Apr 28, 2016 11:30 Asia/Kabul

ګرانو او قدرمنو دوستانو تاودۀ سلامونه قبول کړئ، په تېر پروګرام کښې مو دې ته اشاره وکړه چې د بشری حقوقود نړیوالې اعلانیې له تصویبه وروسته د نړۍ په مختلفو براعظمونو کښې د بشری حقوقو د ودې او اجرا لپاره مختلفو غورځنګونو بڼه ونیوه.

سیمه ایز هېوادونه د بشری حقوقو د ګڼ شمېر معاهدو په تصویبولو سره په دې لټه کښې شول چې د بشری حقوقو د نړیوالې اعلانیې اصول لږ تر لږه په سیمه ایزه سطحه عملی کړی. خو اسلامی هېوادونه له دې امله چې د بشری حقوقو د نړیوالې اعلانیې محتوا یې د لویدیځو اصولو په بنیاد ګڼله مختلف غبرګونونه وښودل. یوې ډلې له اسلامی اصولو سره د بشری حقوقو د نړیوالې اعلانیې د ځینو اصولو د اختلاف په دلیل په مطلقه توګه هغه ونۀ منله. په مقابل کښې ځینو اسلامی هېوادونود اعلانیې اصول او محتوا بې له چون او چرا ومنله او د بشری حقوقو له اعلانیې او د بشری حقوقو له کنونشنونو څخه د بېلګې په اخېستو سره یې خپل قوانین طبیق کړل. خو دریمه ډله هغه هېوادونه وو چې خپله یې په اسلام کښې د منل شویو بشری حقوقو د اصولو په تنظیمولواو تدوینولو لاس پورې کړ او هغه یې په نړیوال نظام کښې د اسلامی بشری حقوقو د نظام په توګه معرفی کړل.

په اسلام کښې د بشری حقوقو مخینه د هغو قوانیو او احکامو د تکوین او پېدائش له نظره چې له انسان سره اړوند دی د اسلام د بڼه نیونې او پېدائش وخت ته ګرځی. له دې لحاظه اسلام بشری حقوق څه نوے بحث نۀ بولی او هغو ته له دې نه څوارلس سوه کاله مخکې او د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) دوران ته نسبت ورکوی. د اسلامی حقوقو د مجموعې د تکوین تاریخ د قران شریف د آیتونو په نزول، د پېغمبراکرم (ص) په ګفتار ، کردار او د هغه حضرت په تقریر یعنې تائید سره بیان شوے دے، بې له دې چې د بشری حقوقو د قوانینو تر عنوان لاندې یو مشخصه چوکاټ ولری. که څه هم دغه حقوق او قوانین د یو ټاکلی باب ‎، تدوین شوې مجموعې، د بشری حقوقو تر عنوان لاندې د نن سبا د فارمول بندۍ په قالب کښې نۀ وو خو اسلام تقریباً څوارلس پېړۍ مخکې د بشری حقوقو په باره کښې پراخ سیاسی، اقتصادی او اجتماعی مفهومونه مطرح کړل او په جرمانه او سزا کښې د انفرادی مصالحو او د هغۀ د بنیادی حقوقو او د ډله ایزو مصالحو ترمېنځ یې یو انډول ټینګ کړ.

نو د دغې مخینې په بنیاد په اسلام کښې د بشری حقوقو د اصولو او قوانینو شتون یوه پخوانۍ چاره ده او داسې موضوع نه ده چې په وروستۍ پېړۍ تر آخری لسیزو پورې د اسلامی اصولو په چوکاټ کښې ورته پام نه وی شوے. د بشری حقوقو تدوین په نننی قالب او شکل کښې او د نننۍ نړۍ د قانون جوړونې د ماډل مطابق دے چې هغه هم د شلمې پېړۍ له دویمې نیمائۍ څخه په مختلفو هېوادونو کښې په علمی ټولنو او د اسلامی ډلو لخوا د اسلامی بشری حقوقو د تدوین لپاره یو لړ بحثونه مطرح شول او مختلف کانفرنسونه او سیمینارونه جوړ شول په دې ډول چې له نولس سوه اتیایم کال نه تر اوسه له اسلامی بشری حقوقو سره اړوند څو اعلانیې خپرې شوې دی چې په دې پروګرام کښې ورته اشاره کوو.

