنې بغېر د کسانو تورنول،نیول او بندی کول منعې دی. همدارنګ د ښاریزو او بشری حقوقو اعلانینه به د عمومی مالیو او د اخراجاتو د پوره کولو د حالت او د حکومت د تشکیلاتو او د مالکیت د حق او د نورو مواردو د څه رنګوالی دنده ترسره کوی.

د مطلقه باچائۍ په نسکورېد او د ملی واکمنۍ په راتلو سره د فرانسې وړومبنے اساسی قانون د اولس سوه یو نوی کال د ستمبر په دریمه نېټه د ملی پارلېمان لخوا تصویب شو او د دغه قانون په سریزه کښې د افرادو د طبیعی حقوقو پوره کولو ته پاملرنه وشوه. له دې وروسته د بشری حقوقو اعلانیه د فرانسې د اساسی قانون په سر کښې راغله. د اولس سوه درې نوی کال د جون د څلوریشتمې نېټې د اساسی قانون له وړومبی نه تر پینځۀ دېرشم پورې مواد د فرانس د ښاریزو او بشری حقوقو له اعلانیې سره اختصاص لری چې پکې د اولس سوه نهه اتیایم کال په اعلانیه کښې درج شوی حقوق په زیاترو وضاحتونو سره تائید شوی دی. د فرانسې د پینځم جمهوری اساسی قانون له سریزې سره مطابق اعلانیه کښې درج شوی اصول د اساسی قانون ارزښت لری. زیاتره قوانین له هغو اصولو سره د نه مطابقت په وجه کېدې شی رد شی چې دا کار د اساسی قانون د شورا لخوا بڼه نیسی.

د بشری حقوقو د وړومبنۍ اعلانیې له تصویبه د شلمې پېړۍ ترنیمائۍ پورې موده کښې د زیاترو هېوادونو اساسی قوانین د همدغو اصولو په چوکاټ کښې برابر کړې شوی او د بشری حقوقو نړیواله اعلانیه چې په نولس سوه اتۀ څلوېښتم کال کښې د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ لخوا تصویب شوه د همدغې اعلانیې بشپړه نسخه ده.

د دغو اقداماتو باوجود د بشری حقوقو مسئله لږ تر لږه د دویم نړیوال جنګ له رامنځته کېدو نه تر مخکې پورې د ملګرو ملتو په سیاسی اېجنډا کښې رانغله. دا په دې وجه وو چې بشری حقوق په خپله قلمروکښې له خپلو ښاریزو سره د یو حکومت د چلند او سلوک د طریقې په توګه ګڼلې کېده او په کامله توګه د یوې کورنۍ سیاسی چارې په توګه بللې کېده او نورو هېوادونو هم د هېوادونو په کورنیو چارو کښې د نه مداخلت په وجه د هغو مصادیقو ته له ننوتلو ډډه کوله.

شلمه پېړۍ او په تېره بیا د وړومبنی او دویم نړیوالو جنګونو او له هغو سره د اړوندو سیاسی فکری شخړو او ماجرې نه ډک دوران په نړیوالو او د هېوادونو په کورنیو سطحو کښې د بشری حقوقو په برخلیک زیات تاثیر لرلے دے. په دغه پېړۍ کښې اروپا د فکری اختلافاتو وارثه شوه چې پکې له یوې خوا د فرد د اصالت او د ټولنې د اصالت پلویان د یو بل په مقابل کښې راغلل او له بلې خوا دودیز استبدادی ذهنیت له حقوقی او سیاسی مروجو افکارو نه په کار اخېستو سره د مارکسېزم، فاشېزم او نازییزم اقتدار پالو نظامونو سبب شو.

په دویم نړیوال جنګ کښې د جرمنیانو په لا سو د میلینونو عامه بې ګناه خلقو پلان شوی قتل عام دا عمومی باور پېدا کړ چې د بشر له بنیادی حقوقو څخه دفاع نړیوالې سولې او ترقۍ ته د رسېدو بنیادی شرط دے. دغه عمومی باور د متفقینو په ګڼ شمېر اعلانیو کښې بیا بیا منعکس شو.

د امریکې ولسمشر فرېنکلېن روزوېلټ په یو پېغام کښې چې د نولس سوه یو څلوېښتم کال په جنورۍ کښې یې کانګرېس ته په خطاب کښې وړاندې کړ څلور واړه ازادۍ مطرح کړې. د هم هغه کال په اګست کښې روز وېلټ او د برطانیې وزیراعظم وېنسټن چرچېل د آتلانټېک منشور د ګډې اعلانیې په قالب کښې برابر کړ چې پکې داسې اصول او سیاستونه بیان شوی وو چې پکار دی د سولې له ټینګښته وروسته اجرا شوی وې چې د دنیا خلق وکړې شی له هر ډول ویرې نه بغېر ژوند تېر کړی. دغه مفاهیم په یو لړ هغو مضامینو مشتمل وو چې پکار دی څلور کاله وروسته د ملګرو ملتو په منشور کښې درج شی.

د نولس سوه پینځۀ څلوېښتم کال د جون په شپږویشتمه نېټه د ملګرو ملتو منشور په سانفرانسېسکو کښې لاسلیک شو او د هم هغه کال د اکتوبر په څلوریشتمه نېټه لازم الاجرا شو. د نوموړی منشور له مخې له جنګ او تیری څخه په مخنیوی سره د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو او د دوستانه تعلقاتو د پراختیا او د بشری حقوقو او بنیادی ازادیو د احترام په خاطر د یو لړ اقداماتو د غږملتیا لپاره د یو مرکز په توګه د ملګرو ملتو په نامه یوه نړیواله اداره تاسیس شوه او د دغې ادارې وړومبنۍ اسمبلی په یو پنځوس غړیو سره د نولس سوه شپږ څلوېښتم کال د جنورۍ په لسمه نېټه په لندن کښې جوړه شوه.

له دې وروسته په یوې سریزې او دېرشو مادو مشتمله د بشری حقوقو نړیواله اعلانیه د انسانی کرامت، شرافت او حېثیت د ساتلو لپاره د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ لخوا د نولس سوه اتۀ څلوېښتم کال د دسمبر په لسمه نېټه د دغې ادارې د شپږ پنځوس غړیو حکومتونو په شتون او په اتۀ څلوېښت مثبتو رایو او اتو ممتنعو رایو سره تصویب شوه.

دې ته په پام سره چې د بشری حقوقو نړیوالې اعلانیې لازمی حقوقی اعتبار نه لرۀ نو محتوا یې د معاهدې په شکل او له مدنی او سیاسی حقوقو سره د اړوند نړیوال میثاق او له اقتصادی، اجتماعی او کلتوری حقوقو سره د اړوند نړیوال میثاق په نومونو دوو میثاقونو کښې د نولس سوه شپږ شپېتم کال د دسمبر په شپاړسمه نېټه د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ لخوا د رایو په اتفاق سره تصویب شوه.

------------------------------------

 

ټیګونه