د اروپا د اسلامی شورا نړیواله اسلامی اعلانیه په نولس سوه اتیایم کال کښې د اروپا د اسلامی شورا لخوا چې مرکز یې په لندن کښې دے صادره شوه. دغې اعلانیې کوشش کړے دے چې د اسلام نړیوال نظریات بیان کړی. د دغې اعلانیې په سریزه کښې د مخلوقاتو د اشرف او د زمکې په سر د خداے پاک د جانشین په توګه د خداے لخوا د انسان خلق او د پنځون الهی نظم ته اشاره شوې ده. په دې مقدمه کښې د انسانی ارزښت په اصل کښې د انسانانو د برابرۍ او د نژاد، نسل، ژبې، رنګ او قومیت په بنیاد د امتیازاتو د مردود والی په اړه د اسلام نظریې ته اشاره شوې ده او د سورۀ حجرات په دیارلسم مبارک آیت استناد شوے دے چې فرمائی: ((اے خلقو! مونږ تاسو له یو سړی او یوې ښځې پېدا کړئ او تاسو مو په ډلو او قبیلو اوېشلئ چې یو بل وپېژنئ (یعنې دا د امتیاز معیار نۀ دے.)) په تاسو کښې د خداے په نزد تر ټولو د قدر وړ په تاسو کښې تر ټولو تقوا دار کس دے،خداے هوښیار او پوه دے.))

په دې سریزه کښې دا نتیجه اخېستل شوې ده چې اسلام افرادو ته ټاکلی حقوق او د مذهب د ازادۍ، د بیان د ازادۍ، د فکر د ازادۍ په شان ازادۍ او د روا مالکیت حق او انسانی کرامت ورکړے دے او دا پکې زیات شوی دی چې په اسلامی نظام کښې د اسلامی ټولنې غړی یو لړ ذمه وارۍ هم لری او دنده لری چې د عدل او انصاف په بنیاد یو اسلامی نړیوال نظام قائم کړی، ځکه چې خداے پاک د خلقو ترمېنځ د عدل او انصاف د قائمولو لپاره پېغمبران علیهم السلام رالېږلی او اسمانی کتابونه یې نازل کړی دی.

په دغه اعلانیه کښې دا خبره په ګوته کړې شوې ده چې الهی قانون هغه یوازېنے قانون دے چې حکومتونو ته روا والے ورکوی اوحکومت د ژوند په ټولو برخو کښې د عدل او انصاف د رامنځته کولو ذمه واری په غاړه لری او پکار دی د امت د یو والی د مضبوطولو او د ملت د شرافت ، ودې او ترقۍ په لاره کښې ګام اوچت کړی.

د اوسنی تمدن د بحران په تېره بیا د سرمایه داری او کمیونېسټی مکاتبو او سېکولر نظامونو د ناکامۍ په اړه بیان، د سیاسی،اقتصادی، تعلیمی، اجتماعی او فوځی چوکاټونوپه شان د اسلامی نظام د چوکاټونو ‎بیان، د حکومتونو او اسلامی امت ترمېنځ پېوستون، د یو واحد اسلامی حکومت رامنځته کول او د اسلامی امت یووالے له هغو نورو موضوعاتو څخه دی چې په دغه اعلانیه کښې بیان شوی دی.

یو بل سند د اروپا د اسلامی شورا د بشری حقوقو اعلانیه ده. دغه سند د اروپا د اسلامی شورا دویمه اعلانیه ده چې د بشری حقوقو په اړه د اسلام د نړیوالو نظریاتو په زمینه کښې په نولس سوه یو اتیایم کال کښې په لندن کښې صادره شوه او د نولس سوه یو اتیایم کال د ستمبر په نولسمه نېټه په پېرس کښې د یونېسکو په غونډه کښې په رسمی توګه اعلان شوه. دغه اعلانیه چې بشری حقوق په مشخصه توګه د اسلام له نظره بیانوی د اروپا د اسلامی ټولنې د عمومی سېکتر لخوا په یوې تفصیلی سریزې باندې مشتمله ده او له دې وروسته یوه تفصیلی مقدمه په دولسو بندونو کښې د بشری حقوقو په اړه اسلامی نظریات بیانوی او یوه آئیډیله اسلامی ټولنه وړاندې کوی. دغه اعلانیه تر زیاته حده د بشری حقوقو د اعلانیو او اسنادو په سبک او سیاق سره په درویشتو مادو کښې د اسلام له نظره د انسان لپاره پېژندل شوی حقوق بیانوی او هره ماده د بشری حقوقو په یو عنوان باندې مشتمله ده.

د نولس سوه اتیایم کال د دسمبر له نهمې نه تر څوارلسمې نېټې پورې موده کښې په اسلام کښې د بشری حقوقو په اړه د کویت د پوهنتون د قانون پوهانود نړیوال کمېشن او د عربو وکیلانو د اتحادیې لخوا کانفرنس په کویت کښې جوړ شو او په دغه کانفرنس کښې د ګډون کوونکو د قبول وړ نظریاتو، بحثونو او وړاندیزونو نتیجه ((د کوېت د کانفرنس نتیجې او سپارښتنې)) تر عنوان لاندې خپره شوه.د نولس سوه اتیایم کال د کوېت د غونډې اعلانیه په حقیقت کښې په دوو برخو مشتمله ده: وړومبۍ برخه یې هغه جمع بندۍ او نتیجې دی چې په غونډه کښې ګډون کوونکی ورته ورسېدل بیانوی. په دویمه برخه کښې د کویت غونډه د سپارښتنو ترعنوان لاندې د بشری حقوقو په زمینه کښې اسلامی حکومتونو ته یو لړ سپارښتنې کوی چې په قانون جوړونه او د هغۀ په جرا کښې یې وکاروی.

دغه سپارښتنې د اقتصادی، اجتماعی او کلتوری حقوقو، د اقلیتونو د حقوقو، د مدنی او سیاسی حقوقو او د ښځو د موقعیت او حقوقو په زمینه کښې دی او په دې برخه کښې سپارښتنې یو پنځوس مورده دی. په دغو بندونو کښې د اسلام د بشپړتیا او اسلامی مقرراتو په باب کښې یو لړ کلیات، د خپلواکۍ د حق په رسمیت پېژندنه، د خپلو پانګو او اموالو په اړه د ښځو حقوق، د عقیدې د ازادۍ د حق ورکول، د انسانانود بریتوب د اصل تړون، د شکنجې منعې، د دفاع د حق لرل، له وکیله استفاده، د هغو جرائمو محدودوالے چې د اعدام سزا لری، د اقلیتونو حقوق، د اسلامی مقرراتو په چوکاټ کښې د عقیدې او بیان د ازادۍ په رسمیت پېژندنه، د غونډو او اتحادیې د تشکیل ازادی، د خاصو او ځانګړیو محکمو لغو کول او د سیاسی جرائمو په اړه د سزاګانو لغو کول وغېره هغو اسلامی هېوادونو او حکومتونو ته یې سپارښتنه شوې ده چې په خپلو جوړ کړې شویو قوانینو کښې نوموړې چارې په رسمیت وپېژنی او د اجرا ضمانت یې ورکړی.

د اسلامی کانفرنس د تنظیم لخوا هم د بشری حقوقو په اړه درې اعلانیې خپرې شوې دی. وړومبۍ اعلانیه ((د حقوقو د اعلانیې او په اسلام کښې د انسان د بنیادی دندو طرحه)) په نامه په نولس سوه نهۀ اویایم کال کښې د سعودی عرب په مکه مکرمه ښار خپره شوې ده. دویمه اعلانیه ((په اسلام کښې د بشری حقوقو په اړه د یو سند)) نومې طرحه په نولس سوه یو اتیایم کال کښې د سعودی عربستان په طائف ښار کښې د تنظیم د مشرانو په کانفرنس کښې تصویب او خپره شوې ده. او دریمه اعلانیه هم ((په اسلام کښې د بشری حقوقو په اړه د قاهرې د اعلانیې) په نامه چې په نولس سوه نوی یم کال کښې په قاهره کښې د اسلامی کانفرنس د تنظیم د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په نولسمه غونډه کښې تصویب شوه او په حقیقت کښې د اسلامی بشری حقوقو ترټولو نوې او شاید وویلې شوو چې ترټولو رسمی اعلانیه ده.

د قاهرې اعلانیه د اسلامی بشری حقوقو په زمینه کښې د اسلامی کانفرنس د تنظیم د فقهی او حقوقی مسائلو د کارپېژاندو لخوا طراحی او ترټولو وروستۍ مسوده یې د نولس سوه نهۀ اتیایم کال د دسمبر له شپږویشتمې نه تر اتویشتمې نېټې پورې موده کښې د تنظیم د حقوقی کارپېژاندو په غونډه کښې چې په تهران کښې جوړه شوې وه تصویب شوه او دغه مسوده په قاهره کښې د اسلامی کانفرنس د تنظیم د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په نولسمه غونډه کښې مطرح شوه چې وروستی تصویب ته ورسی، نوموړې غونډه چې د نولس سوه نوی یم کال د جولائۍ له یو دېرشمې نېټې نه د اګست تر پینځمې پورې د مصر په پائېتخت قاهره کښې جوړه شوه او له یو لړ بدلونونو او اصلاحاتو سره چې د تهران په مسوده کښې راوړلې شوی وو په ۱۹/۴۹P- شمېره پرېکړلیک کښې یې تصویب کړل چې نوموړې اعلانیه په اسلام کښې د بشری حقوقو په زمینه کښې د غړیو حکومتونو لپاره د کلی لارښونې په توګه د استفادې وړ وګرځی.

د نولس سوه نوی یم کال د قاهرې تصویب شوې اعلانیه په یوې سریزې او پینځویشتو مادو مشتمله ده چې علی الاصول د بشری حقوقو د نړیوالې اعلانیې په اساس یې د انسان په ذاتی شرافت او کرامت تکیه کړې او یو شمېر لازم الرعایه حقوق یې بیان کړی دی.

د اسلامی بشری حقوقو په اړه د قاهرې اعلانیه په حقیقت کښې د نړیوالې ټولنې په سطح د خپل اسلامی تشخص د ښودلو او د هغو حقوقو په اړه د اسلام د نظریې د معرفی کولو لپاره د اسلامی ټولنې لخوا یو کوشش دے چې انسانان یې ولرلې او حکومتونه یې پکار دی پوره کړې شی.

------------------------------------------------------

ټیګونه